• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا او کاناډا سوداګریزه جګړه؛ تعرفو ته د احتمالي استثناوو نښې

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۰۱ GMT+۰

د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاورډ لټنیک وایي، ښایي د امریکا دریځ نرم شي او کاناډا او مکسیکو ته د ۲۵ سلنه تعرفو لپاره ځینې استثناوې رامنځته شي.

دا اقدام تر هغه وروسته مطرح شو، چې د سې شنبې په ورځ د مالیاتو زیاتوالي د سټاک بازار ته زیان واړاوه، مصرف کوونکي یې اندېښمن کړل او سوداګریزه جګړه یې پیل کړه.

د ټرمپ تعرفو لوړولو د متحدینو ترمنځ ناخوښي راپارولې.

کاناډا ویلي، چې د یوه ورځینیو تعرفو د نرمولو هر وړاندیز به رد کړي.

د سوداګریزې جګړې اوږدوالی هم نه دی څرګند، ځکه سپینه ماڼۍ ادعا کوي چې د وارداتو پر مالیاتو باندې سختې زیاتونې په اپریل کې راتلونکې دي، سره له دې چې سوداګر او مصرف کوونکي اندېښمن دي، چې د مالیاتو لګښت به اقتصادي وده کمه، انفلاسیون زیات او د بیکارۍ لامل به شي.

لوټینیګ له بلومبرګ ټلویزیون سره د چهارشنبې په ورځ مرکه کې وویل، چې ټرمپ په خپل وروستي اعلان کې د تعرفو پلانونه تازه کړي، په احتمالي توګه د وارداتو مالیاتو څخه د موټرو په څېر سکتورونه خوندي کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ ګواښ وکړ، چې له کاناډا سره به سوداګریزه جګړه نوره هم پراخه کړي.

نوموړي له دې څرګندونو څو ساعته وروسته پر ټولو کاناډایي توکو د وارداتو مالیه ولګوله.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د ټرمپ له‌خوا کاناډایي انرژۍ باندې ۱۰ سلنه مالیه او پر نورو توکو ۲۵ سلنه مالیه «ستره تېروتنه» بللې او ویلي یې دي، چې کاناډا به یې ځواب ورکړي.

ټروډو اوتاوا کې یوه خبري کنفرانس کې د ټرمپ نوم په اخیستو سره وویل: «که څه هم ته ډېر هوښیار سړی یې، مګر دا دې لویه تېروتنه کړې.»

هغه وايي، چې کاناډا به سمدستي پر ۳۰ میلیارده ډالرو امریکایي توکو ۲۵ سلنه مالیه ولګوي او په ۲۱ ورځو کې به یې پر نورو ۱۲۵ میلیارده ډالرو امریکایي توکو هم پراخ کړي.

ټرمپ د ټروډو د څرګندونو په ځواب کې خپل ټروټ ټولنیزې شبکې باندې پر کاناډا د نورې مالیې لګولو ګواښ وکړ.

هغه لیکلي: «مهرباني وکړئ د کاناډا والي ته ووایاست چې کله هغه پر امریکا ځوابي مالیه ولګوله، زموږ مالیه به سمدستي دوه برابره شي. هغه یو ځل بیا خپله ادعا تکرار کړه، چې ښه به وي چې کاناډا د امریکا یو ایالت شي.»

ټروډو هم وویل، چې کاناډا به د نړۍوالې سوداګرۍ سازمان او د کاناډا-امریکا-مکسیکو ازادې سوداګرۍ تړون له لارې د امریکا د مالیې پر وړاندې شکایتونه ثبت کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

برېتانیې، فرانسې او جرمني له اسراییل څخه غوښتي چې د غزې د مرستو لاسرسي پر شرایطو عمل وکړي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۴۶ GMT+۰

د برېتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ په یوې ګډه اعلامیه کې وویل، چې اسراییل باید د غزې د خلکو لپاره د بشري مرستو د برابرولو په اړه خپلې نړۍوالې ژمنې پوره کړي.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ د اسراییل له حکومت څخه غوښتنه کوو چې خپلې نړۍوالې ژمنې پوره کړي، ترڅو د غزې خلکو ته چټکې، خوندي او پر وخت بشري مرستې چمتو شي.»

اعلامیه زیاتوي: "بشري مرستې باید هېڅکله له اوربند سره تړلې نه وي او نه هم د سیاسي وسیلې په توګه وکارول شي." همداراز، له ټولو اړخونو غوښتل شوي چې اوربند ته درناوی وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش له کوم ځنډ پرته د اوربند او یرغملو د خلاصون په اړه د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

نوموړي دغه څرګندونې په قاهره کې د غزې د بیارغونې په اړه د عربي سرمشریزې له ګډون وروسته کړې دي.

هغه پر اېکس پاڼې کاږلي: «په تېرو څو اونیو کې موږ د غزې د اوربند او د یرغملو د خلاصون په برخه کې د پام وړ پرمختګ لیدلی دی.»

د هغه په وینا، د دواړه خواوو له‌خوا باید شوې ژمنې په بشپړ ډول پلي شي.

هغه لیکلي، مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي؛ د دواړو خواوو د شخړې د حل لپاره باید اړین ګامونه پورته شي.

هغه په یوه بل جلا پوسټ کې بیا ویلي، چې بشري مرستې د خبرو اترو وړ نه دي او باید پرته له کوم خنډه ترسره شي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ په سرمشریزه کې هم ویلي و، چې غزه «باید د یو خپلواک، ډېموکراتیک او خپلواک فلسطیني دولت څخه نه جلا کېدونکې برخه پاتې شي، پرته له دې چې د خاورې کومه برخه یې ترې کمه شي او یا یې خلک په جبري توګه بل ځای ته ولېږدول شي.»

له بل پلوه، د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د قاهرې په سرمشریزه کې د عربي مشرانو له‌خوا تصویب شوی پلان رد شوی دی.

ایال زمیر د اسراییلي پوځ نوی قوماندان ټاکل شوی

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۲۶ GMT+۰

د اسراییل د پوځ نوي قوماندان په داسې حال کې لوړه وکړه چې له حماس سره د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو او په غزه کې د اوربند پر سر کړکیچ د جګړې د بیا پیل خطر زیات کړی دی.

رویټرز خبر ورکړی، چې ایال زمیر د زرهدار قوې پخوانی قوماندان و او د جنرالۍ په رتبه کې تقاعد شوی.

نوموړی بیا خدمت ته رابلل شوی او د ډګر جنرال رتبه ورکړل شوي.

د اسراییل د پوځ قوماندان د قوماندانۍ د ترلاسه کولو پر مهال وویل:«ماموریت لا بشپړ شوی نه دی. موږ به یې ونه بښو، موږ به یې هېر نه کړو. دا یوه وجودي جګړه ده. د یرغمل شویو کسانو تر لاسه کولو او دښمنانو ته تر ماتې ورکولو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړو.»

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایال زمیر د معرفۍ په مراسمو کې وویل چې تل ابیب باید «د خپلې جګړې ټول اهداف» ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه چې اسراییل هوډ لري چې د ایران او د هغې نیابتي ډلې ماتې کړي.

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې کیږي، چې د امریکا یو شمېر متقاعدو لوړ پوړو نظامي قوماندانانو د ایران د اتومي وړتیاوو په اړه د اندېښنې له امله د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ وغوښتل چې د اسراییل ملا وتړي.

په یوه لیک کې، چې د ۷۷ متقاعدو جنرالانو او سمندري افسرانو له خوا لاسلیک شوی، راغلي: «اوس یې وخت دی چې اسراییل د ایران د محور پر ضد د ګام اخستلو کار پای ته ورسوي».

نتانیاهو د خپلو خبرو په بله برخه کې د امریکا په ځانګړي ډول د ټرمپ له ملاتړه مننه وکړه او ویې ویل چې اسراییل د امریکا له خوا د ګڼو پوځي وسلو ترلاسه کولو په حال کې دی. هغه دغه وسلې د اسراییل د امنیت لپاره «حیاتي» وبللې.

امریکايي ورځپاڼې وال‌سټریټ ژورنال د سلواغې میاشتې په یوه رپوټ کې لیکلي چې د امریکا استخباراتي ادارې ارزونه کړې چې اسراییل د روان میلادي کال په ترڅ کې د ایران پر اتومي تاسیساتو پراخ بریدونه څېړي.

په غزه کې جګړه له جنوري راهیسې د قطر او مصر په منځګړیتوب او د امریکا په ملاتړ د اوربند له مخې درول شوې ده او د دغه اوربند پر مهال د شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې د ۳۳ اسراییلي یرغمل شویو او ۵ تایلینډیانو تبادله شوې.

خو اسراییلي وزیرانو او چارواکو خبرداری ورکړی چې که د ۵۹یرغمل شویو کسانو د بیرته راګرځولو په اړه موافقه ونه شي ښايي بیا جګړه پیل کړي.

د اسراییل د پوځ د نوي قوماندان زمیر ټاکنه په داسې حال کې کیږي چې د اکټوبر په ۷مه د غزې په شاوخوا سیمو کې د حماس د برید په پایله کې د ۱۲ کسانو د وژل کېدو او ۲۵۱ یرغمل کېدو د رسمي پلټنو لړۍ پیل شوې ده څو د دغه برید ناکامۍ وڅیړل شي.

د اسراییل د پوځ پخواني قوماندان د جنوري په میاشت کې د غزې د اوربند د موافقې له لاسلیک وروسته اعلان وکړ چې هغه به خپله دنده پریږدي او د اکتوبر د ۷مې د برید پر وړاندې به د پوځ د نا منظم او غیر منظم غبرګون مسولیت ومني.

نوی قوماندان به د حنګي جرمونو په تړاو د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو ادارو هغو تورونو ته هم ځواب ووایي چې اسراییلي ځواکونو په غزه کې د بریدونو پرمهال کړي دي.

امریکا له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول بند کړل

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د امریکا د څارګرې ادارې (سي آی اې) رییس جان راټکلیف د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې واشنګټن له کیېف سره د استخباراتي معلوماتو شریکول درولي دي. دا پرېکړه د روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکرایني پوځ وړتیا ځپلی شي.

دا ګام د دې څرګندونه کوي چې د ټرمپ اداره پر اوکراین د سختو فشارونو سیاست ته دوام ورکوي، څو دا هېواد د خبرو اترو مېز ته کښېنوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي څخه یو لیک ترلاسه کړی، چې د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د مذاکراتو لپاره خپله تیاري یې پکې ښودلې ده.

راټکلیف فاکس بزنس شبکې ته وویل، « زه فکر کوم دا لنډمهالی بندیز به لرې شي. موږ به د اوکراین ترڅنګ کار وکړو، څو د یرغل پر وړاندې مبارزه وکړو او نړۍ د سولې خبرو اترو ته چمتو کړو».

درې سرچینو تایید کړه چې امریکا له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول درولي دي، خو لا روښانه نه ده چې دا بندیز تر کومه حده عملي شوی.

یوې سرچینې وویل چې دا بندیز یوازې جزوي دی، خو د جزئیاتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې امریکا اوکراین ته مهم استخباراتي معلومات برابر کړي، چې د دغه هېواد پوځ ته د اهدافو په ټاکلو کې حیاتي ارزښت لري.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې واشنګټن یو ګام شاته اخیستی او له اوکراین سره د استخباراتو د شریکولو ټول اړخونه بیا ارزوي.

والټز زیاته کړه چې امریکا له اوکراین سره د یوې کاني (منرالونو) معاملې او له روسیې سره د سولې احتمالي تړون د پرمختګ په اړه فعالې خبرې لري. هغه وویل: « زه فکر کوم چې ډېر ژر به پرمختګ ووینو.»

ایران په روان کال کې یوازې په تهران کې ۲۵۰ زره افغان کډوال نيولي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د تهران والي رسنيو ته ویلي، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه يې په دغه ولایت کې ۲۵۰ زره هغه کډوال نيولي، چې د اوسېدو اسناد یې نه درلودل. محمد صادق معتمدیان ایراني شرکتونو او کمپينو ته هم جدي خبرداری ورکړی، چې ناقانونه کډوالو ته کارونه ور نه کړي.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان د چار شنبې په ورځ د ایران ایسنا اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې د بې اسناده کډوالو د نیولو او ایستلو په برخه کې وروستي جدي اقدامات تر سره کوي.

نوموړي ټينګار کړی، چې غير قانوني کډوال تر پيژندلو وروسته د خاواران پنډ غالي له لارې خپل هېواد ته لېږدول کيږي.

د تهران والي وايي، چې د غير قانوني کډوالو د نیولو او ایستلو اړوند یې د کورنیو چارو وزارت پلان عملي کړی دی.

هغه زياته کړه: «د دغو وګړو د پيژندلو تر څنګ مو دا اعلان هم کړى دى چې بې اسناده کډوال دې په خپله خوښه د خاواران کمپ ته ولاړ شي او خپل ځانونه دې معرفي کړي څو خپل هيواد ته د هغوى د ستنيدو کړنلارې ترسره شي.»

محمد صادق معتمدیان زياته کړه، چې په همدې کال کې يې يوازې په تهران کې ۲۵۰ زره بې اسناده کډوال نيولي، چې د خاواران پنډغالي له لارې به هېواد ته ولېږدول شي.

د معتمدیان په وینا، له هغو سوداګریزو اتحادیو، شرکتونو او کمپينو سره به قانوني چلند وشي او مرکزونه به یې هم وتړل شي، چې بې اسنادو کډوالو ته دندې ورکوي.

نوموړي خبر ورکړی، چې په ټول ایران کې د کورنيو چارو وزارت د تګلارې له مخې د بې اسنادو کډوالو پېژندل او نیول پیل شوي دي.

تېره اونۍ د ایران سمنان ولایت د امنیتي چارو مدیر محمود قدرتي ويلي و، چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه ۱۴زره افغان کډوال نیول شوي او له دغه ولایت څخه اېستل شوي دي.

که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته په خپل وروستي سفر کې له طالبانو سره ژمنه کړې وه، چې په خپل هېواد کې به له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار اخلي خو داسې ښکاري چې ایران د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې جدي دی.

بلومبرګ: روسیه د ایران او امریکا تر منځ د اټومي وسلو په تړاو خبرو کې مرسته کوي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۳۴ GMT+۰

بلومبرګ رسنۍ د روسیې د ځینو چارواکو له قوله خبر خپور کړی، چې روسیه چمتو ده، د ټرمپ له ادارې سره د ایران د اټومي پروګرام او په منځني ختیځ کې د امریکا ضد نیابتي ډلو د ملاتړ په اړه په خبرو کې مرسته وکړي.

بلومبرګ په خپل راپور کې د روسي سرچینو په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي، چې ښاغلي ټرمپ تېره میاشت له ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني اړیکه کې دا غوښتنه کړې وه او په سعودي عربستان کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ناسته کې یاده موضوع، امریکایي چارواکو له خپلو روسي سیالانو سره په بحث کې یاده کړې ده.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف بلومبرګ ته ویلي، روسیه په دې باور ده، چې امریکا او ایران باید خپلې ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او مسکو چمتو دی، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره هر ډول اقدام وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت لا تراوسه په دې اړه ځانګړي څه نه دي ویلي، خو د تېرې دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، په خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، دغه د هېوادونو لپاره یوه عادي چاره ده، چې یو بل ته د مرستې وړاندیزونه وکړي.

هغه څرګنده کړه: «د دې مسلو اهمیت ته په پام سره، دا ممکنه ده چې ډیری اړخونه د بیلابیلو ستونزو په حل کې د مرستې لپاره خپل ښه نیت او چمتووالی وښيي، او له دې نظره، طبیعي ده چې هیوادونه د اړتیا په صورت کې د مرستې وړاندیز کوي.»

د ایران په اړه د امریکا او روسیې د خبرو احتمال داسې مهال کیږي. چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف هم د فبرورۍ په ۳۰ مه په سعودي عربستان کې د اوکراین د سولې د پلان په اړه د روسیې او امریکالوړپوړو چارواکو ترمنځ په خبرو کې ګډون درلود.

په سیمه کې په موضوع خبرو سرچینو بلومبرګ ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په ترڅ کې د ایران په اړه هم خبرې وکړې.