د پښتونخوا په تر ټولو لویه مدرسه حقانیه کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې

د پښتونخوا په تر ټولو لویه دیني مدرسه دارالعلوم حقانې کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې، چې د مرګ ژوبلې په اړه بیلابیل معلومات وړاندې کیږي. د نوښار د پولیسو مشر رشید خان افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې په چاودنه کې د مدرسې مشر مولانا حامدالحق ټپي شوی.
دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک د دیوبندي له مشهورو مدرسو څخه ګڼل کیږي، چې د افغانستان د طالبانو د حکومت ډیری وزیران ترې فارغ شوي دي.