د پاکستان په سند ایالت کې تازه د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې ده

په ټول پاکستان کې د روان کال له پیله تر اوسه د پولیو دا درېیمه پېښه ده، چې تازه په سند ایالت کې ثبت شوې ده.

په ټول پاکستان کې د روان کال له پیله تر اوسه د پولیو دا درېیمه پېښه ده، چې تازه په سند ایالت کې ثبت شوې ده.
په دغه ایالت کې د پولیو د لمنځه وړلو سیمهییز لابراتور مسوولینو ویلي، دغه پېښه د لاړکانه په ښار کې ثبت شوې چې له امله یې یوه «۵۴ میاشتنۍ» نجلۍ اغېزمنه شوې ده.
دا د روان کال په ترڅ کې د سند ایالت ګوزڼ دویمه او په ټول پاکستان کې بیا درېیمه پېښه ده، چې لومړۍ هغه یې په خېبر پښتونخوا کې ثبت شوې وه.
پاکستان یو ځل بیا د پولیو د پېښو له زیاتوالي سره مخ دی.
په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ۷۴ پېښې ثبت شوې وې، چې له دې شمېر څخه ۲۷ پېښې په بلوچستان، ۲۲ په خېبر پښتونخوا، ۲۳ په سند او یوه یوه یې په پنجاب او اسلاماباد کې ثبت شوې وه.
د روان کال د پولیو پر ضد لومړنی ملي واکسیناسیون کمپاین د همدې میاشتې په پیل کې ترسره شو. له دې وروسته، د IPV-OPV ترکیبي واکسیناسیون کمپاین د فبرورۍ پر ۲۰مه په کوټه او د فبرورۍ پر ۲۲مه په کراچۍ کې تطبیق شو.
د چارواکو په وینا، په دې کمپاین کې شاوخوا یو مېلیون ماشومانو ته واکسین ورکړل شو.
همداراز، له فبرورۍ ۲۴مې تر ۲۸مې نېټې پورې په هغو ۱۰۴ سیمهییزو شوراګانو کې د پولیو واکسیناسیون کمپاین ترسره کېږي، چې یا دیورنډ کرښې سره نږدې دي او یا هم د افغان کډوالو د پنډغالو دننه دي.
په دې کمپاین کې به شاوخوا ۶۶۰ زره ماشومان واکسین شي.
پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازیني پاتې دوه هېوادونه دي، چې د پولیو له ګواښ سره مخ دي.
په دواړو هېوادونو کې د پولیو پر ضد ناسم کلتوري او مذهبي روایتونه یې د لمنځه وړلو پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون په مولز ښار کې د چاکو برید یوه «سختدریځه اسلامپاله» کړنه بللې او ټینګار یې کړی، چې له دغه هېواده به د ترهګرۍ جرړې باسي.
فرانس ۲۴ خبري اژانس خبر ورکړی، چې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او پنځه پولیس ټپیان شوي دي.
د فرانسې ولسمشر زیاته کړې، چې دا یو "ترهګریز" برید و او هغه به په دغه هېواد کې ترهګري له منځه یوسي.
بل خوا بیا د فرانسې لومړي وزیر فرانسوا بایرو ویلي:« بنسټپالنې یو ځل بیا خپله اصلي څېره ښکاره کړه او موږ یې د غم په ټغر کښېنولو.»
د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ چې د دغې پېښې څېړنه ترسره کوي ویلي دي، ۳۷ کلن الجزایري بریدکوونکي چې د الله اکبر نارې وهلې د مولز ښار د ښاوالۍ پر پولیسو برید وکړ، چې یو تن یې وواژه او پنځه نور یې ټپیان کړل.
څارنوال نیکولاس هیټز چې د یادې پېښې د پلټنې مسوولیت په غاړه لري وایي، برید کوونکی په فرانسه کې د ترهګرۍ مخنیوي څار په نوملړ کې هم شامل و.
د فرانسې پولیسو ویلي، له برید وړاندې یې څو ځلې غوښتي و چې دغه کس بېرته خپل هېواد ته واستوي؛ خو د الجزایر حکومت د هغه له منلو انکار کړی و.

پاکستان د شنبې په ورځ خبرداری ورکړی، په دغه هېواد کې مېشت هغه افغانان چې د امریکا لهخوا د بیا مېشتېدو لپاره نه دي منل شوي ناقانونه کډوال ګڼل کېږي او له دغه هېواده به واېستل شي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د «ټي ار ټي شبکې» سره په مرکه کې چې جزیات یې د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم خپاره کړل ویلي، پاکستان له امریکا سره د دې موضوع په اړه خبرو ته چمتو دی؛ خو هغه کډوال چې د بیا میشتېدو غوښتنې یې رد شوې وي، له اېستلو سره به مخ شي.
ښاغلي ډار وویل:« موږ به دا مسله وڅېړو او خبرې به وکړو؛ خو په اصولي توګه که یو کډوال د قانوني پروسو له بشپړولو وروسته د بل هېواد لهخوا ونه منل شي؛ هغه به په پاکستان کې ناقانونه کډوال وګڼل شي».
هغه زیاته کړه:« موږ ښايي اړ شو، چې دغه کډوال بېرته افغانستان ته واستوو».
له هغه وروسته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ترلاسه کړ، شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان د ځورونې او ورته د مرګوني ګواښونو له وېرې پاکستان ته کډه شول.
ډېرو یې هڅې پیل کړې څو د پاکستان له لارې نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه امریکا ته ولاړ شي.
د رسمي شمېرو له مخې، تر دې دمه شاوخوا ۸۰ زره افغانان امریکا ته لېږدول شوي؛ خو تر ۴۰ زره زیات لا هم ناڅرګنده برخلیک سره مخ دي.
تمه کېده، چې روان کال شاوخوا ۲۵ زره افغانان امریکا ته ولېږدول شي؛ خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د بیا مېشتېدو د پروګرام ناڅاپي ځنډ له امله نږدې ۲۰ زره افغانان لا هم په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.
د ټرمپ اجرایوي فرمان چې د جنورۍ په ۲۰مه نافذ شو د امریکا د کورني امنیت ادارې او بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړ، چې په ۹۰ ورځو کې راپور چمتو کړي؛ ترڅو وڅېړي چې ایا د USRAP پروګرام له سره پیلول د امریکا له ملي ګټو سره سمون لري که نه.
راپورونه ښيي، هغه دفتر چې د افغان کډوالو د لېږد پروسه همغږي کوي؛ ورته امر شوی چې تر اپرېل میاشتې پورې د دغه پروګرام د تړلو پلانونه جوړ کړي، چې دا به د افغان کډوالو هیلې لا نورې هم مړاوې کړي.
په پاکستان کې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه ناست افغان کډوال هغه کسان دي، چې به افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو او نړۍوالې ټولنې سره دندې ترسره کړې او له همدې کبله اوس د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دي.
په دې ډله کې ژباړونکي، د امریکا حکومت او ایتلافي ځواکونو سره کارکوونکي، افغان خبریالان، د بشري حقونو فعالان او د مرستندویه موسسو کارکوونکي شامل دي.
د ۲۰۲۳کا په نومبر میاشت کې پاکستان د بې اسنادو بهرنیانو پر ضد عملیات پیل کړل او تر دې دمه یې له ۸۱۵ زرو څخه زیات کسان خپلو هېوادونو ته بېرته استولي دي، چې ډېره برخه یې افغانان دي.
څو میاشتې دمخه د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیول کېدو او بېرته خپل هېواد ته د لېږدول کېدو په تړاو نړۍوالو بشري سازمانونو او د کډوالو ملاتړ ادارو جدي غبرګونونه وښودل.
له همدې کبله د پاکستان حکومت د یو څه وخت لپاره په خپل چلند کې نرمښت راوست او هغو افغان کډوالو ته یې د مېشتیدو اجازه ورکړه، چې د امریکا په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته د تګ قضیې یې روانې دي؛ خو اوس لیدل کېږي چې پاکستان یو ځل بیا د دغو کډوالو د شړلو هڅې ګړندۍ کړې دي.
اوس مهال، پاکستان کې له ۲.۵ مېلیونو څخه زیات افغان کډوال ژوند کوي، چې نږدې نیمایي یې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره ثبت شوي دي.
هغه کسان چې مخکې ثبت شوي، د پاکستان د نوې تګلارې له مخې تر جون ۲۰۲۵ پورې د اوسېدو جواز لري.
تېره میاشت د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر د افغان کډوالو له دغه هېواده د اېستلو لپاره درې پړاوییزه پلان اعلان کړ، چې د مارچ تر ۳۱مې نیټې پورې یې اسلاماباد او راولپنډۍ څخه د افغان وګړو د اېستلو لپاره وروستۍ موده وټاکله.
بهرني حکومتونه چې د کډوالو د منلو هوکړه یې کړې وه، هم خبر کړل شول چې باید خپل د بیا مېشتېدو پروسه تر دې نیټې مخکې چټکه کړي او که داسې ونکړي؛ نو شونې ده چې د لېږد په تمه ناست افغانان به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار یوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې پر افغانستان د پاکستان د جنګي الوتکو د بمبارۍ خبرې پخلی کړی دی. هغه ویلي، چې دغه عملیات په پاکستان کې د امنیتي ګواښونو د لمنځه وړلو لپاره ترسره شوي دي.
ډار په مرکه کې څرګنده کړه:« دا منم، چې زموږ جنګي الوتکې په افغانستان کې ځیني اهداف په نښه کړي. موږ اړتیا لرله، چې له دغې لارې د امنیتي ګواښونو مخه ونیسو.»
هغه په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون ته په اشارې سره وویل:« هیڅ ګاونډی هېواد باید ونه غواړي، چې د هغه خاوره د بل ګاونډي پر ضد وکارول شي.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې څه موده وړاندې پاکستاني جنګي الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې بمباري وکړه، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې وزیرستاني کډوال ووژل؛ خو هغه وخت پاکستاني چارواکو د دغې بمباریو په اړه په رسمي توګه څه ونه ویل.
په تېرو وروستیو کې د امنیتي مسلو، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتو او د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو له کبله له طالبانو سره د پاکستان اړیکې پېچلې شوې دي.
پاکستان تل په دغه هېواد کې د ناامنۍ ګوته افغانستان ته نیسي او طالبان تورنوي، چې په افغان خاوره کې یې د ټيټيپي وسلهوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.

د امریکا پوځ د یکشنبې په ورځ وویل، چې یوه ورځ مخکې یې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې د القاعدې یو جګپوړی چارواکی وسیم تحسین برقدار وژلی دی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ په یوه بیان کې دغه کس د "حراس الدین تروریستي سازمان کې د مالي او لوژستیکي لوړ پوړي چارواکي" په توګه یاد کړی دی.
په دغه بیان کې راغلي، چې دا برید د متحده ایالاتو او متحدینو له خوا "د ترهګرو لخوا د ملکي وګړو او نظامي پرسونل پروړاندې د بریدونو پلان کولو، تنظیم کولو او ترسره کولو لپاره د هڅو د ګډوډولو او تخریبولو" لپاره ترسره شوی.
د امریکا مرکزي قومندانۍ قوماندان جنرال مایکل کوریلا وویل، "موږ به په دوامداره توګه د ترهګرو ګواښونه تعقیب او له منځه وړو، پرته له دې چې دوی په کوم ځای کې مشخص کوي، د خپل ملت، متحدینو او شریکانو امنیت خوندي کوو."
تر دې وړاندې د جنورۍ په ۳۰، سینټکام په یو هوایي برید کې د حراس الدین یو بل لوړ پوړی کارمند محمد صلاح الزبیر وژلی وو.
په متحده ایالاتو کې مېشت(سایټ) په نامه استخباراتي ډلې ویلي، چې حراس الدین ډله د ۲۰۱۸ په فېبروري کې تاسیس شېې.
متحده ایالاتو په ۲۰۱۹ کې حراس الدین د "ترهګرۍ" سازمان په توګه اعلان کړ او د هغې د یو شمیر غړو په اړه یې د معلوماتو لپاره مالي انعام هم وټاکه.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې پاکستاني ځواکونو د عملياتو پر مهال په کورمه کې ۷۷ وسله وال او شرخوښي نيولي دي. په نیول شویو کې هغه کسان شامل دي، چې کورمې ته پر توکو لېږدونکو لاريو تر بريد وروسته یې توکې لوټ کړي وو.
ځايي خلکو خبريالانو ته ویلي، چې پاکستاني ځواکونو له تيرو څلورو ورځو را هیسې د کورمې په اوچت، مندوري، چرخيل او ډډ کمر سيمو کې عملیات پيل کړي او پر مهال يې دغه کسان نیولي دي.
د پاکستان راډيو بیا د شنبې په ورځ د پښتونخوا د امنيتي مسولينو له قوله خبر ورکړی، چې د عملیاتو پرمهال ۴۸ کسان نيول شوي دي.
په کوهاټ کې د پښتونخوا د امنیت مشر شهاب علي شاه او د پولیسو مشر ذوالفقار حمید په مشرۍ په غونده کې د کورمې امنيتي وضعت ته هم کتنه شوې.
سرچینو زياته کړې، چې امنيتي ځواکونو له نيول شويو کسانو لوټ شوي توکي هم اخيستي دي.
له تېرو پنځو میاشتو را هیسې پاړه چنار ته پر تلونکې لویه لار شپږ ځله پر بار وړونکو لاريو او امنیتي ځواکونو بريدونه شوي، چې د تلفاتو ترڅنګ د بار وړونکو لاريو توکي هم لوټ شوي.
اوس د پاړه چنار لار بنده او تګ راتګ پرې سخت شوی.
د ځایي اوسیدونکو په خبره، چې په کورمه کې امنيتي وضعت سم نه دی او د حکومت يې په کابو کولو کې پاته راغلی.
له تېرو دوو ورځو راهیسي د کورمې په بیلابیلو سيمو کې ځايي اوسيدونکو د ناامنه وضعت پر ضد لاريونونه او پرلت کړی.
دوی له حکومت غواړي، چې په دې سيمه کې خپل ځواکونه زيات او نیول شوی قومي مشران خوشي کړي.
