• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوریې واکمنه اسلام پاله ډله د طالبانو برعکس هنر او کلتور د «انساني ارزښتونو» برخه ګڼي

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۲۹ GMT+۰

د ساوت چاینا مارنېنګ پوسټ د راپور له مخې، سوریایي اسلامپاله ډله چې اوس د دغه هېواد په ځینو سیمو کې واک لري؛ د هنر او کلتور په برخه کې یو نرم دریځ غوره کړی دی. دغه دریځ له طالبانو سره څرګند توپیر لري، چې په افغانستان کې یې تل هنر، موسیقي او کلتوري فعالیتونه منع کړي.

راپور زیاتوي، د ۲۰۰۱ کال په پېښه کې طالبانو د بامیانو د بودا تاریخي مجسمې ویجاړې کړې او د ۲۰۲۴ کال وروستیو کې د دغه ډلې امربالمعروف وزارت وویل، په تېر کال کې یې تر «۲۱ زرو» ډېرې د موسیقۍ الې له منځه وړې دي.

وروسته له هغه چې د بشار الاسد حکومت کمزوری شو او واک نوي اسلامپاله ډلې ته ورسېد؛ د سوریې په ځینو سیمو کې کلتوري ژوند بېرته راژوندی شو. هنرمندان، سندرغاړي او نڅا کوونکي چې د واک بدلون وروسته اندېښمن وو؛ اوس یې د نویو چارواکو له اجازې سره خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي دي.

انس زیدان چې د سوریې د انتقالي حکومت د موزیمونو او لرغونو اثارو مسوول دی وایي: «زموږ حکومت د هنر مخالف نه دی؛ برعکس، موږ هنر ته وده ورکوو، ځکه هنر د انسانیت یوه مهمه برخه ده».

دغه دریځ له طالبانو سره ښکاره توپیر لري، طالبان نه یوازې دا چې موسیقي او هنر حرام بولي؛ بلکې ان د پلورنځیو بېنرونه چې پرې انځورونه لګېدلي وي هم پرې کوي او یا هم پرې د عکسونو مخونه پټوي؛ څو د خپلو سختدریځو افکارو ننداره وړاندې کړي.

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې سخت افراطي قوانین پلي کوي؛ د سوریې نوي مشران چې مشري یې احمد الشرع کوي، په دې هڅه کې دي چې له لوېدیځو هېوادونو او عربي نړۍ سره یو نرم چلند وکړي.

الشرع وایي: «د سوریې ټولنه له افغانستان سره توپیر لري او زموږ حکومت به د خلکو کلتور او تاریخ ته په کتو خپلې پرېکړې کوي».

یاد راپور کاږي، خو دا نشي ویل کېدای چې د سوریې نوي حکومت له محافظه ‌کارانه اقداماتو ډډه کړې ده.

د واکمنۍ له بدلون وروسته، ځینې اقدامات شوي؛ لکه د ښوونیزو کتابونو منځپانګه اسلامي کول، ښځو ته د حجاب سپارښتنه او په عامه ځایونو کې د دیني نښو زیاتول.

سره له دې، دوی هڅه کوي چې افراطیت تر کنټرول لاندې وساتي. د بېلګې په توګه، کله چې د حما ښار کې یوې ډلې د کرسمس ونه وسوځوله؛ نویو چارواکو دغه کړنه سمدلاسه وغندله او عاملین یې ونیول.

سارا شما چې یوه سوریایۍ هنرمنده ده وايي، په پېل کې وېرېدلې وه چې ښايي نوی حکومت یې د هنري فعالیتونو مخه ونېسي ؛خو اوس ډاډه شوې.

نوموړې زیاتوي: « چارواکو موږ ته ډاډ راکړی، چې د هنري فعالیت اجازه شته».

د هغې هنري اثار، چې د «۱۲ کلونو غږ» نومېږي، د دمشق ملي موزیم کې نندارې ته وړاندې شوي او ان د بشار الاسد له سقوط وروسته هم دغه نندارتون پرته له سانسوره دوام لري.

بل لوري په افغانستان کې بیا طالبانو پر انځورګرانو بندیزو لګولی، چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه به نه نقاشي کوي او د دغو بندیزونو له کبله ځیني انځورګران له هېواده کډه کولو ته اړ شو‌ي دي. نه یوازې انځورګران بلکې د موسېقۍ پر هر ډول الو او سندرو ویلو بندیز لګېدلی، چې له امله یې ډېری سندرغاړي بې روزګاره شوي دي.

ځیني افغان سندرغاړي بیا ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته کډه شوي او هلته له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند کوي.

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د هنر، موسیقۍ او کلتور سخت مخالف دي او دغه ډول فعالیتونه ځپي؛ برعکس د سوریې اسلامپاله واکمنه ډله هڅه کوي، چې له خپل هېواده یو منځ‌ لاری انځور وړاندې کړي. که څه هم ځینې محافظه‌ کارانه ګامونه اخلي، خو پر هنر او کلتور بشپړ بندیز نه لګوي.

افغانستان کې طالبان خپل سخت ‌دریځ ته دوام ورکوي؛ خو سوریه کې نوی حکومت هڅه کوي چې هم اسلامي اصول وساتي او هم د خلکو هنري او کلتوري ازادۍ ته درناوی وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: ازبکستان په افغانستان کې د ۲۰۰ مېلیونه ډالرو په پانګونې سره غواړي، پروژې پلي کړي

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې ازبکستان هېواد د ۲۰۰ مېلیونه ډالرو په پانګونې سره غواړي چې په بلخ، سمنګان او کندوز ولایتونو کې ځینې پروژې پلي کړي.

دغه څرګندونې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرت‌اف په مشرۍ د دواړو هېوادونو سوداګریز پلاوي د ازبکستان په ترمذ ښار کې په یوې ناسته کې کړې دي.

‏د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، په دې ناسته کې د ازبکستان له‌خوا د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې پر موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې ازبکستان په لومړي پړاو کې د ۲۰۰ مېلیونه ډالرو په پانګونې سره غواړي چې د بلخ، سمنګان او کندوز ولایتونو کې پروژې پلي کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو پروژو کې د حیرتان بندري ښارګوټي کې د اقتصادي او سوداګریز کمپلېکس جوړول، د خوراکي توکو تولید او پروسس، د مالدارۍ او باغدارۍ روزنه، د درملو صنعت، د سمنټو او ودانیزو توکو تولید او همداشان د سبزیجاتو او مېوو پروسس شامل دي.

‏د دغه وزارت په وینا؛ یاده ناسته کې دغه راز په ترمذ ښار کې د سیمه‌ییز نندارتون جوړول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ خونو رامنځته کول، د ګمرکي همکاریو پراختیا، د کرنیزو همکاریو او د سوداګرو لپاره د اوږدمهاله سوداګریزو ویزو اسانتیاوو برابرولو د حل لپاره د ګډې کمېټې جوړولو په اړه خبرې شوې دي.

ویل کېږي، چې دغه ناسته د پخوانیو هوکړو له مخې او ازبکستان ته د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر د ژمنو د تطبیق په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د پلاوي په ګډون ترسره شوې ده.

ازبکستان د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم لوبغاړی ګڼل کېږي او غواړي، چې د افغانستان سوداګریزو بازارونو ته لاسرسی پېدا کړي؛ خو په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو سره ازبکستان د سرحدي امنیت او بې‌ځایه شویو وګړو په اړه یو لړ اندېښنې هم لري.

ډیلي مېل: طالبانو په افغانستان کې د اعدام په ګډون وحشيانه او ظالمانه سزاګانې پلي کړي دي

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۵۴ GMT+۰

د «ډیلي مېل» د راپور له مخې، طالبان له هغه وروسته چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل؛ په افغانستان کې یې د خپلو سختدریځو قوانینو له مخې خلکو ته وحشیانه او له ظلمونو ډکې سزاوې ورکړې دي.

د بهرنیو ځواکونو له وتو سره هم‌مهاله طالبان پرته له جګړې کابل ته ننوتل او ډېر ژر یې داسې قوانین بېرته راوستل، چې عامه اعدامونه او ظالمانه سزاوې پکې شاملې وې.

د راپور له مخې، طالبانو له واک ته رسېدو وروسته عام محضر کې اعدامونه پیل کړل.

یوازې د تېر نومبر په میاشت کې یو سړی چې د قتل تور پرې و، د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې د سلګونه هغو کسانو په مخکې په ډزو ووژل شو، چې د «عبرت» په نوم یې نندارې ته رابللي وو.

دا کار د «قصاص» قانون له مخې وشو، چې «سترګه په سترګه» مفهوم لري او تر ډېره د قتل او فزیکي زیان په مواردو کې پلي کېږي.

د طالبانو له نویو قوانینو سره سم اوس مجرمین د سنګسار، په درو وهلو او ان تر دېوال لاندې کېدو یا پرې غورځېدو له سزا سره مخ دي.

هغه کسان چې طالبان یې «اخلاقي مجرمين» بولي؛ لکه په «زنا یا بچه بازۍ» کې ښکېل وي ان مرګ تر حده سزاوې ورکول کېږي.

د ۲۰۲۳کال په فبرورۍ میاشت کې دوه کسان چې د زنا تور پرې و، په بدخشان ولایت کې د خلکو په مخ کې سنګسار شول.

بل لوري ملګري ملتونه وايي، په ډېرو دغه ډول قضیو کې قضایي پروسه نه پلي کېږي او اندېښنه شته چې ځینې کسان ان بې ‌ګناه وي.

د «ډیلي مېل» د راپور پر بنسټ، طالبان چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د کورنیو جګړو پر مهال راڅرګند شول؛ له هماغه وخته یې هڅه کړې، چې له سختو سزاګانو سره خپل واک ټينګ کړي.

د دوی واکمنۍ کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي او لږکي قومونه له ځورونې سره مخ دي.

په راپور کې راغلي، چې طالبان د «زنا یا همجنس ‌بازۍ» په جرم د سنګسار او په ډزو د وېشتل کېدو سزاګانې ورکوي.

د طالبانو یوه قاضي گل رحیم ویلي، چې دوی د لاس او پښې پرېکولو، پر ښځو سخت محدودیتونه لګولو او ان پر همجنس ‌بازانو د دېوال راغورځولو ملاتړ کوي.

د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو په ۲۰۱۰ کال کې یوه ۷ کلنه نجلۍ د افغانستان د پرځېدلي جمهوري حکومت لپاره د جاسوسۍ په تور ووژله او د هغه مهال ولسمشر حامد کرزي یاده پېښه د «بشریت ضد جنایت» بللی و.

ډیلي مېل زیاتوي، له هغې راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي عامه اعدامونه په بې سارې توګه ډېر شوي دي.

تېر کال یو سړی د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د واورې ورېدو پر مهال د مقتول د ورور له‌خوا د خلکو مخې ته ووژل شو.

څو ورځې مخکې دوه نور کسان د غزني ولایت په یوه لوبغالي کې د قربانیانو د خپلوانو له‌خوا اعدام شول.

د بښنې نړۍوال سازمان دغه ډول اعدامونه «د انساني کرامت ښکاره سپکاوی» بللی او ویلي یې دي: «عامه اعدامونه نه یوازې ظالمانه دي؛ بلکې پر قرباني او شاهدانو بد اغېز پرېباسي».

طالبانو سره له دې چې لومړی یې د معتدل حکومت ژمنې کړې وې؛ خو اوس سخت قوانین پلي کوي، ښځې ځوروي، بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او پر هغو کسانو ظالمانه سزاګانې پلي کوي چې دوی ورته «اخلاقي مجرمان» وایي.

د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته نه یوازې دا چې افغانستان ته سوله او ثبات رانغی؛ بلکې طالبان هم له خپلو تاوتریخجنو کړنو او مفکورو څخه نه دي په شا شوي. 

د بې‌ځایه شویو سازمان: افغانستان روغتیايي ناورین سره مخ دی، چې ناروغان یې کډوالۍ ته اړ کړي

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۵۶ GMT+۰

د بې ځایه شویو وګړو نړۍوال سازمان په خپل یو تازه راپور کې اندېښنه ښوولې، چې په افغانستان کې روغتیایي سېسټم له یوه لوی ناورین سره مخ دی او له همدې کبله ناروغان اړ کېږي؛ څو پاکستان، ایران او نورو هېوادونو ته «روغتیایي کډوالۍ» وکړي.

په پاکستان او ایران کې افغان کډوال د روغتیایي خدمتونو تر څنګ له ګڼو اسانتیاوو بې برخې دي، چې له همدې کبله تازه یوه افغان خبریاله په پاکستان کې د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوې ده.

یاد سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې، چې دغه خبریاله مونسه قاري زاده نومېږی او کلونه کلونه یې په افغانستان کې خبریالي کړې وه؛ خو د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ستنه شوې وه او هلته د روغتیایي اسانتیاوو له نشتون تر څنګ له اقتصادي ستونزو څخه هم کړېده.

د بې ځایه شویو وګړو د یاد بنسټ په راپور کې راغلي، چې مونسه قاري زاده د کولمو سرطان لاره او په افغانستان کې یې درملنه شونې نه وه چې له همدې کبله ګاونډی هېواد پاکستان ته کډواله شوې وه ؛خو هلته یې هم د اقتصادي ستونزو له کبله د درملنې توان نه درلود.

یاد سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې هر کال د روغتیايي اسانتیاوو له کبله زرګونه کسان اړ کېږي چې خپل هېواد پرېږدي او د «روغتیایي کډوالۍ» قرباني شي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او اړ دي چې د خپلو ناروغیو لپاره له خپلوانو یا دوستانو څخه پورونه واخلي؛ څو نورو هېوادنو ته پرې درملنې ته لاړ شي.

د بې ځایه شویو وګړو دغه سازمان ویلي، چې په پاکستان، ترکیې او هند هېوادونو کې د افغان ناروغانو د درملنې لګښتونه خورا لوړ دي او ناروغان یې د پرې کولو توان نه لري.

په راپور کې دارنګه راغلي، چې د ناروغیو پر مهال د روغتیایي ویزو په برخه کې هم افغانان له ستونزو سره مخ کېږي او کله چې نورو هېوادونو ته لاړ شي؛ نو په اسانۍ یې روغتیایي ویزې نه تمدیدېږي او بیا د ناروغۍ تر څنګ له حقوقي ستونزو هم کړېږي.

یاد سازمان زیاته کړه، چې د مونسه قاري زاده مړینه یوه شخصي فاجعه نه ده؛ بلکې دا د افغانستان د روغتیایي ناورین یو سمبول دی او د هغو افغانانو یوه بېلګه ده، چې هره ورځ د روغتیایي اسانتیاوو د نشتون له کبله مري.

راپور زیاتوي، چې نړۍ باید د افغانانو روغتیایي ستونزې له پامه ونه غورځوي او دوی ته په دې برخه کې بنسټیزې اسانتیاوې برابرې کړي.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلک شکایتونه کوي، چې ان د عادي ناروغیو پر مهال ورته لومړي درمل نه رسېږي او په روغتونونو کې د کافي امکاناتو نشتون یې پر وړاندې لوی سرخوږی دی.

تازه د طالبانو له لوري ښځینه له طبي زده‌کړو هم راګرځول شوې او وېره دا ده، چې دا به د ناروغیو له کبله د ښځو د مړینې کچه خورا لوړه کړي؛ په ځانګړي توګه د زېږون پر مهال.

د طالبانو د سختدریځۍ او له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل نه لرلو له کبله په هېواد کې ځینو روغتیایي نادولتي موسسو او نړۍوالو بنسټونو خپلې مرستې درولي او ځینو یې ان دفترونه هم تړلي دي. له همدې امله په هېواد کې روغتیایي ناورین مخ په پراخېدو دی.

د مدني ازادیو ټولنې ګوانټانامو ته د کډوالو د لېږد په تړاو د ټرمپ پر ضد محکمې ته عریضه کړې

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا د مدني ازادیو ټولنې «ACLU» تېره ورځ د ټرمپ د ادارې پر ضد چې ګواکې ګوانټانامو زندان ته د افغان وګړو په ګډون ۱۰ تنه کډوال لېږدوي، په اړه محکمې ته عریضه کړې ده.

دغې ډلې ویلي، چې دغه کډوال په سختو شرایطو کې د کیوبا ګوانتانامو ته استول کېږي او ښایي د "ځان وژنې" هڅه وکړي.

د امریکا د مدني ازادیو ټولنې چې د واشنګټن ډي سي په فدرالي محکمه کې یې دعوه کړې ویلي، چې دغه لېږد د امریکا د کډولۍ له قانونه ښکاره سرغړونه ده او له قانوني لامل پرته د وېرې د رامنځته کولو په موخه له توقیف ځایونه څخه ګوانټانامو ته استول کېږي.
د دغه ادعا له مخې، د افغانستان، پاکستان، وینزویلا او بنګله دېش دغو ۱۰ تنو توقیف شویو د شړل کېدو وروستي حکمونه هم ترلاسه کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې یاد کډوال اوس‌مهال په ټکزاس ایالت کې ساتل کېږي او ګوانټانامو ته د لېږدولو په درشل کې دي.

خو د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت ویاندې ټریسیا مک لافلین د شنبې په ورځ دغه ادعا "بې بنسټه" وبلله او ویې ویل، چې اداره به یې د عدلیې وزارت سره په ګډه په دې برخه کې کار وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې، چې په بې ساري شمېر کې به ناقانونه کډوال له امریکا څخه وشړي؛ دا د امریکا په تاریخ کې د ناقانونه کډوالو د لېږد ترټولو لوی بهیر دی.

د شړلو د پروسې پراخولو د هڅو د یوې برخې په توګه د ټرمپ ادارې د روان کال د فبرورۍ میاشتې په پیل کې د ګوانټانامو په خلیج کې د متحده ایالاتو د سمندري اډې توقیف ځای ته د کډوالو لېږل پیل کړل؛ چې تر ډېره پکې بهرني ترهګر ساتل کېږي.

افغانستان ته د لوڅو فلمونو ورغلې امریکایۍ لوبغاړې له وسلې سره ګوته پر ماشه ګرځي

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۰۲ GMT+۰

د طالبانو له لوري پر افغان ښځو د سختو بندیزونو پر دوام؛ د بربنډه فلمونو یوه مشهوره امریکایۍ لوبغاړې ویټني رایټ افغانستان ته د خپل سفر په تازه خپرو کړو انځورونو کې ښکاري‌، چې هغه د طالبانو د امنیتي تدابیرو لاندې په بېلابېلو ولایتونو کې په ډاډه توګه ګرځي راګرځي.

په یوه انځور کې رایټ له یوه کلاشینکوف سره لیدل کېږي، چې ګوته پر ماشه پکې ولاړه ده. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو یو نیم کال وړاندې افغان ښځو ته بند امیر ته د تګ اجازه ورنکړه او د دغې ډلې د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي هغه مهال ویلي و، چې «سیاحت نه فرض دی، نه واجب».

د طالبانو له فرمان سره سم افغان ښځې نشي کولای له ۷۲ کېلومېټرو ډېر بې له شرعي محرم څخه سفر وکړي او همداراز دوی ته پارکونو، رسټورانټونو او ورزشي تالارونو ته د تګ اجازه هم نشته؛ خو ویټني رایټ په ازاده توګه کابل، هرات او بند امیر ته تللې او انځورونه یې خپاره کړي دي، چې پکې د اریانا الوتکه، د هرات د یوې زیارتګاه کاشي‌ کاري چت، دوکانونه او رکشې ښکاري.

مدني فعالان د طالبانو دغه دوه‌ ګونی چلند غندي او نیوکې دا دي، چې طالبان په داسې حال کې بهرنیو ښځو ته په ازاده توګه د سفرونو اجازه ورکوي چې په کور دننه یې افغان ښځې له ګرځېدو او خپلو بنسټیزو حقونو هم محرومې کړې دي.

تېر کال یو ۲۹ کلن برازیلي سېلانی افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي و، چې له طالبانو سره د نظر اختلاف لري؛ خو له دې سره، سره طالبانو ورته ځکه ستونزه نه ده جوړه کړې، چې «دی یو بهرنی و».

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د طالبانو غړو له چینایي ښځینه سېلانیانو سره ګډ عکسونه اخیستي وو چې د خلکو توند غبرګونونه یې راپارولي وو.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه له ویټني رایټ څخه د سفر د موخې او وخت په اړه معلومات واخلي؛ خو تر دې دمه ځواب نه دی ورکړل شوی او طالبانو هم په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د مدني فعالانو په وینا، طالبان غواړي بهرنیانو ته خپل «مثبت انځور» وړاندې کړي؛ خو د افغان ښځو لپاره یې ورځ تر بلې ژوند لا محدود کړی دی.