د جرمني راتلونکی لومړی وزیر: جرمني او اروپا باید له متحده ایالاتو خپلواک شي

فریدریش مارز چې له امریکا څخه د اروپا د خپلواکۍ ملاتړی دی؛ په پارلماني ټاکنو کې یې تر خپلې بریا وروسته ویلي، چې جرمني او اروپا باید په تدریجي ډول له متحده ایالاتو خپلواک شي.

فریدریش مارز چې له امریکا څخه د اروپا د خپلواکۍ ملاتړی دی؛ په پارلماني ټاکنو کې یې تر خپلې بریا وروسته ویلي، چې جرمني او اروپا باید په تدریجي ډول له متحده ایالاتو خپلواک شي.
هغه وویل، امریکا او په ځانګړې توګه ډونالډ ټرمپ د اروپا د برخلیک په اړه بې تفاوته دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د جرمني پرځېدونکې اقتصاد، د یاد هیواد په ټولنه کې د مهاجرت په اړه تشه او متحده ایالاتو، روسیې او چین ترمنځ د امنیت په اړه پرېکړه کوونکی حالت به د فریدریش د سرحدي ماموریت له لویو ننګونو څخه وي.
د خپلې بریا وروسته هغه ویلي، «زه له ډېرو اروپايي مشرانو سره په اړیکه کې یم او زما لپاره لومړیتوب دا دی، چې اروپا ژر تر ژره پیاوړې کړو چې له متحده ایالاتو څخه ګام په ګام خپلواکي ترلاسه کړو.»
هغه خبرداری ورکړی، چې امریکا نه یوازې اروپا یوازې پرېښې؛ بلکې د هغې پر وړاندې یې کار هم کړی دی.
هغه د جرمني له نورو مشرانو سره په یوه ګردي میز کې وویل، «نو موږ د دواړو خواوو لهخوا دومره تر فشار لاندې یو، چې اوس زما لومړیتوب په اروپا کې د یووالي ترلاسه کول دي؛ دا ممکنه ده چې په اروپا کې یووالی رامنځته شي.»

افغان پانګه وال میرویس عزیزي غواړي، چې په متحده عربي اماراتو کې د درې میلیارده امارتي درهمو په ارزښت د خپلې لور فرشتې عزیزي په نوم یو روغتون جوړ کړي. په دغه روغتون کې به د سرطاني ناروغیو د څېړنې مرکز هم شامل وي.
نوموړي د دغه روغتون د جوړولو اعلان د یکشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې "د عربي نړۍ د امیدونو معماران" په نامه غونډه کې وکړې.
په دغه غونډه کې د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر، لومړی وزیر او د دوبۍ واکمن شېخ محمد بن راشد ال مکتوم سربېره د دولت لوړپوړو چارواکو او د اماراتو نورو زرګونو وګړو حضور درلود.
میرویس عزیزي په خپل اېکس کې لیکلي: «زه اراده لرم د درې (۳) میلیارده اماراتي درهمو اعانه د یوه طبي کمپلکس د جوړولو لپاره ځانګړې کړم، چې پکې شفاخانه او د ناروغیو، په ځانګړې توګه د سرطان د څېړنې مرکز شامل دي.دا اعانه به د فرشتې عزيزي په نوم او شېخ محمد بن راشد آل مكتوب د خيريه نهاد له خوا "د پلرونو د اعاني صندوق" په چوكاټ کی وړاندی شی».
نوموړي لیکلي، چې دا طبي کمپلکس به په دی هېواد کی له اړمنو خلکو سره له مرستی سره - سره، په نوره نړۍ کی هم د ورته روغتیایي مرکزونو د جوړولو او پرمختګ ملاتړ وکړي.
یاده دې وي، چې افغان سوداګر میرویس عزیزي څو ورځې وړاندې (د کب په دویمه) ویلي وو، چې په کابل کې یې د سرطان ناروغۍ د درملنې د روغتون په ګډون د یوه لوی روغتیایي ښارګوټي د جوړولو تابیا نیولې ده.
نوموړي دغه روغتیايي ښارګوټی هم د خپلې لور «فرشته عزیزي» په نوم کړی، چې تېر کال د سرطان د ناروغۍ له امله مړه شوې وه.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په دغه هېواد د روسیې د برید د درېیمې کلیزې په مناسبت د یکشنبې په ورځ وویل، چې دی چمتو دی څو په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په صورت کې له ولسمشرۍ لاس په سر شي.
زېلېنسکي د امریکا د نوې ادارې له سختو نیوکو سره مخ شوی.
نوموړي ویلي دي، چې غواړي د ډونالډ او ولادیمیر پوتین له کتنې مخکې د امریکا له ولسمشر سره وګوري.
زېلېنسکي غوښتي، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دې اوکراین ته د ناټو غړیتوب د هرې موافقې د یوې برخې په توګه ورکړل شي، خو د واشنګټن په مشرۍ اتحاد له دې ژمنې ډډه کوي.
زېلېنسکي د کییف یوې خبري غونډې ته وویل: «که چېرې د اوکراین لپاره سوله وي، که تاسو واقعا اړتیا لری چې ولسمشري پرېږدم، زه چمتو یم. زه کولی شم دا د ناټو لپاره تبادله کړم.»
نوموړي زیاته کړه، چې هغه به "سمدستي" د اړتیا په صورت کې ووځي.
زېلېنسکي او ټرمپ له هغه وخت راهیسې په لفظي جګړه کې ښکېل شوي، چې امریکایي او روسي چارواکو تېره اونۍ په سعودي عربستان کې په درېیو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د لوړې کچې خبرې وکړې.
دې اقدام د اوکراین او اروپا مشران په غوسه کړي، ځکه چې دوی ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
د تېرې اونۍ په اوږدو کې د لفظي بریدونو په لړ کې ټرمپ زېلېنسکي یو "دیکتاتور کمیډین" وباله، په دروغه یې ادعا وکړه، چې اوکراین "جګړه پیل کړې" او د خپلواکو نظر پوښتنو په مقابل کې یې وویل، چې زېلېنسکي په کور کې د خوښې وړ نه و.
زېلېنسکي خبري کنفرانس ته وویل: "هغه څوک به د 'دیکتاتور' کلمه ناراضه کړي، چې هغه یو دیکتاتور وي."
هغه وویل: "زه د ټرمپ څخه د یو بل په اړه د پوهېدو لپاره زغم غواړم." هغه زیاته کړه، چې د متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا "امنیتي تضمین" "ستره اړتیا وه."
د اوکراین مشر همدا راز له ټرمپ څخه وغوښتل، چې له پوتین سره تر هر ډول سرمشریزې مخکې له هغه سره وګوري.

دالمان لومړي وزیر اولاف شولتز د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې د خپل ګوند ماته ومنله او خپل محافظه کار سیال فریدرېش میرتس ته یې چې د ټاکنو د پایلو له مخې د جرمني نوی لومړی وزیر شو، مبارکي ورکړه.
د المان د لومړي وزیر څوکۍ لپاره د محافظه کارانو نوماند میرتس هم د یکشنبې په ورځ وویل، چې محافظه کاران به خپل ټول ځواک د یو داسې حکومت د جوړولو لپاره وکاروي، چې ژر تر ژره اړین اقدامات وکړي.
هغه په برلین کې د خپلو پلویانو تر منځ د ټاکنو د پایلو په اړه په لومړي غبرګون کې وویل: «موږ به نن شپه ولمانځو او سبا به کار پیل کړو. "بهرنۍ نړۍ به زموږ لپاره انتظار ونه کړي."
د ښي اړخ ګوند لپاره بې سارې رایې
لومړنۍ پايلې ښيي، چې د جرمني په پارلماني ټاکنو کې د محافظه کار مسيحي ډېموکراټ او مسيحي سوسيال اېتلاف تر ټولو زياتې رايې ګټلي دي.
د جرمني په پارلماني ټاکنو کې د میرتس په مشرۍ د مسیحي ډېموکراټ او سوسیال مسیحي ګوند اتحاد د ۲۸،۵ سلنه رایو په ګټلو سره لومړی ځای خپل کړ او د جرمني لپاره ښي اړخي بدیل ګوند د نږدې ۲۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دویم ځای خپل کړ، چې د دغه ګوند په تاریخ کې بې ساری دی.
له بلې خوا د جرمني د اوسني لومړي وزیر اولاف شولتز په مشرۍ سوسيال ډېموکرات ګوند په دې بريالی شو، چې يوازې ۱۶،۵ سلنه رايې وګټي چې دا د دغه ګوند په تاريخ کې تر ټولو بدې ټاکنې دي.
دا لا څرګنده نه ده، چې مرتس په پارلمان کې د اکثریت جوړولو لپاره یو یا دوو شریک ګوندونو ته اړتیا لري.
رویټرز لیکلي، چې د درې اړخیز اېتلاف جوړول به ډېر ستونزمن وي، ځکه ټولو لویو ګوندونو له ښي اړخي ګوند سره همکاري رد کړې ده.
د جرمني د ټاکنو ترسره کول د ښي اړخو لپاره د خلکو د مخ په زیاتېدونکي ملاتړ تر سیوري لاندې
الماني وګړو د یکشنبې په ورځ د کب د میاشتې په پنځمه نېټه د پارلماني ټاکنو لپاره رایه اچونه وکړه، چې د ښي اړخو ګوندونو د ډېریدونکي ملاتړ او واک ته د ډونالډ ټرمپ بېرته راستنېدو له امله اغېزمن شوي.
تر ټاکنو مخکې د ټولپوښتنې له مخې د مسیحي ډېموکراټ او سوسیال مسیحي ګوندونو اتحاد چې تر درې کاله مخکې د لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل په مشرۍ له ۱۶ کلونو راهیسې په واک کې و، د ۳۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره مخکښ و.
فریدریش میرتس غوښتل، چې له دوو سوسیال ډېموکرات ګوندونو یا زرغون ګوندونو څخه یوه سره اېتلاف وکړي، خو د مسیحي سوسیال ګوند مشر مارکوس زودر له زرغون ګوند سره اېتلاف رد کړ.
خو د مسيحي ډېموکراټ او سوسيال ډېموکراټ ګوندونو اېتلاف هم له ډېرو ننګونو سره مخامخ دی، ځکه د دغو دواړو ګوندونو مشرانو پر يو بل تورونه لګولي دي.
د سوسیال ډېموکراټ ګوند ځینو مشرانو د میرتس په خبرو نیوکه وکړه او هغه یې "کوچنی ټرمپ" وباله.
د المان د سوسیال ډېموکراټ ګوند مشر لارس کلینګبیل وویل، چې میرتس د هېواد ویشونه لا پسې ژوروي.
د سوسیال ډېموکراټ ګوند عمومي منشي ماتیس میرش هم وویل، چې هېڅوک د چانسلر کېدو لپاره دا ډول خبرې نه کوي او یوازې "کوچنی ټرمپ" دا ډول خبرې کوي.
میرتس د خپل ټاکنیز کمپاین په پای کې وویل: «کیڼ اړخونه پای ته رسېدلي او په المان کې نور کیڼ اړخي اکثریت او کیڼ اړخي سیاست نه لري».
د المان لپاره د ښي اړخي بدیل ګوند(ای اېف ډي) سره اېتلاف چې ۲۱ سلنه رایې یې ګټلي، لا هم ممنوع ګڼل کېږي او دوو مسیحي ډېموکراټ او سوسیال ډېموکراټ ګوندونو له دې ګوند سره اېتلاف رد کړی دی.
له ښي اړخي ګوند څخه د اېلان مسک ملاتړ او د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي وانس او د دغه ګوند له مشرې الیس ویډل سره لیدنه د جرمني د ټاکنو په دې دوره کې له بې ساري پېښو څخه دي.
جي ډي وانس د ښي اړخ ګوند د امریکا د مشروع سیاسي ملګري په توګه نومولی دی.
یوازې ۱۳ سلنه رایه ورکوونکي له ۳۰ کلونو څخه کم عمر لري
په جرمني کې تر ۵۹ میلیونو ډېر خلک د رایې ورکولو وړ دي.
له ۲۳ سلنې څخه ډېر رایه ورکوونکي د ۷۰ کلونو څخه ډېر عمر لري او د ۴۰ سلنې څخه ډېر شاوخوا ۶۰ کلن دي.
یوازې ۱۳.۳ سلنه رایه ورکوونکي د ۳۰ کلونو څخه کم عمر لري.
د پناه غوښتونکو مسله په ځانګړې توګه د تېرو میاشتو له بریدونو وروسته په ټاکنو کې د راپورته شویو مسلو څخه یوه وه.
په اوکراین کې جګړه او د تقاعد او کرایې کیپ په ګډون اقتصادي مسلې بیا نورې وې.
له ټاکنو یوه اونۍ وړاندې په یوې سروې کې ۸۳ سلنه ګډونوالو د هېواد د وضعیت په اړه اندېښمن وو او یوازې ۱۲ سلنه یې د وضعیت په اړه خوشبینه وو.

د لبنان په پلازمېنه بېروت کې د یکشنبې په ورځ د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله د جنازې په مراسمو کې زرګونو کسانو ګډون وکړ.
د راپورونو له مخې، د نصرالله او د حزب الله د جګپوړي غړي هاشم صفی الدین د جنازې مراسم د کیملي چمون سپورټي ښار کې په کلکو امنیتي تدابیرو کې پیل شول.
نصرالله د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۲۷ مه په بېروت کې د اسراییل په هوايي برید کې ووژل شو. همدا ډول صفی الدین د اکټوبر په ۳مه په ورته هوايي برید کې ووژل شو.
د حزب الله سرمنشي نعیم قاسم دغو مراسمو ته په وینا کې اسراییل د لبنان په سوېل کې د اوربند په نه عملي کولو تورن کړ او ټینګار یې وکړ، چې ډله یې اوربند ته ژمنه ده.
قاسم وویل: "موږ د اوربند لپاره د دوښمن له غوښتنې سره موافقه وکړه ځکه چې موږ د سیاسي یا نظامي هدف پرته د جګړې د اوږدولو سره علاقه نه درلوده."
هغه ټینګار وکړ، چې حزب الله دغه تړون ته غاړه اېښې ده، په داسې حال کې چې اسراییل د هغه په مراعتولو کې پاتې راغلی دی.
قاسم همداراز اعلان وکړ، چې حزب الله پیاوړی او بشپړ چمتووالی لري او خبرداری یې ورکړ چې اسراییل باید له هغو سیمو څخه ووځي چې تر اوسه یې د لبنان په سوېل کې نیولي دي.
د اوربند د موافقې له مخې، اسراییل باید د جنورۍ تر ۲۶ نیټې پورې په بشپړه توګه له سوېلي لبنان څخه ووځي، خو وروسته له دې چې اسراییل د دې موافقې له منلو انکار وکړ، دغه ضرب الاجل د فېبرورۍ تر ۱۸ پورې وغځول شو.
اسراییلي پوځ تېره اونۍ د لبنان له سوېلي ښارونو څخه ووتل، خو په پنځو سرحدي پوستو کې یې پوځي حضور ساتلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان روان وضعیت ته په کتو سره ویلي، چې د دغه هېواد پوځ او اقتصاد په بد حالت کې دي.
نوموړي دغه خبرې تر هغه وروسته وکړې، چې فایننشل ټایمز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پوځ څنګه خپل اقتصاد په لاس کې اخلي.
راپور زیاتوي، چې د دغه هېواد وسله وال ځواکونه د کانال له پروژې څخه را نیولې د انرژۍ تر قراردادونو پورې په هر څه کې دخیل دي او دې چارې پانګه اچوونکي په زیاتېدونکې توګه غوسه کړي دي.
زلمي خلیلزاد په خپل اېکس کې لیکلي: «پوځ د پاکستان په سیاست او حکومت واکمن دی. د فایننشل ټایمز په وینا، دوی د هېواد اقتصاد په خپل لاس کې اخلي. البته، دوی د امنیت مسؤلیت لري. پایله دا ده، چې درې واړه په بد حالت کې دي. پوځ باید اصلاحات راولي او په هغه څه تمرکز وکړي، چې باید د هغې اصلي ماموریت وي.».
د پاکستان د پوځ په اړه وخت ناوخته د سیاستوالو غږونه پورته کېږي، چې د هېواد سیاست کې مداخله کوي او چارې په خپله ولکه کې ساتي.
عمران خان چې له خپل حکومت ختمېدو وروسته په یو شمیر مقدمو کې د تېر کال راهیسې په زندان کې پروت دی، وخت نا وخته په پوځ نیوکي کوي او ملکي سیاست کې يې په لاسوهنه تورنوي خو پوځ پرله پسې په سیاست کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.
یاده دې وي، چې د پاکستان پوځ له ځمکو نیولې تر سترو فابریکو او د ژوند په نږدې ټولو چارو کې پانګونې کړي او د پاکستان په بازارونو کې زیات شمېر توکي پلورل کېږي، چې پوځي فابریکو تولید کړي.
