د موټر په کچه دې فضايي بېړۍ، چې څلور پښې لري، لس ساینسي وسایل له ځان سره لېږدولي او په مار کریسیم سیمه کې، چې ځمکې ته د سپوږمۍ د مخامخ برخې په شمال ختیز کې پرته ده، د سهار درې نیمې بجې په بریالي ډول کښېناستلې ده.
په ټکزاس کې دفایرفلای د ماموریت د کنټرول مرکز کې د فضايي بېړۍ د ښکته کېدو پر مهال سکوت خپور و، خو کله چې د نیلي اروا مشر انجنیر ویل کوګن تایید کړه چې فضايي بېړۍ د سپوږمۍ جاذبې ته داخله شوې، د ماموریت کنټرول خونه د شور او خوشالۍ ځوږ په سر واخېسته.
فایر فلای (Firefly) دویم خصوصي شرکت دی چې په سپوږمۍ کې بریالۍ ناسته کوي.
تر دې دمه پنځو هیوادونوپخواني شوروي اتحاد، امریکا، چین، هند او جاپان په سپوږمۍ کې بریالۍ نرمې ناستې کړې دي.
امریکا او چین غواړي د دې لسیزې تر پایه خپل تشیالغاړي سپوږمۍ ته واستوي او دواړه هېوادونه د خصوصي شرکتونو په مرسته د دې هدف لپاره چټک ګامونه اخلي.
نیلي ارواد ځمکې پر شاوخوا درې ځله چکر وواهه او ۲.۸میلیونه مایله واټن یې وواهه چې سپوږمۍ ته ورسېږي.
په داسې حال کې چې د امریکا فضايي صنعت د نوي سیاسي بدلون له امله نامعلوم راتلونکی لري، د ناسا موقتي مشر جانت پیټرو ټینګار وکړ، « سپوږمۍ د امریکا د فضايي ستراتېژۍ برخه ده او موږ باید فضا کنټرول کړو!».
نیلي اروا فضايي بېړۍ د سپوږمکۍ خاوره او د هغې تودوخه مطالعه کوي اوناساله دې معلوماتو څخه د ارټیمیس پروګرام لپاره د سترو ماموریتونو په چمتووالي کې ګټه اخلي.