• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چین او روسيې چارواکو د افغانستان په اړه په بیجینګ کې خبرې سره کړې

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۰۱ GMT+۰

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسيې د امنيت شورا سرمنشي سرګي شويګو او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې، په بيجينګ کې د افغانستان او منځني ختيځ په اړه د امنيتي همکاريو د پياوړتيا په اړه خبرې اترې کړې دي.

په خبر کې ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو په دې هوکړه وکړه، چې په مناسب وخت کې به د چين او روسيې د ستراتيژيکو خبرو اترو لپاره نوی پړاو پرانیزي.

د سينهوا د خبر له مخې، دغه غونډه د جمعې په ورځ د کب په لسمه وشوه، خو بشپړ جزيات يې نه دي خپاره شوي.

چین او روسیه له طالبانو سره پراخې اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې لري، خو دغه دواړه هیوادونه هم د نورو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني.

تر دې مخکې د اګست په میاشت کې د روسیې د امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو کابل ته سفر کړی و، او د طالبانو له اقتصادي او سیاسي مرستیالانو او همدارنګه یې د دغې ډلې د کورنیو چارو او دفاع له وزیرانو سره جلا جلا کتنې کړې وې.

د روسيې د امنيت شورا سرمنشي بيجينګ ته د خپل سفر په ترڅ کې د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره هم وکتل او د روسي خبري اژانسونو له خوا د خپرو شويو راپورونو له مخې، دواړه هېوادونه په بېلابېلو نړيوالو مسايلو کې یو ګډ لیدلوري ته نږدې شوي دي

په همدې حال کې د روسیې د امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو ویلي، چې دواړه هېوادونه له یو بل سره ستراتیژیک او سیاسي باور لري او د بهرنیو عواملو تر اغېز لاندې نه دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په برېټانیا کې د طالبانو د کړنو افشا کېدو په هدف افغان ښځو د کیسو اورېدو نندارتون پرانیستی

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۰

د بي بي سي انګریزي څانګې د راپور له مخې، د دغو افغان مېرمنو د کیسو اورېدو نندارتون چې، «افغانستان روح ته یوه کړکۍ» نوم ورکړل شوی د جمعې په ورځ د برېټانیا په ایپسویچ ښار کې پرانېستل شو او څلور اوونۍ به دوام وکړي.

د دې پروژې تنظیموونکو په تېر یوه کال کې هڅه کړې، چې د افغانستان دننه ښځو او هغو نجونو ته چې له هېواده وتلو ته اړې شوې، یو خوندي چاپېریال برابر کړي، څو وکولای شي خپلې کیسې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې او وروسته له نړۍ سره شریکې کړي.

په دې نندارتون کې به نجونې د څلورو اونیو لپاره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خپل ژوند او د بشري حقونو تر څنګ د ښځو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي اړوند کیسې هم وکړي.

یوه نجلۍ چې نګینه نومېږي درې کاله وړاندې له افغانستان څخه انګلستان ته تللې هم د دې پروژې برخه ده.

هغې وویل: «زما تل خپل وطن یادېږي، کور مې هلته، خو بېرته نشمه تللی.»

نګینه وایي، د طالبانو له راتګ سره سملاسي په هماغه ورځ له خپلې کورنۍ سره له افغانستان ووته او هغه یې په ژوند کې خورا بده ورځ وه.

هغې وویل، لا هم یې کورنۍ په افغانستان کې ده او ښځینه خپلوان یې چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو پورته دي، د طالبانو د بندیزونو له کبله ښوونخیو ته نه شي تلای.

نګینې د زده کړو ارزښت ته په اشارې وویل: «دا یوزاې د هلکانو او نارینه وو حق نه دی، نجونې هم باید لوستې شي.»

نګینه اوس د انګلستان په سوفولک ښار کې د سینګار په برخه زده کړې کوي، خو وایي چې زړه یې لا هم له خپل وطن سره دی.

هغې زیاته کړه: «کله چې د خپل هېواد یادونه کوم، زړه مې درد کوي. دا زما لپاره غمجن حالت دی.»

هانا اریا یوه سیمه ییزه انګریزه هنرمنده چې د نندارتون په جوړولو کې یې برخه اخیستې، هغې وویل: «ما له کډوالو سره کار پیل کړ. کله چې د خلکو کیسې واورم، نو احساس کوم چې باید مثبت ګام واخلم.»

هغې زیاته کړه چې له افغانستان څخه د یوه کس له لارې یې له هغو ښځو سره اړیکه ونیوله چې غوښتل یې خپلې کیسې شریکې کړي.

دغه نندارتون د مجازي واقعیت (VR) او زیات شوي واقعیت (AR) له لارې د افغانستان د خلکو کیسې په یوه زړه راښکونکي، تعامل لرونکي بڼه وړاندې کوي، څو لیدونکي د ښځو دردونه او امیدونه له نږدې احساس کړي.

هانا اریا وایي، هدف یې دا دی چې مالي ملاتړ ترلاسه کړي، څو دا نندارتون پراخ کړي او نورې کیسې هم نړۍ ته وړاندې کړي.

رونا پنجشیرۍ یوه بله افغانه مېرمن چې په دې پروژه کې یې کار کړی، هغه وايي: «د افغان ښځو کیسې غمجنې دي، ځکه هر څه منفي روان دي، خو زه پرې ویاړم. سره له دې چې د بندیزونو درې کاله وشول، خو دوی لا هم امید لري.»

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د غونډو او نړۍوالو کنفرانسونو له لارې د ښځو پر ضد د طالبانو دریځ ننګوول کېږي‌ او له دغه ډلې غوښتنې کېږي، څو د نجونو د زده کړو تر څنګ پر ښځو بندیزونه ختم کړي؛ خو طالبانو دغو غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپل سختدریځي مفکورې له کبله پر ښځو سخت بندیزونه لګولي، چې په کور دننه او بهر یې پر وړاندې پراخ مخالفتونه روان دي.

د امریکا دفاع وزارت پر اسراییل د درې میلیارده ډالرو پوځي تجهیزاتو پلور تایید کړ

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۴۸ GMT+۰

رویټرز د امریکا د دفاع وزارت چارواکو له قوله وایي، چې امریکا د درې میلیارده ډالرو په ارزښت په اسراییل د نویو بمونو، چاودېدونکو توکو او نورو پوځي تجهیزاتو پلور تایید کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د دغو مهماتو او تجهیزاتو سپارل به په راتلونکي ۲۰۲۶ کال څخه پیل شي، خو کېدای شي ځینې وسلې ښايي له امریکايي زېرمو په سملاسي ډول چمتو او ژر اسراییل ته واستول شي.

‏دا په نږدې یو میاشت کې دویم ځل دی، چې امریکا د وسلو لویه محموله اسراییل ته لېږي، د تېرې فبروۍ میاشتې په ورستیو کې هم د متحده ایالاتو د دفاع وزارت اعلان کړی و، چې پر اسراییل د پلور لپاره یې د ۶.۷۵ میلیارده ډالرو یو بسته تصویب کړې، چې یاده کڅوړه به د ۶۶۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د دوزخ توغندیو په ګډون د بوینګ شرکت سره د مهماتو، لارښوونې بستې او فیوزونه شامل دي، یوه نوې کړکۍ پرانیزي.

هغه وخت یاده پرېکړه د امریکا په استازو جرګې کې د بهرنیو اړیکو کمیټې، دیموکرات استازي ګریګوري میکس، غندلې وه او ویلي و: «دا د وسلو د لویو پلورونو په اړه د کانګرس د اوږدې مودې څېړنو د مثال ماتول دي.»

هغه وویل، چې د خرڅلاو په اړه یې خپلې اندیښنې له حکومت سره شریکې کړې، خو حکومت د اسنادو یا د توجیه په وړاندې کولو کې پاتې راغلی دی.

دا پریکړه د حکومت د یوې مساوي څانګې په توګه د کانګرس لپاره د درناوي نشتوالی ښیې.

‏د نړیوالو اړیکو د کارپوهانو په باور د امریکا لخوا په اسراییل د وسلو دغه پلور په داسې حال کې کیږي، چې دوی په نړېواله کچه د بشري حقونو د ټینګښت ادعاوې هم کوي.

په غزني کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله درې تنه مړه شوي دي

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۰۲ GMT+۰

په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند خبر ورکړی چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کابل-کندهار پر لویه لاره دوه مساپر وړونکو موټرو ټکر کړی، چې له امله یې درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

خالد سرحدي ویلي، چې په دې پېښه کې په دواړو موټرو کې درې تنه سپرلۍ مړه شوي دي. هغه زیاته کړې، د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې بلې ټرافیکي پېښې له کبله بیا درې تنه ټپیان شوي دي.

طالبانو د دغو ټرافیکي پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼلې ده.

کابل – کندهار لویه لاره د هېواد په کچه یو له هغو ګنل کېږي، چې د ټرافیکي پېښو کچه پرې خورا لوړه ده او یو لامل یې دا هم ګڼل شوی، چې پر دغه لاره ټرافیکي نښې نشته.

همدا راز د یاد سړک د جوړیدو پر مهال قراردادي شرکتونو د سړک کېفیت جوړونې ته چندان پاملرنه نه ده کړې چې له کبله یې ډېری برخې ویجاړې شوي دي.

پر یاده لاره موټر چلوونکي شکایت کوي، چې پر سړک کندې کپرې خورا ډېرې دي او د طالبانو په ګډون یې پخواني جمهوري نظام هم رغولو ته چندان پاملرنه نه ده کړې.

د تېر جمهوري‌ نظام پر مهال د کابل-کندهار پر لویه لاره د طالبانو له لوري ځمکني ماینونه ځای پر ځای شویو چې د هغې له کبله هم دغه سړک او پرې جوړ شوي پلونه ویجاړ شوي دي.

د پاکستان ترهګرۍ ضد ادارې پر حامد الحق د شوي ځانمرګي پر پېژندلو ۵ لکه کلدارې انعام ټاکلی

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۰۲ GMT+۰

د پاکستان جیونیوز خبر ورکړی، چې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد ادارې په حقانیه مدرسه کې د پروني ځانمرګي بریدګر د زخمي څېرې انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې که هر چا د یاد بریدګر د هویت په اړه معلومات ورکړل نو ۵ لکه کلدارې په انعام ورکړي.

تېره ورځ جمعه د پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د اکوړه خټک مشهورې مدرسې دارالعلوم حقانیه مخې په یوه ځانمرګي برید کې د دغې مدرسې د مشر مولانا حامد الحق په ګډون پنځه تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شوي.

بلخوا بیا پاکستاني پوځ ته منسوبې خراسان ډایري په ایکس پاڼه د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې له قوله د اړیکو دوه شمېرې هم خپرې کړي او ویلي دي، چې د معلوماتو ورکوونکي هویت به پټ ساتل کېږي، او هر چا چې د یاد بریدګر د نوم، د پلار نوم او د اصلي اوسېدو ځای په اړه معلومات ورکړل، د ترهګرۍ ضد اداره به ۵ لکه کلدارې انعام ورکړي.

حقانیه مدرسه چې د اکوړي مدرسې په نوم هم پېژندل کېږي، یو له مشهورو اسلامي تعلیمي موسسو څخه ګڼل کېږي، چې په ۱۹۴۷م کال په سپتمبر کې د مولوي عبدالحق له خوا تاسیس شوې ده.

د حقانیه مدرسې په ښونیز نصاب کې د قران کریم، حدیث، فقه، عربی ادب، او د اسلامي تیورۍ په شمول ګڼ اسلامي علوم شامل دي، خو په یادې مدرسې د ترهګرۍ او طالبانو د ملاتړ تورونه هم له خلکو پټ نه دي.

د ترهګرۍ ملاتړی او قرباني؛‌ د حقانیه مدرسې وژل شوی مشر حامد الحق څوک و؟

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۰۱ GMT+۰

په یوه مرګوني ځانمرګي برید کې، چې د جمعې په ورځ د پښتونخوا ایالت د نوښار ولسوالۍ د اکوړه خټک مشهورې مدرسې دارالعلوم حقانیه مخې ته وشو د دغې مدرسې د مشر په ګډون په کې پنځه تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شوي.

په دغه برید کې د وژل شویو په منځ کې د یادې مدرسې مشر او د پښتونخوا نامتو دیني عالم مولانا حامدالحق حقاني نوم هم شامل دی. مولانا حامدالحق د مولانا سمیع‌الحق حقاني زوی و، هغه شخصیت چې «د طالبانو پلار» پر نامه پېژندل کېږي. 

له هغه وروسته چې مولانا سمیع‌الحق په ۲۰۱۸ کال کې ترور شو، حامدالحق د دارالعلوم حقانیه یا اکوړه خټک مدرسې مرستیال مشر وټاکل شو. دارالعلوم حقانیه چې د پاکستان له سترو او پخوانیو دیني مدرسو څخه ده، شاوخوا ۴۰۰۰ زده‌کوونکو ته زده ‌کړې ورکوي او هغوی ته وړیا خواړه، جامې او دیني تعلیم برابروي.

مولانا حامد الحق طالبانو ته د وینا په حال کې
100%
مولانا حامد الحق طالبانو ته د وینا په حال کې

د اکوړي مدرسې د ویب‌پانې له مخې ګڼ شمېر طالب مشران لکه د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني او د ملا هبت‌الله د کابینې ډیری غړي د دې مدرسې فارغان دي.

د پلار پر قدمونو تګ او د اکوړې مدرسې میراث خور

مولانا حامد الحق د مولانا سمیع‌الحق حقاني له لومړۍ مېرمنې دویم زوی و. هغه خپلې دیني زده‌ کړې د خپل نیکه مولانا عبدالحق په مشرۍ د حقانیې لیسې کې (چې د مدرسې دننه موقعیت لري) بشپړې کړې وې.

حامدالحق د نوښار له کالج څخه د اسلامي مطالعاتو لېسانس ترلاسه کړ او وروسته یې د پنجاب پوهنتون څخه د الهیاتو یا اسلامي فقهې په برخه کې ماسټري وکړه.

هغه په ۱۹۸۵ کال کې د «جمعیت علمای اسلام (س)» د محصلانو څانګې د عمومي منشي په توګه سیاسي هلې ځلې پیل کړې.

له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۷ پورې د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی و او د خپل پلار تر ترور وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د «جمعیت علمای اسلام (س)» مشري یې هم پر غاړه واخیسته.

په سیاست کې ونډه او د پاکستان دفاع

مولانا حامدالحق د «پاکستان دفاع شورا» چې د مذهبي او جهادي ډلو لکه «جماعت الدعوه او اهل سنت والجماعت» ایتلاف مشري یې هم کوله.

دغه شورا په ۲۰۱۱ کال کې د هغو پاکستاني عسکرو تر وژلو وروسته فعاله شوه، چې د امریکايي ځواکونو له‌خوا د افغانستان او پاکستان پر پوله وژل شوي وو.

که څه هم شورا د مولانا سمیع ‌الحق تر ترور وروسته غیرفعاله شوه، خو په ۲۰۲۳ کې مولانا حامد الحق بېرته فعاله کړه او «سیاسي دسیسې» یې وغندلې چې د هغوی په باور د پاکستان ملي ګټو ته زیان رسوي.

تېر کال د مولانا حامد الحق په مشرۍ د پاکستان دیني علماوو یو پلاوی افغانستان ته ولاړ چې دا سفر د «دیني ډیپلوماسۍ» برخه و او هلته یې د طالبانو له مشرانو سره هم ناستې ولاړې وکړې.

هغه په یوه مرکه کې ویلي وو، چې دا سفر به د اسلام‌ اباد او کابل ترمنځ بې ‌باورۍ کمې کړي؛خو داسې ونه شول.

مولانا حامدالحق په ۲۰۲۱ کال کې له The Independent سره په مرکه کې وویل، چې دارالعلوم حقانیه د امریکا او افغانستان سفیران مېلمانه کړي او د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د سولې او جوړجاړي لپاره یې منځګړیتوب کړی دی.

مولانا حامد الحق ټینګار کاوه، چې پاکستان باید په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره خپلې هڅې پراخې کړي او د ترهګرۍ پر ضد قوي قانوني چوکاټ رامنځته کړي.

افغانستان کې په ترهګریزو فعالیتونو کې د اکوړي مدرسې رول

مولانا حامد الحق خپلې مدرسې کې د دستار بندۍ پر مهال په یوې وینا کې ویلي و، چې افغان طالبان د امریکا او د افغانستان پخواني جمهوري نظام پر ضد د پاکستان د دفاع جګړه کوي.

هغه تل په خپلو ویناوو او مرکو کې له افغان طالبانو څخه پراخ ملاتړ کولو. نه یوازې ملاتړ بلکې د طالبانو د لوړې کچې او ټیټې کچې غړي یې له شاګردۍ ور اخوا ورسره د پلار د مریدۍ اړیکې هم پاللې.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام چارواکو په وار وار خپلو ویناوو کې حقانیه مدرسه د ترهګرو د روزلو ځاله بلله او په افغانستان کې جنګیدونکي طالبان یې د دوی زېږنده بلله.

حقانیه مدرسه کې د زده‌کړې چاپیریال
100%
حقانیه مدرسه کې د زده‌کړې چاپیریال

د افغانستان پخوانیو استخباراتي چارواکو ویل، چې د‌ پاکستان د پوځ له لوري یادې مدرسې ته ځانګړې بودیجه ورکول کیده او له همدې لارې افغان طالبانو ته د روزنې تر څنګ په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو مفکورې ورکول کیدې.

د راپورونو له مخې د افغانستان دننه د جمهوري نظام پر پوځیانو، بهرنیو ځواکونو او عامو وګړو ډېری ځانمرګي برید کوونکي د حقانیې له دغې مدرسې څخه فارغ شوي وو.

د جمهوري نظام امنیتي ادارو داسې شواهد شریک کړي وو، چې په کې ثابته شوې وه، دغه مدرسه کې ځانمرګي بریدګر هم روزل کیدل.

مولانا حامد الحق ته د طالبانو ملاتړ د هغه له پلار څخه په میراث پاتې و؛ خو تل یې له رسنیو سره په خبرو کې دا رد کړې وه، چې ګوندې په مدرسه کې یې ترهګر روزل کېږی او یا هم ترهګریزو فعالیتونو ته لارې چارې برابروي.

ډېپلوماټیک او سیاسي رول

مولانا حامد الحق یو له هغو محدودو کسانو څخه و، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د کابل تر سقوط وروسته له نړۍوالې ټولنې او پاکستانه وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او له افغانستان سره ديپلوماتیکې اړیکې وساتي.

د مولانا حامد الحق ترور، د پاکستان دیني او سیاسي کړیو ته یو لوی ګوزار بلل شوی او کارپوهان دا پېښه د سیمې د ناامنۍ د زیاتوالي نښه بولي.

لا تر اوسه پورې هېڅ کومې وسله والې ډلې د هغه د وژل کیدو مسوولیت نه دی منلی او پاکستاني طالبانو هم د هغه په وژل کیدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

ټي ټي پي لا بیا دا هم ویلي، چې د مولانا حامد الحق وژنه د پاکستان د پوځ یو له هغو تګلارو څخه ده، چې غواړي په پښتون مېشته سیمو کې دیني عالم په نښه کړي.