• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترېش: له ځنډ پرته دې د غزې د اوربند او یرغملو د خوشې کېدو په اړه خبرې له سره پیل شي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، د فلسطین خلک باید د حکومت کولو، د خپل راتلونکې د ټاکلو او په خپله خاوره کې د بشپړې ازادۍ او امنیت سره د ژوند کولو حق ولري.

ښاغلي ګوترېش دغه راز، پرته له کوم ځنډه د اوربند او یرغملو د خلاصون په اړه د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

نوموړي دغه څرګندونې په قاهره کې د غزې د بیارغونې په اړه د عربي سرمشریزې له ګډون وروسته کړې دي.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي: «په تېرو څو اونیو کې موږ د غزې د اوربند او د یرغملو د خلاصون په برخه کې د پام وړ پرمختګ لیدلی دی.»
د هغه په وینا، د دواړه خواوو له‌خوا باید شوې ژمنې په بشپړ ډول پلي شي.
هغه لیکلي، مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي؛ د دواړو خواوو د شخړې د حل لپاره باید اړین ګامونه پورته شي.
هغه په یوه بل جلا پوسټ کې بیا ویلي، بشري مرستې د خبرو اترو وړ ندي او باید پرته له کوم خنډه ترسره شي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ په سرمشریزه کې هم ویلي و، چې غزه «باید د یو خپلواک، ډیموکراتیک او خپلواک فلسطیني دولت څخه نه جلا کېدونکې برخه پاتې شي، پرته له دې چې د خاورې کومه برخه یې ترې کمه شي او یا یې خلک په جبري توګه بل ځای ته ولېږدول شي.»
له بل پلوه د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د قاهرې په سرمشریزه کې د عربي مشرانو له‌خوا تصویب شوی پلان رد شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې عربي مشران د اکتوبر د ۷مې نېټې بریدونو او په اسراییل کې د هغو بریدونو له امله د رامنځته شويو پایلو په رسېدنه کې پاتې راغلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

برېتانیوي سیاستوال: وېنس افغانستان او عراق کې وژل شويو بریتانیوي ځواکونو ته سپکاوی کړی

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د برېتانیا او فرانسې په مشرۍ د سوله‌ساتو ځواکونو په تړاو د جي ډي وېنس وروستیو څرګندونو ته په غبرګون برېتانیوي سیاست‌وال وايي، چې نوموړي د هغو سلګونو سرتېرو یاد ته چې د افغانستان او عراق په جګړو کې د امریکایي پوځیانو تر څنګ وژل شوي، سپکاوی کړی دی.

وېنس په اوکراین کې د سوله‌ساتو ځواکونو پروګرام په تړاو ویلي و، چې د ۲۰ زرو سرتېرو په ګډون دا ځواک له تصادفي هېوادونو څخه دی او په وینا یې، په تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې یې په جګړه کې ګډون نه دی کړی.
هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې برېتانیا او فرانسې تر دې وړاندې اعلان وکړ، چې د سولې د هوکړې په چوکاټ کې چمتو دي چې خپل ځواکونه په اوکراین کې مېشت کړي.
برېتانیا او فرانسه یوازیني هېوادونه دي، چې په ښکاره توګه یې د اوکراین د سولې د هر ډول توافق د پلي کولو لپاره د ځواکونو د مېشتېدو ژمنه کړې ده.
وېنس پرته له دې چې برېتانیا او فرانسې ته اشاره وکړي په خپل اېکس کې ولیکل: «ډېر هېوادونه شته چې په خصوصي او علني توګه ملاتړ اعلانوي، خو نه د جګړو په ډګرونو کې د جګړې تجربه لري او نه هم د یوه معناداره اقدام لپاره پوځي تجهیزات لري.»
نوموړي له غبرګونونو وروسته تصریح کړه، چې د برېتانیا او فرانسې نومونه یې نه دي اخیستي او د هغه په خبره چې دغه هېوادونه په تېرو شلو کلونو کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ په شجاعت سره جنګېدلي دي.

د یادولو ده، چې برېتانیوي ځواکونه د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پروړاندې وجنګېدل، چې د راپورونو له مخې په دې موده کې د برېټانویي پوځیانو ۴۵۷سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

روسیه د کاري ځواک کمښت د جبران لپاره له اسیایي هېوادونو د کډوالو د راجلبولو په لټه کې ده

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۲۳ GMT+۰

په داسې حال کې چې په روسیه کې د بې‌کارۍ کچه ۲.۳ سلنې ته رسېدلې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کاري ځواک کمښت د دغه هېواد لپاره یوه لویه ننګونه بللې ده.

اېنټرفاکس خبري اژانس د روسیې د اقتصاد وزیر ماکسیم رشتنیکوف په حواله د سې‌شنبې په ورځ (د مارچ ۴مه) راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د کاري ځواک کمښت د جبران لپاره د میانمار په ګډون له اسیايي هېوادونو څخه د کډوالو کارګرانو د راجلبولو په لټه کې دی.

نوموړي خبري اژانس د روسیې د اقتصاد وزیر په حواله زیاته کړې: «مونږ نباید یوازې د هغو اسیايي هېوادونو کډوالو کارګرانو چې د هغوی راجلبولو ته عادت شوي یو، محدود و اوسو.»

هغه وايي: «موږ باید په بشپړه توګه نويو هېوادونو ته پام واړوو، ځکه چې په نړۍ کې داسې هېوادونه شته چې په فعال ډول خپل کارګران بهر ته استوي. موږ باید د دې لپاره چمتو و اوسو.»

ریشتنیکوف ویلي، چې روسیه له میانمار سره د مذاکرې په حال کې ده، هغه هېواد چې له خپلو ۵۵ مېلیون وګړو څخه شاوخوا ۶ مېلیونه یې په نورو هېوادونو کې کار کوي.

ریشتنیکوف وايي: «مونږ بیخي دا درک کوو چې د کډوالۍ له سمو مقرراتو پرته، د هېواد اقتصاد لپاره د کاري ځواک چمتو کول به ډېر ستونزمن وي. باید دا موضوع په روښانه ډول وڅېړو او په دې تړاو خبرې‌اترې وکړو.»

ورته مهال، پوتین د سې‌شنبې په ورځ په کرملین کې د میانمار د پوځي حکومت له مشر مېن اونګ هلېنګ سره لیدنه کړې ده.

روسیه او چین د میانمار پوځي حکومت ملاتړکوونکي بلل کېږي او دواړو هېوادونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه‌لیک چې پر بنسټ یې، په میانمار کې د بشري حقونو سرغړونې غندي، ویټو کړ.

د روسیې په دفاعي صنعت کې د کورني کاري ځواک د پراخې ګمارنې له امله د دغه هېواد ملکي برخې د کارګرانو له کمښت سره مخامخ دي.

له دې ورهاخوا، د ۲۰۲۲ کال په فېبروري کې اوکراین ته د لسګونه زره روسي سرتېرو له استولو سره سم، سلګونه زره کسانو دغه هېواد پرېښی دی.

د منځنۍ اسیا کارګران په روسیه کې له دوی سره د کرکې زیاتوالي په تړاو اندېښمن دي.

دا اندېښنه وروسته له هغه ډېره شوې چې د تاجکستان اسلام‌پالو بریدګرو د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې مسکو ته نږدې پر یوه کنسرټ برید وکړ او ۱۴۵ کسان یې ووژل.

د یادونې ده، چې دا مهال د پخواني شوروي جمهوریتونو وګړي په روسیه کې د کډوالو ترټولو لوی کاري ځواک بلل کېږي.

پښیمانه زېلېنسکي به د جمعې په ورځ سپینې ماڼې ته د کانونو د تړون د لاسلیک لپاره لاړ شي

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۰۴ GMT+۰

رویټرز د څلورو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د تېرې جمعې په ورځ د ولادیمیر زېلېنسکي او ډونالډ ټرمپ او د هغه د کابینې د غړو تر منځ له جنجالي مجلس وروسته، زېلېنسکي به راتلونکې جمعه له سپینې ماڼۍ څخه لیدنه وکړي، ترڅو د کانونو جنجالي تړون لاسلیک کړي.

د دې راپور له مخې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، درېیو سرچینو رویټرز ته ویلي چې د امریکا ولسمشر خپلو سلاکارانو ته ویلي، چې غواړي د سې شنبې په ورځ کانګرس ته په خپله وینا کې له اوکراین سره د معدني همکاریو د موافقې د لاسلیکولو اعلان وکړي.

سپینې ماڼۍ او د اوکرایین حکومت دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی او د رویټرز سرچینو هم ویلي، چې دا تړون لا نه دی لاسلیک شوی او ښايي شرایط بدل شي.

دغه تړون چې ټاکل شوی و تېره اوونۍ لاسلیک شي، د اوکراین لپاره کوم څرګند امنیتي تضمین نه لرلو، خو د امریکا متحدو ایالتونو ته یې اجازه ورکوله چې د اوکراین له طبیعي زېرمو څخه عواید ترلاسه کړي.

تمه وه، چې دغه تړون تېره جمعه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ او د اوکراین د ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي ترمنځ په سپینه ماڼې کې لاسلیک شي، خو مجلس د کړکېچ پر لور ولاړ او زېلېنسکي سپینه ماڼې پرېښوده او ووت.

زېلېنسکي له ټرمپ سره له جنجالي مجلس ۵ ورځې وروسته پښېمانه شو او نوموړي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر خپلې وروستۍ ناندرۍ او چلند خواشیني څرګنده کړه.

نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (د مارچ ۴مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې اوس هغه وخت رارسېدلی څو دواړه خواوې د اړیکو د ښه‌کېدو او تلپاتې سولې پر لور ګام پورته کړي.

د اوکراین ولسمشر څرګنده کړې، چې په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د نوموړي وروستۍ لیدنه د تمې خلاف او د «خواشینۍ» وړ و.

هغه لیکلي دي: «زه او ټیم مې چمتو یو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر رهبرۍ لاندې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره کار وکړو.»

ټروډو: متحده ایالاتو د کاناډا پر توکو د تعرفو پر لګولو تېروتنه کړې او حتما به ځواب ورکړو

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۴۳ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ ګواښ وکړ، چې له کاناډا سره به سوداګریزه جګړه نوره هم پراخه کړي. نوموړي له دې څرګندونو څو ساعته وروسته پر ټولو کاناډایي توکو د وارداتو مالیه ولګوله.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د ټرمپ له‌خوا کاناډایي انرژۍ باندې ۱۰ سلنه مالیه او پر نورو توکو ۲۵ سلنه مالیه «ستره تېروتنه» بللې او ویلي یې دي، چې کاناډا به یې ځواب ورکړي.

ټروډو اوتاوا کې یوه خبري کنفرانس کې د ټرمپ نوم په اخیستو سره وویل: «که څه هم ته ډېر هوښیار سړی یې، مګر دا دې لویه تېروتنه کړې.»

هغه وايي، چې کاناډا به سمدستي پر ۳۰ میلیارده ډالرو امریکایي توکو ۲۵ سلنه مالیه ولګوي او په ۲۱ ورځو کې به یې پر نورو ۱۲۵ میلیارده ډالرو امریکایي توکو هم پراخ کړي.

ټرمپ د ټروډو د څرګندونو په ځواب کې خپل ټروټ ټولنیزې شبکې باندې پر کاناډا د نورې مالیې لګولو ګواښ وکړ.

هغه لیکلي: «مهرباني وکړئ د کاناډا والي ته ووایاست چې کله هغه پر امریکا ځوابي مالیه ولګوله، زموږ مالیه به سمدستي دوه برابره شي. هغه یو ځل بیا خپله ادعا تکرار کړه، چې ښه به وي چې کاناډا د امریکا یو ایالت شي.»

ټروډو هم وویل، چې کاناډا به د نړۍوالې سوداګرۍ سازمان او د کاناډا-امریکا-مکسیکو ازادې سوداګرۍ تړون له لارې د امریکا د مالیې پر وړاندې شکایتونه ثبت کړي.

ټروډو وویل، چې ټرمپ غواړي د کاناډا سوداګري په بشپړه توګه سقوط کړي، چې له دې کار سره به له امریکا سره د کاناډا ضمیمه اسانه شي، مګر کاناډا به هېڅکله د امریکا د دولت برخه نه شي.

ټروډو وویل، چې د روسیې په څېر مخالفین غواړي چې په نورمال ډول دوست هېوادونه یو له بل سره په جنګ واچوي.

هغه وویل: "نو نن، متحده ایالاتو د کاناډا، د دوی ترټولو نږدې ملګري او متحد په وړاندې سوداګریزه جګړه پیل کړه."

تر دې مخکې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي و، چې د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې خبرې کړي او هوکړې ته رسېدلي، چې د فنتانیل د قاچاق د مخنیوي په صورت کې به د ۳۰ ورځو لپاره په کاناډایي توکو لګول شوې تعرفې ودرول شي.

یاده دې وي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ او د کاناډا، مکسیکو او چین په وارداتو یې ګمرکي تعرفې ولګولې.

د غزې کړکېچ؛ اسرایيلي ځواکونو د لویدیځې غاړې لپاره د حماس قوماندان وواژه

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۱۳ GMT+۰

اسراییلي پوځ وايي، چې ځواکونو یې د سې شنبې په ورځ د لویدیځه غاړې د جنین په ښار کې د حماس یو قوماندان وژلی او د هغه یو ملګری وژلی دی.

د اسراییل پوځ ویلي چې دوی د حماس شبکې د مشر عیسر السعدي د نیولو لپاره عملیات کړي او نوموړی یې په یوه وسله واله نښته کې وژلی دی.

د پوځ اعلامیه زیاتوي، چې په دغه نښته کې د حماس یو بل غړی وژل شوی او درې نور نیول شوي دي.

حماس د السعدي مړینه تایید کړې؛ خو ویلي یې دي چې دا به د اسراییل پر وړاندې د دوی د جګړې پر ژمنتیا اغیز ونه کړي.

د لویدیځې غاړې اوسېدونکو عربي رسنیو ته ویلي، چې اسراییلي پوځ یې په زوره مجبوروي چې سیمې پرېږدي؛ خو پوځ بیا وايي چې دوی په زور سره فلسطینیان نه باسي، مګر هغو اوسېدونکو ته یې اجازه ورکړې چې غواړي د جګړې له سیمو څخه ووځي.

فلسطینیان وایي چې د اسراییل عملیات د اوبو او بریښنا رسونې چارې ځنډنۍ کړي او لسګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.