• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان تازه خبرداری: هغه افغانان باسو، چې امریکا یې د کډوالۍ غوښتنلیکونه رد کړي دي

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۴۹ GMT+۰

پاکستان د شنبې په ورځ خبرداری ورکړی، په دغه هېواد کې مېشت هغه افغانان چې د امریکا له‌خوا د بیا مېشتېدو لپاره نه دي منل شوي ناقانونه کډوال ګڼل کېږي او له دغه هېواده به واېستل شي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د «ټي ار ټي شبکې» سره په مرکه کې چې جزیات یې د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم خپاره کړل ویلي، پاکستان له امریکا سره د دې موضوع په اړه خبرو ته چمتو دی؛ خو هغه کډوال چې د بیا میشتېدو غوښتنې یې رد شوې وي، له اېستلو سره به مخ شي.

ښاغلي ډار وویل:« موږ به دا مسله وڅېړو او خبرې به وکړو؛ خو په اصولي توګه که یو کډوال د قانوني پروسو له بشپړولو وروسته د بل هېواد له‌خوا ونه منل شي؛ هغه به په پاکستان کې ناقانونه کډوال وګڼل شي».

هغه زیاته کړه:« موږ ښايي اړ شو، چې دغه کډوال بېرته افغانستان ته واستوو».

له هغه وروسته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ترلاسه کړ، شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان د ځورونې او ورته د مرګوني ګواښونو له وېرې پاکستان ته کډه شول.

ډېرو یې هڅې پیل کړې څو د پاکستان له لارې نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه امریکا ته ولاړ شي.

د رسمي شمېرو له مخې، تر دې دمه شاوخوا ۸۰ زره افغانان امریکا ته لېږدول شوي؛ خو تر ۴۰ زره زیات لا هم ناڅرګنده برخلیک سره مخ دي.

تمه کېده، چې روان کال شاوخوا ۲۵ زره افغانان امریکا ته ولېږدول شي؛ خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د بیا مېشتېدو د پروګرام ناڅاپي ځنډ له امله نږدې ۲۰ زره افغانان لا هم په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

د ټرمپ اجرایوي فرمان چې د جنورۍ په ۲۰مه نافذ شو د امریکا د کورني امنیت ادارې او بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړ، چې په ۹۰ ورځو کې راپور چمتو کړي؛ ترڅو وڅېړي چې ایا د USRAP پروګرام له سره پیلول د امریکا له ملي ګټو سره سمون لري که نه.

راپورونه ښيي، هغه دفتر چې د افغان کډوالو د لېږد پروسه همغږي کوي؛ ورته امر شوی چې تر اپرېل میاشتې پورې د دغه پروګرام د تړلو پلانونه جوړ کړي، چې دا به د افغان کډوالو هیلې لا نورې هم مړاوې کړي.

په پاکستان کې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه ناست افغان کډوال هغه کسان دي، چې به افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو او نړۍوالې ټولنې سره دندې ترسره کړې او له همدې کبله اوس د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دي.

په دې ډله کې ژباړونکي، د امریکا حکومت او ایتلافي ځواکونو سره کارکوونکي، افغان خبریالان، د بشري حقونو فعالان او د مرستندویه موسسو کارکوونکي شامل دي.

د ۲۰۲۳کا په نومبر میاشت کې پاکستان د بې اسنادو بهرنیانو پر ضد عملیات پیل کړل او تر دې دمه یې له ۸۱۵ زرو څخه زیات کسان خپلو هېوادونو ته بېرته استولي دي، چې ډېره برخه یې افغانان دي.

څو میاشتې دمخه د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیول کېدو او بېرته خپل هېواد ته د لېږدول کېدو په تړاو نړۍوالو بشري سازمانونو او د کډوالو ملاتړ ادارو جدي غبرګونونه وښودل.

له همدې کبله د پاکستان حکومت د یو څه وخت لپاره په خپل چلند کې نرمښت راوست او هغو افغان کډوالو ته یې د مېشتیدو اجازه ورکړه، چې د امریکا په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته د تګ قضیې یې روانې دي؛ خو اوس لیدل کېږي چې پاکستان یو ځل بیا د دغو کډوالو د شړلو هڅې ګړندۍ کړې دي.

اوس مهال، پاکستان کې له ۲.۵ مېلیونو څخه زیات افغان کډوال ژوند کوي، چې نږدې نیمایي یې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره ثبت شوي دي.

هغه کسان چې مخکې ثبت شوي، د پاکستان د نوې تګلارې له مخې تر جون ۲۰۲۵ پورې د اوسېدو جواز لري.

تېره میاشت د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر د افغان کډوالو له دغه هېواده د اېستلو لپاره درې پړاوییزه پلان اعلان کړ، چې د مارچ تر ۳۱مې نیټې پورې یې اسلام‌اباد او راولپنډۍ څخه د افغان وګړو د اېستلو لپاره وروستۍ موده وټاکله.

بهرني حکومتونه چې د کډوالو د منلو هوکړه یې کړې وه، هم خبر کړل شول چې باید خپل د بیا مېشتېدو پروسه تر دې نیټې مخکې چټکه کړي او که داسې ونکړي؛ نو شونې ده چې د لېږد په تمه ناست افغانان به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

محمد اسحاق ډار: د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره مو د افغانستان دننه عملیات کړي و

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۳۹ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار یوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې پر افغانستان د پاکستان د جنګي الوتکو د بمبارۍ خبرې پخلی کړی دی. هغه ویلي، چې دغه عملیات په پاکستان کې د امنیتي ګواښونو د لمنځه وړلو لپاره ترسره شوي دي.

ډار په مرکه کې څرګنده کړه:« دا منم، چې زموږ جنګي الوتکې په افغانستان کې ځیني اهداف په نښه کړي. موږ اړتیا لرله، چې له دغې لارې د امنیتي ګواښونو مخه ونیسو.»

هغه په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون ته په اشارې سره وویل:« هیڅ ګاونډی هېواد باید ونه غواړي، چې د هغه خاوره د بل ګاونډي پر ضد وکارول شي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې څه موده وړاندې پاکستاني جنګي الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې بمباري وکړه، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې وزیرستاني کډوال ووژل؛ خو هغه وخت پاکستاني چارواکو د دغې بمباریو په اړه په رسمي توګه څه ونه ویل.

په تېرو وروستیو کې د امنیتي مسلو، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتو او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو له کبله له طالبانو سره د پاکستان اړیکې پېچلې شوې دي.

پاکستان تل په دغه هېواد کې د ناامنۍ ګوته افغانستان ته نیسي او طالبان تورنوي، چې په افغان خاوره کې یې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته پټنځایونه ورکړي دي.

د اوبو پر سر ناندرۍ؛ ایران ګېله کوي، چې افغانستان ورسره پر شوي تړون عمل نه دی کړی

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۱۲ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي ویلي، چې له افغانستان سره د اوبو پر سر تړون تر اوسه نه‌ دی عملي شوی. نوموړي د خپلو سرحدي ولایتونو له چاروکو وغوښتل، چې له افغانستان سره پر اوبو د ګډ کار او همکاریو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

عباس عراقچي د (کب ۴مه) د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:« موږ له افغانستان سره د هلمند سېند په اړه تړون لرو؛ خو دغه تړون په سمه توګه نه ‌دی پلی شوی. همداراز، د هریرود سېند چې مشهد ته اړوند دی؛ هېڅ ډول تړون او حقوقي چوکاټ نه لري».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې د پولې بلې غاړې ته د تېلو، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې بېلابېل ظرفیتونه شته او باور لري؛ که له افغانستان سره پر پوله د پرتو ولایتونو ترمنځ تعامل رامنځته شي، نو ستونزې به حل شي.

عراقچي همداراز وویل، یوازې له پولې راوښتونکې اوبه یې ستونزې نشي حل کولای او باید د کورنیو اوبو د سرچینو مدیریت ته هم لازمه پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړه: «که وچکالي راشي، دا طبیعي ده چې ګاونډی هېواد به خپلې اوبه ایران ته پرېنږدي».

هغه دا هم وویل، چې په کابل کې یې له طالبانو سره د لیدنې پر مهال د حقابې مسله د بحثونو پر مهال یو له مهمو هغو څخه وه.

تېره میاشت عباس عراقچي د ایران د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او هلته یې له طالب چارواکو سره د امنیت، اوبو، ترهګرۍ ضد مبارزې او استخباراتي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

دا لومړی ځل نه‌ دی، چې ایراني چارواکي له افغانستان سره د اوبو د تړون د نه ‌پلي کېدو له امله شکایت کوي؛ تر دې وړاندې هم ایراني چارواکو څو ځله له طالبانو د اوبو د نه‌ ورکولو په اړه نیوکې کړې وې.

نږدې ورځو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي و، چې ایران به د اړتیا په صورت کې خپلې اوبه له افغانستان څخه د زور له لارې ترلاسه کړي؛ خو طالبان ټینګار کوي، چې د هلمند د تړون له مخې دوی خپلو اوبو ته ژمن دي.

طالبانو ویلي، چې د وچکالۍ سره، سره یې بیا هم ایران ته اوبه ورپرېښې دي.

ټرمپ له طالبانو نه د وسلو بېرته ترلاسه کولو مسوول وټاکه

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۳۳ GMT+۰

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ټرمپ په خپله وروستي وینا کې چې د امریکا د محافظه‌کارانو لوی کنفرانس ته یې وکړه، یوه امریکایي چارواکي ته دنده ورکړه چې له طالبانو نه د امریکايي وسلو او تجهیزاتو د بیرته ترلاسه کولو پلان جوړ کړي.

ټرمپ په دې وینا کې «ډاګ» نومې یوه کس ته اشاره وکړه او غوښتنه یې وکړه چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

ټرمپ د ډاګ ستاینه وکړه او ویې ویل: «هغه کولی شي دا کار وکړي. هغه تکړه سړی دی».

تر اوسه د دغه چارواکي هویت په بشپړ ډول څرګند نه دی، خو ځینې خلک باور لري چې ټرمپ ممکن د ډاګ منچستر یادونه کړې وي، چې د جمهوري غوښتونکو ګوند ملاتړی دی.

افغانستان انټرنشنل د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه د ټرمپ له خوا ټاکل شوي فرد په اړه پوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې ځواب نه دی ترلاسه شوی.

د امریکايي تجهیزاتو په لیدو د ټرمپ غوسه کېدل

ټرمپ درې ځله يادونه وکړه، چې دی سخت غوسه کېږي کله چې طالبان د امريکايي تجهيزاتو سره پوځي نندارې (پریډ) ترسره کوي.

نوموړي له طالبانو سره د امريکا مالي مرستو ته په اشارې وويل:« تاسې پوهېږئ، چې موږ هر کال افغانستان ته شاوخوا دوه تر دوه نيم مليارده ډالر ورکوو، په داسې حال کې چې موږ خپله مرستو ته اړتيا لرو».

ټرمپ روښانه کړه، که دغه مرستې دوام مومي طالبان بايد پاتې پوځي تجهيزات بېرته وروسپاري.

هغه زياته کړه:« طالبان دغه تجهيزات پلوري. که موږ هغوی ته دا پيسې ورکوو؛ نو اجازه راکړئ چې زموږ وسايل بېرته راکړي. هغوی ټانکونه، موټرونه، وسلې او د شپې ليد کمرې لري؛ ان له هغه څه ښه او نوي چې موږ يې لرو تازه له بکس څخه راوتلي. دا حیرانوونکې ده».

ټرمپ يو ځل بيا وويل، چې امريکا په افغانستان کې ملياردونه ډالر ارزښت لرونکي پوځي تجهيزات پرېښي دي.

نوموړي وړاندې هم دا شمېر شاوخوا «۸۰ مليارده ډالر» ښودلی و او له خپلو دولتي چارواکو يې غوښتنه وکړه، چې دغه مسله وڅاري.

دا لومړی ځل نه ‌دی، چې ټرمپ د افغانستان څخه د امريکايي تجهيزاتو د بېرته اخيستلو غوښتنه کوي.

نوموړي دغه موضوع په ټاکنیزو منډو ترړو کې هم څو ځله ياده کړې ده؛ خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تازه په «اېکس» پاڼه ويلي، چې د ټرمپ څرګندونې يوازې ټاکنیز ارزښت لري او عملي بڼه به خپله نه‌ کړي.

مجاهد ټينګار وکړ، چې امريکايي پوځي تجهيزات د «جنګي غنيمت» په توګه ګڼل کېږي او طالبان به ترې ساتنه کوي.

هغه زياته کړه:« تر هغه چې موږ ژوندي يو، امريکا به خپل وسايل راڅخه بېرته وانخلي».

د امريکايي ادارو د راپورونو له مخې امريکا په تېرو درې نيمو کلونو کې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته شاوخوا ۳.۵ ميليارده ډالر مرستې ورکړې دي.

ډونالډ ټرمپ سپینې مانۍ ته له ننوتو سره سم پر افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو خپلې ټولې بشرپاله او پراختیایي مرستې ودرولې.

د دغو مرستو د بندېدو له کبله د افغانستان اقتصاد له سخت کړکېچ سره مخ شوی دی.

امریکایي وسلې د طالبانو په لاسونو کې

د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې د افغانستان کې ترې پاتې شوي امريکايي وسايل شاوخوا ۷ مليارده ډالر ارزښت لري چې په کې پوځي زغروال ټانکونه، پرمختللې وسلې، د بایومټریک وسایل او نور ټکنالوژيکي وسايل شامل دي.

د ۲۰۰۲کال د جون میاشتې راهیسې د ۲۰۲۰کاله پورې امريکا ۸۸.۶ مليارده ډالر د افغانستان د امنيتي ځواکونو ملاتړ صندوق له لارې د افغان پوځ د تجهيز، اکمال او روزنې لپاره لګولي و.

امريکا تر وتلو دمخه ۷۸ جنګي الوتکې د کابل نړيوال هوايي ډګر کې پرېيښي وې او د دفاع وزارت د د معلوماتو له مخې، له ۹۶ زره پوځي زغروالو ټانکونو څخه ۴۰ زره يې لا هم افغانستان کې پاتې دي.

د افغانستان له سقوط وروسته امريکايي چارواکو ويلي، چې له ۴۲۷ زره میله وسلو څخه ۳۰۰ زره میله وسلې هم په افغانستان کې ترې پاتې شوې دي.

تر څنګ يې ۱۸۱ زره د هوايي مهماتو واحدونه، ۵۰ زره د تمريناتي مهماتو ټوټې او ۹۲۰۰ د مهماتو ويشتونکي وسايل هم پاتې دي.

هم مهاله څو څو ځله پاکستان اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان کې پاتې دغه امریکایي وسلې د دوی امنيت ته جدي ګواښ دی.

پاکستاني پولیسو د بشري حقونو فعاله زهرا موسوي نیولې ده

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۲۰ GMT+۰

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ غړې او د بشر حقونو فعاله زهرا موسوي د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو له خوا نیول شوې او له دې هېواد څخه د اېستلو له ګواښ سره مخ ده.

د زهرا موسوي خاوند سید محمود قاسمي افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «پولیس په شخصي جامو کې راغلل چېرته چې موږ ژوند کوو، زه پټ شوم خو پولیسو مې له مېرمن نه اسناد وغوښتل، دا چې د هغې د ویزې وخت پوره شوی و، نو ویې نیوله او بندي یې کړه، د څه وخت لپاره د پولیسو په موټر کې وه خو په نهه بجې د نورو کډوالو سره حاجي کمپ ته انتقال شوه».

قاسمي وویل: «له ټولو هغو ادارو سره مو اړیکه ونیوله چې د کډوالو په برخه کې کار کوي، خو تر اوسه یې مثبت خبر نه دی ترلاسه کړی.»

نوموړي زیاته کړه: « له حاجي کمپ څخه راته معلومات راکړل شول، چې دوه ورځې رخصتي ده او دوه ورځې وروسته به یې په اړه پرېکړه کېږي، زه نه پوهېږم چې دوی د دې اراده کړې چې ډېپورټ یې کړي او که څه».

د بشري حقونو فعاله راحل تلاش چې د زهرا موسوي ملګرې ده، له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل:« زهرا موسوي په براکاو کې د پولیسو له خوا نیول شوې او کمپ ته انتقال شوې چې ډېپورټ شي، زه هیله لرم چې د زهرا موسوي لپاره هڅې وشي تر څو د هغې د ډېپورټ مخه ونیول شي».

راحل تلاش وویل، چې زهرا موسوی له دوه نیم کلنې لور سره یې کمپ ته وړل شوې.

نوموړې زیاته کړه: «د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د ښځو د حقونو فعالانو نیول او ډېپورټ کول په دې معنا ده، چې دوی مخامخ مرګ ته ور لېږل کېږي، ځکه د ۲۰۲۱ کال وروسته چې چا هم افغانستان پرېښی، یوازې د ژوند د خوندي کولو لپاره یې دا کار کړی».

اغلې تلاش وویل، د بشري حقونو نړۍوالې ادارې او ملګري ملتونه باید د کډوالو په زور بېرته ستنولو په اړه اقدام وکړي تر څو ددغه ناورین مخه ونیول شي.

یاده دې وي، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي او لا هم روان دي، کور په کور د افغانانو لټه روانه ده، نیول کېږي او اکثر یې بېرته افغانستان ته لېږل کېږي، د پولیسو له دغه اقداماتو داسې خبرونه هم ترلاسه شوي چې ویزه لرونکي افغانان هم د پیسو لپاره زورول شوي او د بېرته ستنولو ګواښونه ورته شوي دي.

د ناروې ځانګړی استازی: افغانستان سره د اقلیمي بدلون او بشري مرستو په برخه کې مرسته کوو

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړي استازي پل کلومن ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او د کوکنارو د کښت د مخنیوي په اړه له بزګرانو سره د بدیلو پروژو په برخه کې همکاري کوي.

پل کلومن دغه خبرې په چین کې د طالبانو له سفیر مولوي بلال کریمي سره په لیدنه کې کړي.

په چین کې د طالبانو سفارت په خپل اېکس کې لیکلي، چې مولوي بلال کریمي د افغانستان لپاره د ناروې له ځانگړي استازي پل کلومن او د چین لپاره د یاد هېواد له سفیر ویبجورن ډایسویک سره په بېجینگ کې وکتل.

كلومن په دغه لیدنه کې ویلي: «موږ له افغانستان سره د اقلیمي بدلون، د کوکنارو کښت د مخنیوي په برخه کې بزګرانو ته د بدیلو پروژو، له بې وزلو سره د بشري مرستو او نورو بېلابېلو برخو کې خپلو هڅو او مرستو ته دوام ورکوو.»

‏د طالبانو سفیر بلال کريمي په دغه لیدنه کې د افغانستان په اړه د ناروې رول مثبت یاد کړ او له ناروې هېواد سره یې په ډیپلوماټیکه ساحه کې تازه پرمختګ وستایه او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو او متقابل تعامل د تقویې او پراختیا لپاره مهم ګام وباله.

په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان لپاره د ناروې هېواد ځانګړي استازي پل کلومن ویلي، چې هڅه کوي افغانستان له نړۍوالې ټولنې سره نږدې شي.

څو ورځې وړاندې د ناروې د کډوالو شورا په یوه اعلامیه کې له افغانستان سره د نړۍوالو بشري مرستو کمېدو ته په اشارې سره وویل، چې په دغه هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ څخه د درې نیمو کلونو په تېرېدو افغانان په نړۍ کې یو تر ټولو ناسم بشري ناورین کې ګیر هېواد دی.