
د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون له رییس سره کتلي. یونس مهمند د پاکستان د سوداګرۍ له فدراسیون څخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د خلاصیدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دغې خونې مرستیال محمد یونس مهمند پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د سوداګرۍ فدراسیون له مسوولانو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټي ستونزو د حل په موخه کتلي.
د افغانستان د سوداګرۍ اوپانګونې خونې مسوولانو په دې لیدنه کې د ترانزیټي اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی.
محمد یونس مهمند په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د کمښت لامل د هېوادونو منفي سیاستونه بللي.
نوموړي د پاکستان له لوري د لارو بندول د نړیوالې سوداګرۍ او ګاونډیتوب د اصولو خلاف بللي او د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون له رییس څخه یې غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي لارو د خلاصون په برخه کې له خپل حکومت سره عملي ګامونه واخلي.
همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکیب سره لیدنه کې د ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کولو او د مناسبو حل لارو په اړه هم خبرې کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې له تېرو ۹ ورځو راهیسې د پاکستان له خوا د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د تورخم دروازې د خلاصیدو په اړه د طالب او پاکستاني چارواکو ترمنځ څو بې پایلې لیدنې هم شوې دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل، چې په افغانستان کې پر ښځو هغسې محدودیتونه نشته، چې «نړیوال ادرسونه» او یو شمېر هېوادونه یې په اړه راپورونه خپروي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه نشته.
نوموړی وایي، یو شمېر هېوادونه او نړیوال ادرسونه د طالبانو د دغه وزارت د نوي قانون په اړه «منفي تبلیغات» کوي.
خیبر د ځینو هېوادونو او سازمانونو هغه راپورونه په کلکه ردوي چې ښځي له محرم پرته سفر او په ځانګړې توګه په کابل کې په ټکسیو کې د سفرکولو اجازه نه لري. هغه وايي، «دا ټول هغه له حقایقو لرې خبرې دي، چې تاسې ټول په دې باندې خبر یاست، دا اوس هم که د کابل په ښار کې احصایه وشي، زما په ګومان تر نارینه وو به د ښځو فیصدي زیاته وي، په داسې حال کې چې په کابل کې داسې ځانګړې سیمې شته چې ښځې خپلې هټۍ لري، سوداګري کوي».
هغه له نارینه پرته د ښځو د سفر په تړاو وویل، « له محرم پرته د ښځو سفر که له اتیا کیلومټره زیات وي بیا د نارینه شتون مهم دی او دا یوه شرعي مساله ده.»
یاد طالب ویاند وايي، په ټولنیز ژوند کې د تګ راتګ پر مهال له ښځو سره د نارینه د شتون اړتیا نشته.
د دغه وزارت ویاند د افغان ښځو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ټول راپورونه ردوي.
نوموړی وايي، د دې ډلې په واکمنېدو سره د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې، د اجباري نکاح، د میرمنو د میراث حقونو او کورني بند څخه د خلاصون په برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري.
یاد وزارت وايي، محتسبانو په تېره میاشت کې ۳۰ قضیو ته رسیده ګي کړې او د لسو اجباري نکاحګانو مخنیوی یې کړی.
د یاد وزارت ویاند وویل، چې په تېرو درې نیمو کلونو کې د څه باندې شپږ زره ښځو د اجباري نکاح مخنیوی شوی.
امربالمعروف د طالبانو تر ټولو جنجالي وزارت دی. ملګري ملتونه، نړیوال سازمانونه او ګڼ هېوادونه د یاد وزارت پر نوي قانون سختې نیوکې لري، خو طالبان وايي، د دغه وزارت نوی قانون د اسلامي او شرعي اصولو له مخې د ټولنې د اصلاح په موخه جوړ شوی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې اروپايي هېوادونه له طالبانو سره تعامل ته لېواله دي، خو له امریکا سره ددغو هېوادونو تړونونه او نزاکتوته یې پر وړاندې خنډ دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه د کب پر ۱۲مه له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې طالبان په مختلفو هیوادونو کې شاوخوا ۴۰ سیاسي استازولۍ لري او له ډیرو هیوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هیوادونو سره سره ښې اړیکې لري.
مجاهد له هېوادونو سره ددې ډلې د اړیکو په تړاو وویل چې له ګڼو هېوادونو سره نامستقیمې اړیکې هم لري، خو دوی غواړي چې دغه اړیکې مستقیمې واوسي څو د اعتماد او تعامل لپاره لاره پرانیزي.
هغه د اړیکو په برخه کې د اسلامي شریعت رڼا کې ډیپلوماسي او ځینې نور مسایل یاد کړل، خو ویې ویل، چې دوی داسې شرایط نه وړاندې کوي، چې مقابل اړخ ته د منلو وړ نه وي، «افغانستان هیڅ داسې شرط نه وړاندې کوي، چې نورو هېوادونو ته د منلو وړ نه وي، دا تعامل یواړخیز نه کیږي، ځینې هېوادونه داخلي ستونزې او نزاکتونه لري، چې هلته داخلي قوانین او نور مسایل یې پر وړاندې خنډ دي، دا هغوی ستونزه ده».
مجاهد په دې مرکه کې وویل، چې د سیمې له هېوادونو سره یې ښه تعامل ایجاد کړی او له اسلامۍ نړۍ سره د «اخوت فضا» ښه ساتل شوې ده، خو د اروپايي هېوادونو په برخه کې یې وویل، چې هلته د ذهنیت بدلول یوڅه وخت غواړي. هغه زیاته کړه، « له ځینو اروپايي او غربي هېوادونو سره چې په افغانستان کې اشغال کې پاتې شوي، ډېره اسانه نه ده چې هلته ذهنیتونه زر بدل کړو او قناعت ورکړو، خو کار پرې ډېر شوی او د تماس لارې جوړې شوې دي».
د طالبانو ویاند ادعا وکړه، چې ټول اروپايي هېوادونه له دوی سره تعامل ته لېواله دي، خو امریکا یې پر وړاندې خنډ ده.
مجاهد زیاته کړه، « اروپايي هېوادونه زموږ په نظر ټول لیوال دي خو هغوی له امریکا سره خپل تړونونه او ځینې نزاکتونه لري، له هغې وجې دوی د امریکا ټنډې ته ګوري، یا ځینې نور هېوادونه چې رسمي تعامل کې دي له موږ سره خو اعلان یې نه کوي، هغوی هم له هغو هېوادونو سره خپل نزاکتونه لري».
هغه دا ادعا هم وکړه چې متحده ایالات او ځینې لویدیز هیوادونه لا هم د طالبانو په وړاندې «جګړه ییز ذهنیت» لري او دوی نشي کولی له طالبانو سره تر هغه وخته اړیکې وپالي چې دا ذهنیت بدل نه شي.
د طالبانو ویاند ټینګار کوي، چې دوی لوېدیزو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د دوی پر ضد نه کارول کېږي او د دوی د سفارتونو او دیپلوماتیکو ماموریتونو امنیت به تامینېږي.
د هغه په وينا، طالبانو په وار وار له امريکا او اروپا غوښتي، چې په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانيزي او طالبانو ته اجازه ورکړي، چې په يادو هېوادونو کې ډيپلوماتيکې استازولۍ ولري.
ذبیح الله مجاهد د مرکې په یو بله برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې، چې له طالبانو پوځي تجهیزات بېرته اخلي او په بګرام اډه کې چینايي پوځیان دي، ناسمې وبللې او ویې ویل چې هېڅ چینايي په افغانستان کې حضور نه لري.
هغه وویل چې د ټرمپ څرګندونې «احساساتي» وې او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو له خوا نیول شوي پوځي تجهیزات د «جګړې د غنیمت» په توګه نیول شوي دي.
مجاهد همداراز د هغو چورلکو مسالې ته هم اشاره وکړه چې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې وې او ویې ویل چې طالبانو په وار وار د ازبکستان له حکومته غوښتي چې دغه چورلکې بېرته ورکړي.
هغه وویل: « کېدای شي امریکا په دې برخه کې پر ازبکستان فشار راوړی وي، خو دا چورلکې د افغانستان دي او موږ لا هم هغه بیرته غواړو».
په افغانستان کې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته، د تاجکستان او ازبکستان چارواکو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه اعلان وکړ چې د افغانستان د وسله والو ځواکونو ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ چورلکې د دغو هېوادونو هوايي حریم ته ننوتلې دي.
په تورخم کې د طالبانو کمیسار عبدالجبار افغان ویلي، چې نن یې د تورخم دروازې د خلاصون لپاره د پاکستاني لوري سره په ننګرهار ولایت کې د طالبانو مرستیال والي عزیز الله مصطفی په مشرۍ خبرې اترې کړې دي.
هغه په یوه ویډیویي پیغام کې وایي، چې «له پاکستاني لوري څخه په خبرو کې کرنل وقاص، د کونسلي د بهرنیو اړیکو مرستیال او همداشان د دوی کمیسار ګډون لاره.»
هغه وړاندې وایي:« پاکستاني لوري ته مو ویلي، چې باید سیاست له سوداګرۍ جلا کړو، دواړه لوري به په یاده لاره ۲۴ ساعته تګ راتګ ته اجازه ورکوو؛ تر څو مو سوداګري پیاوړې شي او همداشان د ناروغانو او مساپرو لپاره باید اسانتیاوې رامنځته کړو.»
ښاغلی افغان زیاتوي، چې دواړه لوري به دغې مسلې له خپلو لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړي او له هغې وروسته به د تورخم دروازې خلاصون په تړاو پرېکړه کوي.
بل خوا په تورخم کې پاکستاني خبریالانو هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته د یادې دروازې د خلاصون په اړه د دواړو لوریو ترمنځ روانې خبرې تایید کړې او وایي، د خبرو لومړی پړاو پای ته رسېدلی؛ اوس دواړو پلاوو دمه اخستې او له دمې ورسته به بیا خبرې پیل شي.
یوې بلې ځایي سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې له سهار راهیسې په تورخم کې د ناروغانو، ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه مساپر د لارې د خلاصون په تمه ناست دي؛ خو طالبان دوی ته د ۰۴ تالاشۍ څخه د مخکې تګ اجازه نه ورکوي.
د دغې دروازې بندېدو نه یوازې دا چې په تورخم کې تلونکو مساپرو ته ګڼې ستونزې راولاړې کړې؛ بلکې هغه سوداګر یې هم زیانمن کړي، چې د کرښې دواړو غاړو ته یې په سوداګریزو توکو بار لارۍ ولاړې دي.
خان شاه مومند چې د تازه میوو او سبو سوداګر دی، وایي:« د تورخم دروازې بندېدو په سوونه لکه افغانۍ زیانمن کړی.»
مومند وایي:« که نن هم لاره خلاصه نشي؛ نو په تورخم کې به مو په پاتې ولاړو لاریو کې تازه میوه او سابه خراب شي، مجبور یم چې تاواني د خپل یوه څادر سره کور ته لاړ شم.»
د یادې دروازې د خلاصون لپاره تېره ورځ هم د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې بې پایلې پای ته رسېدلې وې.
د تورخم دروازه نهه ورځې وړاندې د پاکستاني لوري لهخوا په داسې حال کې وتړل شوه، چې طالبانو غوښتل فرضي کرښې ته نږدې پوځي تاسیسات جوړ کړي او پاکستان د دغې کړنې د مخنیوي لپاره له طالبانو د دغې چارې د درولو غوښتنه وکړه.
د ساوت چاینا مارنېنګ پوسټ د راپور له مخې، سوریایي اسلامپاله ډله چې اوس د دغه هېواد په ځینو سیمو کې واک لري؛ د هنر او کلتور په برخه کې یو نرم دریځ غوره کړی دی. دغه دریځ له طالبانو سره څرګند توپیر لري، چې په افغانستان کې یې تل هنر، موسیقي او کلتوري فعالیتونه منع کړي.
راپور زیاتوي، د ۲۰۰۱ کال په پېښه کې طالبانو د بامیانو د بودا تاریخي مجسمې ویجاړې کړې او د ۲۰۲۴ کال وروستیو کې د دغه ډلې امربالمعروف وزارت وویل، په تېر کال کې یې تر «۲۱ زرو» ډېرې د موسیقۍ الې له منځه وړې دي.
وروسته له هغه چې د بشار الاسد حکومت کمزوری شو او واک نوي اسلامپاله ډلې ته ورسېد؛ د سوریې په ځینو سیمو کې کلتوري ژوند بېرته راژوندی شو. هنرمندان، سندرغاړي او نڅا کوونکي چې د واک بدلون وروسته اندېښمن وو؛ اوس یې د نویو چارواکو له اجازې سره خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي دي.
انس زیدان چې د سوریې د انتقالي حکومت د موزیمونو او لرغونو اثارو مسوول دی وایي: «زموږ حکومت د هنر مخالف نه دی؛ برعکس، موږ هنر ته وده ورکوو، ځکه هنر د انسانیت یوه مهمه برخه ده».
دغه دریځ له طالبانو سره ښکاره توپیر لري، طالبان نه یوازې دا چې موسیقي او هنر حرام بولي؛ بلکې ان د پلورنځیو بېنرونه چې پرې انځورونه لګېدلي وي هم پرې کوي او یا هم پرې د عکسونو مخونه پټوي؛ څو د خپلو سختدریځو افکارو ننداره وړاندې کړي.
په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې سخت افراطي قوانین پلي کوي؛ د سوریې نوي مشران چې مشري یې احمد الشرع کوي، په دې هڅه کې دي چې له لوېدیځو هېوادونو او عربي نړۍ سره یو نرم چلند وکړي.
الشرع وایي: «د سوریې ټولنه له افغانستان سره توپیر لري او زموږ حکومت به د خلکو کلتور او تاریخ ته په کتو خپلې پرېکړې کوي».
یاد راپور کاږي، خو دا نشي ویل کېدای چې د سوریې نوي حکومت له محافظه کارانه اقداماتو ډډه کړې ده.
د واکمنۍ له بدلون وروسته، ځینې اقدامات شوي؛ لکه د ښوونیزو کتابونو منځپانګه اسلامي کول، ښځو ته د حجاب سپارښتنه او په عامه ځایونو کې د دیني نښو زیاتول.
سره له دې، دوی هڅه کوي چې افراطیت تر کنټرول لاندې وساتي. د بېلګې په توګه، کله چې د حما ښار کې یوې ډلې د کرسمس ونه وسوځوله؛ نویو چارواکو دغه کړنه سمدلاسه وغندله او عاملین یې ونیول.
سارا شما چې یوه سوریایۍ هنرمنده ده وايي، په پېل کې وېرېدلې وه چې ښايي نوی حکومت یې د هنري فعالیتونو مخه ونېسي ؛خو اوس ډاډه شوې.
نوموړې زیاتوي: « چارواکو موږ ته ډاډ راکړی، چې د هنري فعالیت اجازه شته».
د هغې هنري اثار، چې د «۱۲ کلونو غږ» نومېږي، د دمشق ملي موزیم کې نندارې ته وړاندې شوي او ان د بشار الاسد له سقوط وروسته هم دغه نندارتون پرته له سانسوره دوام لري.
بل لوري په افغانستان کې بیا طالبانو پر انځورګرانو بندیزو لګولی، چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه به نه نقاشي کوي او د دغو بندیزونو له کبله ځیني انځورګران له هېواده کډه کولو ته اړ شوي دي. نه یوازې انځورګران بلکې د موسېقۍ پر هر ډول الو او سندرو ویلو بندیز لګېدلی، چې له امله یې ډېری سندرغاړي بې روزګاره شوي دي.
ځیني افغان سندرغاړي بیا ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته کډه شوي او هلته له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند کوي.
په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د هنر، موسیقۍ او کلتور سخت مخالف دي او دغه ډول فعالیتونه ځپي؛ برعکس د سوریې اسلامپاله واکمنه ډله هڅه کوي، چې له خپل هېواده یو منځ لاری انځور وړاندې کړي. که څه هم ځینې محافظه کارانه ګامونه اخلي، خو پر هنر او کلتور بشپړ بندیز نه لګوي.
افغانستان کې طالبان خپل سخت دریځ ته دوام ورکوي؛ خو سوریه کې نوی حکومت هڅه کوي چې هم اسلامي اصول وساتي او هم د خلکو هنري او کلتوري ازادۍ ته درناوی وکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې ازبکستان هېواد د ۲۰۰ مېلیونه ډالرو په پانګونې سره غواړي چې په بلخ، سمنګان او کندوز ولایتونو کې ځینې پروژې پلي کړي.
دغه څرګندونې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرتاف په مشرۍ د دواړو هېوادونو سوداګریز پلاوي د ازبکستان په ترمذ ښار کې په یوې ناسته کې کړې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، په دې ناسته کې د ازبکستان لهخوا د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې پر موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې ازبکستان په لومړي پړاو کې د ۲۰۰ مېلیونه ډالرو په پانګونې سره غواړي چې د بلخ، سمنګان او کندوز ولایتونو کې پروژې پلي کړي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو پروژو کې د حیرتان بندري ښارګوټي کې د اقتصادي او سوداګریز کمپلېکس جوړول، د خوراکي توکو تولید او پروسس، د مالدارۍ او باغدارۍ روزنه، د درملو صنعت، د سمنټو او ودانیزو توکو تولید او همداشان د سبزیجاتو او مېوو پروسس شامل دي.
د دغه وزارت په وینا؛ یاده ناسته کې دغه راز په ترمذ ښار کې د سیمهییز نندارتون جوړول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ خونو رامنځته کول، د ګمرکي همکاریو پراختیا، د کرنیزو همکاریو او د سوداګرو لپاره د اوږدمهاله سوداګریزو ویزو اسانتیاوو برابرولو د حل لپاره د ګډې کمېټې جوړولو په اړه خبرې شوې دي.
ویل کېږي، چې دغه ناسته د پخوانیو هوکړو له مخې او ازبکستان ته د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر د ژمنو د تطبیق په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د پلاوي په ګډون ترسره شوې ده.
ازبکستان د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم لوبغاړی ګڼل کېږي او غواړي، چې د افغانستان سوداګریزو بازارونو ته لاسرسی پېدا کړي؛ خو په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو سره ازبکستان د سرحدي امنیت او بېځایه شویو وګړو په اړه یو لړ اندېښنې هم لري.