بېربوک د تیر کال په جولای کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر تر نوم لاندې محدودیتونو ته اشاره وکړه، چې د ښځو د عامه غږ اورېدل یې منع کړل او همدا میاشت یې یوه ښځینه راډیو بېګم وتړله.
هغې وویل، طالبان یو په بل پسې ښځې له ټولنې حذف کوي، خو زیاته یې کړه، چې جرمنی افغان ښځې نه هېروي.
بېربوک په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې جرمنی لا هم افغانانو ته بشري مرستې ورکوي، خو« له طالبانو سره له همکارۍ پرته، بلکې د نړیوالو مؤسساتو له لارې».
هغې جرمني ته تر خطر لاندې افغانانو د انتقال په اړه وویل، چې ځینې جرمنیان یې هم مخالفت کوي، خو ددې په باور دا سم کار دی او « دا یوازې د هغو خلکو د خوندي کولو خبره نه ده چې طالبان یې ځوروي، بلکې د جرمني د امنیت له پلوه هم مهمه ده».
هغې زیاته کړه، « ځکه موږ باید روښانه کړو چې د طالبانو رژیم خپل خلک وېروي او د ټولنې نیمایي برخه یې غلې کړې، موږ باید دا هم روښانه کړو چې دا رژیم نورو ته هم یو ګواښ دی ځکه موږ د دې خلکو او د نړۍ د امنیت، دواړو مسوولیت لرو، ځکه بشریت نهشي وېشل کېدای».
په ورته وخت کې بېربوک دا هم وویل، چې طالبان قانوني ځواب ویلو ته حاضرول یو اوږد او پېچلی بهیر دی، خو له سوریې سره د پرتلنې په رڼا کې یې زیاته کړه، چې صبر او مقاومت پایله ور کوي.
هغې وویل، چې دوی به پر طالبانو خپل ټول فشارونه وکاروي، چې یوه ورځ رڼا بېرته راشي او د ملیونونو افغانانو چوپ شوي غږونه د هرات، کندهار او کابل په کوڅو کې یو ځل بیا واورېدل شي او افغانې ښځې او نجونې بالاخره ازادې شي.
په یوه انځور کې رایټ له یوه کلاشینکوف سره لیدل کېږي، چې ګوته پر ماشه پکې ولاړه ده. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو یو نیم کال وړاندې افغان ښځو ته بند امیر ته د تګ اجازه ورنکړه او د دغې ډلې د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي هغه مهال ویلي و، چې «سیاحت نه فرض دی، نه واجب».
د طالبانو له فرمان سره سم افغان ښځې نشي کولای له ۷۲ کېلومېټرو ډېر بې له شرعي محرم څخه سفر وکړي او همداراز دوی ته پارکونو، رسټورانټونو او ورزشي تالارونو ته د تګ اجازه هم نشته؛ خو ویټني رایټ په ازاده توګه کابل، هرات او بند امیر ته تللې او انځورونه یې خپاره کړي دي، چې پکې د اریانا الوتکه، د هرات د یوې زیارتګاه کاشي کاري چت، دوکانونه او رکشې ښکاري.
مدني فعالان د طالبانو دغه دوه ګونی چلند غندي او نیوکې دا دي، چې طالبان په داسې حال کې بهرنیو ښځو ته په ازاده توګه د سفرونو اجازه ورکوي چې په کور دننه یې افغان ښځې له ګرځېدو او خپلو بنسټیزو حقونو هم محرومې کړې دي.
تېر کال یو ۲۹ کلن برازیلي سېلانی افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي و، چې له طالبانو سره د نظر اختلاف لري؛ خو له دې سره، سره طالبانو ورته ځکه ستونزه نه ده جوړه کړې، چې «دی یو بهرنی و».
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د طالبانو غړو له چینایي ښځینه سېلانیانو سره ګډ عکسونه اخیستي وو چې د خلکو توند غبرګونونه یې راپارولي وو.
افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه له ویټني رایټ څخه د سفر د موخې او وخت په اړه معلومات واخلي؛ خو تر دې دمه ځواب نه دی ورکړل شوی او طالبانو هم په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.