• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په برېټانیا کې د طالبانو د کړنو افشا کېدو په هدف افغان ښځو د کیسو اورېدو نندارتون پرانیستی

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۰

د بي بي سي انګریزي څانګې د راپور له مخې، د دغو افغان مېرمنو د کیسو اورېدو نندارتون چې، «افغانستان روح ته یوه کړکۍ» نوم ورکړل شوی د جمعې په ورځ د برېټانیا په ایپسویچ ښار کې پرانېستل شو او څلور اوونۍ به دوام وکړي.

د دې پروژې تنظیموونکو په تېر یوه کال کې هڅه کړې، چې د افغانستان دننه ښځو او هغو نجونو ته چې له هېواده وتلو ته اړې شوې، یو خوندي چاپېریال برابر کړي، څو وکولای شي خپلې کیسې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې او وروسته له نړۍ سره شریکې کړي.

په دې نندارتون کې به نجونې د څلورو اونیو لپاره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خپل ژوند او د بشري حقونو تر څنګ د ښځو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي اړوند کیسې هم وکړي.

یوه نجلۍ چې نګینه نومېږي درې کاله وړاندې له افغانستان څخه انګلستان ته تللې هم د دې پروژې برخه ده.

هغې وویل: «زما تل خپل وطن یادېږي، کور مې هلته، خو بېرته نشمه تللی.»

نګینه وایي، د طالبانو له راتګ سره سملاسي په هماغه ورځ له خپلې کورنۍ سره له افغانستان ووته او هغه یې په ژوند کې خورا بده ورځ وه.

هغې وویل، لا هم یې کورنۍ په افغانستان کې ده او ښځینه خپلوان یې چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو پورته دي، د طالبانو د بندیزونو له کبله ښوونخیو ته نه شي تلای.

نګینې د زده کړو ارزښت ته په اشارې وویل: «دا یوزاې د هلکانو او نارینه وو حق نه دی، نجونې هم باید لوستې شي.»

نګینه اوس د انګلستان په سوفولک ښار کې د سینګار په برخه زده کړې کوي، خو وایي چې زړه یې لا هم له خپل وطن سره دی.

هغې زیاته کړه: «کله چې د خپل هېواد یادونه کوم، زړه مې درد کوي. دا زما لپاره غمجن حالت دی.»

هانا اریا یوه سیمه ییزه انګریزه هنرمنده چې د نندارتون په جوړولو کې یې برخه اخیستې، هغې وویل: «ما له کډوالو سره کار پیل کړ. کله چې د خلکو کیسې واورم، نو احساس کوم چې باید مثبت ګام واخلم.»

هغې زیاته کړه چې له افغانستان څخه د یوه کس له لارې یې له هغو ښځو سره اړیکه ونیوله چې غوښتل یې خپلې کیسې شریکې کړي.

دغه نندارتون د مجازي واقعیت (VR) او زیات شوي واقعیت (AR) له لارې د افغانستان د خلکو کیسې په یوه زړه راښکونکي، تعامل لرونکي بڼه وړاندې کوي، څو لیدونکي د ښځو دردونه او امیدونه له نږدې احساس کړي.

هانا اریا وایي، هدف یې دا دی چې مالي ملاتړ ترلاسه کړي، څو دا نندارتون پراخ کړي او نورې کیسې هم نړۍ ته وړاندې کړي.

رونا پنجشیرۍ یوه بله افغانه مېرمن چې په دې پروژه کې یې کار کړی، هغه وايي: «د افغان ښځو کیسې غمجنې دي، ځکه هر څه منفي روان دي، خو زه پرې ویاړم. سره له دې چې د بندیزونو درې کاله وشول، خو دوی لا هم امید لري.»

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د غونډو او نړۍوالو کنفرانسونو له لارې د ښځو پر ضد د طالبانو دریځ ننګوول کېږي‌ او له دغه ډلې غوښتنې کېږي، څو د نجونو د زده کړو تر څنګ پر ښځو بندیزونه ختم کړي؛ خو طالبانو دغو غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپل سختدریځي مفکورې له کبله پر ښځو سخت بندیزونه لګولي، چې په کور دننه او بهر یې پر وړاندې پراخ مخالفتونه روان دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په غزني کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله درې تنه مړه شوي دي

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۰۲ GMT+۰

په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند خبر ورکړی چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کابل-کندهار پر لویه لاره دوه مساپر وړونکو موټرو ټکر کړی، چې له امله یې درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

خالد سرحدي ویلي، چې په دې پېښه کې په دواړو موټرو کې درې تنه سپرلۍ مړه شوي دي. هغه زیاته کړې، د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې بلې ټرافیکي پېښې له کبله بیا درې تنه ټپیان شوي دي.

طالبانو د دغو ټرافیکي پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼلې ده.

کابل – کندهار لویه لاره د هېواد په کچه یو له هغو ګنل کېږي، چې د ټرافیکي پېښو کچه پرې خورا لوړه ده او یو لامل یې دا هم ګڼل شوی، چې پر دغه لاره ټرافیکي نښې نشته.

همدا راز د یاد سړک د جوړیدو پر مهال قراردادي شرکتونو د سړک کېفیت جوړونې ته چندان پاملرنه نه ده کړې چې له کبله یې ډېری برخې ویجاړې شوي دي.

پر یاده لاره موټر چلوونکي شکایت کوي، چې پر سړک کندې کپرې خورا ډېرې دي او د طالبانو په ګډون یې پخواني جمهوري نظام هم رغولو ته چندان پاملرنه نه ده کړې.

د تېر جمهوري‌ نظام پر مهال د کابل-کندهار پر لویه لاره د طالبانو له لوري ځمکني ماینونه ځای پر ځای شویو چې د هغې له کبله هم دغه سړک او پرې جوړ شوي پلونه ویجاړ شوي دي.

اوچا وايي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه کړي دي

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۳۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې په افغانستان کې وروستیو ویجاړونکو سیلابونو ۲۲ کسان مړه کړي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي. اوچا وايي، دغو سېلابونو د دغه هیواد کرنیزې ځمکې او زیربناوې هم زیانمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر تیره ورځ جمعه د (کب لسمه) په ایکس پاڼه لیکلي، چې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله ۲۲ کسان مړه او ۱۶ ټبیان شوي.

اوچا زیاتوي، چې سیلابونو په ټول هېواد کې پراخ زیانونه اړولي، د عامه وګړو د مرګ ترڅنګ یې ټولنې او زیربناوې اغېزمنې کړې، مالي زیانونه یې اړولي او د خلکو د ژوند چارې یې ګډې وډې کړې، چې د نورو وختونو پرتله یې افغانان ډیر اغېزمن کړي دي.

دغه سازمان همدا راز ویلي، چې بشري ادارې په فعاله توګه په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو وګړو سره د مرستې لپاره کار کوي.

اوچا دا هم وايي، چې دغه اداره د خوراکي توکو، سرپناه، او طبي مرستو په ګډون د سملاسي مرستو په برابرولو تمرکز کوي.

بلخوا بیا د کډوالۍ نړیوال سازمان هم راپور ورکړی، چې وروستیو سیلابونو د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې له ۲۷۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي دي.

د دغو کورونو ویجاړیدو ډیری کورنۍ بې سرپناه کړې، چې په زیانمنو شویو سیمو کې ډیری وګړي د ستونزو او ننګونو سره مخ دي. سیلابونو د پام وړ خلک بې ځایه کړي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د ۳۹ کسانو د مړه کېدو او ۴۴ د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

دا شمیره د سیلابونو له امله رامینځته شوي دوامداره ویجاړتیا او د طالبانو د ادارې کمزورتیا په ګوته کوي، چې وضعیت لاهم خرابیږي.

د دغو سیلابونو اغیزې په افغانستان کې د بشري مرستو د زیاتوالي او د ناورین په وړاندې د ښه چمتووالي په بیړنۍ اړتیا ټینګار کوي.

د اقلیم اړوند روانو ننګونو ته په پام سره، دا مهمه ده چې دواړه ملي او نړیوالې هڅې پیاوړې شي، ترڅو د دې ډول افتونو اغیزې کمې شي او ډاډ ترلاسه شي چې اغیزمنې ټولنې اړین ملاتړ ترلاسه کوي.

اسلام اباد له امریکا په پاکستان کې د خپلو افغان متحدینو د بیا مېشتیدو پر بهیر وضاحت غوښتی

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۳۵ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ له متحده ایالاتو وغوښتل، چې د افغان کډوالو د بیا مېشتیدو پر تګلارې وضاحت ورکړي. هغه له نړۍوالې ټولنې دا هم وغوښتل، چې په افغانستان کې د امریکا له‌ خوا پرېښودل شویو وسلو ته پاملرنه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفق علي خان د اونیزې خبري ناستې پر مهال وویل: «متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروسه درولې ده، نو موږ د نور وضاحت په تمه یو.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې پاکستان د امریکا د کډوالۍ دوسیو ته د مېشتو افغانانو په تړاو د هر ډول پرېکړې دمخه په دې تړاو سپیناوي او وضاحت ته اړتیا لري.

پاکستان سره له دې، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌ خوا افغانستان کې د پاتې امریکایي نظامي تجهیزاتو د بېرته راټولولو غوښتنې ته ښکاره ملاتړ نه‌ دی ښودلی، خو له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې دا مسله جدي وڅېړي.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې یادې پاتې وسلې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول کېږي.

ښاغلي خان زیاته کړه: «نړۍواله ټولنه باید د دې ستونزې په حل کې مرسته وکړي.»

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې اندېښنه لري، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته خپلې وسلې پرېښودې او اوس د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګریزې پیښې ډېرې شوي دي، خو اسلام ‌اباد وایي، چې د دوی لومړني خبرداریو ته واشنګټن جدي پاملرنه ونه‌ کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «په افغانستان کې د امریکا پرېښودل شوې وسلې زموږ لپاره یوه جدي اندېښنه ده، ځکه دا وسلې ترهګرو ته په لاس ورغلي او د پاکستان دننه بریدونه پرې ترسره کېږي.»

نوموړي وویل، چې اسلام‌اباد دا مسله له امریکایي چارواکو سره شریکه کړې ده.

د ټرمپ حکومت او له طالبانو د خپلو پاتې وسلو راټولول

ولسمشر ټرمپ، چې دویم ځل واک ته ورسید یو ځل بیا یې د شاوخوا اوو میلیاردو ډالرو نظامي تجهیزاتو د بېرته راټولولو غوښتنه کړې.

دا تجهیزات چې په کې سپکې وسلې، مخابراتي وسایل او زغروال پوځي موټر شامل دي اوس د طالبانو لاس ته لوېدلي.

خو د دې تجهیزاتو بېرته راټولول یو لړ ستونزې لري، ځکه ډیری دا وسلې د افغانستان پخواني جمهوري نظام امنیتي ځواکونو ته سپارل شوې وې چې وروسته د طالبانو لاس ته ولوېدې.

د لوجیستیکي او ډیپلوماټیکي پیچلتیاوو له امله، دا کار یو لوی خنډ بلل کېږي.

پاکستانۍ ډان ورځپانې لیکلي که څه هم طالبانو د امریکا غوښتنې رد کړي او پر ځای یې له واشنګټن غوښتي، چې د داعش خراسان (ISIS-K) پر ضد د جګړې لپاره پرمختللې وسلې ورکړي، چې دا مسله سیمه‌ ییز امنیت لا پیچلی کوي.

اسلام‌اباد سره له دې، چې د امریکا له پاتې وسلو اندېښنه لري، هڅه کوي چې د ټرمپ له دریځ سره ډېر نه نږدې کېږي، ځکه له دې وېره لري، چې دا کار به سیمه‌ ییز کړکېچونه نور هم زیات کړي.

د افغان کډوالو د بیا میشتېدو پروګرام ځنډ

پاکستان له امریکا غوښتي، چې د افغان کډوالو د بیا میشتېدو پر پالیسۍ روڼتیا راولي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «متحده ایالاتو دا پروسه درولې ده، نو موږ د نور وضاحت په تمه یو.»

د ولسمشر ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته دا یو له لومړنیو ګامونو و، هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی و یا یې د بشري حقونو لپاره هلې ځلې کړې وې، د بیا میشتېدو پروګرام ځنډولی دی.

دغه بندیز نږدې ۲۵ زره افغانان، چې په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ د دوسیو د بشپړیدو په تمه اوسېږي او د طالبانو له لوري له ګواښونو سره مخ دي له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

تېره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل، که چیرې کوم افغان د امریکا د بیا میشتېدو شرایط پوره نه‌ کړي، ښايي له خپل هېواده یې اوباسي.

ښاغلي ډار زیاته کړه: «که کوم هېواد دوی ته پناه ورنه کړي او که دا کسان د استوګنې قانوني اسناد ونه ‌لري، نو ناقانونه ګڼل کېږي.»

لېوال د حقانیه مدرسې چاودنې ته په اشارې: د پاړوګر مرګ له مار څخه وي

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۴ GMT+۰

د پښتونخوا ایالت په نوښار کې تېره ورځ په حقانیه مدرسه کې دننه چاودنې ته په غبرګون، ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال پر ایکس پاڼه لیکلي، «هغه مار چې د نورو په خوړلو ښامار شوی وي، خامخا به ځان خوري.»

د پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ په اکوړي سیمه کې د حقانیه دارالعلوم مدرسه کې دننه تېره ورځ د جمعې لمانځه پر مهال خونړۍ پېښې، د یادې مدرسې د مشر مولوي حامد الحق په ګډون ۸ تنه ووژل او ۱۷ تنه نور ټپیان کړل.

په دغې پېښې د نورو ترڅنګ طالبانو هم د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي وو.

ښاغلی لېوال، په تېرو دوه نیمو لسیزو کې په افغانستان کې ځانمرګو بریدونو ته، چې طالبانو یې مسوولیت اخیست په اشارې سره وایي، «د پاړوګر مرګ د مار څخه وي»

بلخوا بیا په افغانستان کې د پرځېدلي جمهورت د ملي امنېت شورا پخواني ویاند مولانا رحمت الله اندړ هم د مولوي حامد الحق وژل کېدو ته په غبرګون کې ویلي: «ملایان او طالبان د پاکستان په سیاست کې د قربانۍ ګډوري ( پسونه) دي، چېرته او څه وخت چې یې زړه شي قرباني کوي یې.»

مولانا اندړ، د وژل شوي حامد الحق، د افغانستان په اړه هغه پخوانیو څرګندونو ته ګوته نیسي چې ویلي وو، «په افغانستان کې جګړه جهاد دی، او تر هغې به جاري وي چې ترڅو پورې په کابل کې اسلامي حکومت نه وي راغلی.»

اندړ لیکلي چې، دا د هغو «یتیمانو، کونډو او بورو مېندو خېراوې دي چې لسګونه کاله حقانیه مدرسې د هغوی په خلاف د جهاد، انتحار او انفجار فتوا ورکړې وه.»

د اکوړه خټک حقانیه مدرسه یو له هغو مدرسو څخه ده، چې د طالبانو ګڼو غړو په کې زده‌کړې کړې او یاده مدرسه د فکري مرکز په توګه یادوي.

طالبان د حقانيه مدرسي د پخواني مشر مولانا سمیع الحق او د هغه د زوی مولانا حامدالحق سره خورا نږدې اړیکي پاللې.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څو میاشتې وروسته، د دغې ډلې د لوړو زده‌کړو پخوانۍ وزیر عبدالباقي حقاني او یو شمېر نور طالبان د ۲۰۲۱ کال په ډیسمبر میاشت کې دې مدرسې ته لاړل.

د مدرسې مشر مولانا حامدالحق د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې د یو شمېر نورو پاکستاني دیني عالمانو سره کابل ته سفر وکړ او د دغه سفر پرمهال یې د طالبانو د ریاست الوزرا د پخواني سیاسي مرستیال او او د کډوالو د اوسني وزیر مولوي عبدالکبیر په ګډدون یې د ځینو طالب چارواکو سره وکتل.

مولانا حامدالحق کابل ته د خپل سفر څخه شپږ میاشتې وړاندې په یوه خبرې غونډه کې د دغې مدرسې د اقتصادي ستونزو خبره کړې وه.

حامدالحق هغه مهال ویلي و، چې نور اقتصادي توان نه لري او که مرستې ورسره ونه شي ښايي دغه مدرسه وتړل شي.

ویل کېږي، چې د طالبانو د ریاست الوزرا پخواني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دغه ډلې د چارو ادارې ته هغه وخت امر کړی و، چې د مالیې وزارت سره په همږغې د یوې اوونۍ په جریان کې ۷ میلیونه افغانۍ په کابل کې د پاکستان د نشنل بانک له لارې د حقانیه مدرسې په حساب کې زیاتې کړي.

حقانیه دارلعلوم په ۱۹۴۷م کال د پاکستان د سیاسي پېدایښت څخه یو میاشت ورسته د مولوي عبدالحق په مشرۍ د پښتون مبارز خوشحال خان خټک په ټاټوبي اکوړي کې تاسیس شوه، په افغانستان کې د حقاني شبکې د بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني په ګډون یې ډیری فارغانو په افغانستان، بنګله دیش، کشمیر او نورو هېوادونو کې حربي ماموریتونه ترسره کړي دي.

د ملالې مور او پلار: له زرو زیاتې ورځې کېږي چې طالبانو افغان نجونې په تیارو کې ساتلې دي

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۰

د نوبل سولې جایزې پښتنه ګټوونکې او د بشري حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ مور او پلار یو ځل بیا د طالبانو له لوري د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازو تړل کیدل غندلي دي. هغوی له طالبانو غوښتي چې نور دا بندیزونه پای ته ورسوي.

د (کب ۱۱مه) ضیاالدین یوسفزي او تورپیکۍ یوسفزۍ پر اېکس پاڼه یو انځور خپور کړی، چې په اعتراضیه ډول یې لاسونو کې نیولو پاڼو باندې طالبانو ته په خطاب کې ویلي: «افغان نجونو ته د زده کړو حق ورکړئ.»

د ملالې پلار ضیاالدین یوسفری چې خپله هم د نجونو زده کړو یو منل شوی فعال دی وايي، «۱۲۶۰ ورځې کېږی چې طالبانو افغان نجونې له منځنیو زده کړو راګرځولې او اته سوه ورځې وشوې چې د پوهنځیو دروازې یې هم پر مخ بندې دي.»

هغه زیاته کړې، چې افغان نجونې په سختو حالاتو سلګونه اوږدې شپې او ورځې پرته له زده کړو تېرې کړي دي. یوسفزي ویلي، چې طالبانو له لوري‌ نجونو پر زده کړو بندیز انساني جرم دی.

د ملالې یوسفزۍ مور او پلار تر دې مخکې هم پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه ننګولي وو.

ضیاالدین یوسفزی په په دې باور دی، چې طالبان د خپلې افراطي مفکورې له مخې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیزونه لګولي او هغه تورونه یې ناسم ثابت کړي، چې ګوندې طالبان د پښتني دودونو له کبله داسې کوي.

نږدې دوه میاشتې وړاندې ملالې یوسفزۍ په اسلام اباد کې په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړې» تر نامه لاندې د اسلامي هېوادونو په یو کنفرانس کې پر طالبانو توندې نیوکې وکړې او دا ډله یې د بشري حقونو سرغړونکي وبلله.

ملالې په یاد کنفرانس کې پر اسلامي هېوادونو غږ کړی و چې پر طالبانو فشار راوړي، څو په نجونو او ښځو روان بندیزونه ختم کړي.

سره له دې چې په کور دننه افغانانو او نړۍوالې ټولنه په پراخه توګه پر ښځو او افغان نجونو د ملا هبت‌الله سختدریځي بندیزونه غندلي او له همدې امله یې له یادې ډلې سره تعامل ځنډولی ملا هبت‌الله بیا هم خپلو سختدریځو فرمانونو ته زور ورکړی دی.

ویل کېږي په ښکاره توګه د طالبانو ترمنځ د نجونو زده کړې او د ښځو د کار حقونو پر مسلې بندیز د طالبانو ترمنځ لوی درځونه هم رامنځته کړي چې وروستۍ بېلګه یې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزی دی.

هغه د خپل مشر د مفکورې خلاف څو څو خله د نجونو د زده کړو دفاع وکړه او دغه بندیزونه یې د طالبانو د رهبر شخصي چلند وګاڼه.

په خوست کې د عباس ستانکزي له څرګندونو وروسته ملا هبت‌الله د هغه د نیول کیدو امر وکړ؛ خو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر یې وار لومړی کړ او له افغانستانه یې د نیول کیدو له ویرې پښې سپکې کړې.

ملا هبت‌الله او د کابل په ګډون په کندهار کې مېشته د هغه کړۍ به هېڅ ډول نه غواړي، چې پر نجونو او ښځو روان بندیزونه ختم کړي، بلکې وېره شته چې دا بندیزونه به لا ډېر شي.

د کارپوهانو په وینا؛ له همدې امله پر افغانستان بشري مرستې مخ په کمیدو دي او د هېوادونو په ګډون نړۍوالو مرستندویه بنسټونو هم افغانستان ته شاه کړې ده.