په اعلامیه کې راغلي: «موږ د اسراییل له حکومت څخه غوښتنه کوو چې خپلې نړۍوالې ژمنې پوره کړي، ترڅو د غزې خلکو ته چټکې، خوندي او پر وخت بشري مرستې چمتو شي.»
اعلامیه زیاتوي: "بشري مرستې باید هېڅکله له اوربند سره تړلې نه وي او نه هم د سیاسي وسیلې په توګه وکارول شي." همداراز، له ټولو اړخونو غوښتل شوي چې اوربند ته درناوی وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش له کوم ځنډ پرته د اوربند او یرغملو د خلاصون په اړه د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
نوموړي دغه څرګندونې په قاهره کې د غزې د بیارغونې په اړه د عربي سرمشریزې له ګډون وروسته کړې دي.
هغه پر اېکس پاڼې کاږلي: «په تېرو څو اونیو کې موږ د غزې د اوربند او د یرغملو د خلاصون په برخه کې د پام وړ پرمختګ لیدلی دی.»
د هغه په وینا، د دواړه خواوو لهخوا باید شوې ژمنې په بشپړ ډول پلي شي.
هغه لیکلي، مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي؛ د دواړو خواوو د شخړې د حل لپاره باید اړین ګامونه پورته شي.
هغه په یوه بل جلا پوسټ کې بیا ویلي، چې بشري مرستې د خبرو اترو وړ نه دي او باید پرته له کوم خنډه ترسره شي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ په سرمشریزه کې هم ویلي و، چې غزه «باید د یو خپلواک، ډېموکراتیک او خپلواک فلسطیني دولت څخه نه جلا کېدونکې برخه پاتې شي، پرته له دې چې د خاورې کومه برخه یې ترې کمه شي او یا یې خلک په جبري توګه بل ځای ته ولېږدول شي.»
له بل پلوه، د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د قاهرې په سرمشریزه کې د عربي مشرانو لهخوا تصویب شوی پلان رد شوی دی.