• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملاله یوسفزۍ پر هغې د «ټي‌ټي‌پي» تر مرګوني برید ۱۳ کاله وروسته په سوات کې خپل کلي ته لاړه

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۵۵ GMT+۰

د نجونو د زده‌کړې نړۍوالې فعالې او د نوبل جایزې دې پښتنې ګټونکې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دیارلس کاله وروسته د خېبر پښتونخوا ایالت په سوات کې خپل کلي بارکاڼۍ ته ستنه شوې او هلته یې له خپلو خپلوانو سره هم لیدلي دي.

له ملالې یوسفزۍ سره په دې سفر کې د هغې پلار او ښوونکی ضیاالدین یوسفزي هم ملتیا کړې ده او ځايي امنیتي چارواکو یې د امنیت د خوندیتوب لپاره ځانګړي اقدامات هم نیولي وو.

ملالې لیکلي:« په ماشومتوب کې مې هره رخصتي د سوات شانګلې کې تېروله. د سېند پر غاړه مې لوبې کولې او خپلې لویې کورنۍ سره مې یو ځای ډوډۍ خوړه».

د نوبل جایزې دغې ګټونکې همدا راز زیاته کړې، چې په دغه سفر کې یې کلونه وروسته خپلوان او د خورلڼو په ګډون د تره زامن هم لیدلي دي.

هغې وویل: « ۱۳ کاله وروسته مې یو ځل بیا خپل کلي کې له خپلوانو او د کاکا له زامنو سره وخندل. دا ځای زما لپاره ډېر ارزښت لري او هیله لرم، چې بیا بیا ورشم».

ملالې یوسفزۍ د دغه سفر پر مهال هیله څرګنده کړې، چې په هېواد کې یې امنیت او ثبات راشي.

د نوبل جایزې دې ګټونکې همدا راز په بنو کې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو د «ټي‌ټي‌پي» وروستی برید هم غندلی دی او قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

په ۲۰۱۲ کال کې «ټي‌ټي‌پي» پر ملالې یوسفزۍ هغه مهال ډزې وکړې، چې نوموړې له خپلو ټولګي‌والو سره له ښوونځي څخه بېرته کور ته روانه وه.

هغه پر سر لګېدلې وه او د سختو ټپونو د درملنې لپاره برېټانیا ته واستول شوه.

هغه مهال په سوات کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونه خورا چټک وو او ملالې به نړۍوالو رسنیو ته مقالې لیکلې، چې پکې د طالبانو د اېډیالوژۍ خلاف به یې د نجونو د زده‌کړو ملاتړ کاوه.

نوموړې تر ټپي کېدو وروسته هم د زده‌کړو په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او په ۲۰۱۴ کال کې یې د سولې نوبل جایزه هم وګټله.

د نوبل جایزې په مراسمو کې پښتون سندرغاړي سردار علي ټکر هغې ته د « ته بي‌بي شېرینه» سندره هم له موسیقۍ سره زمزمه کړه.

ملالې په وار، وار د طالبانو له لوري پر افغان نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو د دروازو بندېدل غندلي او په وروستي ځل یې په اسلام اباد کې د «مسلمانو هېوادونو کې د نجونو زده‌کړې» تر نامه لاندې په یوه نړۍواله کنفرانس کې له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې پر طالبانو فشار راوړي؛ څو د افغان نجونو او ښځو حقونه ورکړي.

هغې وویل، چې طالبان د اسلامي شریعت او د پښتنو کلتور څخه په واټن کې د خپل طبعیت او سختدریځو افکارو له مخې د نجونو د زده‌کړو تر څنګ پر ښځو هم سخت بندیزونه لګولي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په تورخم کې نښتې؛ نن هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ خال خال ډزې اورېدل کېږي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۷ GMT+۰

په تورخم کې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواری خبر ورکوي، چې د دروازې د بندېدو په دیارلسمه ورځ هم دغلته خال خال ډزې اورېدل کېږي. سرچینو ویلي، پرون د طالبانو په ډزو کې د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو د یو افسر په ګډون درې سرتېري ټپیان شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې په تورخم کې د‌ پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ په تېرو درېیو ورځو کې د نښتو له کبله ۱۱ پاکستاني ځواکونه ټپیان شوي او درې طالبان بیا وژل شوي دي.

د جګړې د وېرې له امله د تورخم دواړه غاړو ته مېشت ملکي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري وویل، چې نن چهارشنبه د (کب ۱۶مه) هم په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ په وقفه‌یي توګه پر یو بل ډزې کېږي.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک ځینو چارواکو افغانستان انټرنشنل سره معلومات شریک کړي، چې له مخې یې په تېرو دیارلس ورځو کې دوه اړخیزې سوداګرۍ ته «نږدې ۳۶مېلیونه امریکایي ډالره» زیان اوښتی دی.

سرچینه زیاتوي، په عادي ورځو کې له پاکستانه افغانستان ته د « ۱.۴ مېلیونه صادرات او ۱.۶ مېلیونه امریکایي ډالرو واردات» ترسره کېدل.

د معلوماتو پر بنسټ، د تورخم پر فرضي کرښه هره ورځ نږدې لس زره افغانانو تګ راتګ کولو، چې پکې ناروغان، زده‌کوونکي او سوداګرو په ګدون ګڼ نور مساپر شامل دي.

پاکستاني پوله ساتو ځواکونو د تورخم لاره نږدې دوه اونۍ وړاندې وروسته له هغې وتړله، چې طالبانو د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یوې نوې پوستې او پوځي تاسیساتو پر جوړولو کار پیل کړ او پاکستاني لوري یې سخت مخالفت وکړ.

په تېرې یوې اونۍ کې څو څو ځله که څه هم د یادې لارې د پرانېستل کېدو پر سره د دواړو لوریو مذاکرات هم وشول؛ خو بې پایلې پای ته ورسېدل او ان له هغې وروسته دواړه لوریو پرلپسې وسله‌والې نښتې هم وکړې.

په تورخم کې پاکستاني ځواکونو او طالبانو پر یو بل سپکې او درنې وسلې وکارولې، چې دا د طالبانو تر واکمنۍ راوروسته د دواړو لوریو ترمنځ تر ټولو درنې نښتې بلل کېږي.

تر دې وړاندې پاکستاني ځواکونه او طالبان په خوست، پکتیا، پکتیکا، هلمند او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سره نښتي وو؛ خو د تورخم په څېر د هغو جګړو موده نه وه اوږده شوې.

د دغه نښتو له کبله د تورخم دواړو غاړو ته مساپر بند پاتې دي او شمېر افغان ناروغان د دغه لارې د بندښت له کبله له سختو کړاوونو سره مخ شوي دي.

لا تر اوسه هم د تورخم پر فرضي کرښه د دروازې د پرانېستل کېدو لپاره کومې هیلې نشته او نه هم د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند یا د دروازې د پرانېستل کېدو لپاره د مذاکراتو لپاره کوم څرک لیدل کېږي.

پاکستاني پولیس: بلوچستان کې چاودنې څلور کسان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۴۹ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت خضدار نال په بازار کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نال د پولیسو مشر بهاول خان پیندرانی پاکستان ډان ورځپانې ته دا پېښه تایید کړې او ویلي دي، د چهارشنبې په ورځ د (کب ۱۵مه) له غرمې وروسته یو موټرسایکل چې په کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي و له یو موټر سره نږدې درول شوی او د ریموټ کنټرول په وسیله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.

د نال سیمې روغتیایي مسوول رفیق ساسولي په وینا، له دغه برید څخه یو شمېر جسدونه او ټپیان روغتون ته وروړل شوي، چې له ډلې یې د یوه تن روغتیایي وضعیت نازک دی.

له چاودنې سملاسي وروسته په سیمه کې پاکستاني امنیتي چارواکي د پېښې په تړاو د پلټنو لپاره سیمې ته ورغلي وو.

بلخوا د ادهي په نوم یو خیریه بنسټ ویلي، چې دژل شویو کسانو شمېر ۵ تنو ته رسېدلی او په بېښه کې ټول ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

د خضدار پولیسو مشر جاوید زهری ویلي، چې چاودنه د نال بازار د یوې تعلیمي ادارې (کالج) ترڅنګ شوې ده چې څو موټرونه یې هم ویجاړ کړي دي.

د بلوچستان سر وزیر میر سرفراز بګټي دا برید غندلی او اړوندو ادارو ته یې امر کړی، چې ټپیانو ته غوره درملنه برابره کړي.

هغه ویلي: «ترهګري به په هر ډول چې وي، له منځه یووړل شي. د سولې دښمنان به خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي او د دغه وحشیانه عمل عاملان به قانون ته وسپارل شي.»

د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند هم دا پېښه غندلې او له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه زیاته کړه: «ترهګر نه شي کولای خلک وډاروي. دا ډول بزدلانه بریدونه د سیمې د امنیت خرابولو لپاره یوه توطیه ده.»

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې وړمه ورځ وسله والو په خیبر پښتونخوا کې د بنو پر یو پوځي مرکز له چاودیدونکو توکو بار موټرو بمي بریدونه کړي وو، چې په پایله کې یې د «پنځو پاکستاني پوځیانو په ګډون ۱۸ کسان» ووژل شوو، چې ۱۳ تنه په کې ملکي وګړي وو.

بلوچستان د وروستیو میاشتو راهیسې د ترهګریزو بریدونو شاهد دی، په ځانګړي توګه له هغه وروسته چې د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) ترمنځ اوربند د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې پای ته ورسېد.

د پاکستان د امنیتي او شخړو مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) د راپور له مخې، په دغه هېواد کې یوازې د فبرورۍ میاشت کې ۷۹ ترهګریز بریدونه شوي، چې له امله یې ۵۵ ملکي وګړي او ۴۷ امنیتي کسان وژل شوي. ۴۵ ملکي وګړي او ۸۱ امنیتي کسان بیا ټپیان شوي دي.

بلوچستان لا هم د پاکستان نارامه ایالت ګڼل کېږي، چې په کې روان کال «۳۲ بریدونه شوي چې له امله یې ۵۶ کسان وژل شوي» چې له ډلې یې ۱۰ کسان د امنیتي ادارو کارکوونکي، ۳۵ تنه ملکي وګړي او یوولس تنه بیا د وسله والو ډلو غړي دي. 

په دغو بریدونو کې ډېر یې د بلوڅ بیلتون پاله وسله والو ډلو له لوري شوي دي. په دغو ډلو کې د بلوچستان د ازادۍ پوخ (BLA)، د بلوچستان د ازادۍ جبهه (BLF) ،‌ متحد بلوچ پوځ (UBA) او د بشیر زیب ازاده څانګه شامله ده.

د ټرمپ مرستیال ته د برېټانیا لومړی وزیر: افغانستان او عراق کې مو ګډه جګړه کړې، مه یې هیروئ

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۵۲ GMT+۰

د برېټانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر یوه غونډه کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډی ونس هغه څرګندونې غندلې، چې برېټانیایي ځواکونو په «تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې په هېڅ جګړه کې برخه نه ده اخیستې.» سټارمر ویلي، چې برېټانیا افغانستان او عراق کې په ګډه جګړه کې برخه اخیستې.

سِر کېیر ستارمر د چهارشنبې په ورځ د لومړي وزير د پوښتنو غونډه کې د جي ډی ونس وروستيو څرګندونو ته غبرګون وښود. نوموړي د هغو ۶۴۲ برېټانیایي سرتېرو يادونه وکړه، چې د افغانستان او عراق په جګړو کې وژل شوي او هغوی ته يې درناوی وکړ.

جي‌ ډی ونس تورن شوی، چې د هغو برېټانیایي سرتېرو قربانۍ يې له پامه غورځولې، چې د خپل هېواد لپاره يې له هېواده بهر خدمت کړی.

دا تورونه وروسته له هغې راپورته شول، چې جي‌ ډی ونس خپلو وروستيو څرګندونو کې اروپايي متحدانو په ځانګړي ډول برېټانیا ته اشاره وکړه او وويل، چې دغه هېواد په «تېرو ۳۰ کلونو کې په هېڅ جنګ کې برخه نه ده اخيستې.»

سِر کیير سټارمر وويل: «سبا د هغو شپږو برېټانیايي سرتېرو د وژل کیدو ديارلسمه کليزه ده چې په افغانستان کې د ګزمې پر مهال یې پر موټر چاودنه وشوه او ټولو په کې ووژل شول.»

هغه زیاته کړه،‌ دغه سرتېري د خپل هېواد لپاره جنګيدلي او قرباني شوي دي. سټارمر وویل: «په ټوليز ډول ۶۴۲ بريټانیايي سرتېري د افغانستان او عراق په جنګونو کې زموږ د متحدانو ترڅنګ جنګيدلي او وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.»

د برېټانیا لومړی وزیر په خبره، دوی به هېڅکله د خپلو سرتېرو قربانۍ هېرې نه کړي او باور لري چې د پارلمان ټول غړي به له ده سره یو ځای د وژل شویو سرتېرو درناوی وکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر چي ډی ونس د سې شنبې په ورځ له فاکس نيوز سره مرکه کې وويل، چې که اوکراین وغواړي په راتلونکي کې د روسیې د بریدونو مخنېوی وکړي باید امریکا ته «اقتصادي امتیازات» ورکړي.

نوموړي دا هم وویل: « دا له هغې ډېره غوره ده، چې داسې امنیتي ضمانت ترلاسه کړو چې ۲۰ زره سرتېري له یوه اتفاقي هېواده راشي، چې په تېرو دېرشو یا څلوېښتو کلونو کې یې په هېڅ جنګ کې برخه نه ده اخیستې.»

تر اوسه پورې يوازې برېټانیا او فرانسې په ډاګه ويلي، چې چمتو دي که د اوکراين جنګ پای ته رسېدو لپاره هوکړه وشي خپل سرتېري د سوله ساتو ځواکونو په توګه واستوي.

د سټارمر څرګندونو د محافظه ‌کار ګوند مشر، کمي بادنوک، ته هم ستونزې پيدا کړې ځکه هغه هڅه وکړه د ونس څرګندونې کمرنګه کړي او ادعا یې وکړه چې دا خبرې "له متنه بهر" تفسير شوي.

خو د ليبرال ډيموکرات ګوند د دفاع وياندې هلن مګواير، چې په عراق کې يې دنده کړې ونس تورن کړ چې «په افغانستان او عراق کې د وژل شوو برېټانيايي سرتېرو قربانۍ يې له پامه غورځولي.»

هغه زیاته کړې، چې خپله شاهده چې برېټانيايي سرتېري اوږه په اوږه له امریکایي ځواکونو سره جنګیدل.

جاني مرسر، چې درې دورې يې په افغانستان کې د برېټانيايي ځواکوو په لیکو کې دنده کړې د ټرمپ مرستیال «يوازې يو ټوکي» وباله او زياته يې کړه: «ما د جي ډی ونس کتاب لوستی و او فکر مې کاوه، چې دی يو جالب شخصيت دی. خو اوس څرګنده شوه چې هغه خپل وخت د مقالو ليکلو او عکسونو اخيستو ته ځانګړی کړی و.»

جي ډنس ونس وروسته پر خپل دريځ ټينګار وکړ او ويې ويل: «دا کاملاً ناسم تفسير دی، چې څوک ووايي ما برېټانیا يا فرانسې ته اشاره کړې ده.»

هغه په اېکس کې وليکل: «دواړه هېوادونه برېټانیا او فرانسه له امريکا سره اوږه په اوږه جنګېدلي، نه يوازې په تېرو ۲۰ کلونو کې، بلکې له هغې هم مخکې.»

اسحاق ډار له افغانستان څخه د امریکایي وسلو د اېستلو په تړاو د ټرمپ له اعلان هرکلی کړی

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۳۶ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له افغانستان څخه د پاتې شویو امریکایي وسلو د اېستلو په تړاو د ټرمپ له اعلان هرکلی کړی دی. پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې دغه وسلې د ټي ټي پي لاسته ورغلې او د دوی په ضد کارول کیږي.

تر دې وړاندې هم پاکستان په وار، وار له ټرمپ څخه غوښتي و، چې په افغانستان کې پرېښودل شوې امریکایي وسلې بېرته ترلاسه کړي.

پاکستان خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې پرېښودل شوې امریکایي وسلې اوس په پاکستان کې د ترهګرو له‌خوا کارول کېږي.

تر دې وړاندې ټرمپ (د کپ ۵مه) د امریکا د محافظه‌کارانو لوی کنفرانس ته په وینا کې ویلي و، یوه امریکایي چارواکي ته یې دنده ورکړې چې له طالبانو څخه د امریکايي وسلو او تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو پلان جوړ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې نوموړي دغه څرګندونې (د کب په ۱۴مه) د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، د امریکا د ملي امنیت سلاکار په دغه خبرو کې د ټرمپ له‌خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د حکومت له هڅو ستاینه او مننه کړې ده.
ورته مهال ښاغلي ډار ویلي، چې پاکستان د ټرمپ او د هغه د ادارې په مشرۍ د امریکا سره د خپلو اوږدمهاله او پراخه اړیکو د جوړولو په لټه کې دی او په دې برخه کې یې د همکارۍ د دوام لپاره د پاکستان پر ژمنو ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کاږي، چې دواړه خواوو د معلوماتي ټکنالوژۍ، انرژۍ او کانونو په برخه کې هم د همکارۍ د پراخولو په تړاو خبرې کړې دي.
دغه خبرپاڼه له هغه وروسته خپرېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د خپلې وینا پرمهال اعلان وکړ، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو پرمهال د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید اصلي طراح یې د پاکستان په همکارۍ نیولی دی.
له هغه وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم پر اېکس پاڼه په یو یادښت کې اعلان وکړ، نیول شوی کس «شریف الله» افغان وګړی دی چې د دغه هېواد په یو لړ بریالیو عملیاتو کې د پاکستاني سرتېرو له‌خوا په ډیورنډ کرښه ونیول شو.

ټرمپ حماس ته: برمته‌شوي خوشې کړئ، کنې پایله به یې خطرناکه وي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰

د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته د وروستي ګواښ په توګه خبرداری ورکړی، چې که برمته‌شوي سملاسي خوشې نه‌کړي، دغه ډله به له ناوړه او خطرناکې پایلې سره مخ شي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۵مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې ټینګار کړی، چې په خپله قبضه کې د قربانیانو د جسدونو ساتل ناسمه کړنه ده او په وینا یې، که هر څوک دغه لار تعقیبوي پایلې به یې ناوړه وي.

د ټرمپ په وینا،متحده‌ایالات د دغه کړکېچ په ختمېدو کې له اسراییل بشپړ ملاتړ کوي او د حماس د نه‌همکارۍ په صورت کې به د دغې ډلې مشران خوندي پاتې نه‌شي.

د امریکا ولسمشر څرګنده کړې ده: «دا تاسو ته وروستی خبرداری دی. د حماس مشرانو، دا مهال له غزې څخه د وتلو وخت دی، په داسې حال کې چې تاسو نور هم وخت لرئ.»

ورته مهال، هغه د غزې خلکو ته په خطاب کې زیاته کړې، چې یو ښایسته او هیله‌من راتلونکی یې ورته په تمه دی، په دې شرط چې یرغمل شوي کسان خوشې شي او د دغه ناورین دوام پای ته ورسېږي.

باور دا دی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا توندې څرګندونې حماس ته د وروستي خبرداري په توګه مطرح کوي او که د غزې وضعیت همداسې دوام ولري، ښايي د پخوا په پرتله نور هم ناوړه او پراخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، د فلسطین خلک باید د حکومت کولو، د خپل راتلونکې د ټاکلو او په خپله خاوره کې له بشپړې ازادۍ او امنیت سره د ژوند کولو حق ولري.

نوموړي همداراز د کوم ځنډ او خنډ پرته د اوربند او یرغمل‌شویو د خلاصون په تړاو د مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه کړې وه.

د یادونې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د یوې اوږدې او خونړۍ جګړې په پایله کې له ۴۵زرو ډېر فلسطینيان وژل شوي، د غزې شاوخوا ۹۰ سلنه اوسېدونکي له خپلو ودانیو بې‌ځایه شوي او همداراز دا سیمه په بشپړ ډول پر یوې کنډوالې بدله شوې ده.