• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایال زمیر د اسراییلي پوځ نوی قوماندان ټاکل شوی

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۱۹ GMT+۰

د اسراییل د پوځ نوي قوماندان په داسې حال کې لوړه وکړه چې له حماس سره د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو او په غزه کې د اوربند پر سر کړکیچ د جګړې د بیا پیل خطر زیات کړی دی.

رویټرز خبر ورکړی، چې ایال زمیر د زرهدار قوې پخوانی قوماندان و او د جنرالۍ په رتبه کې تقاعد شوی.

نوموړی بیا خدمت ته رابلل شوی او د ډګر جنرال رتبه ورکړل شوي.

د اسراییل د پوځ قوماندان د قوماندانۍ د ترلاسه کولو پر مهال وویل:«ماموریت لا بشپړ شوی نه دی. موږ به یې ونه بښو، موږ به یې هېر نه کړو. دا یوه وجودي جګړه ده. د یرغمل شویو کسانو تر لاسه کولو او دښمنانو ته تر ماتې ورکولو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړو.»

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایال زمیر د معرفۍ په مراسمو کې وویل چې تل ابیب باید «د خپلې جګړې ټول اهداف» ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه چې اسراییل هوډ لري چې د ایران او د هغې نیابتي ډلې ماتې کړي.

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې کیږي، چې د امریکا یو شمېر متقاعدو لوړ پوړو نظامي قوماندانانو د ایران د اتومي وړتیاوو په اړه د اندېښنې له امله د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ وغوښتل چې د اسراییل ملا وتړي.

په یوه لیک کې، چې د ۷۷ متقاعدو جنرالانو او سمندري افسرانو له خوا لاسلیک شوی، راغلي: «اوس یې وخت دی چې اسراییل د ایران د محور پر ضد د ګام اخستلو کار پای ته ورسوي».

نتانیاهو د خپلو خبرو په بله برخه کې د امریکا په ځانګړي ډول د ټرمپ له ملاتړه مننه وکړه او ویې ویل چې اسراییل د امریکا له خوا د ګڼو پوځي وسلو ترلاسه کولو په حال کې دی. هغه دغه وسلې د اسراییل د امنیت لپاره «حیاتي» وبللې.

امریکايي ورځپاڼې وال‌سټریټ ژورنال د سلواغې میاشتې په یوه رپوټ کې لیکلي چې د امریکا استخباراتي ادارې ارزونه کړې چې اسراییل د روان میلادي کال په ترڅ کې د ایران پر اتومي تاسیساتو پراخ بریدونه څېړي.

په غزه کې جګړه له جنوري راهیسې د قطر او مصر په منځګړیتوب او د امریکا په ملاتړ د اوربند له مخې درول شوې ده او د دغه اوربند پر مهال د شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې د ۳۳ اسراییلي یرغمل شویو او ۵ تایلینډیانو تبادله شوې.

خو اسراییلي وزیرانو او چارواکو خبرداری ورکړی چې که د ۵۹یرغمل شویو کسانو د بیرته راګرځولو په اړه موافقه ونه شي ښايي بیا جګړه پیل کړي.

د اسراییل د پوځ د نوي قوماندان زمیر ټاکنه په داسې حال کې کیږي چې د اکټوبر په ۷مه د غزې په شاوخوا سیمو کې د حماس د برید په پایله کې د ۱۲ کسانو د وژل کېدو او ۲۵۱ یرغمل کېدو د رسمي پلټنو لړۍ پیل شوې ده څو د دغه برید ناکامۍ وڅیړل شي.

د اسراییل د پوځ پخواني قوماندان د جنوري په میاشت کې د غزې د اوربند د موافقې له لاسلیک وروسته اعلان وکړ چې هغه به خپله دنده پریږدي او د اکتوبر د ۷مې د برید پر وړاندې به د پوځ د نا منظم او غیر منظم غبرګون مسولیت ومني.

نوی قوماندان به د حنګي جرمونو په تړاو د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو ادارو هغو تورونو ته هم ځواب ووایي چې اسراییلي ځواکونو په غزه کې د بریدونو پرمهال کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

امریکا له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول بند کړل

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د امریکا د څارګرې ادارې (سي آی اې) رییس جان راټکلیف د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې واشنګټن له کیېف سره د استخباراتي معلوماتو شریکول درولي دي. دا پرېکړه د روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکرایني پوځ وړتیا ځپلی شي.

دا ګام د دې څرګندونه کوي چې د ټرمپ اداره پر اوکراین د سختو فشارونو سیاست ته دوام ورکوي، څو دا هېواد د خبرو اترو مېز ته کښېنوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي څخه یو لیک ترلاسه کړی، چې د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د مذاکراتو لپاره خپله تیاري یې پکې ښودلې ده.

راټکلیف فاکس بزنس شبکې ته وویل، « زه فکر کوم دا لنډمهالی بندیز به لرې شي. موږ به د اوکراین ترڅنګ کار وکړو، څو د یرغل پر وړاندې مبارزه وکړو او نړۍ د سولې خبرو اترو ته چمتو کړو».

درې سرچینو تایید کړه چې امریکا له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول درولي دي، خو لا روښانه نه ده چې دا بندیز تر کومه حده عملي شوی.

یوې سرچینې وویل چې دا بندیز یوازې جزوي دی، خو د جزئیاتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې امریکا اوکراین ته مهم استخباراتي معلومات برابر کړي، چې د دغه هېواد پوځ ته د اهدافو په ټاکلو کې حیاتي ارزښت لري.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې واشنګټن یو ګام شاته اخیستی او له اوکراین سره د استخباراتو د شریکولو ټول اړخونه بیا ارزوي.

والټز زیاته کړه چې امریکا له اوکراین سره د یوې کاني (منرالونو) معاملې او له روسیې سره د سولې احتمالي تړون د پرمختګ په اړه فعالې خبرې لري. هغه وویل: « زه فکر کوم چې ډېر ژر به پرمختګ ووینو.»

ایران په روان کال کې یوازې په تهران کې ۲۵۰ زره افغان کډوال نيولي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د تهران والي رسنيو ته ویلي، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه يې په دغه ولایت کې ۲۵۰ زره هغه کډوال نيولي، چې د اوسېدو اسناد یې نه درلودل. محمد صادق معتمدیان ایراني شرکتونو او کمپينو ته هم جدي خبرداری ورکړی، چې ناقانونه کډوالو ته کارونه ور نه کړي.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان د چار شنبې په ورځ د ایران ایسنا اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې د بې اسناده کډوالو د نیولو او ایستلو په برخه کې وروستي جدي اقدامات تر سره کوي.

نوموړي ټينګار کړی، چې غير قانوني کډوال تر پيژندلو وروسته د خاواران پنډ غالي له لارې خپل هېواد ته لېږدول کيږي.

د تهران والي وايي، چې د غير قانوني کډوالو د نیولو او ایستلو اړوند یې د کورنیو چارو وزارت پلان عملي کړی دی.

هغه زياته کړه: «د دغو وګړو د پيژندلو تر څنګ مو دا اعلان هم کړى دى چې بې اسناده کډوال دې په خپله خوښه د خاواران کمپ ته ولاړ شي او خپل ځانونه دې معرفي کړي څو خپل هيواد ته د هغوى د ستنيدو کړنلارې ترسره شي.»

محمد صادق معتمدیان زياته کړه، چې په همدې کال کې يې يوازې په تهران کې ۲۵۰ زره بې اسناده کډوال نيولي، چې د خاواران پنډغالي له لارې به هېواد ته ولېږدول شي.

د معتمدیان په وینا، له هغو سوداګریزو اتحادیو، شرکتونو او کمپينو سره به قانوني چلند وشي او مرکزونه به یې هم وتړل شي، چې بې اسنادو کډوالو ته دندې ورکوي.

نوموړي خبر ورکړی، چې په ټول ایران کې د کورنيو چارو وزارت د تګلارې له مخې د بې اسنادو کډوالو پېژندل او نیول پیل شوي دي.

تېره اونۍ د ایران سمنان ولایت د امنیتي چارو مدیر محمود قدرتي ويلي و، چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه ۱۴زره افغان کډوال نیول شوي او له دغه ولایت څخه اېستل شوي دي.

که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته په خپل وروستي سفر کې له طالبانو سره ژمنه کړې وه، چې په خپل هېواد کې به له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار اخلي خو داسې ښکاري چې ایران د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې جدي دی.

بلومبرګ: روسیه د ایران او امریکا تر منځ د اټومي وسلو په تړاو خبرو کې مرسته کوي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۳۴ GMT+۰

بلومبرګ رسنۍ د روسیې د ځینو چارواکو له قوله خبر خپور کړی، چې روسیه چمتو ده، د ټرمپ له ادارې سره د ایران د اټومي پروګرام او په منځني ختیځ کې د امریکا ضد نیابتي ډلو د ملاتړ په اړه په خبرو کې مرسته وکړي.

بلومبرګ په خپل راپور کې د روسي سرچینو په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي، چې ښاغلي ټرمپ تېره میاشت له ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني اړیکه کې دا غوښتنه کړې وه او په سعودي عربستان کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ناسته کې یاده موضوع، امریکایي چارواکو له خپلو روسي سیالانو سره په بحث کې یاده کړې ده.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف بلومبرګ ته ویلي، روسیه په دې باور ده، چې امریکا او ایران باید خپلې ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او مسکو چمتو دی، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره هر ډول اقدام وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت لا تراوسه په دې اړه ځانګړي څه نه دي ویلي، خو د تېرې دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، په خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، دغه د هېوادونو لپاره یوه عادي چاره ده، چې یو بل ته د مرستې وړاندیزونه وکړي.

هغه څرګنده کړه: «د دې مسلو اهمیت ته په پام سره، دا ممکنه ده چې ډیری اړخونه د بیلابیلو ستونزو په حل کې د مرستې لپاره خپل ښه نیت او چمتووالی وښيي، او له دې نظره، طبیعي ده چې هیوادونه د اړتیا په صورت کې د مرستې وړاندیز کوي.»

د ایران په اړه د امریکا او روسیې د خبرو احتمال داسې مهال کیږي. چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف هم د فبرورۍ په ۳۰ مه په سعودي عربستان کې د اوکراین د سولې د پلان په اړه د روسیې او امریکالوړپوړو چارواکو ترمنځ په خبرو کې ګډون درلود.

په سیمه کې په موضوع خبرو سرچینو بلومبرګ ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په ترڅ کې د ایران په اړه هم خبرې وکړې.

ګوترېش: له ځنډ پرته دې د غزې د اوربند او یرغملو د خوشې کېدو په اړه خبرې له سره پیل شي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، د فلسطین خلک باید د حکومت کولو، د خپل راتلونکې د ټاکلو او په خپله خاوره کې د بشپړې ازادۍ او امنیت سره د ژوند کولو حق ولري.

ښاغلي ګوترېش دغه راز، پرته له کوم ځنډه د اوربند او یرغملو د خلاصون په اړه د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

نوموړي دغه څرګندونې په قاهره کې د غزې د بیارغونې په اړه د عربي سرمشریزې له ګډون وروسته کړې دي.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي: «په تېرو څو اونیو کې موږ د غزې د اوربند او د یرغملو د خلاصون په برخه کې د پام وړ پرمختګ لیدلی دی.»
د هغه په وینا، د دواړه خواوو له‌خوا باید شوې ژمنې په بشپړ ډول پلي شي.
هغه لیکلي، مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي؛ د دواړو خواوو د شخړې د حل لپاره باید اړین ګامونه پورته شي.
هغه په یوه بل جلا پوسټ کې بیا ویلي، بشري مرستې د خبرو اترو وړ ندي او باید پرته له کوم خنډه ترسره شي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ په سرمشریزه کې هم ویلي و، چې غزه «باید د یو خپلواک، ډیموکراتیک او خپلواک فلسطیني دولت څخه نه جلا کېدونکې برخه پاتې شي، پرته له دې چې د خاورې کومه برخه یې ترې کمه شي او یا یې خلک په جبري توګه بل ځای ته ولېږدول شي.»
له بل پلوه د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د قاهرې په سرمشریزه کې د عربي مشرانو له‌خوا تصویب شوی پلان رد شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې عربي مشران د اکتوبر د ۷مې نېټې بریدونو او په اسراییل کې د هغو بریدونو له امله د رامنځته شويو پایلو په رسېدنه کې پاتې راغلي.

برېتانیوي سیاستوال: وېنس افغانستان او عراق کې وژل شويو بریتانیوي ځواکونو ته سپکاوی کړی

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د برېتانیا او فرانسې په مشرۍ د سوله‌ساتو ځواکونو په تړاو د جي ډي وېنس وروستیو څرګندونو ته په غبرګون برېتانیوي سیاست‌وال وايي، چې نوموړي د هغو سلګونو سرتېرو یاد ته چې د افغانستان او عراق په جګړو کې د امریکایي پوځیانو تر څنګ وژل شوي، سپکاوی کړی دی.

وېنس په اوکراین کې د سوله‌ساتو ځواکونو پروګرام په تړاو ویلي و، چې د ۲۰ زرو سرتېرو په ګډون دا ځواک له تصادفي هېوادونو څخه دی او په وینا یې، په تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې یې په جګړه کې ګډون نه دی کړی.
هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې برېتانیا او فرانسې تر دې وړاندې اعلان وکړ، چې د سولې د هوکړې په چوکاټ کې چمتو دي چې خپل ځواکونه په اوکراین کې مېشت کړي.
برېتانیا او فرانسه یوازیني هېوادونه دي، چې په ښکاره توګه یې د اوکراین د سولې د هر ډول توافق د پلي کولو لپاره د ځواکونو د مېشتېدو ژمنه کړې ده.
وېنس پرته له دې چې برېتانیا او فرانسې ته اشاره وکړي په خپل اېکس کې ولیکل: «ډېر هېوادونه شته چې په خصوصي او علني توګه ملاتړ اعلانوي، خو نه د جګړو په ډګرونو کې د جګړې تجربه لري او نه هم د یوه معناداره اقدام لپاره پوځي تجهیزات لري.»
نوموړي له غبرګونونو وروسته تصریح کړه، چې د برېتانیا او فرانسې نومونه یې نه دي اخیستي او د هغه په خبره چې دغه هېوادونه په تېرو شلو کلونو کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ په شجاعت سره جنګېدلي دي.

د یادولو ده، چې برېتانیوي ځواکونه د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پروړاندې وجنګېدل، چې د راپورونو له مخې په دې موده کې د برېټانویي پوځیانو ۴۵۷سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.