• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ژوند او روغتیا؛ ولې ځوانان په اوسني وخت کې له وخت مخکې د زړښت ښکار دي؟

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۰

دا ډېره د حیرانتیا خبره ده چې په ننني عصر کې خلک ډېر ژر د زړښت ښکار کیږي. مګر ښه خبره دا ده چې اوس یې مهم لاملونه موندل شوي دي. د امریکا براون پوهنتون څېړنو ښودلې چې زموږ خواړه زموږ پر عمر اغیزه لري.

څیړنو ښودلې چې په ماشومتوب یا ځوانۍ کې زموږ د خوړو عادتونه د بیولوژیکي عمر په سرعت اغیزه کوي.

په یاد ولرئ که څه هم د هر انسان عمر د زیږون د نېټې سره سم ټاکل کیږي، مګر په طبي اصطلاحاتو کې یو بیولوژیکي عمر هم شته، چې د عمر سره سم د فزیکي او ذهني کارونو سره تړاو لري.

د ژوند طریقه، خواړه او نور عوامل په دې بیولوژیکلي عمر اغیزه کوي او عمر چې څومره لوړیږي هومره د بېلابېلو ناروغیو خطر زیات کیږي.

د څېړنو له مخې که په ماشومتوب او ځوانۍ کې د ډېر خوراک له امله د بدن وزن زیات شي، د وخت نه مخکې د زړېدو خطر هم ورسره زیاتېږي.

څېړنو ښودلې چې د شپې ناوخته خوراک پر بدن منفي اغېز کوي دا کار د وزن زیاتیدو خطر زیاتوي. څیړونکو ویلي چې په ماشومتوب یا ځوانۍ کې زموږ د بدن وده پر ټول عمر اغیزې لري.

هغوی زیاته کړې، چې په دې برخه کې زموږ د خوب او خوړلو وخت مهم دی. تر دې وړاندې هم څېړنو په ډاګه کړې وه، چې خوب او غذايي عادتونه پر بدن اغېزې لري.

اوس په نوې څېړنه کې ښکېلو څېړونکو ویلي، چې زموږ څېړنیز کار یو څه توپیر لري، ځکه موږ ژور تللي یوو.

په دې څېړنه کې ۵۱ کسان چې عمرونه یې له ۱۲ څخه تر ۱۸ کلونو پورې و شامل دي چې د وزن په اساس په درېیو ګروپونو ویشل شوي.

دغه کسان د خوب او خوړو په اړه د بېلابېلو تجربو سره مخ شوي، یوولس ورځې او لس شپو لپاره په یوه ځای کې ساتل شوي.

پایلو ښودلې چې د خوب او خواړو عادتونو کې بدلون هم د بدن په داخلي سیستم کې د بدلون لامل کیږي او د چاغی خطر زیاتوي.

هغوی وویل، چې دې څېړنې د لومړي ځل لپاره ثابته کړه چې زموږ غذايي عادتونه د بدن داخلي سیستم دندې هم تنظیموي.

څېړونکو دا هم زیاته کړې، چې د موندنو د بشپړ تایید لپاره لا زیاتو څېړنو ته اړتیا شته.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

هغه ښځه چې د پیسو خوندي کولو لپاره هره ورځ په الوتکه کې دفتر ته ځي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۲۰ GMT+۰

که ستاسو دفتر ستاسو له کور څخه لېرې وي، له کور څخه دفتر ته اوږد تګ راتګ کولی شي د ذهني فشار او مالي لګښتونو لامل شي، پداسې حال کې چې ټرافیکي ځنډ او په ځنډ دفتر ته رسېدل هم یو مسله ده.

په داسې حالت کې، چې ډېری خلک د سفر لګښتونو خوندي کولو لپاره دفتر ته نږدې استوګنځی انتخابوي تر څو دفتر ته بې پیسو چټکه رسېدنه وکړي، مګر یوه هندي الاصله ښځه چې په مالیزیا کې ژوند کوي د پیسو خوندي کولو لپاره هره ورځ په طیاره کې دفتر ته ځي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، هندي الاصله راحیل کور، چې په مالیزیا کې د یوه هوايي شرکت د مالي عملیاتو په څانګه کې مرستیالې مدیرې په توګه کار کوي، د کور څخه دفتر ته د خپل ځانګړي سفر له امله د رسنیو د سر موضوع ده.

راحیل کور په پینانګ کې له خپل کور څخه سپونګ کې خپل دفتر ته د رسېدو لپاره شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره د هوا له لارې سفر کوي.

د هغې ورځ د سهار په ۴ بجو پیل کیږي، هغه په ​​۵ بجو هوایی ډګر ته رسیږي او په ۶ بجو الوتنه کوي، چې شاوخوا ۳۰ څخه تر ۴۰ دقیقو پورې وخت نیسي، او هغه ۸ بجو ته خپل دفتر ته رسیږي.

راحیل په خپلې یوه مرکه کې ویلي، چې له خپلو دوو ماشومانو سره د زیات وخت تېرولو لپاره یې ورځنۍ الوتنې پیل کړې، تر دې وړاندې په کوالالمپور کې په یوه کرايي کور کې اوسېده او یوازې د اونۍ په پای کې کور ته تلله، خو کله چې یې ماشومان لوی شول، نو احساس یې وکړ چې باید له دوی سره ډېر وخت تېر کړي.

راحیل پرېکړه وکړه، چې د ۲۰۲۴ په پیل کې ورځنۍ الوتنې پیل کړي، او دې چارې د هغې سره د شخصي او مسلکي ژوند تر منځ په ښه انډول کولو کې مرسته وکړه.

د راپور له مخې، د هغې ورځني مصارف اوس د هغه په ​​پرتله کم دي چې دفتر ته نږدې کور یې اخیستی و، او ویل کیږي چې د هغه میاشتني لګښتونه پخوا ۴۷۴ امریکایي ډالر وو چې اوس ۳۱۶ ډالرو ته راټیټ شوي.

مفتي قوي د راکي ساونت سره د واده نېټه هم څرګنده کړه

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۲۷ GMT+۰

مفتي عبدالقوي په تېرو ورځو کې د هندي اداکارې راکي ساونت سره د واده کولو مشروط رضایت ښودلی و، چې وروسته راکي ساونت هم مثبت ځواب ورکړ، تازه مفتي قوي هم راکي ساونت ته د واده نېټه ټاکلې ده.

یوه ټلویزیون سره په خبرو کې مفتي قوي ادعا کړې وه، چې راکي ساونت سره واده کوي.

د ټلویزیوني پروګرام د کوربه د پوښتنې په ځواب کې، مفتي قوي وویل چې راکي ساونت د واده لپاره د فبرورۍ ۱۴ نېټې غوښتنه کړې ده. مفتي قوي همدا زار کوربه ته وړاندیز وکړ چې له هغه سره په نکاح کې ګډون وکړي او شاهد واوسي.

مفتي قوي وویل، چې د راکي ساونت جامې به له واده وروسته په بشپړ ډول د شریعت مطابق وي. مفتي قوي وویل ممکنه ده زما لباس هم بدل شي.

تر دې مخکې په یوه پوډکاسټ کې مفتي قوي له راکي سره واده کولو ته مشروط رضایت ښودلی و او ویلي یې و چې که مور یې اجازه ورکړي، نو دی چمتو دی چې له راکي ساونت سره واده وکړي.

مفتي قوي وايي چې زما مور راته امر کړی چې واده کوې نو زما نه په پوښتنه یې وکړه او چاته مه وایه چې څو ودونه مې کړي.

وروسته راکي ساونت د مفتي قوي د واده وړاندیز ته ځواب ورکړ او ویې ویل: «زه له یوه مولانا سره واده کولو ته زړه ښه کوم، قوی صاحب ستاسو په نوم کې قوي راځي، زما لپاره شعر ولیکه.»

مفتي عبدالقوي هغه کس دی، چې د پاکستان د محکمې چارواکو په ۲۰۱۶ کې د پاکستانۍ ماډلې قندیل بلوچ د مرګ په تړاو زنداني کړ، خو نوموړي د قندیل بلوچ په مرګ کې خپل لاس لرل رد کړل.

تر دې وړاندې قندیل بلوچ له نوموړي داسې سیلفي انځورونه اخیستي وو، چې په سوشل میډیا یې ناندرۍ راپارولې وې.

مارک زوکربرګ د نړۍ دویم شتمن کس شو

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۲۴ GMT+۰

د میټا اجرایوي مشر مارک زوکربرګ د امازون شرکت له څښتن جیف بیزوس څخه مخکې شو او د نړۍ دویم شتمن کس شو. د بلومبرګ، د میلیاردرانو لړۍ د ټاکلو له مخې، د مارک زوکربرګ شتمني ۲۵۲ میلیارده ډالرو ته رسیدلې، په داسې حال کې چې د امازون شرکت بنسټ ایښودونکی جیف بیزوس ۲۴۹ میلیارده ډالره ده.

ایلن ماسک د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی چې د شتمنۍ خالص ارزښت یې ۴۰۲ میلیارده ډالره ته رسېږي.

مارک زوکربرګ د میټا د ونډو ۱۲.۸سلنه څښتن دی، او د هغه د شتمنۍ زیاتوالی یا کمښت هم د هغه د شرکت په ونډو پورې تړاو لري.

د مارک زوکربرګ شتمني په ۲۰۲۵ کال کې د ۴۴.۴ میلیارده ډالرو په حیرانونکي ډول سره زیاته شوې، چې نوموړی یې سږ کال تر اوسه پورې تر ټولو زیات عاید لرونکی کس ګرځولی دی.

مارک زوکربرګ، چې په ۲۰۲۲ کال کې د میټاورس په جوړولو بوخت وو، د لوی مالي زیان سره مخ شو، شتمني یې له ۱۰۰ میلیارده ډالرو څخه کمه شوه، چې په دې سره هغه د نړۍ د لسو غوره شتمنو له کتار څخه ووت.

خو په ۲۰۲۳ کال کې، مارک زوکربرګ خپل تمرکز حقیقي نړۍ ته ور واړوه او د میټا پلیټ فارم د لګښتونو کمولو لپاره یې چټک ګامونه پورته کړل په داسې حال کې چې د مصنوعي ځیرکتیا په ټیکنالوژۍ یې ډیر کار ترسره کړی و.

ایا ښځې رښتیا د نارینه وو په پرتله ډېرې خبرې کوي؟ تاسو هم په دې باور یاست؟

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۱۵ GMT+۰

داسې انګیرل کیږي چې ښځې د نارینه وو په پرتله ډېرې خبرې کوي او دا تصور په ټوله نړۍ کې عام دی. مګر ایا دا ریښتیا ده؟ دا پوښتنه په یوه زړه پورې نوې څېړنه کې ځواب شوې.

دا پوښتنه د امریکا د اریزونا پوهنتون په څېړنه کې ځواب شوې.

د دغه پوهنتون له خوا په ۲۰۰۷ کې یوې څېړنې ومونده ،چې دا نظر چې ښځې د نارینه وو په پرتله ډېرې خبرې کوي ناسم دی.

د څېړنې له مخې، په اوسط ډول هره ورځ شپاړس زره کلمې د نارینه او ښځو له خوا ویل کیږي. د اریزونا پوهنتون څېرونکو د پخوانیو موندنو د تصدیق لپاره نوی څېړنې ترسره کړي دي.

د دغو څېړنو د موندنو له مخې، دا روښانه ده چې مېرمنې کولی شي ډېرې خبرې وکړي مګر یوازې په ټاکلي عمر کې.

څېړونکو وویل چې په ټوله نړۍ کې داسې انګیرل کیږي چې ښځې د نارینه وو په پرتله ډېرې خبرې کول خوښوي، نو موږ هڅه وکړه چې دا ازموینه وکړو.

څېړنې موندلې چې په یوه ټاکلي عمر کې مېرمنې د نارینه وو په پرتله په اوسط ډول ۳۰۰۰ کلمې ډېرې خبرې کوي.

د څېړنو له مخې، ښځې له ۱۰ تر ۱۷ کلنۍ، له ۱۸ تر ۲۴ او ۶۵ کلونو او یا له دې وروسته د نارینه وو په څېر ډېرې خبرې کوي.

مګر د ۲۵ او ۶۵ کلونو ترمنځ د یوې ټاکلې مودې په جریان کې، ښځې د نارینه وو په پرتله هره ورځ په اوسط ډول ۳۰۰۰ کلمې ډېرې خبرې کوي.

څېړونکو دا هم وموندله چې ډېری خلک په اوسني وخت کې په لږو خبرو کولو عادت شوي، ممکن دا د ډیجیټل اړیکو د زیاتوالي له امله وي.

د دې څېړنې لپاره، له شپږ لکه دېرش زره نارینه او ښځو چې عمرونه یې د ۱۰ او ۹۴ کلونو ترمنځ و د خبرو کولو معلومات چې د ۲۲ بېلابېلو څېړنیزو راپورونو برخه وه څېړل شوي.

څېړونکو وموندله، چې د ۲۵ او ۶۴ کلونو ترمنځ، مېرمنې هره ورځ په اوسط ډول ۲۱,۸۴۵ کلمې خبرې کوي، خو نارینه بیا د ۱۸,۵۷۰ کلمې په خبرو کې کاروي.

څېړونکو وویل چې دوی په ډاډ سره نه شي ویلای چې ښځې ولې په څلوېښت کلنۍ کې ډېرې خبرې کوي، مګر یو احتمال دا دی چې دا د ماشوم پالنې وخت دی او ډېری وختونه مېرمنې د دوی د پاملرنې مسولیت لري، چې کیدای شي دوی ډېرې خبرې وکړي.

د څېړونکو په وېنا، د عمر په ډېرېدو سره ښځې او نارينه دواړه کمې خبرې کوي.

د اېپل کمپنۍ جوړ شوی «ایفون ۱۵» ځیرک ټیلیفون په نړۍ کې تر ټولو ډېر پلورل شوی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۴۰ GMT+۰

په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ تر ټولو زیات پلورل شوی ځیرک ټیلیفون، انډرایډ ټیلیفون نه و، بلکې د اېپل کمپنۍ جوړ شوی «ایفون ۱۵» و. ویل کیږي، چې د اېپل «ایفون ۱۵» ځیرګ ټیلیفون په نړۍ کې تر ټولو ډېر پلورل شوی.

د کاونټر پواینټ په نوم څېړنیز شرکت چې هر کال د ځيرکو ټیلیفونو د پلور شمېرې خپروي، وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې تر نورو ځېرکو ټیلیفونونو «ایفون ۱۵» ډېر پلورل شوی او د پلور په دې سیالۍ کې لومړی مقام لري.

د دغه شرکت په وړاندې شوي نوملړ کې له لسو ځيرکو ټیلیفونونوڅخه ۷ هغه یې د اېپل کمپنۍ له‌خوا جوړ شوي ایفونونه دي.

د کاونټر پواینټ شرکت د څېړنې له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د غوره لسو ټیلیفونو په کتار کې د نړۍ تر ټولو زیات پلورل شوی ټیلیفون «ایفون ۱۵» و، چې په ټولیز ډول یې د بازار ونډه درې سلنه وه.

د حیرانتیا وړ دا وه، چې په دویم مقام کې د ایفون ۱۶ پرو میکس ځیرک ټیلیفون و، کوم چې د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې بازار ته وړاندې شو، همداشان ایفون ۱۵ پرو میکس په دریم ځای کې راغلی دی.

ګلیکسي اې ۱۵، ایفون ۱۶ پرو، ایفون ۱۵ پرو، او ایفون ۱۶ په ترتیب سره د څلورم څخه تر اووم غوره پلورل شویو تلیفونو په کتار کې دي.

د ځيرکو ټیلیفونو په دې سیالۍ کې ایفون ۱۳ په لسم ځای کې راغلی.

کاونټر پواینټ، یو نړیوال څیړنیز شرکت دی چې د ټیکنالوژۍ، رسنیو، مخابراتو د صنعت په محصولاتو کې تخصص لري.

یاد شرکت د میاشتنيو راپورونو، دودیزو پروژو، ګرځنده ټیلیفونونو او ټیکنالوژۍ بازارونو په تفصيلي تحلیلونو وړاندې کولو سره د ټیکنالوژۍ او مالي لویو شرکتونو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د کاونټر پواینټ شرکت کلیدي شنونکي د لوړ ټیکنالوژۍ صنعت په برخه کې تجربه لرونکي متخصصین دي.