د طالبانو خپلمنځي شخړې څه عواقب لرلی شي؟

په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانود امارت د خپلمینځي اختلافاتو خبرې په میډیا کې ډیرې تودې شوې دي.
پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانود امارت د خپلمینځي اختلافاتو خبرې په میډیا کې ډیرې تودې شوې دي.
که څه هم په طالبانوکې د کوټې شورا، حقانی شبکې، د جنګي قوماندانانو د ډلو او په دوحه کې د مذاکراتي ټیم ترمینځ فاصلې له پخوا نه وې، خو کابل ته له تګ وروسته د واک د وېش پر سر چې د دغو فراکسیونونو تر مینځ خبره بدرنګۍ ته اوښته نو د پاکستان د آی ایس آی د هغه وخت رییس جنرال فیض حمید د کابل په سرینا هوټل کې راښکاره شو، مګر بیا هم طالبانو په تکرار سره د خپلمنځي اختلافاتو خبرې ردولې او پیژندل شویو طالب مشرانو په علني خبرو کې له احتیاط نه کار اخست.
د وخت په تیریدلو سره د حکومتي او دولتي واک په سر ناندرۍ رابرسیره شولې.
د دې ناندریو اصلي علت څه و ؟
د طالبانو د واکمنۍ په وړومبیو ورځو کې کابل میشتو موقت وزیرانو د خپلو وزارتونو ټول واک په لاس کې درلود، نو ځکه یې د اقتدار په نغري لاسونه تاوده وو. سراج حقاني او ملا یعقوب د خپلو وزارت خانو نغارې ډنګولې خو چې په تدریج سره کندهار کې د طالبانو امارت د قدرت واګې په لاس کې ټینګول شروع کړل، او د کابل نه یې اصلي واک ورو ورو کندهار ته انتقال کړ نو د واک او صلاحیتونو په سر د شخړو بڅري راښکاره شول او معلومه شوه، چې اور په بلیدو دی.
که څه هم د وسله والو طالبانو جنګیالیو جوړښت ، تربیت ، کلتور او شالید ټول د جنګي ماشین خصوصیات لري او هغوی د ټولنیز ژوند چلولو او د دولتي/حکومتي سیستم د اداره کولو لپاره چندان آمادګي نه پخوا درلوده او نه یې اوس لري، خو که سړی د هغوی د واکمنۍ پخوانۍ دوره (۱۹۹۶-۲۰۰۱ ) او اوسنۍ دوره سره مقایسه کړي نو په دواړو دورو کې ډیر جوت توپیر دا دی چې په پخوانۍ دوره کې له خپل بې تجربه توب سره طالبانو دا سیاسی امتیاز درلود چې دوی په کندهار او نورو سیمو کې په ولس کې منفورو او جنایت کارو جنګ سالارانو په چپه کولو سره قدرت نیولی و ، نو یو تعداد خلکو ترې د خیر تمه لرله. په ابتدا کې د دوی ژوند ژواک هم په نسبي توګه ساده و ، په ظاهره ډیر د مال ، دولت ، ماڼیو او موټرونو شوقیان نه معلومیدل ، ملا محمد عمر یې واحد منل شوی امیر او مشر و ، په طالبانو کې چا د هغه خلاف په علني توګه د خبرې کولو جرات نه شو کولی، نو ځکه هغه وخت پرې په وړومبیو ورځو کې ځینې خلک څه موده وغولیدل، تر څو چې دوی په خشونت ، ظلم ، استبداد او له نړیوالو ترهګرو سره په همکارۍ ځان ښکاره کړی نه و.
خو دویم وار خو د هغوی تجدید سازمان د کندهار په ځای په پاکستان کې وشو ، دوی اوږده موده د پاکستان د استخباراتو میلمانه پاتې شول ، که څه هم طالبان په ظاهره له امریکايي عسکرو او نورو غربي عسکرو سره جنګیدل خو غربي هیوادونو د دوی په ټول سازمان سرتاسري بندیز ونه ولګاوه، او یا یې چې په دوی کې په کومو اشخاصو او یا ډلو بندیزونه ولګول او یا یې په سر ورباندې ډالرې اعلان کړې په هغو کې یې هم جدیت ښکاره نه کړ. په تور جنګي اقتصاد کې د دوی ونډې رابرسیره شولې او په آخره کې هم هغو په اصطلاح غربي دښمنانو ورته نه یوازې د دوحې دفتر پرانست او تمویل یې کړل بلکې ورسره یې د دوحې معامله وکړه کومې چې دوی سیاسی واک ته ورسول. مطلب دادی چې په وړومبۍ دوره کې چې طالبانو په اصطلاح کوم غولوونکی سیاسی معصومیت درلود ، په دویم وار کې هغه د پیاز نرۍ پرده یې هم په مخ نه لرله، که څه هم د دوی خارجي مربیونو په سیاسي مارکیټ کې دی کې د مثبت بدلون سندرې ویلې ، خو د واک په سر ناندرۍ د اووو پردو تر شا هم نه پټیږي.
د طالبانو د خپل مینځي اختلاف اصلي اساس د قدرت په ویش پیل شو ، خو چې څومره د وخت په تیریدلو سره د دوی تر مینځ فاصلې پراخیدې نو د هبت الله اخوندزاده مخالفینو د هغه په پالیسیو کې موجود تحجر او تنګ نظرۍ ته هم ګوته ونیوه ، په خاصه توګه د جینکیو په معارف لګیدلي بندیزونه یې د سوال لاندې ونیول. د زور په ځای د واکدارۍ کولو یې د اولس د زړونو د ګټلو لاره بهتره وګڼله.
سراج حقاني، عباس ستانکزی او د طالبانو ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو که څه هم په خپلو انتقادي ویناوو کې د طالبانو د امیر هبت الله اخوندزاده نوم نه یادولو خو انتقاد به یې داسې فورمولبندي کړې و چې اوریدونکو او لوستونکو لپاره په دې پوهیدل ګران نه وو چې دوی څوک یادوي.
د اختلافاتو جدي توب هغه وخت پوره زباد شو چې سراج حقانی او عباس ستانکزی او بعضې نور کسان د هیواد نه بیرون ولاړل او ډیرې ورځې بغیر له کوم اعلان شوي دلیل نه له خپل کار او دندې لرې تیروي. که څه هم ملا عبدالغني برادر هیواد ته راستون شوی خو د طالبانو د رهبرۍ په سطح د خپل مینځي اختلافاتو د خبرونو د ردولو لپاره نیغې ، ساده او قناعت بښونکې لارې غوره نه کړې.
تیر کال چې د امریکا په نړیواله کچه پیژندل شوې ورځپاڼه نیویارک ټایمز کې د سراج حقاني ډیره په زیار آماده شوې د هغه د شخصیت د مثبت تصویر جوړوونکې مرکه نشر شوله نو د هغې نه ځینو شنونکو داسې وانګیرله چې ګویا سراج حقاني کوم بل لوړ سیاسي نقش لپاره چمتو کوي، ځکه دا خبره هر چا ته معلومه ده چې طالبان د دوحې د معاملې په وسیله په افغانستان کې پېچکاري شوي او په تیرو څه د پاسه دریو کلونو کې د امریکا په میلیاردونو ډالرو پانګونې د دوی رژیم سا اخستې ده ، هم دغه رنګه که څه هم د طالبانو او پاکستاني جنرالانو تر مینځ تاوتریخوالی زیات شوی معلومیږی مګر په واقعیت کې د دوی تر مینځ ستراتیژیکې اړیکې هغسې شته او غیر علني لیدنې کتنې هم دوام لري. د علني خبرو د پروسې لپاره دواړه اړخونه د امریکا د نوي حکومت په پلانونو ځان پوهولو ته انتظار باسي.
سوال دا دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې د پورته ذکر شوي اړي ګړي نه به څه جوړیږي؟ د تیرو دریو کلونو تجربې دا حقیقت په ډاګه کړی دی چې د طالبانو د اوسني مخپټي رهبر لپاره د میلیونونو افغانانو زړونه او ذهنونه ګټل خو ډیره لرې خبره ده ، دوی حتا د طالبانو په مینځ کې موجود فراکسیونونه نه شي یو ځای کولی، په وژنه ، شکنجه او توقیف به تر څو دغه د زور واکمني وچلوي؟
په یوویشتمه پیړۍ کې د ژوند د ټولو ساحو نه د ښځو امحا او جنسیتي اپارتاید څنګه یو نورماله ټولنه او نورمال نظام جوړولی شي ؟ د هبت الله اخوندزاده مخالف فراکسیونونه هم د دې مسالو د حل لپاره کوم واضح متبادل پروګرام نه لري، نوي اقتصادي مشکلات به بحران نور ژور کړي، نو فکر نه کوو چې دا وړۍ به شړۍ شي.

ژبه د انساني ټولنې اساس او بنسټ دی. د فرهنګونو، روایاتو او انساني ژوند ژواک د پرمختګ او شعوري کېدو وسیله ده، د فکر د بیان او احساساتو د څرګندولو غږیز جوړښت دی.
نړۍ کې دا مهال ٥٩٦٤ ژوندۍ ژبې شته؛ د فېبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ نومول شوې او سږکال د دغې ورځ لپاره ځانګړې موضوع د څو ژبو زده کړه د بین النسلي زده کړو بنسټ په ګوته شوی دی.
څو ژبنۍ زده کړې نه یوازې ټولشموله ټولنو ته وده ورکوي؛ بلکې د غیر غالب، اقلیت او ځایي ژبو په ساتنه کې هم مرسته کوي او دا د ټولو افرادو لپاره تعلیم ته د مساوي لاسرسي او د ژوند لپاره د زده کړې د فرصتونو د تر لاسه کولو لپاره د بنسټ ډبره ده.
د مورنۍ ژبې د ورځ شالید:
شلمه پېړۍ د بدلونونو، پېوستونونو او جدایۍ پېړۍ ده، په ۱۹۴۷ ز کال چې کله د هند او پاکستان تر منځ د بېلتون کرښه راوښکل شوه، بنګله دېش د پاکستان برخه وګرځېده او دغې چارې د نورو ټولو سیاسي کړکیچونو تر څنګ یو غښتلی ژبنی بحث رامنځته کړ.
بېلتون پالنې پاکستاني مشر او رهبر محمد علي جناج ټینګار کاوه، چې رامنځته شوی پاکستان باید ژبنی اتحاد ولري او له همدې امله یې د بنګله دېش په ډهاکه کې یوې لویې غونډې ته دېکتاتورانه وینا وکړه او ویې ویل، چې وروسته له دې د پاکستان رسمي او ملي ژبه اردو ده او ټول دولتي مراسلات، زده کړې او خبرتیاوې به په اردو او انګلیسي ژبه ترسره کیږي.
یوه ډله بنګله دېشیانو له دغې خبرې سره مخالفت وښود او ویې ویل، چې دوی خپله ملي او رسمي ژبه لري، چې بنګالي نومیږي او دوی نه شي کولی چې د مجبوریت له مخې په ټولو بنګالیانو اردو یا انګلیسي ژبه زده کړي.
د وخت پاکستاني حکومت پر بنګله دېش د یوه فشار له مخې اردو او انګليسي ژبه تحمیل کړه؛ خو د دغې پرېکړې پر وړاندې مقاومت زیات او د لاریونونو تر سرحده ورسېد.
لومړنی لوی لاریون په ۱۹۵۲ ز کال د فېبرورۍ په ۲۱ د بنګله دېش په مرکز ډهاکې کې پیل شو، چې د پاکستاني حکومتي ځواکونو له خوا د لاریون د له منځه وړلو په موخه پرې ډزې وشوې او ګن محصلین ووژل شول.
دا پر مورنۍ ژبې د افهام او تفهیم، زده کړو او سیاست غوښتنې لومړنۍ جدي مبارزه وه، چې په ترڅ کې یې یو شمېر محصلین ووژل شول او دغه نهضت لا په یوې مشترکې عقدې او درد تبدیل شو.
بنګالیان تر هغې ارام نه شول، چې په ټول بنګله دېش کې یې خودجوشه حرکتونه پیل نه کړل او هماغه و، چې پاکستانی حکومت مجبور شو، چې په ۱۹۵۶ کال د فېبرورۍ په ۲۹ بنګالي د پاکستان د ملي ژبې په توګه ومني؛ خو د مورنۍ ژبې د حق غوښتلو مبارزې بنګالیان دومره ویښ کړي وو، چې ورپسې یې د پاکستاني حاکمیت د له منځه وړلو لپاره مټې را بډوهلې او د دې سبب شول چې په ۱۹۷۱ کال کې پاکستان له خپلې خاورې وباسي او خپله واکمني اعلان کړي.
په ۱۹۹۹ز کال کې د یوه بنګالي دانشمند محمد رفیق اسلام له خوا یونسکو ته د دغې ورځې د رسمي ثبت وړاندیز وکړ او یونسکو په ۲۰۰۰ کال کې د فېبروري ۲۱مه نېټه د مورنۍ ژبې د نړۍوالې ورځې په پار ومنله.
یونسکو اعلان وکړ، چې د پایداره ټولنو لپاره د کولتوري او ژبني تنوع په اهمیت باور لري او دا د نړۍوالې سولې لپاره د هغه ماموریت یو چوکاټ کې دی، چې دا د کولتورونو او ژبو د توپیرونو د ساتلو لپاره کار کوي او د نورو لپاره زغم او درناوي ته وده ورکوي.
د مورنۍ ژبې ارزښت:
مورنۍ ژبه د ماشوم د لومړني پوهاوي را پوهاوي ژبه ده، چې له زېږېدو سره سم ورسره مخ کیږي، دا ژبه د ماشوم د احساساتو، عاطفې، غوسې، ژړا او فکر ژبه ګرځي او د کوچنیوالي ټول ارزښتمند خاطرات په الفاظو پکې ثبت کیږي.
هغه ژبه چې د انسان د خوبونو او عواطفو ژبه وي، طبعي ده چې له هغې ژبې ډېره مهمه ده، چې په دویمي ډول په شعوري یا غیرشعوري توګه زده کیږي.
دا مهال په ټوله نړۍ کې نېږدې څلوېښت سلنه وګړي په مورنۍ ژبه له زده کړو بې برخې دي، دوی یا په جبري او یا هم په اختیاري ډول دا حق له لاسه ورکړی؛ خو اهمیت ته یې ډېر پام نه دی شوی.
څېړنو ښودلې، هغه کوچنیان چې په خپلې مورنۍ ژبې زده کړې کوي تر هغو کوچنیانو ډېره زده کړه کوي، چې په دویمه ژبه زده کړې کوي.
نو د انساني حق په توګه دا مهال د نړۍ نېږدې نیمايي انسانان له خپل دغه اساسي حق څخه بې برخې شوي دي.
د مورنۍ ژبې جبري اخیستل شوی حق:
د نړۍ د څلوېښت سلنه وګړو یوه لویه برخه داسې وګړي دي، چې په جبري ډول ترې دا حق اخیستل شوی، میلیونونه داسې انسانان شته/ وو، چې له دغه حقه محروم زېږدېدلي، لوی شوي او له دغه حقه محروم مړه شوي دي.
په ځینو ټولنو کې سیاسي واکدارۍ په جبري ډول خپلو ولسونو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې حق نه ورکوي، چې غوره مثال یې په پاکستان کې مېشت پښتانه، سندیان او بلوچان دي.
د پاکستان دا لویه برخه وګړي مجبور دي، چې په دویمه ژبه اردو زده کړې وکړي او په خپلې مورنۍ ژبې له زده کړې محروم شي، چې دا چاره په خپل ذات کې کولتوري او ژبنیو ارزښتونو ته نه درناوی دی.
د نړۍ یوه لویه برخه خلک کډوالۍ ته اړ شوي او هر سیمې ته چې د کډوال په توګه تللي، د هماغې سیمې ژبه یې د زده کړو د ژبې په توګه کارولې ده، چې دا چاره هم په خپل ذات کې په جبري ډول له یوې ډلې خلکو څخه د هغوی د مورنۍ ژبې د حق د اخیستلو په معنا ده.
د بېلګې په توګه؛ د افغانستان د جمهوري دولت له سقوط وروسته سلګونه زره افغانان د نړۍ نورو هېوادونو ته کډوال شول او دوی مجبور دي، چې د هماغو سیمو په ژبو زده کړې، دولتي او سیاسي افهام او تفهیم وکړي.

په مورنۍ ژبې اختیاري پرېښودل شوی حق:
د نړۍ په څلوېښت سلنه وګړو کې یوه برخه داسې وګړي هم شته، چې په اختیاري ډول یې په مورنۍ ژبې د زده کړې حق پرېښی او دوی غواړي چې د نړۍ په نورو ژبو زده کړې وکړي.
دا چاره د انساني حقوقو په چوکاټ کې د انسان خپل اختیار ګڼل کیږي او انسانان دا حق لري، چې په هرې ژبې که دی یې غواړي پرې زده کړې او افهام او تفهیم وکړي.
د بېلګې په توګه؛ ځینې اختیاري کډوالي، یا په نړۍ کې د نورو ژبو زده کړه او یا د ځانګړې علاقې په اساس د زده کړو، ورځني پوهاوي راپوهاوي او سیاست لپاره د یوې بلې ژبې غوره کول.
پښتانه او د مورنۍ ژبې حق:
که څه هم پښتانه د یوه قوم په توګه دقیقه احصایه نه لري؛ خو د اټکل له مخې په افغانستان، پاکستان، هندوستان او د نړۍ په خورو هېوادونو کې نېږدې ۹۷ میلیونه پښتانه ژوند کوي، چې لویه برخه یې په پښتو ژبه د زده کړې حق نه لري.
که له افغانستانه یې پیل کړو، یوازې په پښتون مېشتو سیمو او د کابل په ځینو ښوونځیو کې پښتانه زده کوونکي په پښتو ژبه د زده کړې حق لري؛ خو په نورو ولایاتو کې مېشت پښتانه بیا دا حق نه لري.
په اوسني پاکستان کې د مېشتو پښتنو شمېر نېږدې ۵۰ میلیونو ته رسیږي، چې له دغې ډلې یې یو هم په مورنۍ ژبه د زده کړې حق نه لري او دا حق ترې په جبري ډول اخیستل شوی دی.

پاتې برخه یې په هند او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې ژوند کوي، چې دوی هم په بشپړ ډول په مورنۍ ژبې د زده کړې حق له لاسه ورکړی دی.

په تیرو څو ورځو کې په کورمه کې د ژورې شخړې د اور لمبې یو ځل بیا په اوچتیدو دي. د فرورۍ په ۱۷ په کوزه کورمه کې له مندوري کلي سره د ۷۰ ټرکونو پر قطار، چې پاړه چینار او بره کورمې ته یې خوراکتوکي، دارو او نور ضروري سامان رساوه، په منځ او شا ته برخه ۷ ځایه سني وسلوالو برید وکړ.
په دې بریدونو کې د ټرکونو څلور ډرایوران ژوبل شول چې پکې یو وروسته مړ شو.
بریدګرو او د هغوی پلویانو له ځینې ټرکونو د خوراک شیان او دارو هم چور کړل.
د ټل او پاړه چینار سړک له تیرو څلورو میاشتو سني افراطی ټوپکمارو د پاړه چینار او بره کورمې د اهل تشیع د تګ راتګ لپاره بند کړی او بره کورمې ته یې د اړتیا وړ سامان په وړلو هم بندیز لګولی دی.
د پښتونخوا صوبايي او د پاکستان مرکزي حکومت ډیرې غونډې، جرګې او مشاورتونه وکړل او بیا یې د پولیسو او د سرکاري ملیشو په بدرګه د خوراکي موادو او درملو د لیږدولو سلسله پیل کړه. خو دې تازه بریدونو دا حقیقت را برسیره کړ چې د ټل پاره چینار سړک په شاوخوا کې وسله والې ډلې په پوره قوت سره موجودې دي او هغوی هیڅوک د پاړه چینار محاصرې ختمولو ته نه پریږدي او پاکستاني جرنیلان هم د دوی په ځپلو کې جدي نه دي.
که په دې خبره کې څه شک پاتې وو نو هغه داسې لرې شو چې د خوراکتوکو وړونکو ټرکونو باندې له برید نه په بله ورځ په هم دغه سړک باندې د کورمې د ملیشې کوماندان (د پاکستان یو کرنیل یعنې ډګرمن ) او د هغه په ساتونکو هم د ټوپکوالو برید وشو چې پکې د ملیشې د کوماندان څلور ساتونکي ووژل شول او یو شمیر نور یې ټپیان شول.
د دې نه پس د پاکستان پوځ په کوزه کورمه کې د یوې میاشتې پس یو ځل بیا په اصطلاح د پوځي عملیاتو تصمیم ونیو او د کوزې کورمې د اوچت، ډاډ کمر، مندوري او بګن په ګډون یې د څلورو کلیو وګړو ته اخطار ورکړ چې کورونه خالي کړي او د خپلو کلیو نه دې کډه وکړي تر څو پوځ د شر خوښو په ضد په دغه سیمه کې عملیات پیل کړي.
د کورمې شخړه په حقیقت کې په ټوله معنا هغه ژوره او کړکیچنه شخړه ترسیموي، چې پکې د پاکستان جرنیلانو په تیرو ۴۵ کلونو کې پښتونخوا د خشونت نه ډک بې لارېتوب او د زبر ځواکونو په نیابتی جګړو کې د پښتون/افغان د وینې په قیمت د پیسې ګټلو د کاروبار د لاسه ښکیله کړې ده.
د کورمې د شخړې په تحلیل کې ډیر خلک دا اشتباه کوي چې هغوی د دغې ژورې او پیچیده شخړې تحلیل او څیړنه تش د یوه بعد او یا د دوو ابعادو په اساس کوي، په داسې حال کې چې دغه شخړه داسې ګڼ ابعاد لري، چې د شخړې د پیچلتیا، ژورتیا او د خشونت د ادامې سبب ګرځیدلي دي او حل لاره یې د دغو ټولو ابعادو په نظر کې نیولو نه پرته موندل کیدای نه شي.
د مثال په توګه د کورمې زرخیزه، شنه او اباده ځمکه د پخوا نه ډیره قیمتي وه، خو د نفوسو د شمیر په زیاتیدلو، په سیمه کې د ښارونو د پراخیدلو او د خلیج او د نورې نړۍ په هیوادونو کې کارکوونکو له خوا د رالیږل شوو پیسو په وجه په کورمه کې د ځمکې ارزښت لا زیات شوی.
دا چې د مرکزي کورمې په کومو سیمو کې اهل تسنن او اهل تشیع یو ځاې اوسیږي، چې هر کله د ځمکې په ملکیت تنازعه پیدا کیږی نو سملاسي فرقه وارانه رنګ نیسي، چون دولتي نظام په سیمه کې ضعیف او بې غوره دی، نو په تنازعه کې ښکیلې کورنۍ مذهبي فرقو ته مراجعه کوي، ځکه چې دغه مذهبي فرقې خپل خپل سیاسي او وسله وال تشکیلات لري.
بل عامل یې قبایلي دی، توري، بنګښ او څمکني قبیلې د مذهبي فرقو نه زیات قدامت لري، ډیر په خوا زمانه کې د قبیلو تړون، انسجام اوتشکیلاتود مذهبی فرقو نه زیات قوت درلود، خو په افغانستان کې د جهاد په نوم جنګ کې د زبر ځواکونو د پانګونې او ایران کې د امام خمیني په مشرۍ انقلاب نه وروسته په کورمه کې فرقه يي انسجام غلبه ومونده، ځکه چې په سنیانو کې ډیرې ډلې د ډیورانډ کرښې دواړو خواو ته د مجاهدینو په نوم او د شریعت د نفاذ د دعوې سره په جنګ کې بوختې شوې، چون قبایلي سیمه په افغانستان کې د جنګ لپاره د خیز په تختې بدله شوه نو په ننګرهار او پکتیا کې جنګ لپاره ځینو ډلو په کورمه تګ راتګ پیل کړ.
د ایران د انقلاب نه وروسته د اهل تشیع ډیرو مشرانو هم د تحریک نفاذ فقه جعفریه په نوم نهضت تاسیس کړل او په کال ۱۹۸۸ کې د ټول پاکستان د اهل تشیع د ستر مشر عارف حسین الحسیني، چې پخپله هم د کورې مې و، د وژل کیدو نه وروسته د سني شیعه تر مینځه انقطاب زیات شو.
د بهر ملکونو جاسوسي ادارو هم په دې شخړه کې لاس وواه، نورو هیوادونو نه ایډیالوجۍ، پیسې او جدیدې او خطرناکې وسلې راغلې، نړیوالو ترورستي سازمانونو په سیمه کې نفوذ ترلاسه کړل.
په ۱۹۹۶ کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره د کورمې په اهل تشیع کې تشویش وزیږید، په ۲۰۰۷ کې د ټي ټي پي د جوړیدو نه وروسته دغه تشویش نور هم ژور شو، ځکه چې اهل تشیع د یوه لږکي په توګه ځان ته د دواړو خواو نه د محاصره کیدو خطر احساس کړ، په نږدې کلونو کې د پښتنو د قباییلي سیمې افراطي عناصرو په سوریه کې کیدونکي جنګ کې هم برخه واخسته او د هغه جنګ تاوتریخوالی جنګیالو لخ ځانه سره دې سیمې ته راوړ.
د پاکستان پوځ او استخباراتي موسسو ځکه د دغو افراطي او ترورستي سازمانونو په ضد قاطع ګام پورته نه کړل چې هغوی د طالبانو او یو شمیر نورو سازمانونو نه په افغانستان کې د بې ثباتۍ او هرج مرج پیدا کولو او پښتونخوا کې د ملتپالو عناصرو د تضعیف لپاره کارول او دغه پالیسي د ابر قدرتونو د یوه اوبل په ضد د غیر مستقیمې جګړې برخه هم وه.
دغه لوبې تر اوسه روانې دي، د ترهګرۍ خلاف د پاکستان د واکمنانو لافې شافې داسې دي لکه څوک د اوبو نه ډک دیګ لاندې تیز اور بل ساتي او د پاسه نه پرې فزیکي فشار اچوي او چیغې هم وهي چې اوبه خوټکیدو ته نه پریږدم، دوی ځکه هم دا کار کوي چې وینه خو د پښتون توییږي، دوی یې غم نه کوي.

سیاسي بدلونونه ترهغو په ټولنیزو تلپاتې بدلونونو اوښتلای نهشي، چې په یوه فرهنګي بهیر کې د ټولنې قاعده روښانه شوې نهوي.
سیاسي بدلونونه ترهغو په ټولنیزو تلپاتې بدلونونو اوښتلای نهشي، چې په یوه فرهنګي بهیر کې د ټولنې قاعده روښانه شوې نهوي. د خلکو له پوهېدو څخه هم ښکېلاک ویریږي، هم د ښکېلاک په مرسته جوړې شوې واکمنۍ، هم په هغوی پورې تړل شوي ارتجاعي ځواکونه او هم ټول شاتګپالي.
دا د تاریخ یوه داسې زبات شوې منطقي پایله ده، چې نورو ملتونو پېړۍ پېړۍ پخوا ازموېیلې او پاتې هوښیارو ملتونو ورڅخه پند اخیستی دی.
د رومانتیسیسم نوموتی فرانسوي لیکوال ویکتورهوګو ( ۱۸۰۲ – ۱۸۸۵) په خپل شهکار اثر « د پاریس نوتردامNotre- Dame De Paris» کې، چې د «نوتردام شاکړوپیThe Hunchback of Notre- Dame) په نامه فلم هم پرې جوړ شوی، یوځای دغه علمي – ټولنپوهنیزه پایله ډېره ښه تمثیل کړې ده.
په فلم کې د فرانسې د پینځلسمې پېړۍ پاچا یوولسم لويي له خپل یوه هوښیار او پوه وزیر سره نوتردام کلیسا ته ورځي، چې د دغې مشهورې و ځواکمنې کلیسا د کشیشانو له مشر کلودفرولو۱ سره وګوري او همدلته د روښانتیايي تاریخ یو خورا مهم مجلس کیږي، د کشیشانو مشر پاچا او د هغه دانشمند وزیر د کلیسا یوې څنډې ته بیایي او هلته د جرمني ګوتنبرګ له خوا جوړ شوی د چاپ ماشین ورښيي، چې د ده له نظره یو لوی ګواښ دی:
پاچا: څه؟ لوی ګواښ، مګر دا خو یو ماشین دی.
کشیش: دا ماشین دې دوزخ ته ولاړ شي، دا یو داسې ماشین دی، چې کولای شي، پاچاهي ړنګه کړي، ستا پاچاهي!
[ غواړي پاچا ته یې په عمل کې وښيي، خو له ماشين څخه د ډېرې کرکې له زوره هغه په خپل لستوڼي نیسي او تاووي یې... یوه چاپي ورقه ترې راباسي]
پاچا: دا څه ده؟
کشیش: دا د هغه کتاب لومړۍ پاڼه ده، چې د انسانانو د خپلواکۍ په اړه خبرې کوي...
پاچا [ په وېره]: چا لیکلی؟
کشیش: مهمه نه ده، چې چا لیکلی، مهمه دا ده چې چاپیږي او که چاپ پیل شو، هرسړی لیکوال کېدلای شي، هرڅوک هرڅه لیکلای شي، هرڅوک به خپل نظر و فکر بیانولای شي او هرڅوک به له حقایقو خبریږي... او دا یو لوی خطر دی زما پاچا!
وزیر: خلک نه، خپل دښمنان یاد کړه، دا د چاپ ماشین دی، نه یوه سیاسي وسله، دا د پوهې د خپرېدو وسیله ده...
کشیش: غلط!!! غلط!!! ته غلط یې ښاغلیه !
زه له پوهې سره مینه لرم، زما ربړه و غوښتنه پوهه ده، د کلیسا اصلي موخه و دلیل پوهه ده، خو پوهه د چا لپاره؟
دا باید زما واک وي، دا واک باید له کلیسا سره وي، چې څوک دې وپوهیږي یا ونه پوهیږي؟ نه له هرچا سره، نه له ټولو خلکو سره...
[ دا مهال کشیش پاچا و وزیر د کلیسا د کتابتون خواته بیايي]
کشیش: کتابونه دلته دي، دلته هغه کتابونه هم شته، چې د الکساندریې له سوزول شوي کتابتون څخه ژغورل شوي وو، کتابونه همدا دي، چې انسانانو په لاس لیکلي او له موږ سره خوندي دي، ټولو ته یې لوستل ممکن نه دي، لاتراوسه د پوهې د خوندي کولو بله وسیله نهشته او د پوهې واک له موږ سره دی، کتابونه انسانان لیکي، د انسانانو لاسونه یې لیکي، نهښايي دا واک ماشین ته ورکړل شي...
وزیر: خو چاپخونه (چاپ ماشین) دا چاره اسانوي، چې په کتابونو کې لیکل شوې پوهه ژر خپره شي او ټول خلک ترې ګټه پورته کړي، دا اسانه کیږي...
کشیش [ په مسخرو]: اسانه ! اسانه![ او بیا پاچا ته مخ اړوي] اعلیحضرته! همدا د پوهې اسانه خپرېدا لوی غم دی، که پوهه کور تر کوره خپره شوه او هرسړی پوه شو، نو مصیبت او آفت به پیل شي، هرسړی به کتاب ولري او هرسړی به « د کتاب خاوند» شي، لکه زه! زما او د عامو خلکو توپیر به نو څه وي؟ کتابونه به ټوله نړۍ ونیسي...
پاچا: بیا به پوهه خپره شي او خلک به ټول له خپلې ماضي څخه خبرشي، په حقایقو به وپوهیږي، حقیقت به ټولو ته روښانه شي، ټول به موږ وپېژني او پوه به شي، چې زموږ ځواک د دوی په ناپوهۍ کې دی.
نه! زه د داسې کېدو اجازه چاته نه ورکم، زه به مطبعه ودروم او هره هڅه به وکړم، چې هيڅه چاپ نهشي...
کشیش: نو لکه خپل پلار غوندې د هرڅه واک ماته راکړه، که مو د مطبعې او د خلکو د پوهېدا مخه ونیوله، پاچاهي به مو ژغورلې وي.
وزیر: زه به دا خبره غلطه ثابته کړم، زه به دا هېواد شپاړسمې پېړۍ ته وردننه کړم او مختګ به یې تضمین کړم.
کشیش [ په غوسه]: خو زه به فرانسه وژغورم، له مطبعې څخه به یې وساتم، هماغسې لکه له سوسیالیزم او جیپسیانو (رومي کوچیان) څخه مې چې وژغوره، دواړه مې تکفیر کړل...
وزیر: ته نو غواړې، چې فرانسه په ټپه ودروې؟
کشیش: بالکل! همداسې کوم.

د دغې صحنې د متن له خپرېدا شاوخوا دوه سوه کاله وروسته نن په یویشتمه پېړۍ کې یوه مستبده واکمني په افغانستان کې د خلکو د ناپوهۍ او تیاره ساتلو په هڅه کې ده، ځکه د خلکو له پوهېدو څخه ویریږي. د ښځو له زدکړو څخه یې زړه ترک چوي. دا واکمني له اټومي بمونو نهډاریږي، خو له لوستو ښځو او پوهو نارینهوو څخه یې غوني زیږيږي. کټ مټ د شپږ سوه کاله پخوا د کلیسا کشیش غوندې د خپل واک و ځواک زوال د خلکو په پوهېدو کې ویني او له تکفیر، وژنې، شکنجې، ویرونې او ترهې اچولو څخه کار اخلي. کشیش کلود فرولو غواړي د داستان ښکلې اتله پېغله (اسمر الدا) اور ته واچوي، ژوندۍ ژوندۍ یې وسیزي، پلمه یې هم دا ده، چې د هغې په وجود کې شیطان ننوتی دی. کشیش له ښځو سره دوښمني لري، له کتاب او پوهې سره یې بدي ده، کټ مټ د نننیو مستبدو واکمنو په شان چې د ښځو له زدکړو ویریږي، له پوهنتون څخه کرکه لري، د کتاب او پوهې عامېدل یې نه خوښیږي، دا ناروا ګڼي، چې هرڅوک کتابونه ولولي، کتابونه خپاره شي، هرڅوک خپل نظر ولري، د ازادې وینا حق ولري، د نن زمانې له رسنیو ویریږي، تلویزیونونه، راډیوګانې او ورځپانې تړي، خلک د خپلو نظریاتو په څرګندولو زندان ته اچوي او ښځې د وینا و حقغوښتنې لپاره شکنجه کوي.
خو هغه څه چې څرګنده ده، د بدلون حتمي پېښېدل دي، کشیش کلود فرولو او یوولسم لويي ونه کړای شول، چې د خلکو د پوهېدو مخه ونیسي، هماغه د کلیسا ماشین وخوځېد ( وخوځول شو) او د خلکو د راویښېدو او پوهېدو پاڼې یې چاپ کړې او سراسري پاڅون ته یې لاره هواره کړه. هغه مهال د هنر، ادبیاتو، انځورګرۍ، موسیقۍ، مجسمه جوړونې، معمارۍ او ټولو فرهنګي څانګو موضوع له کلیسا، کشیشانو او مسیح څخه انسان ته راواوښته، انسان د هرڅه په محور کې راغی، د انسان ګېډه، د انسان هوسایینه، د انسان مینه، د انسان ښه ژوند. هنر و ادبیاتو همدې ته مخه کړه او انسان یې د مسیح ځایناستی کړ. هغه مهال کلیسا و کشیش د خلکو په تیاره ساتلو کې ناکام شول، نو د یویشتمې پېړۍ په دې زمانه کې چې د هرچا په جیب کې په هرڅه د ځان پوهولو او ځان خبرولو کوشنی ماشین پروت دی، دا ناممکنه ده، چې خلک په تیاره کې وساتل شي. خلک به خامخا خبریږي، چې هغه څه چې مستبد واکمن یې وايي د خدای وینا نه ده، خلک به خامخا په دې پوهیږي، چې دوی ټول عمر دروغ ورته ویلي، نه ځمکه د غويي پر ښکر سپره ده، نه د سپي و مېږې له یوځای کېدو څخه بچی زیږي او نه هم د ښځې له ښځې سره د یوځای کېدو له کبله بې هډوکو ماشوم زېږېدلای شي.
ټول خلک به د همداسې بیولوژیکي حقیقتونو په شان بالاخره په دې هم پوهیږي، چې واک جوړول، واکمني ټاکل، قانون جوړول اوخپلې وګړنۍ خپلواکۍ ته قانوني حدود ټاکل د دوی واک و صلاحیت دی، نه د شیخانو. مهمه دا ده، چې د ټولنې قاعده روښانه شي او په دې وپوهیږي، چې شیخان د خپلې واکمنۍ لپاره دروغ وايي، په دین پسې دروغ وايي او خلک ویروي، تکفیروي یې، وژني یې خو خپل واک ساتي. که له روښانفکرو ورهاخوا عامه ټولنه په دې حقایقو وپوهېده او روښانه شوه، هله به هر ډول مثبت بدلون په ځان پسې بل او بل بدلون راولي او خلک به موډېرن بشري ژوند ته ځان رسوي. داسې یوه ټولنه به جوړوي، چې هم د خلکو روحاني او حیقیقي دیني وجایب پرځای شي او هم یې دونیا ښکلې، هوسا او سوله ییزه وي.
د ویښتیا و روښانتیا په پایله کې داسې بدلون راتلل حتمي دی، چې خلک یې رهبري کړي، ویې ساتي او تر اوږدې راتلونکې پورې ورڅخه ګټه پورته کړي. دا به داسې بدلون وي، چې شاتګ به نهپېژني، ځکه د څرخولو واک و ځواک به یې له عامو خلکو سره وي. له انسانانو سره، له هرچا سره، نه یوازې له مستبدو شیخانو سره.
۱. په داستان کې کلود فرولو منفي کرکټر دی، دی د شر او بدۍ نښه و سېمبول دی. ظالم و بېرحمه، دسیسه جوړوونکی او دروغجن دی. کلیسا و دین یې په لاس کې دي او پر پاچا او ټوله فرانسه راج چلوي. دی د پاچا هوښیار وزیر وژني او د وژنې تور یې په اسمرالدا ( یوه ښکلې کوچۍ پېغله) اچوي، چې دی پرې میین دی، خو نجلۍ ورڅخه کرکه لري. د رومان غمیزه همدا ده، چې ښکلې پېغله د دغو تور له کبله اعدامیږي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د نوموتې امریکايي مجلې ټایم Time پر پوښ د ایلان ماسک یو عکس خپور شوی، چې پکې دغه امریکايي میلیاردر او د ګڼو تکنولوژیکي – فضايي شرکتونو څښتن و نوښتګر د امریکا د ولسمشرۍ د میز ترشا نېغ ناست دی او د میز پر سر یوازې د کافي یوه پیاله د ده تر مخ ایښې ده.
ماسک د تر ټولو ډېرې کارېدونکې (X) یا پخواني تویتر مالک هم دی او د تېسلا بريښنايي موټرو د کمپنۍ خاوند هم. په سیاست کې د جنجالي هېوادمشر ډونالډ ټرمپ ټینګ پلوي و او اوس د هغه په کابینه کې د دولت د اغېزناکتیا د چارو وزیر دی.
د ماسک لویه موخه و هیله دا ده، چې نورو ستورو ته د انسانانو د کډوالۍ او ګرځندوی ساینسي تخیل شونی کړي. بېرته راګرځم د ټایم مجلې سېمبولیک عکس ته او د «ایلانماسکوالې» اصطلاح ته. دنیا یوې نوې زمانې ته ورننوځي، داسې یوې زمانې ته چې د دغه امریکايي میلیاردر له نامه سره سېمبولیک تړاو لري او تر پخوانیو دود اخلاقو، ارزښتونو او باورونو ډېر توپیر لري.
د ټایم مجلې عکس ښيي، چې اصلي واک د چا په لاس کې دی؟ ماسک خپل کوچنی زوی (X) د امریکاولسمشرۍ ماڼۍ ته بیولی او خلک په خندا وايي: ماسک د امریکا د ولسمشرۍ بیضوي دفتر د ماشومانو د لوبو په وړکتون بدل کړی، کوچنی ایکس کله ټرمپ ته وايي: « ته نور هېوادمشر نه یې او له دې ځایه ولاړ شه!» کله د هندوستان له لومړي وزیر سره لوبیږي او کله هم په مطبوعاتي کنفرانس کې د خبریالانو کمرو ته خوله ویته ویته کوي...
دود ( معمول) تشریفات او د هېوادمشرۍد ماڼۍ حیثیتي درنښت نور بې مانا کړای شوی او هیڅه پرخپل ځای نه دي.
په پانګواله دنیا کې له پخوا څخه ریښتیا دا وه، چې په سیاست او د ټولنیز ژوند په هره چاره کې وروستۍ خبره پیسو او پانګې کوله. د ایلانماسکوالې په زمانه کې به لومړۍ او روستۍ خبره داسې یوه ټولګه کوي، چې تکنولوژي، رسنۍ، پیسې، نړیوال امنیت او فضا یې ټول هممهال او یوځايي په ګورت کې وي. په دې زمانه کې ایلان ماسک یو بنیادم نه، بلکې د نوې پانګوالۍ نوی دود او نوی فرهنګ دی، نوي اخلاق دي، نوي تشریفات دي او نوي سیاسي ادبیات دي، چې ښايي د نولسمې و شلمې میلادي پېړیو په اوږدو کې د فرانسوي بنسټ خاوندو دیپلوماتیکو تشریفاتو، اخلاقو او ارزښتونو څخه وتل او دغو ادابو ته یې سپکاوی وګڼو او د کوچني ایکس په شان د لوبو زاړه توکي راته ښکاره شي.
ایلانماسکواله تفکر کوم ټولنپوهنیز، سیاسي یا فیلوسوفیک مکتب نه دی، چې وار له مخه یې فکري بنسټونه تعریف شوي وي، بلکې د پانګې و تکنولوژي روبوټیک غبرګونونه دي، چې د لوګاریتمونو په مرسته ناڅاپي څرګندیږي او مخاطبانو ته د وړاندوینې وړ هم نه وي. کټ مټ هغسې چې د میونیخ په غونډه کې د امریکا مرستیال هېوادمشر جي. ډي وانس خبرې اروپايي مشرانو ته د وړاندوینې وړ نه وې. بیا یې تکراروم، چې ایلانماسکواله یوازې د یوه شخص (ایلان ماسک) د کړو وړو او فکر تفسیر نه دی، بلکې د نوې زمانې حاکم سیاسي مرموز، مبهم او پېچلی وضیعت دی، چې روبوټیک عمل کوي، که څه هم لاتراوسه یې مدیریت د انسانانو په لاس کې دی. دغه نوی سیستم پینځه زاړه نړیوال برلاسي بنسټونه ننګولي او تقریباً له مانا تش کړي دي: نړیوال اقتصاد و پانګواله سیالي، نړیوال سیاست، نړیوال امنیت ،نړیوال سازمانونه او رسنۍ.
۱ـ نړیوال اقتصاد و پانګواله سیالي
ایلانماسکواله د فضايي اقتصاد د انحصار په هڅه کې ده. یو مهال د ستورو د جګړې تخیل د داسې حالت وړاندوینه کړې وه. هغسې چې څوپېړۍ پخواپه سمندري لارو د تګ راتګ په بهیر کې د بخار ماشین له جوړېدو سره لویې بېړۍ جوړې شوې او اروپایانو یې په مرستهد نیول شویو ځمکو د خامو موادو او بشري ظرفیت ځبېښاک پیل کړ، د امریکا د نوې لویې وچې ښکېلاک بشپړ شواو بله خوا یې د اسیا و افریقا په لاندې کولو کې سیالي پیل کړه او په دنیا راوڅرخېدل، ورسره د ساینسي پوهنو یو نوی انقلاب راپیل شو.
هماغسې اوس ایلانماسکواله غواړي هماغه کار د ځمکې له خاورینې سیارې څخه بهر وکړي، د ستورو او فضا د ښکېلاک زمانه پیلیږي. ځمکنیو تولیداتو ته چین، هندوستان او نور صنعتي هېوادونه شته، خو باید د تکنولوژي په مرسته کنترول شي. په ایلانماسکواله کې برېښنا او د برېښنا په مټ د لاسجوړې هوښیارۍAI ،IT او روبوټیکي مدیریت په سر سیالي ده، چې امریکا یې انحصار غواړي. په نوې اقتصادي زمانه کې د انرژیتکي زېرمو په سر زاړه رقابتونه پای ته رسېدوني دي، ځکه برېښنا د هرې بلې انرژۍ ځای نیسي.
د چین د اقتصادي ځبېښاک نړیوال کېدل ګواښناک دي، ځکه یې امریکا باید مخه ونیسي، امریکا به د نوې تکنولوژۍ په مرسته لا هم د خامو موادو، ځمکو او نورو سرچینو راخپلول زیاتوي، خو سیاسي او امنیتي بڼې یې بدلیږي.
۲- نړیوال سیاست
په یوه بله بڼه د ملتپالنې نوې زمانه رارسېدلې ده، ټرمپ وايي: « موږ بېرته ځواکمنه امریکا جوړوو!» دا په دې مانا چې ځواکمنه نړۍ جوړېدلای نهشي او نه یې جوړول زموږ مسئولیت دی، موږ د ځواکمنه امریکا د جوړېدو مسئول یو. د ولسواکۍ د صادرولو سیاست مړ شوی دی. امریکا نور نو هیچېرته د ولسواکۍ، ملت جوړونې او دولت جوړونې په نامه نه ورځي. دا څیزونه وخت نیسي او بېځایه لګښتونه غواړي، امریکا او نور پانګوال هېوادونه به نورو هېوادونو ته مخامخ په هغه څه پسې ځي، چې پهکار یې دي. د اوکراین جګړه به ختمه شي، خو د اوکراین کانونه او سرچینې به ځبېښل کیږي، په افغانستان کې دې ولسواکي او جمهوریت نه وي، د دوی په پخوانۍ ژبه «ترهګر» دې پکې واکمن وي او ښځې دې انسانانې نه ګڼل کیږي، خو بګرام به د امریکا په کار وي، کانونه به یې وړل کیږي. د پاناما کانال د امریکا په کار دی او باید ویې نیسي، دا مهمه نه ده، چې د پاناما هېواد څه ډول حکومت لري؟ نور نو امریکایان ویتنام ته د دموکراسۍ ټينګولو په نوم له کمونیستي ویتنام سره جګړه نه کوي، مخامخ ورځي او ورته وايي، چې دا او هغه مې په کار دی، ځکه امریکا باید پیاوړي شي. له خپل لویدیځ ملګري اوشریک ډنمارک څخه ګرینلنډ غواړي او وايي: دا راکړه، ځکه د پياوړې امریکا لپاره مې په کار دی، ته یې څه کوې؟
له جغرافیايي پلوه ترځان غټ هېواد کانادا ته وايي، چې ته باید زما ۵۱ م ایالت شې، ځکه دا کار د ځواکمنه امریکا لپاره ښه دی. امریکا د نړیوالې دبدبې او پیاوړتیا لپاره غزې ته اړتیا لري، چې پکې ساحلي تفریحځای جوړ کړي، فلسطینیان دې بل ځای ولاړ شي، پروا نه کوي. د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت نوره مانا نه لري، د ایلانماسکوالې لپاره مهمه دا ده، چې امریکا ځواکمنه شي. ټول هغه نړیوال موازین چې ملګرو ملتونو په رسمیت پېژندلي نور نو بې مانا کیږي، لکه د هېوادمشرۍ د بیضوي دفتر تشریفات چې د تکنولوژیک خدایګوټي د زوی په مسخرو کې له منځه تللي. دود (معمول) اخلاق، بشردوستي او متقابل درناوی خو وارله مخه له سیاسي فرهنګ څخه ایستل شوي دي. امریکا خپلې جنوبي پولې د کډوالو په مخ تړي، ناقانونه کډوال پاناما و ګوانتانامو ته په جبر لیږي او اروپایان باید د خپل ځان د پیاوړتیا لپاره نور د امریکا ملګرتیا ته ونه ګوري، ځان په ځان سودا ده. هر ملت باید پخپله ځان پیاوړی کړي. په ګڼو هېوادونو کې ځانساتي (محافظه کار) ښي اړخي پیاوړي کیږي، اروپا د کډوالو له لانجې سره باید غوڅ چلند وکړي، ځکه کډوال خلک وژني و ترهګریزې حملې کوي، نړیواله بشرپالنه څه مانا؟ هر ملت باید خپل ملي حریم وساتي او دا په یوه بله بڼه د ملتپالنې یوه نوي دوران ته لاره هواروي.

۳- نړیوال امنیت
د نړیوال امنیت مفهوم په ډراماتیکه بڼه بدل شوی دی.د میونیخ په کنفرانس کې د جي. ډي وانس خبرې اروپایانو ته ټکان ورکوونکې وې. نن و سبا لویه پوښتنه دا ده، چې ټرمپ به له اوکراین سره څه کوي؟ اروپایانو د اوکراین په جګړه کې ډېر څه وبایلل، پیسې، وسلې او د ناټو اعتبار. اوکراین ویجاړ شو، لکونه انسانان ووژل شول، اروپا له اقتصادي پلوه له پښو وغورځېده او اوس ګونګوسې دي، چې ټرمپ به په یوازې سر له پوتین سره په کوم عربي هېواد کې پر سوله پایلې ته ورسیږي، هماغسې چې یې د افغانستان جګړه په دوحه کې پای ته ورسوله، نه د افغانستان خلک خبر وو او نه یې انتخابي ولسواک حاکمیت، بېړه وه او افغانستان یې د دوی په پخوانۍ ژبه «ترهګرو» ته وروسپاره. په سوریه کې هم کیسه رالنډه شوه. روسانو لکۍ ورټوله کړه او بشارالاسد راوپرځېد، دا مهمه نه وه، چې لکونه سوریایان ولې ووژل شول؟
په ایلانماسکواله کې ناټو بې مانا شوې ده. نور نو نړیوال ګواښ هغسې نه دی، چې د ناټو په شان زوړ ماشین دې يې مخه ونیولای شي. ناټو په افغانستان کې ماته شوه او په اوکراین کې یې سر وخوړ. ایا یوه پوځي سازمان ته باید په میلیارډونو ډالر د دې لپاره ورکړل شي، چې خپلې پرلپسې ماتې تحلیل کړي؟ ولې؟
په ایلانماسکواله کې نړیوال امنیت نوی تعریف لري، په دې تعریف کې ناټو یوه تاریخي و زړه پدیده ښکاري. ایلانماسکواله په یوه ورځ د زرګونو پیجرونو په منفجرولو سره د حزب الله د له منځه وړلو تیوري ده. په ایلانماسکواله کې یو لوری کولای شي خپل دوښمن د یوه هېواد د پلازمینې په تر ټولو خوندي و امنیتي مېلمستون کې داسې ووژني، چې د هغه د خوب کټ هم مات نه شي.په ایلانماسکواله کې د خپل دوښمن هېواد جمهوررئیس په خپل هلیکوپتر کې هم وژلی شې، پرته له دې، چې هغوی پرې پوه شي، چې چا او څرنګه وویشت؟
ایلانماسکواله د روبوټونو جګړه کوي، د تکنولوژۍ په مرسته ستا د جېب تیلیفون په ځانمرګي بریدګر بدلوي، په داسې زمانه کې د ناټو ټانکونو او توپونو ته اړتیا څه ده؟
ټرمپ اعلان وکړ، چې اوکراین نور د ناټو د غړیتوب له سېکه وتلی، د دې خبرې تر شا دا هم سړی موندلی شي، چې نوره نو اړتیا نهشته چې اوکراین دې د ناټو غړی شي، بلکې ناټو په خپله څه مانا؟ اروپا دې د خپل امنیت غم پخپله وخوري. همدا نن په اروپا کې پر دې بحث دی، چې که ځان ته پاتې کیږو، نو باید څه وکړو؟ همدا نن د ویجاړ او مات اوکراین هېوادمشر زېلینسکي وویل: اروپا باید له امریکا پرته د بینالاروپايي امنیت ځواک جوړ کړي، چې د ناټو ځایناستی شي.
روسان ایلانماسکوالې ته هېښ دي. په دې پوهیږي، چې امریکا د ټرمپ په واکمنۍ کې د ځان د پیاوړتیا لپاره په هڅو کې نور نو د کنګلیزې ییږې پوزې ته خلی نه وروړي. اروپایان د روسیې اینرژیتیکو زېرمو ته اړ دي او ټول پوهیږي، چې د اوکراین جګړه نوره نو بې مانا ده.
د ایلانماسکوالې په زمانه کې نور نو د نړۍ په هرځای کې د پوځي هډو ساتلو ته اړتیا نه شته، په ځینو ځایونو کې به ارزانه اجیرې نیابتي ډلې د عقیدې و عقدې په زور جنګول کیږي او یوګورت ډالر به ورکول کیږي او پاتې نوره جګړه به روبوتونه کوي. تر دې روسته به جګړې و سوبې روباتیکې وي. ځینې هېوادونه له فضا څخه هم ویشتل کیدلای شي، د ځینو لښکرونو په جېبونو کې به یې تیلیفونونو منفجریږي،دا انفجار د حزب الله د پېجرونو په بڼه هم ممکنه ده او د اطلاعاتي بمونو په بڼه هم.
۴ـ نړیوال سازمانونه
ایلانماسکواله ځان په ځان سودا ده. نړیوال سازمانونه نور په درد نه خوري. امریکا د چاپېریال ساتنې، روغتیا او خوړو له سازمانونو وتلې ده. د امریکا نړیواله انکشافي اداره تقریباً وتړل شوه، چې ګڼو سازمانونو یې په مټ کار کاوه، په پوځي و امنیتي برخه کې مو مخکې د ناټو پوځي سازمان ته اشاره وکړه. جي ډي وانس د میونیخ په غونډه کې وویل: « موږ (امریکایانو) ستاسو د ګرېتا تونبرګ خبرې زغملی شوې، تاسو هم زموږ د ایلان ماسک خبرې وزغمئ» ګرېتا تونبرګ هغه سویډنۍ پېغلوټې ده، چې د چاپېریال ساتنې د ځوانانو نهضت یې رامنځته کړ او د ښوونځيو میلیونونه زده کوونکي یې راوویستل، چې د صنعتي هېوادونو مشران چاپېریال ته له پېښو ګواښونو خبر کړي او په دې اړه یې عمل ته وهڅوي. د مرستیال هېواد مشر وانس دا خبره د نړیوالو ژمنو په مخ یوه څپېړه ده.
ایلانماسکواله به د ګڼو نړیوالو ژمنو په مخ داسې څپېړې ورکړي.
تر ټولو معتبر نړیوال سازمان (ملګري ملتونه) عملاً د بېواکۍ او بېمانا توب تر ټولو بدې ورځې تېروي. ملګري ملتونه چې د بشري امنیت، بشري حقونو، بشري مرستو، بشري انکشاف، بشري فرهنګ او بشري عدالت د ساتنې و پالنې لپاره رامنځته شوی و، ځکه نور هغه سازمان نهدی، چې د ایلانماسکوالې په زمانه کې دا ټول خپل مفاهیم بایلي. د بشري امنیت، بشري حقونو[ په تېره بیا د ښځو د حقونو په برخه کې]، بشري مرستو، بشري انکشاف، بشري فرهنګ و عدالت په برخه کې د ملګرو ملتونو توان او ونډه په افغانستان کې لیدلای شئ! ملګري ملتونه یعنې څه؟
د ملګرو ملتونو د نړیوال عدالت تر ټولو معتبره څانګې هم په نوې زمانه کې خپل اعتبار بایللی. د نړیوالو جرمونو محکمې ICC د دې لپاره د دونالد ټرمپ له غوسې سره مخامخ او تحریم شوه، چې د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو د نیولو حکم یې کړی و. د امریکا هېوادمشر د دغې محکمې د لوی څارنوال کریم اسد احمدخان د نیولو امر ورکړ او په دې توګه یې وښووله چې نور نو د نړیوالو سازمانونه زمانه پای ته رسېدلې ده.

۵ ـ د نوې زمانې رسنۍ
د ایلانماسکوالې لوی ځواک د اطلاعاتو چټک و اسانه خپرېدل دي. د ټولې نړۍ مدیریت شوې انحصاري اطلاعاتي جرړې د دوی په لاس کې دي. د اخبار، راډیو او ان څه ناڅه د تلویزیون زمانه مخ په تېرېدو ده. پخپله ایلان ماسک اعلان وکړ، چې د امریکا غږ و ازادۍ راډیو باید وتړل شي، ځکه څوک یې نه اوري او د امریکا پیسې بېځایه پرې لګیږي. ماسک د (X) خاوند دی. فیسبوک، انستاګرام، تیلیګرام، واتسپ، ګوګل، Chat GPT، ټيک ټاک او په لسګونو نور اطلاعاتي- معلوماتي – اړیکتیايي او د عامله افکار و تغذیې، مدیریت او کنترول ټول کانالونه له دوی سره دي. د چین لږ و ډېرې سیالۍ ته يې اندېښنه ده، خو دوی په چټکۍ غواړي په دغه ځواک خپل انحصار پیاوړی کړي.
که له خپلې کورنۍ سره غږیږئ، که د هوا حالات معلوموئ، که د ترکاري د ګټوپه اړه معلومات غواړئ، که د چېرته تللو ادرس پوښتئ، که په موټر کې د مزله لار و لوری ټاکئ او که چا ته یو عادي پیام لېږئ نو باید له دې وسایلو کار واخلئ او د خپلو پیسو یوه برخه ایلانماسکوالې خزانې ته وسپارئ. ایلانماسکواله ستاسو هریوه په جېب کې ده. راځئ محاسبه یې کړئ: د خوب، کار، خوړو او کورنۍ ترڅنګ مو د ژوند هر ۲۴ ساعتونه څو سلنه وخت او د ګټې وټې څومره برخه پیسې درڅخه د ایلانماسکوال اطلاعاتي ځبېښاک دغه وسیله (هوښیار تیلیفون، کمپیوتر...) نیسي؟
وګورئ، چې تاسو څومره د خپل دغه زبیښاکي ملګري تابع یاست. تکنولوژي د انسان له کنتروله وتونکې ده، بلکې دا انسان دی، چې د تکنولوژي په لوبتوکي (بازیچه) بدلېدونکی دی.په خپلو کورونو کې راروان نسل ته ځير شئ، هغه وخت و پیسې چې په تکنولوژي لګول کیږي، تر تاسو یې ستاسو بچي او ښایي تر دوی یې د دوی بچي ډېر ولګوي. که دا کیسه همداسې روانه وي، درې راتلونکې نسلونه څنګه ګورئ؟
لنډه پایله
تکنولوژي و پوهه هرڅه رانغاړي. په نوې زمانه کې – چې ځان په ځان سودا ده -هرڅه په دې پورې اړه لري، چې د خپل دښمن مخه څنګه او څومره په هغه وسله ونیسئ، چې هغه درپسې رااخیستې ده، یعنې پوهه و تکنولوژي.
له دې اړخه موږ چېرته یو؟
څه کوو؟
ا و څه به شو؟
دې پوښتنو ته په خپل ذهن کې د ځواب پلټنه وکړئ.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د فبرورۍ میاشتې پر ۱۲مه نیټه د پښتونخوا د ایالتي حکومت له خوا افغانستان کې طالبانو سره د خبرو اترو یو پلان په رسنیوکې خپور شو چې په هغه کې د مذاکراتو اهداف، افغانستان ته په دوو مرحلو کې د سیاسیونو، دیني علماوو او د قبایلي مشرانو د جرګو لېږل او هلته د مذاکراتو طرزالعمل بیان شوی.
په دې کې د دواړو مرحلو موخې او د هغو د ترلاسه کولو طریقې هم په ګوته شوې دي.
په دغو موخو کې په عمومي توګه له افغانستان نه په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي او د اقتصادي مناسباتو د پراختیا ذکر شوی دی. د دغه سند په اخره کې د پښتونخوا حکومت دا منلې چې دوی به دغه ټولې خبرې اترې د پاکستان مرکزي حکومت د بهرنیو او امنیتي چارو د پالیسیو او پرنسیپونو په حدونو کې د ننه کوي او له مقابل لوري سره به هیڅ داسې ژمنه نه کوي چې د مرکزي حکومت د پالیسیو له چوکاټ نه بهر وي.
د تېر کال فبرورۍ میاشتې پر اتمه چې د پاکستان په ټولټاکنو کې د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف ( پي ټي آی) په پښتونخوا ایالت کې ټاکنې وګټلې او ایالتي حکومت یې تشکیل کړ، د دغه حکومت سروزیر علي امین ګنډاپور دا دریځ غوره کړی چې د هغه په مشرۍ ایالتي حکومت باید د دې خبرې اجازه ولري چې له ټي ټي پي او افغان طالبانو سره د روغې جوړې په تړاو خبرې وکړي.
پاکستاني طالبان او تحریک انصاف
باید دا خبره هم هیره نه کړو چې عمران خان تل له طالبانو سره نږدې مناسبات لرلي دي.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې د پاکستان حکومت له ټي ټي پي وغوښتل چې له حکومت سره د خبرو اترو لپاره دې خپل استازي وټاکي نو ټي ټي پي د عمران خان نوم د خپلو استازو په نوملړ کې اچولی و. دغه رازد ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې چې طالبانو کابل ونیوه نو عمران خان (چې هغه وخت د پاکستان لومړی وزیر و) د دې پیښې هرکلی په دې ټکو وکړ چې افغانانو د غلامۍ ځنځیرونه وشلول، ځکه خو عمران خان ته په پاکستان کې ځینې خلک «طالبان خان» هم وايي.
د دغه شالید په رڼا کې له طالبانو سره د عمران خان د پښتونخوا ګوند د خبرو اترو دریځ نوی او یا حیرانوونکی نه دی، خو تر اوسه پورې د پاکستان مرکزي حکومت تل دا خبره کوله چې له افغانستان سره د خبرو اترو کولو یا نه کولو په تړاو تصمیم نیول د هېواد د بهرنیوچارو برخه ده نو ځکه د پښتونخوا ایالتي حکومت دا حق نه لري چې په خپل مخ له افغان طالبانو سره مذاکرات وکړي؛ نو اوس ولې او څنګه د پښتونخوا ایالت په رسمي توګه دغه اجازت تر لاسه کړ او مرکزي حکومت دې خبرې ته غاړه کیښوده چې د پښتونخوا حکومت دې له ټي ټي پي او افغان طالبانو سره خبرې اترې پیل کړي؟
په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ ولسمشر کېدو د پاکستاني جنرالانو او طالبانو د مشرتابه په زړونو کې دا ویره ټوکولې ده ، چې که ټرمپ د روسیې او چین په مقابل کې په جنوبي او مرکزي اسیا کې د بې ثباتۍ رامنځته کولو په موخه فعالو پروژو کې د پانګونې پالیسي کې دلچسپی ونه لري نو د دوی روزګار به پای ته ورسي ځکه د زبرځواکونو ترمنځ سیاسي او پوځي سیالیو او مقابلو کې خو د دوی روزګار جوړ و.
ټرمپ پر طالبانو د ډالرو کڅوړې بندې کړې دي او فعلا یې پاکستان باندې هم مرستې قطع کړې دي.
امریکا ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د اوسني سفر په پاې کې صادرې شوې ګډې اعلامیې نه معلومیږي چې امریکا نه یوازې له چین سره مقابلې لپاره هند خپل اصلي متحد ګڼي او له هند سره اقتصادي او پوځي ورکړې راکړې ته پراختیا ورکوي، بلکې د پاکستان پرضد په سیمه کې د تروریزم په خورولو کې د هند تورونه هم تاییدوي.
تیره اونۍ د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري چین ته د دې لپاره سفر کړی و چې د چین او پاکستان په مناسباتو کې راغلي هغه درزونه ډک کړي، چې په پاکستان کې په تروریستي بریدونو کې د چینايي وګړو د وژل کیدو له امله پیدا شوي دي.
پاکستان او د چین او امریکا د اړیکو سختېدونکی انډول
د پاکستان لپاره له هند سره د خپلې عنعنوي دښمنۍ پالنې ترڅنګ بل عمده چیلنج له امریکا او چین سره په خپلو مناسباتو کې موزون تناسب او تعادل لاس ته راوړل دي. په نږدې کلونو کې د چین او امریکا تر مینځ انقطاب ډیر ژور شوی او د اسلام اباد لپاره خو د دغه توازن تامین ځکه ډیر ګران دی چې د پاکستان په تاسیس او تقویه کولو کې د بریتانیا او امریکا د مرستې هدف همدا و چې دغه هېواد به له روسیې او چین سره د غرب په سیالۍ کې د دوی پایګاه واوسي. پاکستان د روسې پر ضد د امریکا په کمپاین کې دغه نقش لوبولی هم دی، خو چې خبره چین ته راغله نو پاکستان دا کار نه شي کولی ځکه له هند سره په دښمنۍ کې چین خپل مربي او متحد ګڼي او له هغه سره ستراتیژیکې اړیکې ساتل غواړي.
په بدلیدونکو شرایطو او نوې صف بندۍ کې پاکستاني جنرالان او طالبان دواړه د خپلو نظامونو راتلونکې په خطر کې ویني.

دوه اونۍ وړاندې د پاکستان په رسنیو کې په اصطلاح د منابعو په قول داسې خبرونه خپاره شول چې د پاکستان حکومت په کابل کې له طالبانو سره تماسونه ټینګول غواړي او د دغه هدف تر لاسه کولو لپاره به د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازی محمد صادق په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر کوي او چې محمد صادق د خبرو اترو کومه پروسه پیل کړې، د هغې پروسې پرمخ بیولو لپاره به د لومړي وزیر مرستیال او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم کابل ته سفر کوي. په دغه خبر کې دا هم ویل شوي وو، چې پاکستان غواړي په کابل کې خپل سفارت ته سفیر هم واستوي ځکه له پریمانه وخت راهیسې د سفارت چارې شارژدافیر پرمخ وړي.
شنونکي په دې باور دي،چې په تیر یوه کال کې د پاکستان د جنرالانو تر غلبې لاندې جوړ حکومت او د طالبانو امارت له یوه بل سره د ظاهري دښمنۍ په صحنه سازۍ کې ډیر بوس باد کړي، ځکه اسلام اباد د پښتونخوا ایالتي حکومت ته اجازه ورکړه چې له طالبانو سره خبرې پیل کړي څو سیاسي فضا دې ته مساعده شي چې د اسلام اباد او راولپنډۍ واکمنان هم له طالبانو سره په څرګنده او په رڼا ورځ د غوږ جنګولو جواز تر لاسه کړي او په دې خبره مشوره وکړي چې دواړه اړخونه به د ډالرو له کڅوړو نه بغیر څنګه ګوزاره کوي؟
خو د پښتونخوا ولسونه په دغواستخباراتي لوبو کې هیڅ دلچسپي نه لري؛ هغوی یکې یوه پوښتنه لري چې زموږ په کور کې روان جنګ به کله پای ته رسیږي؟
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.
