• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان امنیتي ځواکونو په خېبر پښتونخوا کې د «ټي‌ټي‌پي» څلور وسله‌وال وژلي دي

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۳۶ GMT+۰

د پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د راپور له مخې، د خېبر پښتونخوا ایالت اړوند په ډرابڼ سیمه کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو او د یاد هېواد امنیتي‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د راپور له مخې دغه پېښه نن د یکشنبې په ورځ د (کب ۵مه) سهار مهال رامنځته شوې، چې پکې دواړو لوریو پر یو بل مخامخ وسله‌وال بریدونه کړي‌ دي.

ځايي پولیسو په یاد برید کې لږ تر لږه د پاکستاني طالبانو د څلور تنو وسله‌والو د وژل کېدو خبره کړې؛ خو د دوی امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د خېبر پښتونخوا بېلابېلې سیمې په دې وروستیو کې خورا نا امنې شوې او هره ورځ ترې د‌ پاکستاني طالبانو او پوځیانو ترمنځ د جګړو خبرونه ترلاسه کېږي.

په خېبر پښتونخوا کې ځايي سیاست‌وال نیوکې کوي، چې د‌ پاکستان د بې غورۍ له کبله دوی د جګړې په اور کې سوځي.

ځینو سیاست‌والو لا دا ادعا هم کړې ده، چې په دغه ایالت کې یو شمېر سیمې د طالبان واک ته لوېدلې او په ځینو نورو کې بیا د شپې د طالبانو حکومت وي؛ خو د ورځې پکې بیا د پاکستان امنیتي ادارې واکمنې وي.

په خېبر پښتونخوا کې وروسته له هغې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو فعالیتونو پراخ شول، چې په افغانستان کې یې ملګري افغان طالبانو بیا ځل پر ټول هېواد واک ترلاسه کړ.

پاکستان په وار وار اندېښنه ښوولې، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې د دوی ضد وسله‌والو پر ځانګړې توګه «ټي‌ټي‌پي» ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه د دوی په هېواد کې ترهګریز بریدونه پلانوي؛ خو افغان طالبانو دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې پاکستان کابل ته له « ټي‌ټي‌پي » سره د خبرو لپاره کابل ته یو پلاوی ولېږه؛ خو هلته د سولې یاد مذاکرات ناکام شول.

اوس پاکستان ادعا لري، چې افغان طالبان پر پاکستاني طالبانو د خپل نفوذ ځانګړی سیوری لري او باید مهار یې کړي.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر بیا ویلي و، چې له افغان طالبانو سره هېڅ ستونزه نه لري او یوازینۍ کشاله یې ورسره د «ټي‌ټي‌پي» د پټنځایونو په تړاو ده.

بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزی چې اوس د ملا هبت الله له لوري یې د نیول کېدو امر شوی او وار له مخه یې له هېواده پښې سپکې کړې ادعا لري، چې پاکستان داعش ته په خپل هېواد کې روزنیز مرکزونه او پناه ځایونه ورکړي دي.

د طالبانو د یاد چارواکي دغه څرګندونې هم د پاکستان له لوري رد شوې او له همدې امله د دواړو لوریو اړیکې په ښکاره توګه کړکېچنې ښکاري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

اسراییل د «۶۲۰ تنو فلسطیني بندیانو» د خوشې کېدو لړۍ ځنډولې ده

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۰۷ GMT+۰

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی، چې د حماس له‌‌خوا د اوربند د هوکړې د پر‌لپسې سرغړونو له امله اسراییل د ۶۲۰ فلسطیني بندیانو خوشې کول ځنډوي.

ټاکل شوې وه، چې دغه بندیان د شپږو اسراییلي یرغمل‌ شویو کسانو د خوشې کېدو وروسته ازاد شي؛ خو اسراییلي چارواکو ویلي، دا به تر هغه وخته وځنډول شي، څو راتلونکي یرغمل ‌شوي کسان پرته له سپکاوي څخه خوشې شي.

د بندیانو د تبادلې د وروستي پړاو په لړ کې د شنبې په ورځ (د کب ۴مه) شپږ اسراییلي یرغمل‌ شوي کسان سره صلیب ته وسپارل شول.

اسراییل ژمنه کړې وه، چې په بدل کې یې ۶۲۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي؛ خو د اسراییلي چارواکو د تازه پرېکړې له امله د دې پروسې بشپړېدل وځنډول شول.

د هوکړې له مخې، خوشې کېدونکو بندیانو له ډلې نږدې ۱۰۰ تنه به له زندانه د راوتلو سره سم له فلسطین څخه وځي. یوولس تنه هغه فلسطینیان دي، چې د جګړې له پیل وړاندې نیول شوي وو او ټاکل شوې ده چې غزې ته واستول شي.

۴۳ بندیان به خپلو کورونو ته چې لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت‌المقدس کې دي ستانه شي او ۴۴۵ تنه به بېرته غزې ته ولېږل شي. دا هغه کسان دي، چې د اکټوبر د ۷مې له برید وروسته نیول شوي وو.

د خوشې کېدونکو بندیانو په منځ کې ۲۳ ماشومان او یوه ښځه هم شامله ده، چې د حماس له‌خوا د شِري، اریېل، او کفیر بیباس په نومونو د مړو شویو کسانو په بدل کې خوشې کېږي.

د بندیانو سیاسي تړاو

د راپورونو له مخې، د خوشې کیدونکو فلسطیني بندیانو ډېری یې د بېلابېلو سیاسي او وسله‌والو ډلو سره تړاو لري.

له دې ډلې ۹۵ تنه د حماس، ۴۰تنه د فتح غورځنګ، ۱۶ کسان د فلسطین اسلامي جهادي ډلې او ۴ کسه نور بیا د فلسطین د ازادۍ د ولسي جبهې غړي دي.

په دې تبادله کې، یو لوی شمېر بندیان باید د شوې هوکړې له مخې له فلسطین څخه ووځي.

د بندیانو نوملړ چې د اسراییلي چارواکو له‌خوا خپور شوی د فلسطیني اسیرانو د ټولنې او د حماس د بندیانو د رسنیز دفتر له‌خوا تایید شوی دی.

جنجالي شېبه

د اسرایيلي بندیانو د تبادلې په ترڅ کې یوه جنجالي شېبه هم رامنځته شوه. د خوشې شویو یرغمل‌شویو کسانو له ډلې یو تن د حماس د دوو غړو تندی ښکل کړ.

دې عمل د نړۍوالو رسنیو پراخ غبرګونونه راوپارول او اسراییلي چارواکو هم پرې توندې نیوکې وکړې.

که څه هم اسراییل د بندیانو د خوشې کولو ژمنه کړې وه؛ خو د حماس له‌‌خوا د اوربند د هوکړې د ماتولو ادعا یې د دې پروسې پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.

دا لا نه ده روښانه چې اسراییل به دغه بندیان څه وخت خوشې کړي او که د دې مسلې پر سر به نوي شرطونه کېږدي.

د تورخم دروازه لاهم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۰۱ GMT+۰

د تورخم دروازه نن د دویمې ورځې لپاره هم د تګ راتګ لپاره تړلې ده. په تورخم کې ځایي خبریالان وایي، چې دغه دروازه نن هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ د پاکستان لوري له‌خوا تړلې ده؛ خو د خبرو اترو په اړه یې لا څه نه دي ویلي.

دغه دروازه تېره شپه د پاکستاني لوري له‌خوا هغه مهال وتړل شوه، چې طالبانو غوښتل فرضي کرښې ته نږدې پوځي تاسیسات جوړ کړي او پاکستان د دغې کړنې د مخنیوي لپاره له طالبانو د کار درولو غوښتنه وکړه.

په سیمه کې ځایي پاکستاني خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، پرون تر ناوخته د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې روانې وې چې برایي بې پایلې پای ته ورسېدې.

د دغو خبریالانو په وینا، کېدای شي چې نن یو ځل بیا د خبرو اترو دغه لړۍ له سره پیل شي او تمه کېږي چې یوې پایلې ته ورسېږي.

ویل کېږي، چې په تورخم کې د ترینګلتیاوو ورسته دواړو لوریو له خلکو او په توکو بار موټرو غوښتي و، چې له سیمې ووځي.

د دغې دروازې بندېدو نه یوازې دا چې په تورخم تلونکو ناروغانو، ښځو او ماشومانو په ګډون ډېری مساپرو ته ګڼې ستونزې راولاړې کړې؛ بلکې هغه سوداګر یې هم زیانمن کړي، چې د کرښې دواړو غاړو ته یې په سوداګریزو توکو بار لارۍ ولاړې دي.

پښتون سياست‌وال افراسياب خټک د پاکستان له‌خوا پر ډيورنډ کرښه د تورخم دروازې تړلو ته په غبرګون کې پر اېکس پاڼه لیکي، د پاکستان پوځي حکومت لسيزې د يوې نااعلان شوې جګړې په ترڅ کې وکولای شول تر خپل ملاتړ لاندې طالبان پر افغانستان حاکم کړي. اوس دواړه لوري د ډيورند کرښې دواړو خواوو ته د پرتو مېليونونو پښتنو پر اقتصادي قتل عام لګيا دي.

‏نوموړی وړاندې زياتوي:« له نېکه مرغه اوس عام پښتانه هم د هغوی په دې طرحې پوهېږي.»

د پاکستان په سند ایالت کې تازه د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې ده

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۳۳ GMT+۰

په ټول پاکستان کې د روان کال له پیله تر اوسه د پولیو دا درېیمه پېښه ده، چې تازه په سند ایالت کې ثبت شوې ده.

په دغه ایالت کې د پولیو د لمنځه وړلو سیمه‌ییز لابراتور مسوولینو ویلي، دغه پېښه د لاړکانه په ښار کې ثبت شوې چې له امله یې یوه «۵۴ میاشتنۍ» نجلۍ اغېزمنه شوې ده.

دا د روان کال په ترڅ کې د سند ایالت ګوزڼ دویمه او په ټول پاکستان کې بیا درېیمه پېښه ده، چې لومړۍ هغه یې په خېبر پښتونخوا کې ثبت شوې وه.

پاکستان یو ځل بیا د پولیو د پېښو له زیاتوالي سره مخ دی.

په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ۷۴ پېښې ثبت شوې وې، چې له دې شمېر څخه ۲۷ پېښې په بلوچستان، ۲۲ په خېبر پښتونخوا، ۲۳ په سند او یوه‌ یوه یې په پنجاب او اسلام‌اباد کې ثبت شوې وه.

د روان کال د پولیو پر ضد لومړنی ملي واکسیناسیون کمپاین د همدې میاشتې په پیل کې ترسره شو. له دې وروسته، د IPV-OPV ترکیبي واکسیناسیون کمپاین د فبرورۍ پر ۲۰مه په کوټه او د فبرورۍ پر ۲۲مه په کراچۍ کې تطبیق شو.

د چارواکو په وینا، په دې کمپاین کې شاوخوا یو مېلیون ماشومانو ته واکسین ورکړل شو.

همداراز، له فبرورۍ ۲۴مې تر ۲۸مې نېټې پورې په هغو ۱۰۴ سیمه‌‌ییزو شوراګانو کې د پولیو واکسیناسیون کمپاین ترسره کېږي، چې یا دیورنډ کرښې سره نږدې دي او یا هم د افغان کډوالو د پنډغالو دننه دي.

په دې کمپاین کې به شاوخوا ۶۶۰ زره ماشومان واکسین شي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازیني پاتې دوه هېوادونه دي، چې د پولیو له ګواښ سره مخ دي.

په دواړو هېوادونو کې د پولیو پر ضد ناسم کلتوري او مذهبي روایتونه یې د لمنځه وړلو پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي.

مکرون: موږ به په فرانسه کې د ترهګرۍ جرړې وباسو

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۴۱ GMT+۰

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون په مولز ښار کې د چاکو برید یوه «سختدریځه اسلامپاله» کړنه بللې او ټینګار یې کړی، چې له دغه هېواده به د ترهګرۍ جرړې باسي.

فرانس ۲۴ خبري اژانس خبر ورکړی، چې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او پنځه پولیس ټپیان شوي دي.

د فرانسې ولسمشر زیاته کړې، چې دا یو "ترهګریز" برید و او هغه به په دغه هېواد کې ترهګري له منځه یوسي.

بل خوا بیا د فرانسې لومړي وزیر فرانسوا بایرو ویلي:« بنسټپالنې یو ځل بیا خپله اصلي څېره ښکاره کړه او موږ یې د غم په ټغر کښېنولو.»

د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ چې د دغې پېښې څېړنه ترسره کوي ویلي دي، ۳۷ کلن الجزایري بریدکوونکي چې د الله اکبر نارې وهلې د مولز ښار د ښاوالۍ پر پولیسو برید وکړ، چې یو تن یې وواژه او پنځه نور یې ټپیان کړل.

څارنوال نیکولاس هیټز چې د یادې پېښې د پلټنې مسوولیت په غاړه لري وایي، برید کوونکی په فرانسه کې د ترهګرۍ مخنیوي څار په نوملړ کې هم شامل و.

د فرانسې پولیسو ویلي، له برید وړاندې یې څو ځلې غوښتي و چې دغه کس بېرته خپل هېواد ته واستوي؛ خو د الجزایر حکومت د هغه له منلو انکار کړی و.

د پاکستان تازه خبرداری: هغه افغانان باسو، چې امریکا یې د کډوالۍ غوښتنلیکونه رد کړي دي

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۴۹ GMT+۰

پاکستان د شنبې په ورځ خبرداری ورکړی، په دغه هېواد کې مېشت هغه افغانان چې د امریکا له‌خوا د بیا مېشتېدو لپاره نه دي منل شوي ناقانونه کډوال ګڼل کېږي او له دغه هېواده به واېستل شي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د «ټي ار ټي شبکې» سره په مرکه کې چې جزیات یې د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم خپاره کړل ویلي، پاکستان له امریکا سره د دې موضوع په اړه خبرو ته چمتو دی؛ خو هغه کډوال چې د بیا میشتېدو غوښتنې یې رد شوې وي، له اېستلو سره به مخ شي.

ښاغلي ډار وویل:« موږ به دا مسله وڅېړو او خبرې به وکړو؛ خو په اصولي توګه که یو کډوال د قانوني پروسو له بشپړولو وروسته د بل هېواد له‌خوا ونه منل شي؛ هغه به په پاکستان کې ناقانونه کډوال وګڼل شي».

هغه زیاته کړه:« موږ ښايي اړ شو، چې دغه کډوال بېرته افغانستان ته واستوو».

له هغه وروسته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ترلاسه کړ، شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان د ځورونې او ورته د مرګوني ګواښونو له وېرې پاکستان ته کډه شول.

ډېرو یې هڅې پیل کړې څو د پاکستان له لارې نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه امریکا ته ولاړ شي.

د رسمي شمېرو له مخې، تر دې دمه شاوخوا ۸۰ زره افغانان امریکا ته لېږدول شوي؛ خو تر ۴۰ زره زیات لا هم ناڅرګنده برخلیک سره مخ دي.

تمه کېده، چې روان کال شاوخوا ۲۵ زره افغانان امریکا ته ولېږدول شي؛ خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د بیا مېشتېدو د پروګرام ناڅاپي ځنډ له امله نږدې ۲۰ زره افغانان لا هم په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

د ټرمپ اجرایوي فرمان چې د جنورۍ په ۲۰مه نافذ شو د امریکا د کورني امنیت ادارې او بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړ، چې په ۹۰ ورځو کې راپور چمتو کړي؛ ترڅو وڅېړي چې ایا د USRAP پروګرام له سره پیلول د امریکا له ملي ګټو سره سمون لري که نه.

راپورونه ښيي، هغه دفتر چې د افغان کډوالو د لېږد پروسه همغږي کوي؛ ورته امر شوی چې تر اپرېل میاشتې پورې د دغه پروګرام د تړلو پلانونه جوړ کړي، چې دا به د افغان کډوالو هیلې لا نورې هم مړاوې کړي.

په پاکستان کې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه ناست افغان کډوال هغه کسان دي، چې به افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو او نړۍوالې ټولنې سره دندې ترسره کړې او له همدې کبله اوس د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دي.

په دې ډله کې ژباړونکي، د امریکا حکومت او ایتلافي ځواکونو سره کارکوونکي، افغان خبریالان، د بشري حقونو فعالان او د مرستندویه موسسو کارکوونکي شامل دي.

د ۲۰۲۳کا په نومبر میاشت کې پاکستان د بې اسنادو بهرنیانو پر ضد عملیات پیل کړل او تر دې دمه یې له ۸۱۵ زرو څخه زیات کسان خپلو هېوادونو ته بېرته استولي دي، چې ډېره برخه یې افغانان دي.

څو میاشتې دمخه د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیول کېدو او بېرته خپل هېواد ته د لېږدول کېدو په تړاو نړۍوالو بشري سازمانونو او د کډوالو ملاتړ ادارو جدي غبرګونونه وښودل.

له همدې کبله د پاکستان حکومت د یو څه وخت لپاره په خپل چلند کې نرمښت راوست او هغو افغان کډوالو ته یې د مېشتیدو اجازه ورکړه، چې د امریکا په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته د تګ قضیې یې روانې دي؛ خو اوس لیدل کېږي چې پاکستان یو ځل بیا د دغو کډوالو د شړلو هڅې ګړندۍ کړې دي.

اوس مهال، پاکستان کې له ۲.۵ مېلیونو څخه زیات افغان کډوال ژوند کوي، چې نږدې نیمایي یې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره ثبت شوي دي.

هغه کسان چې مخکې ثبت شوي، د پاکستان د نوې تګلارې له مخې تر جون ۲۰۲۵ پورې د اوسېدو جواز لري.

تېره میاشت د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر د افغان کډوالو له دغه هېواده د اېستلو لپاره درې پړاوییزه پلان اعلان کړ، چې د مارچ تر ۳۱مې نیټې پورې یې اسلام‌اباد او راولپنډۍ څخه د افغان وګړو د اېستلو لپاره وروستۍ موده وټاکله.

بهرني حکومتونه چې د کډوالو د منلو هوکړه یې کړې وه، هم خبر کړل شول چې باید خپل د بیا مېشتېدو پروسه تر دې نیټې مخکې چټکه کړي او که داسې ونکړي؛ نو شونې ده چې د لېږد په تمه ناست افغانان به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.