زلمی خلیلزاد: د پاکستان پوځ او اقتصاد په بد حالت کې دي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان روان وضعیت ته په کتو سره ویلي، چې د دغه هېواد پوځ او اقتصاد په بد حالت کې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان روان وضعیت ته په کتو سره ویلي، چې د دغه هېواد پوځ او اقتصاد په بد حالت کې دي.
نوموړي دغه خبرې تر هغه وروسته وکړې، چې فایننشل ټایمز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پوځ څنګه خپل اقتصاد په لاس کې اخلي.
راپور زیاتوي، چې د دغه هېواد وسله وال ځواکونه د کانال له پروژې څخه را نیولې د انرژۍ تر قراردادونو پورې په هر څه کې دخیل دي او دې چارې پانګه اچوونکي په زیاتېدونکې توګه غوسه کړي دي.
زلمي خلیلزاد په خپل اېکس کې لیکلي: «پوځ د پاکستان په سیاست او حکومت واکمن دی. د فایننشل ټایمز په وینا، دوی د هېواد اقتصاد په خپل لاس کې اخلي. البته، دوی د امنیت مسؤلیت لري. پایله دا ده، چې درې واړه په بد حالت کې دي. پوځ باید اصلاحات راولي او په هغه څه تمرکز وکړي، چې باید د هغې اصلي ماموریت وي.».
د پاکستان د پوځ په اړه وخت ناوخته د سیاستوالو غږونه پورته کېږي، چې د هېواد سیاست کې مداخله کوي او چارې په خپله ولکه کې ساتي.
عمران خان چې له خپل حکومت ختمېدو وروسته په یو شمیر مقدمو کې د تېر کال راهیسې په زندان کې پروت دی، وخت نا وخته په پوځ نیوکي کوي او ملکي سیاست کې يې په لاسوهنه تورنوي خو پوځ پرله پسې په سیاست کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.
یاده دې وي، چې د پاکستان پوځ له ځمکو نیولې تر سترو فابریکو او د ژوند په نږدې ټولو چارو کې پانګونې کړي او د پاکستان په بازارونو کې زیات شمېر توکي پلورل کېږي، چې پوځي فابریکو تولید کړي.

د سویس پولیسو د یکشنبې په ورځ وویل، چې دوی یو ۲۸ کلن اسټرالیایی سړی د زوریخ ښار په یوه سوداګریز مرکز کې پر یوه ۴۱ کلن سړي د چاقو د برید او ټپي کولو په شک نیولی دی. پولیسو ویلي چې د شکمن کس د برید انګېزه لا څرګنده نه ده او په اړه یې پلټنې روانې دي.
د سویس پولیس چارواکو د یکشنبې په ورځ، د کب پر ۵مه وویل، چې بریدګر د پیښې په ځای کې نیول شوی او ژوبل کس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
پولیسو د ژوبل او د پیښې د عامل د هویت په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.
د سویس د پولیسو ویاند وویل چې څارنوالان به د دوشنبې په ورځ له ګروېږنو وروسته نور جزئیات اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په اروپايي هېوادونو کې د چاقو وروستیو بریدونو اندېښنې راپورته کړې دي.
په تېره اونۍ کې د جرمني او فرانسې په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د چاقو څو بریدونه شوي دي.
په ځینو بریدونو کې د افغانستان او سوریې کډوال ښکیل بلل شوي دي.
د فرانسې پولیسو د شنبې په ورځ وویل، چې د هیواد په ختیز کې یوه الجزایري بریدګر د چاقو برید کړی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې یو کس وژل شوی او دوه پولیس افسران ټپیان دي.
له دې مخکې یوه سوریايي بریدګر په برلین کې د هولوکاسټ په یادسیمه کې یو هسپانوی سیلانی ټپي کړ.

د ټرمپ ادارې د امریکا د کډوالو او ګمرکاتو پلي کونې ادارې (ICE) ته لارښوونه کړې چې د سلګونو زرو هغو کډوالو ماشومانو د موندلو هڅه وکړي، چې له والدینو پرته امریکا ته داخل شوي دي. دا د ټرمپ د پراخې ډلهییزې شړنې د تګلارې یو بل پړاو دی.
د یوه محرم سند/یادښت له مخې چې رویټرز ته رسېدلی، د هغو ماشومانو د تعقیب لپاره نوی پلان مطرح شوی چې له قانوني سرپرست پرته امریکا ته داخل شوي دي. یادښت د دغه پلان څلور پړاوونه تشریح کوي، چې د جنورۍ ۲۷مه د پلان جوړولو پړاو ګڼل شوی، خو د پلیتابه د پیل نیټه یې نه ده مشخصه شوې.
د حکومت د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۹ کال راهیسې تر ۶۰۰ زرو ډېر ماشومان له والدینو پرته د مکسیکو له لارې امریکا ته داخل شوي دي.
زرګونو ماشومانو ته محکمود اخراج حکم ور کړی او ۳۱ زره یې د محکمو ناستو ته نه دي حاضر شوي.
یادښت څرګندوي چې د امریکا د کډوالو او ګمرکاتو پلي کونې ادارېد بېسرپرسته ماشومانو په اړه له مختلفو سرچینو معلومات راټول کړي او هغوی یې پر دریو ډلو د تېښتې خطر لرونکي، د عامه امنیت تهدید، د پولو د امنیت تهدید وېشلي دي.
د تېښتې له خطر سره مخ ماشومان، چې د محکمې ناستې ته نه وي حاضر شوي یا داسې سرپرستانو ته سپارل شوي چې د کورنۍ غړي یې نه وي، د لومړیتوب په لیست کې دي.
د ټرمپ ادارې د ماشومانو د سرپرستانو د لا سختې ارزونې پرېکړه کړې، چې د هغوی د ګوتو نښې اخیستل او د ډي اېن اې معاینې پکې شاملې دي.
د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال، د «صفر زغم» پالیسي د والدینو او ماشومانو ترمنځ جلاوالي ته زمینه برابره کړه، چې پراخ نړیوال غبرګون یې وپاراوه. که څه هم دا پالیسي په ۲۰۱۸ کې بنده شوه، لا هم شاوخوا زر ماشومان له خپلو والدینو بېل پاتې دي.
اوس، د ټرمپ اداره نه یوازې دا چې د ماشومانو د تعقیب هڅه کوي، بلکې د سرپرستانو معلومات هم کاروي، چې دا کار ښايي د هغو کورنیو د لا پراخې وېرې لامل شي چې اسناد نه لري.
د امریکا د کډوالو او ګمرکاتو پلي کونې ادارې د دې نوې تګلارې موخه یوازې د ماشومانو شړل نه، بلکې د انساني قاچاق او نورو احتمالي ناوړه استفادو مخنیوی ښودل شوی.
خو منتقدین وايي دا سیاست به د زرګونو بېاسنادو کورنیو لپاره ستونزې لا ډېرې کړي.

د جرمني خلک نن (یکشنبه) د فدرالي ټاکنو لپاره د رای اچونې مرکزونوته روان دي، چې خپل استازي وټاکي. سږکال له ۵۹ میلیونو زیات کسان د رای اچونې حق لري.
دا ټاکنې وروسته له هغه له ټاکلي وخت مخکې ترسره کېږي چې د صدراعظم اولاف شولڅ په مشرۍ د سوسیال ډیموکراتانو درې ګوندیز ایتلاف له ناکامۍ سره مخ شو. نظرپوښتنې ښيي چې د محافظه کار مسیحي دموکرات اتحاد (CDU) او د هغه متحد مسیحي سوسیال اتحاد (CSU) په۳۰ سلنه ملاتړ په لومړي مقام کې دي.
د سي ډیو یومشر فریدریښ مېرڅ د راتلونکې صدراعظمۍ څوکۍ لپاره تر ټولو پیاوړی نوماند ګڼل کېږي، خو د حکومت جوړولو لپاره یې لاره لاهم ګونګه ده.

د ښي اړخو ګوندونو راپورته کېدل
د ټاکنیزو مبارزو پرمهال د مهاجرت مساله توده موضوع وه. د افراطي ښي اړخي ګوند اې ایف ډي ملاتړ مخ پر زیاتېدو دی، چې دا د سیاسي مشرتابه لپاره یو چیلنج ګڼل کېږي، ځکه د جرمني اصلي سیاسي ګوندونه له دغه ګوند سره د کار کولو مخالف دي، له همدې امله به اې ایف ډي لا هم له واکه لرې پاتې شي.
د ښي اړخي «د جرمني لپاره بدیل» ګوند وده د دې ټاکنو یوه مهمه ځانګړتیا ده، چې شاوخوا ۲۰ سلنه ملاتړ لري او سوسیال دیموکراتان (SPD) یې شاته پرې ایښي، چې اوس درېیم مقام کې دي.
د جرمني اصلي سیاسي ګوندونو اعلان کړی چې له اې اېف ډي سره به هېڅ ډول ایتلاف ونه کړي.
که مېرڅ د صدراعظم په توګه بریالی شي، نو ښايي د سوسیال دموکراتانو (SPD) یا شنو ګوند سره ایتلاف ته اړ شي.
رایه ورکوونکي به د پارلمان (بونډسټاګ)۶۳۰غړي وټاکي. ټاکنیز مرکزونه له سهار ۸ بجو نه د ماښام تر۶ بجو پورې پرانیستي دي او د پایلو لومړني اټکلونه به سملاسي وروسته اعلان شي، خو رسمي پایلې به د دوشنبې په سهار اعلان شي.
دا ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي چې جرمني له جدي سیاسي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.
اقتصادي وده درېدلې او له نړیوالو شریکانو، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو سره، د برلین اړیکې ترینګلې شوې دي.
د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کړې چې اروپايي هېوادونه د اوکراین جګړې د پای ته رسولو له مذاکراتو وباسي، چې دا چاره د جرمني سیاسي کړکېچ ته لا پراختیا ورکوي.
مېرڅ ژمنه کړې چې اقتصاد به بیا فعالوي او د کډوالو د راتګ مخه به نیسي، چې دا مسایل د محافظه کارو رایه ورکوونکو لپاره مهم دي. خو له دې سره، هېڅ ګوند د مطلق اکثریت د ترلاسه کولو تمه نه لري، نو دا مانا لري چې د ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره به اوږدې خبرې وشي.

د مهمو نوماندانو سیالي او رای اچونه
اولاف شولڅ او فریدریښ مېرڅ د یکشنبې په سهار خپلې رایې واچولې.
شولڅ له خپلې مېرمنې سره په پوتسدام کې رایه ورکړه، په داسې حال کې چې مېرڅ له خپلې مېرمنې سره په ارنسبرګ کې د رایې صندوق ته ولاړ.
نورو مهمو نوماندانو لکه د شنو ګوند مشر روبرټ هابیک او د اې ایف ډې نوماندې الیس وایدل هم د رایې ورکولو پروسه بشپړه کړه. وایدل برلین کې خپله رایه واچوله.
په ځینو انتخاباتي حوزو کې سخته سیالي روانه ده. په لایپزیګ کې کیڼ اړخی «دي لینکه» ګوند هڅه کوي خپله یوازینۍ مهمه څوکۍ وساتي. همداراز، په ګورلیتز کې، داې ایف ډي مشر تینو چروپولا د بیا ټاکل کېدو قوي چانس لري.
له ټاکنو وروسته، د حکومت جوړېدو لپاره مذاکرات ممکن اوږد وخت ونیسي. دا ټاکنې به وښيي چې جرمني به راتلونکو څلورو کلونو کې کوم سیاسي او اقتصادي مسیر خپلوي.

د جرمني اقتصاد له دوو پرلهپسې کلونو راهیسې په کمښت کې دی. د خلکو د ژوند د معیار په اړه بدبیني زیاته شوې، چیرې چې یوازې ۲۷سلنه خلکو ویلي چې د دوی اقتصادي وضعیت ښه شوی، په داسې حال کې چې دا کچه تېر کال ۴۲سلنه وه.

د ټرمپ په کابینه کې د امریکا د اغېزناکتوب ادارې مشر ایلان ماسک خبرداری ورکړی، چې هر هغه فدرالي کارکوونکی به له دندې ګوښه کړي چې په اونۍ کې د ترسره کړو کارونو رپوټ ور نه کړي. ماسک په اېکس کې ولیکل، «دغه برېښنالیک ته په ځواب ورکولو کې پاتې راتلل به استعفا وګڼل شي».
ماسک د شنبې په ورځ په اېکس کې ولیکل، "ټول فدرالي کارکوونکي به ډېر ژر یو بریښنالیک ترلاسه کړي چې له دوی به وغواړي د تیرې اونۍ د ترسره شویو کارونو راپور ورکړي. دغه برېښنالیک ته د ځواب نه ورکول به استعفا وګڼل شي."
دا لا روښانه نه ده، چې که یاد کارکوونکی ځواب ور نه کړي، ماسک د فدرالي کارکوونکو د ګوښه کولو لپاره کوم قانوني اساس لري او که نه.

د یورونیوز د راپور له مخې، ټاکل شوې چې ټرمپ او پوتین به د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ سعودي عربستان کې د اوکراین په اړه سره مخامخ خبرې وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغه مرکه چې د C-Span د عامه خدمتونو شبکې له لوري خپره شوې، د امریکا او روسیې د استازو ترمنځ د اوکراین د جګړې د اوربند د خبرو اترو نوی پړاو اعلان کړ.
ټرمپ وویل، دغه خبرې به د لومړي پړاو خبرو څخه یوه اونۍ وروسته، د راتلونکې سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شي.
په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د لومړي پړاو خبرې اترې د امریکا او روسیې لوړپوړو چارواکو ترمنځ په ریاض کې تېره اونۍ پای ته رسېدلې دي، چې موخه یې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د غونډې تنظیم کول و.
په ریاض کې د لومړي پړاو خبرو وروسته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، دواړو خواوو هوکړه کړې چې درې موخې وڅاري؛ په واشنګټن او مسکو کې خپلو سفارتونو ته د کارمندانو بېرته راګرځول، د اوکراین د سولې د خبرو اترو د ملاتړ لپاره د لوړپوړو ډلو جوړول او د نږدې اړیکو او اقتصادي همکاریو لټون یې د دغو درېیو موخو په توګه یادې کړې دي.
بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف ویلي، چې د ټرمپ او پوتین احتمالي غونډه کې یوازې د اوکراین پر جګړې نه؛ بلکې د نړۍوالو مسایلو په اړه پراخې خبرې کېدی شي.
د اوکراین د جګړې په تړاو د ټرمپ دغې چارې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ګڼې اندېښنې راپارولي دي.
څو ورځې وړاندې زلنسکي وویل، چې اوکراین په سعودي عربستان کې خبرو اترو ته نه دی بلل شوی او کیف به د ستراتیژیکو شریکانو سره د مشورې پرته له روسیې سره خبرې ونهکړي؛ خو ټرمپ د زلنسکي د خبرو په ځواب کې هغه یو ډیکټاتور کېمډین بللی و.
