په کندهار ولایت کې په دوو جلا پېښو کې ۷ کسان مړه شوي دي

په کندهار ولایت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست خبر ورکړی، چې په کندهار ښار کې په دوو جلا پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان مړه شوي دي.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست خبر ورکړی، چې په کندهار ښار کې په دوو جلا پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان مړه شوي دي.
د دغه ریاست د لومړي خبر له مخې، د اوومې حوزې اړوند د سختو ورښتونو له امله د یوه کور چت پرېوتی چې له امله یې درې ماشومان او یوه ښځه مړه شوې ده.
دغه ریاست زیاته کړې، چې په دغې پېښه کې درې کسان ټپیان شوي هم دي.
په کندهار ولایت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست دارنګه ویلي، چې په مړو شویو ماشومانو کې دوه هلکان او یوه نجلۍ او په ټپیانو کي بیا یو هلک، یوه نجلۍ او یو سړی شامل دي.
د دغه وزارت د یو بل خبر له مخې، په یوې بلې جلا پېښه کې بیا د پنځمې حوزې اړوند په ښورندام سیمه کې درې ښځې اوبو وړې او مړې شوې دي.
له بل پلوه د طالبانو د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې نن سې شنبه (د کب په ۷مه نېټه) ۳۲ ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغه وړاندوینه د هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان، دایکنډي، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، میدان وردګ، لوګر، کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو لپاره شوې ده.

د تورخم دروازه نن د څلورمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده. تازه په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د دغې ستونزې د حل لپاره د یادې ډلې یو لوړپوړی پلاوی نن تورخم ته ځي.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا تېره ورځ په تورخم ښارګوتي کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د دروازې د پرانیستو په اړه د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.
د سرچینې په خبره، په دغه ناسته کې د ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي عزیز الله مصطفا او له پاکستاني لوري د دغه هېواد پوځیانو ګډون لاره.
په ننګرهار ولایت کې هم د طالبانو د رسنیو دفتر پر اېکس پاڼه په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مرستيال په مشرۍ دغه مذاکرات بې پایلې پای ته رسېدلي و.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان غواړي د سیاسي او سوداګريزو اړیکو د دوام لپاره باید د ستونزو حل د دیپلوماسۍ له لارې وشي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې پاکستاني لوری د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو لهخوا د تاسیساتو د جوړولو پر سر اختلاف لري او د خپلو تاسيساتو د جوړولو غوښتنه کوي.
په خبرپاڼه کې دارنګه راغلي، چې د تورخم دروازې د تړلو له امله سلګونه لارۍ موټر بند پاتې دي.
طالبانو له پاکستانه غوښتي، چې د دواړو غاړو ولسي ستونزو او بشري اړتیاوو ته په کتو دې د بېځایه خنډونو له جوړولو ډډه وکړي.
د تورخم فرضي کرښې لار د پاکستان لهخوا څلور ورځې وړاندې د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو له لوري د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې تړل شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر خپله ویبپاڼه خبر ورکړی، چې په افغانستان کې لا هم میلیونونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. د دغې کمېټې مشر پیر کراهنبول، افغانستان ته له خپل اووه ورځني سفر وروسته دغه خبره کړې ده.
د سره صليب ویبپاڼې د خبر له مخې، ښاغلي کراهنبول په کابل کې، چې د چین د سرې میاشتې ټولنې مرستیال وانګ یې ملتیا کوله، د افغاني سرې میاشتې له رضاکارانو او طالب چارواکو سره لیدلي او د افغانستان د روان ناسم بشري وضعیت په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.
هغه ویلي، په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم خورا خراب دی او په میلیونونو خلک بشری مرستو ته اړتیا لري، هغه وايي: «دا د څلورو لسیزو جګړو پایله ده، چې هره افغانه کورنۍ یې اغیزمنه کړې ده. ما په کابل کې د سره صلیب د فزیکي بیارغونې په مرکز کې له نارغانو سره ولیدل، دغه کار ډیر مهم دی، چې موږ د ماینونو قربانیانو ته د بدن مصنوعي غړي برابروو ترڅو په بیا تګ کې ورسره مرسته وشي، د مصنوعي غړو جوړول، د دوی ژوند ته بدلون ورکولی شي.»
کراهنبول، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په لېږلو په ټینګار سره ویلي، «دا مهمه ده چې بشردوستانه بنسټونه په بې پرې او خپلواکه توګه له اړمنو ټولنو سره کار وکړي، د سره صلیب لومړیتوب دا دی، چې معلولیت لرونکو خلکو، بندیانو او د وسلهوالې جګړې له قربانیانو سره بشري مرستې ترسره کړي.»
هغه وايي، یاده ټولنه به له طالبانو سره اړیکو ته دوام ورکړي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې بشري اصول مراعت شوي دي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه له څو لسيزو راهیسې په افغانستان کې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په ګډه کار کوي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه د ۱۹۰۰ تنه کارکوونکو په لرلو سره بیلابیلې بشري مرستې لکه روغتیایي خدمتونه او څارنې، د بیارغونې ملاتړ، اوبه او همداشان د خوراکي خوندیتوب په برخو کې خپل خدمتونه ترسره کوي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال کلیم الرحمان فاني، د دغه وزارت کارکوونکو ته ګوتڅنډنه کړې، چې هیڅ یو کارکوونکی حق نه لري، چې د ماسپښین لمانځه پر مهال په دفتر کې پاتې شي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په جومات کې تر لمانځه وروسته د دغه وزارت کارکوونکو ته کړې دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې هغه دارنګه «په ورځنيو درسونو کې د کارکوونکو په ګډون او د الهي فریضې ته د هغوی پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.»
واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته، دغه ډله لاهم د خپلې لومړۍ واکمنۍ سختې تګلارې تکراروي.
د راپورونو له مخې، دغې ډلې په بېلابېلو ولایتونو کې خلک په زور لمونځ کولو ته اړ اېستي دي.
تر دې وړاندې هم په کابل ښار کې ځینو هټیوالو افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شویو پیغامونو کې ويلي و، چې د امربالمعروف وزارت محتسبان دوی اړ اېستي، چې د جمعې لمونځ دوه ځلې وکړي.
په یوې بلې پېښه کې د فاریاب یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډیو په لېږلو سره ویلي و، چې په میمنه کې د طالبانو امربالمعروف غړو د فوټبال په نندارچیانو په زور لمونځ کړی، چې لویې برخې یې بې اودسه لمونځ وکړ.
د کابل یو هټیوال بیا افغانستان انټرنشنل ته د یو غږیز پیغام په لېږلو سره ویلي و، چې د طالبانو امربالمعروف ډلې پرې په یوه ورځ کې درې ځله د ماسپښین لمونځ په زوره ادا کړی دی.
تر دې وړاندې هم د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبانو پلورونکي ګواښلي و، که د جمعې لمونځ ته ور نه شي؛ نو هټۍ ګانې به یې ور وتړي.
دارنګه (د تلې په ۵مه) له بدخشانه سیمهییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د بدخشان په پوهنتون کې طالب چارواکو هغه ۲۹ تنه زدهکړیالان له پوهنتونه اېستي چې د لمانځه پر مهال یې د فوټبال لوبه کوله.
د بدخشان په پوهنتون کې یو زدهکړیال ویلي و، چې طالبانو دغه زدهکړیالان ګواښلي، وهلي او تر ربړولو وروسته یې له پوهنتونه هم شړلي دي.
د سرچېنو په وینا، طالبانو د دغو اېستل شویو زدهکړیالانو نوملړ د هغوی له عکسونو سره یو ځای د پوهنتون په دروازه ځړولی او لیکلي یې دي چې دغه کسان نور نه شي کولای خپلو درسي ټولګیو ته لاړ شي.
په ځینو ولایتونو کې بیا طالبانو په جوماتونو کې د سیمې د اوسېدونکو لپاره د لمانځه حاضرۍ جوړې کړې وې، چې لمونځ ته د نه ورتګ لپاره یې خلک جریمه کول.

سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ په ریاض کې د څلورم نړۍوال بشري فورم په غونډه کې اعلان وکړ، چې په افغانستان او پاکستان کې به د پولیو د له منځه وړلو لپاره ۵۰۰ میلیون ډالره مرسته وکړي. وايي، دغه مرستې به په دواړو هیوادونو کې یوازې د پولیو په له منځه وړلو لګول کیږي.
سعودی عربستان ویلي، دغه مهمې مرستې به په سملاسي توګه د پولیو د له منځه وړلو نړۍوال پروګرام ته ورکړل شي، چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو له خپرېدو او مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.
د پاچا سلمان د بشری مرستو د بنسټ مشر ډاکټر عبدالله الربیع وویل: «نړۍ تل د پولیو د له منځه وړلو په هڅه کې ده، او سعودي عربستان ویاړي چې د دې نړۍوال نوښت برخه ده. د سلطنت مرستې به د نن ورځې ټولو زیان منونکو ماشومانو د ساتنې مهمه برخه شي، ترڅو د سبا نسلونه د دې مخنیوي وړ ناروغۍ څخه پاک ژوند وکړي.»
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر ټیډروس ادهانوم ګبریسیوس وویل: «موږ په خپل ګډ ماموریت کې تر دې دمه رارسېدلي یو، چې په نړۍ کې د پولیو مخنیوی وکړو، خو وروستۍ لاره خورا سخت ده. د کار پای ته رسیدل ثابت عزم ته اړتیا لري، او د سعودي عربستان دا سخاوتمندانه مرسته به موږ سره مرسته وکړي چې په جګړه ځپلو او نورو ستونزمنو سیمو کې ماشومانو ته ورسیږو ځکه، چې موږ د پولیو څخه د پاکې نړۍ لید درک کولو لپاره په ګډه کار کوو.»
د پولیو د مخنیوي نړېوال پروګرام سره د سعودي عربستان ۵۰۰ میلیون ډالره مرستو ژمنه په داسې حال کې تازه کېږي، چې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړېوال سازمان د معلوماتو له مخې، په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۵ پېښې ثبت شوې وې چې د ۲۰۲۳ کال پرتله څلور برابره ډېرې وې.
د دغو پېښو کچه په کندهار او هلمند ولایتونو کې تر بل هر ځای زیاتې وې، چې یوازې ۲۰یې په یادو ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د راپورونو پر بنسټ په روان کال کې لا تر اوسه پورې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې ناسم کلتوري او مذهبي دودونو له کبله خلک خپل کوچنیان د ګوزڼ پر ضد نه واکسین کوي او له همدې کبله د دغه ویروس خپریدو ته لار برابره شوې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) د جاپان له حکومت سره د شاوخوا شپږ میلیونه ډالرو د مرستو یو تړون لاسلیک کړ. دغه سازمان وايي، چې یادې مرستې له کډوالو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د سرپناه او کار په برخو کې ولګیږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانستان د څانګې مشر عرفات جمال، د تړون د لاسليک پر مهال ویلي، په دې خوښ دی، چې له جایکا سره په ګډه د کډوالو ستونزو ته د رسیدو په برخه کې کار کوي، هغه وايي: «زموږ دا ګډ کار، د راستنېدونکو کډوالو، بې ځایه شویو افغانانو او د هغوی په کوربه سیمو کې د ژوندانه ملاتړ دی، په ځانګړي توګه د کورنۍ په اقتصاد کې د ښځو ونډې ته ډیره پاملرنه په کې شوې ده.»
هغه زیاته کړه، چې د دغو مرستو په لړ کې به کډوالو او بې ځایو شویو کورنیو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي: «موږ به نه یوازې دا چې په بشري مرستو د بې ځایه شویو خلکو تکیه کمه کړو، بلکې په دې سره به د ټولې ټولنې وقار او سوکالۍ ته وده ورکړو.»
بلخوا په افغانستان کې د جاپان سفیر ډاکټر تاکایوشي کورومیا ویلي، چې د جاپان حکومت ژمن دی، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، هغه ویلي جاپان به د کرنې، د ښځو لپاره اقتصادي فرصتونه او راستنېدونکو کډوالو په برخه کې د افغانستان لاسنیوی وکړي، ترڅو ټولنیز یوالی او پیاوړې ټولنه رامنځته شي.
هغه وايي، د جاپان لهخوا پردغو مرسته شویو پیسو به د بلخ، هرات، کابل، کندهار، لوګر او پکتیا په ولایتونو کې ګڼې پروژې پلې شي، چې موخه یې په هغو ټولنو د فشار کمول دي، چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو او بې ځایه شویو خلکو کوربه دي.
د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو په برخه کې دغه مرستې په داسې حال کې کېږي، چې افغانستان لا هم له سترو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی او د کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو د ژوند شرایطو د بیارغونې او ښه کولو لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.
