په هسپانیې کې د هرات د امنیتي کنفرانس ۱۲م پړاو غونډه پیل شوه

د هرات امنیتي کنفرانس دولسم پړاو نن دوشنبه د هسپانیې په سرښار مادرید کې د «افغانستان: د هیلو د بیا راژوندۍ کولو ګډې هڅې» تر سرلیک لاندې پیل شوه او ټاکل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

د هرات امنیتي کنفرانس دولسم پړاو نن دوشنبه د هسپانیې په سرښار مادرید کې د «افغانستان: د هیلو د بیا راژوندۍ کولو ګډې هڅې» تر سرلیک لاندې پیل شوه او ټاکل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ په وینا، په دغې غونډه کې سیاسي شخصیتونو، د افغان حکومت پخوانیو چارواکو او د بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو استازو ګډون کړی دی.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د غونډې په مهمو موضوعاتو کې به په نړۍوال سیاست کې د افغانستان دریځ، د ترهګرۍ ګواښ او د هېواد په راتلونکې کې د ډیپلوماسۍ رول شامل وي.
په دغې غونډه کې د افغانستان د راتلونکې لپاره د حل لارې او له دغه هېواد سره د نړۍوالو همکاریو د پیاوړتیا لټه کېږي.
د هرات د امنیتي ناستې پخوانی ۱۱م پړاو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شو.
په دغې ناسته کې د «طالبانو د واک انحصار» او د افغانستان د راتلونکې لپاره د هغې پر پایلو بحث شوی و.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور ویلي، چې له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د څېړنې او ډیزاین پړاوونه بشپړ شوي دي او د دغې پروژې چارې به د بودجې له تصویب وروسته په رسمي توګه پیل شي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل لپاره د طالبانو والي او د یاد ولایت اړونده ناحیو مشرانو له عبدالطیف منصور سره په یوې ناسته کې غوښتنه کړې چې د اوبو د کمښت ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
که څه هم طالب چارواکي وايي، هڅه کوي چې په جدي توګه په کابل کې د اوبو ستونزه هواره کړي؛ خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) تر دې وړاندې ویلي و، چې د اقلیمي بدلون او د چټک ښاري کېدو له امله به تر ۲۰۳۰م کاله په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي.
یونېسف په کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو د وچېدو لامل اقلیمي بدلون ګڼي.
د افغانستان لپاره د یونېسف مسوول ویلي و، چې په کابل کې د اوبو کمښت یو بشري ناورین دی او خلک سملاسي مرستې ته اړتیا لري.
د کابل په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندې د اوبو ژوروالی څو سوه مترو ته رسېدلی او په نورو سیمو کې د اوبو څاګانې وچې شوې دي.
د ځمکې د لاندې اوبو څخه ناسمه ګټه اخیستنه او د ښار څو مېلیوني نفوس د اوبو د کمښت اصلي لامل ګرځېدلی دی.
طالبانو تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د کابل لپاره د پنجشېر سېند د اوبو پروژه به ډېر ژر پیل کړي؛ خو بیا تر دې دمه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه و شوی.
خو منصور ټینګار کوي، چې له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې سروې او ډیزاین بشپړ شوی او د بودجې له برابرولو وروسته به یې عملي کار پیل شي.
له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژه د تېر جمهوري حکومت په وخت کې طرحه شوې وه؛ خو د نورو ډېرو پروژو په څېر یاده پروژه هم نیمګړې پاتې شوې وه.

په بامیان ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د واورې ښویېدنې له امله دوه تنه مړه شوي دي.
د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه د پنج اب ولسوالۍ په ترغۍ کلي کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې د مړو شویو کسانو د هویت په اړه راغلي، چې دغه دوه کسان د میدان وردګ ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان پنځه ورځې وړاندې د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ ته پر لاره وو، چې په واورو کې بند پاتې شول.
طالبانو ویلي، چې د ځايي اوسېدونکو په مرسته یې د یوه تن مړی موندلی؛ خو د بل هغه یې لاهم لادرکه دی.
یاده پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې په يوه خبرپاڼه کې خبر وکړی چې نن دوشنبه د بامیان، غور او دایکنډي ولایتونو په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د تېز باران او واورې ورېدو اټکل شوی دی.
څو ورځې وړاندې هم د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې درې تنه مړه شوي وو.

د ایران د سمنان ولایت د امنیتي او انتظامي چارو مدیر محمود قدرتي اعلان کړی، چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه «۱۴زره» افغان کډوال نیول شوي او له دغه ولایت څخه اېستل شوي دي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ (د کب په ۵مه نېټه) وویل، چې د ایران د اسلامي جمهوریت پالیسۍ له مخې هغه افغان کډوال چې د اقامې قانوني اسناد نه لري نیول کېږي او بېرته افغانستان لیږل کېږي.
قدرتي په ایران کې د افغان کډوالو شتون «یوه ستونزه» وبلله او زیاته یې کړه: «یوه څلوېښت کلنه ستونزه په یوې شپه کې نشي حل کېدای. د ناقانونه وګړو د ستونزې حل باید تدریجي وي او دغه پروسه اوس هم روانه ده».
همدارنګه نوموړي خبر ورکړ، چې یو شمېر افغان کډوال د سمنان په ولایت کې نیول شوي او د اېستل کېدو لپاره ځانګړو پنډغالو ته لېږدول شوي دي.
په داسې حال کې چې په سمنان کې پر افغان کډوالو فشار زیات شوی، د دغه ولایت ځینو چارواکو ویلي چې یو «بهرنی وګړی» د یوه ایراني ځوان د قتل په قضیه کې ښکېل دی.
د سمنان د عدلیې رییس د دوشنبې په ورځ د (سلواغې ۲۹مه) اعلان وکړ، چې د مهدي شهر په ولسوالۍ کې د ۲۸ کلن ایراني ځوان د قتل عاملین نیول شوي دي.
د دغه ولایت د پولیسو قوماندان هم منلې، چې په نیول شویو کسانو کې یو تن «بهرنی وګړی» دی او د قتل انګېزه یې شخصي اختلافات وو.
تر اوسه د سمنان ځایي چارواکو د قتل په قضیه کې د تورن بهرني وګړي هویت نه دی ښکاره کړی؛ خو په ایران کې د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو دغه پېښه د افغان کډوالو سره تړلې او د هغوی د اېستلو غوښتنه یې کړې ده.
که څه هم د ایران حکومت په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو نیولو او اېستلو ته زور ورکړی؛ خو د کارپوهانو په باور د دغه هېواد د حکومت لهخوا کډوال د دغه ډول پېښو مسوول ګڼل د ایران د خلکو په ذهنیت منفي اغېز لري.
هممهاله د ایران د بشري حقونو سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې په یاد هېواد کې د افغانانو د اعدامونو لړۍ روانه ده.
د بشر حقونو نړۍوالو سازمانونو او شمېر هېوادونو په ایران کې له افغان کډوالو سره کېدونکی چلند غیر انساني بللی او له یاده هېواده یې غوښتي، چې له افغانانو سره له نرمښته کار واخلي. بل لوري د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته په خپل سفر کې له طالبانو سره د افغان کډوالو د ستونزو پر اوارېدو هم ژمنې کړې وې؛ خو لیدل کېږي چې دغو ژمنو عملي بڼه نه ده خپله کړې.
تازه د افغان کډوالو مدافع یوې ایرانۍ وکیلې ادعا کړې، چې د طالبانو د غوښتنو پر بنسټ ایراني چارواکي په یاد هېواد کې افغان کډوال ځوروي؛ خو طالبانو لا تر اوسه د دغو ادعاو په تړاو سپیناوی نه دی کړی.

په تورخم کې د طالبانو کمېسار خبریالانو ته ویلي، چې نن د درېیمې پرلپسې ورځې لپاره هم د تورخم دروازه د پاکستان له لوري تړلې ده؛ خو نوموړي د پاکستاني لوري سره د خبرو اترو په اړه څه نه دي ویلي.
پاکستان د دغې دروازې د بندولو په اړه په رسمي توګه لا تراوسه څه نه دي ویلي؛ خو په سیمه کې ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته دا منلې وه، چې یاده لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې او په لومړۍ ورځ یې د واړو لورو ترمنځ د خبرو اترو خبر ورکړی و، چې بې له کومې پایلې پای ته رسېدلې وې.
د تورخم دروازه چې د ډیورڼد په کرښه یو له مهمو دروازو ګڼل کېږي، هره ورځ پرې سوداګر خپل سوداګریز مالونه او زرګونه وګړي پاکستان ته تګ راتګ کوي.
یاده دروازه دوه ورځې وړاندې په داسې حال کې د پاکستان لهخوا وتړل شوه، چې طالبانو غوښتل، ډیورنډ کرښې ته ورڅېرمه پوځي تاسیسات جوړ کړي.
په سیمه کې ځايي سرچینې وایي، چې د دروازې بندېدو له امله د فرضي کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي.
بل خوا بیا طالب چارواکو له خلکو غوښتي چې، د دروازې خلاصون تر خبرتیا پورې دې پر دغې لارې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې له چین هېواد سره یې په تېر زېږدیز کال کې د «۸۰۹» مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې راکړې ورکړې ترسره کړې دي.
د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، له چین سره یې د تېر پرتله سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي او یوازې په تېر «۲۰۲۴ زېږدیز» کال کې افغان سوداګرو له یاد هېواد د «۷۸۴» مېلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي چې له افغانستان بیا چین ته د «۲۴» مېلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.
د طالبانو یاد وزارت ویاند په وینا؛ چین ته د افغان سوداګرو په صادراتو کې ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې، تازه او وچې میوې په ګدون غالۍ هم شاملې دي.
له چین څخه په وارد شویو توکو کې بیا د لمریزې برېښنا ښېښې، مخابراتي وسایل، د فابریکو خام مواد او د بېلابېلو توکو اړوند ماشینونه شامل دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید بیا خبر ورکړی، چې چین افغان سوداګرو ته د ویزو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او له همدې کبله یاد هېواد سره سوداګري پراخه شوې ده.
بل خوا یو شمېر سوداګر بیا نیوکې کوي، چې چین لا هم د سوداګرۍ له پراختیا سره، سره له افغان سوداګرو څخه د ویزې د ورکړې له امله ټکس اخلي.
د پخواني جمهوري نظام تر نسکورېدو او د امریکا په ګډون د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته چین پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره خپلې اړیکې په بې سارې توګه پراخې کړې دي.
یاد هېواد په بېجنیګ کې د طالبانو سفارت استازي هم منلي او د دوی د سفارت چارواکي په کابل کې له طالبانو سره ډېرې ناستې ولاړې هم کوي.
له دې سره هممهاله چین د افغانستان پر کانونو هم خپلې سترګې ښخې کړې او ګڼ پانګهوال یې کابل کې د کانونو د قراردادونو په لټه کې ګرځي.
تازه طالبانو د سېمنټو د یو شمېر فابریکو د تولید په برخه کې هم له چین سره تړونونه کړي دي. همدا راز ویل کېږي، چې د طالبانو د ځینو لوړ پوړو غړو له لوري له ځینو چینایي شرکتونو سره ملګرتیاوې جوړې کړې او بیا یې ورته د ګران بیه ډبرو تړونونه ورکړي دي.
بل خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په افغانستان کې د چین له شتون څخه اندېښنه ښوولې او ادعا یې کړې وه، چې طالبانو د امریکایي ځواکونو پخوانۍ پوځي اډه بګرام اوس چینایانو ته ورکړې ده.
د اقتصادي چارو کارپوهان چین د اقتصادي پراختیا لپاره هېوادونو ته ښه ملګری نه ګڼي او باورونه دا دي، چې یاد چینایان غواړي د افریقایي هېوادونو د کانونو د تړونونو په څېر افغانستان هم په خپل جال کې ګېر کړي.
