د بریټانیا لومړي وزیر له ټرمپ سره د کتنې لغو کولو غوښتنې رد کړې

د برېتانیا لومړي وزیرکییر سټارمر د یکشنبې په ورځ له ټرمپ سره د کتنې د لغو کولو په تړاو د سیاسي ګوندونو غوښتنې رد کړې.

د برېتانیا لومړي وزیرکییر سټارمر د یکشنبې په ورځ له ټرمپ سره د کتنې د لغو کولو په تړاو د سیاسي ګوندونو غوښتنې رد کړې.
دا غوښتنې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د ټرمپ او د هغه د مرستیال د سپینې ماڼۍ له جنجال پاروونکې ناستې وروسته شوې دي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د سکاټلنډ ملي ګوند او ځینو نورو سیاستوالو له ټرمپ سره د رسمي کتنې د لغو کولو غوښتنه وکړه.
سټارمر ویلي، چې دی به دا غوښتنې ونه مني، ځکه دا د اروپا د سولې مساله ده او د بریټانیا کورنۍ سیاسي ناندرۍ نه دي.
سټارمر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې دغه دولتي سفر باید لغو شي، پر سیاستوالو نیوکه وکړه، چې دده په وینا، داسې مهال له واشنګټن سره د اختلاف پراخېدو غوښتنه کوي، چې اروپا له واقعي ناوړه شیبې سره مخ ده. سټارمر بي بي سي ته وویل، « زه د ایس اېن پي او نورو په خبرو چې هڅه کوي لفاظۍ ډېرې کړي، نه تېروځم».
ټرمپ، چې مور یې له سکاټلنډه وه د برېتانیا د شاهي کورنۍ په اړه تل مثبته تبصره کړې.
د بریټانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې پخوانۍ رییسه الیشیا کیرنس وايي، سفر باید تر هغه وځنډول شي چې امریکا د اوکراین لپاره امنیتي ضمانت ورکړي.
په ورته وخت کې په یوه انلاین غوښتنلیک کې، چې د سفر د لغو کولو غوښتنه پکې شوې، تراوسه ۷۰ زره لاسلیکونه راټول شوي دي.


د روسیې د حمیمیم هوایي اډې سرتیري څو کلونه مخکې د ساحلي ښارونو په اوږدو کې ازادانه ګرځېدل. له دې اډې نه جنګي الوتکې الوتلې چې د بشارالاسد رژیم وسله وال مخالفان په نښه کړي.
خو اوس وضعیت بدل شوی دی. د بشار الاسد له سقوط وروسته او د سوریې په جنوب کې د روسیې د شوروي پېر طرطوس سمندري اډې څخه ۶۰ کیلومتره لرې پخواني یاغیان اوس ددې اډې د دروازو ساتونکي دي.
په زرغون یونیفورم ملبس ساتونکي اوس له اډو نه د بهر تلونکو روسي کاروانونو ساتنه کوي.
دوی تېره اونۍ د رویټرز له خبریالانو سره په دې سیمه کې خبرې وکړې. یوه ساتونکي وویل، « دوی [روسي پوځیان] باید موږ ته مخکې له دې چې ووځي، خبر راکړي».
د دغو اډو راتلونکی چې د روسیې لپاره په منځني ختیز او افریقا کې مهمې دي، اوس د سوریې موقت ولسمشر احمد شرع په لاس کې دی. هغه غواړي چې د اسد حکومت پرمهال د طرطوس او حمیمیم لاسلیک شوی تړون بیا وګوري، خو داسې ښکاري چې روسیه په بشپړ ډول له دې اډوڅخه نه شړي.
په بدل کې داسې برېښي، چې نوموړی د دې اډو پرځای ډيپلوماتیکه ښکیلتیا او مالي جبران وغواړي.

روسیه په سوریه کې له اووه لسیزو زیاته دخیله پاتې شوې، په ځانګړې توګه له۲۰۱۵ کال وروسته یې د اسد رژیم په پاتې کېدا کې مهم رول درلود.
رویټرز له اتو سوریايي او روسي ډیپلوماټیکو سرچینو سره خبرې کړې، چې د لومړني لوړ پوړي ملاقات جزئیات پکې شریک شوي، چې د شرع او د ولادیمیر پوتین د استازي ترمنځ ترسره شوی و.
د روسیې له خوا د سون توکو، وسلو او غنمو د بیا عرضه کولو غوښتنه ممکن د سوریې لپاره د ژغورنې یوه لاره وي.
د واشنګټن انستیتیوت یوې غړې انا بورشچفسکایا وویل، « مسکو لا هم سوریې ته څه ورکوي، او دا دومره ځواکمنه او ژوره ده چې نه شي کولای له پامه وغورځول شي، روسیه د دمشق حکومت ته اړتیا لري چې د خپلو ګټو ساتنه وکړي».
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې په اړه ډیر څه نه دي ویلي، خو هغه له روسیې سره خپلې اړیکې بیا رغولې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د اسد له سقوط سره، د سوریې لپاره فرصت دی « چې نور د ایران یا روسیې له تسلط څخه خلاص شي».
خو د امریکا متحد اسراییل غواړي چې روسیه د ترکیې پر وړاندې یو قوي ملاتړی پاتې شي.
د جنورۍ پر۲۹مه د دمشق په غونډه کې شرع د اسد پر حکومت د روسیې د پورونو لغو کولو غوښتنه وکړه. د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې اوس سوریه تر ۲۰-۲۳ میلیاردو ډالرو پورې بهرني پورونه لري.
په دې درې ساعته غونډه کې د سوریې چارواکو د اسد د راستنېدو موضوع مطرح کړه، خو یوازې په پراخو ټکو کې یې وویل، چې دا د اړیکو بیا جوړولو لپاره کومه ستره ستونزه نه ده.
د روسیې چارواکي نه غواړي اسد تسلیم کړي او په دې اړه یې وویل چې روسیه د خپل اوږدمهاله اتحاد دوام غواړي.

شرع د سوریې د هغو پیسو بیرته راګرځولو غوښتنه وکړه چې د اسد له خوا په مسکو کې سپما شوې، خو د روسیې استازو دا مساله رد کړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دې موضوع په اړه کومه تبصره ونه کړه. د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف وویل، دوی له سوریې سره خپل تماسونه جاري ساتي.
د روسیې پخواني مشاور سرګي مارکوف وویل چې د روسیې لپاره وضعیت ښه دی. هغه زیاته کړه، « د سوریې نوي چارواکي روسیه د دښمن په توګه نه ویني، خو روسیه باید د سوریې حکومت لپاره څه په بدل کې وکړي».
پوتین د دسمبر په میاشت کې د دې اډو لپاره وړاندیز وکړ، چې د بشري مرستو رسولو لپاره وکارول شي، خو د ملګرو ملتونو د سرچینو له مخې، د دې اډو له لارې کومه مرسته نه ده لیږدول شوې.

د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به نن یکشنبه (د کب ۱۲مه) د اروپایي مشرانو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
دغه سرمشریزه چې په لندن کې ترسره کېږي؛ ټاکل شوې چې د برېټانیا پاچا چارلز هم پکې له زېلېنسکي سره وګوري.
دغه سرمشریزه څو ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي، چې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ او ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ لفظي شخړې نړۍوال غبرګونونه را وپارول.
په سپينه ماڼۍ کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته ټرمپ وويل، زيلنسکي د سولې خبرو ته حاضر نه دی او پر جګړې ټينګار لري.
زیلنسکي له ټرمپ سره ترلفظي شخړې ورسته برتانیې ته لاړ او هلته یې د دغه هېواد له لومړي وزیر کېیر سټارمر سره په ډاونینګ سټریټ کې ولیدل، چېرې چې دواړو مشرانو اوکراین ته د ۲.۸ مېلیارد ډالرو پور ګړندي کولو تړون لاسلیک کړ.
د امريکا لهخوا زيلنسکي ته د رد تر ځواب ورکولو وروسته، اروپايي ټولنې پر خپل پخواني دريځ ټينګار کړی او وايي، د اوکراين ترڅنګ ولاړ دي.
د اروپايي ټولنې د کمېسيون مشر اورزولا فون درلاين ويلي، اروپايي ټولنه به اوکراين يوازې پرېنږدي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول کاياکالاس د ټرمپ او زيلنسکي ليدنې ته په اشارې پر اېکس پاڼه ليکلي:« نن ثابته شوه، چې نړۍ يو نوي رهبر ته اړتيا لري. دا زموږ اروپايانو مسووليت دی، چې دې بار ته اوږه ورکړو. ګرانه زيلنسکي، زړور او باجراته اوسه، ته يوازې نه يې».

د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندې ویلي، چې د سوریې په شمال لویدیځ کې یې په یوه هوایي برید کې د القاعدې سره د تړلې ترهګرې ډلې «حراس الدین» لوړپوړی پوځي مشر محمد یوسف ضیا طلا وژلی دی.
سېنټ کام په یوه خبرپاڼه کې وویل، دغه برید چې د فبرورۍ په ۲۳مه ترسره شو؛ په سیمه کې د سېنټ کام "د ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د روانو هڅو" یوه برخه ده.
د سېنټ کام خبرپاڼه زیاتوي، چې د برید موخه یې په سیمه کې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو د ملکي وګړو او پوځي پرسونل پر وړاندې د بریدونو پلان، تنظیم او ترسره کولو لپاره د ترهګرو هڅو مخنیوی دی.
د امریکا د مرکزي قوماندې قوماندان مایکل اېریک کورېلا وویل:« موږ به د خپل هېواد او د متحده ایالاتو د متحدینو او سیمهییزو همکارانو د دفاع لپاره د ترهګرو لټون او له منځه وړلو ته دوام ورکړو.»
قوماندان اېریک وویل، دغه عملیات د امریکا او د هغې د سیمهییزو ملګرو لهخوا په سوریه کې د ترهګرو ډلو سره د مبارزې او د متحده ایالاتو او متحدینو ګټو پر وړاندې یې د بریدونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د پراخو هڅو یوه بېلګه ده.
یوسف ضیا طلا د حراس الدین ( هاد ) ډلې په جوړولو کې کلیدي رول لاره.
هغه د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د جګړې لپاره د القاعدې سره همکارۍ ته ځانګړې پاملرنه کړې وه.
د هغه تر مشرۍ لاندې حراس الدین ډلې هڅه وکړه، چې د سوریې په شمال کې د القاعدې نفوذ پراخ کړي.
تر دې وړاندې د امریکا پوځ (د کب په ۴مه) هم ویلي و، چې د سوریې په شمال لوېدیځ کې یې د یوه هوایي برید په ترڅ کې د القاعدې یو جګپوړی چارواکی وسیم تحسین برقدار وژلی دی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ په یوه بیان کې دغه کس د "حراس الدین تروریستي سازمان کې د مالي او لوژستیکي لوړ پوړي چارواکي" په توګه یاد کړی و.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خېبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان په اېدک سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر پوځي کاروان ځانمرګي برید دولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ډان ورځپانې ویلي، برید هغه مهال وشو چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستاني پوځیانو له یوه موټریز کاروان سره وجنګاوه.
په دې چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي، چې په ټپیانو کې دوه ملکي وګړي هم شامل دي.
د ځايي چارواکو په وینا؛ ټپیان او د وژل شویو کسانو جسدونه نږدې روغتون ته لېږدول شوي او سملاسي یې د پېښې په شاوخوا سیمو کې د عاملینو نیولو لپاره چاڼیز پوځي عملیات هم پیل کړي دي.
لا تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو تر دې مخکې تر ډېره د دغه ډول بریدونو پړه «ټيټيپي» منلې ده.
تر دې برید یوه ورځ وړاندې د جمعې په ورځ د (کب ۱۰مه) د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي و، چې امنیتي ځواکونو یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د شمالي وزیرستان په غلامخان کلي کې شپږ ترهګر ووژل شول.
له دې جلا د شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د عباسه خټک سیمه کې یوه وسلهواله نښته شوې، چې په ترڅ کې یې یو وسلهوال وژل شوی او یو ځايي پولیس افسر ټپي شوی دی.
د پولیسو یوه چارواکي خبریالانو ته ویلي، نښته هغه مهال پیل شوه، کله چې د پولیسو ګزمې یو ګرځنده ټیم د وسلهوالو تر برید لاندې راغی.
د چارواکي په وینا، وسلهوالو د پولیسو موټر ته د عباسه خټک او وانده شاه اباخېل سیمو ترمنځ کمین نیولی و.
خېبر پښتونخوا څخه نږدې هره ورځ د پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ د جګړو خبرونه ترلاسه کېږي، چې ورسره هممهاله په دغه ایالت کې د یادې ډلې وسلهوال فعالیتونه چټک شوي دي. «ټيټيپي» په خپل یوه تازه راپور کې ادعا کړې، چې په خېبر پښتونخوا کې یې د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې نږدې یو نیم سل بریدونه کړي چې کابو «۱۸۰ پاکستاني پوځیانو» ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستان اندېښنه دا ده، چې د افغان طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته پاکستاني طالبانو ته په افغانستان کې پټنځایونه ورکړل شوي او له همدې امله د دوی په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو کچه لوړه شوې ده.
دا هغه ادعا ده، چې طالبانو په وار، وار رد کړې ده.
د خېبر پښتونخوا سیاستوال هم په خپل ایالت کې نا امنیو تنګ کړي او د پاکستان په مرکزي حکومت او پوځ یې نیوکې کړې، چې په لوی لاس یې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ اور بل ساتلی دی.

پاکستاني طالبانو په یوې تازه خبرپاڼه کې ادعا کړې ده، چې په خېبرپښتونخوا کې یې د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې «۱۴۷ بریدونه» کړي چې شاوخوا «۱۸۰» پاکستاني پوځیانو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.
د «ټيټيپي» د معلوماتو له مخې، په فبرورۍ میاشت کې یې یوازې د پاکستان د پوځ په ګډون د بېلابېلو امنیتي ادارو ۸۵ سرتېري وژلي، ۹۵ یې نور یې ټپیان کړي او شپږ تنه یې ژوندي نیولي دي. په دغو بریدونو کې تر ټولو ډېر زیان د پاکستان پوځ او اېس اېس جي ځواکونو ته اوښتی دی.
د خبرپانې پر بنسټ، د دغو بریدونو تر ټولو ډېر یې په سوېلي او شمالي وزیرستان کې ترسره شوي چې له پاکستاني ځواکونو څخه یې د یو شمېر سپکو او درنو وسلو د نیول کېدو ادعا هم کړې ده. «ټيټيپي» وايي، په فبرورۍ میاشت کې یې د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کتارونو او پوستو نږدې «۵۳ چریکي بریدونه او ۵۰ د لېزري وسلو» بریدونه کړي دي.
یادې وسلهوالې ډلې همدا راز ادعا کړې، چې د خېبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې یې د پاکستاني پوځ یو شمېر ډرون کامرې، څارونکې امنیتي کامرې، زغروال موټر او یو شمېر عادي پوځي وسایط هم لمنځه وړي دي.
لا تر اوسه پورې د پاکستان حکومت او پوځ د «ټيټيپي» د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د دغې ډلې پاکستاني ملګرو «ټيټيپي» په خېبر پښتونخوا کې خپل فعالیتونه چټک او پراخ کړي دي.
پاکستان په وار وار اندېښنې څرګندې کړې، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو په ګډون د دوی پر ضد یو شمېر وسلهوالو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه د دوی په هېواد کې ترهګریز بریدونه پلانوي.
که څه هم افغان طالبان د پاکستان دغه ادعاوې ردوي؛ خو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې د پاکستان د پوځ یو پلاوی په کابل کې له «ټيټيپي» سره د سولې مذاکراتو لپاره کېنولو او دا یې څرګنده کړه چې پر پاکستاني طالبانو د خپلو نفوذ پراخ سیوری لري.
پاکستان په نړۍوالو غونډو او ډېپلوماټیکو ناستو کې په وار، وار له طالبانو شکایت کړی، چې په افغانستان کې یې د دوی پر ضد وسلهوالو ډلو ته د استوګنې پټنځایونه ورکړي دي.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې دا اندېښنه هم څرګنده کړه، چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې د دوی پر ضد کارول کېږي.
د خېبر پښتونخوا بېلابېلو سیاستوالو نیوکې کړې، چې د پاکستان د بې غورۍ او نه پاملرنې له کبله په پښتون مېشتو سیمو کې د جګړې لمن مخ په پراخېدو ده او ان «ټيټيپي» یو شمېر سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین څه موده مخکې ادعا وکړه، چې د پښتونخوا په ځېنو سیمو کې د شپې له لوري د طالبانو حکومت او د ورځې لهخوا بیا د پاکستان د پوځ حکومت وي.