• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پولیس: بلوچستان کې چاودنې څلور کسان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۴۹ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت خضدار نال په بازار کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نال د پولیسو مشر بهاول خان پیندرانی پاکستان ډان ورځپانې ته دا پېښه تایید کړې او ویلي دي، د چهارشنبې په ورځ د (کب ۱۵مه) له غرمې وروسته یو موټرسایکل چې په کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي و له یو موټر سره نږدې درول شوی او د ریموټ کنټرول په وسیله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.

د نال سیمې روغتیایي مسوول رفیق ساسولي په وینا، له دغه برید څخه یو شمېر جسدونه او ټپیان روغتون ته وروړل شوي، چې له ډلې یې د یوه تن روغتیایي وضعیت نازک دی.

له چاودنې سملاسي وروسته په سیمه کې پاکستاني امنیتي چارواکي د پېښې په تړاو د پلټنو لپاره سیمې ته ورغلي وو.

بلخوا د ادهي په نوم یو خیریه بنسټ ویلي، چې دژل شویو کسانو شمېر ۵ تنو ته رسېدلی او په بېښه کې ټول ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

د خضدار پولیسو مشر جاوید زهری ویلي، چې چاودنه د نال بازار د یوې تعلیمي ادارې (کالج) ترڅنګ شوې ده چې څو موټرونه یې هم ویجاړ کړي دي.

د بلوچستان سر وزیر میر سرفراز بګټي دا برید غندلی او اړوندو ادارو ته یې امر کړی، چې ټپیانو ته غوره درملنه برابره کړي.

هغه ویلي: «ترهګري به په هر ډول چې وي، له منځه یووړل شي. د سولې دښمنان به خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي او د دغه وحشیانه عمل عاملان به قانون ته وسپارل شي.»

د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند هم دا پېښه غندلې او له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه زیاته کړه: «ترهګر نه شي کولای خلک وډاروي. دا ډول بزدلانه بریدونه د سیمې د امنیت خرابولو لپاره یوه توطیه ده.»

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې وړمه ورځ وسله والو په خیبر پښتونخوا کې د بنو پر یو پوځي مرکز له چاودیدونکو توکو بار موټرو بمي بریدونه کړي وو، چې په پایله کې یې د «پنځو پاکستاني پوځیانو په ګډون ۱۸ کسان» ووژل شوو، چې ۱۳ تنه په کې ملکي وګړي وو.

بلوچستان د وروستیو میاشتو راهیسې د ترهګریزو بریدونو شاهد دی، په ځانګړي توګه له هغه وروسته چې د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) ترمنځ اوربند د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې پای ته ورسېد.

د پاکستان د امنیتي او شخړو مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) د راپور له مخې، په دغه هېواد کې یوازې د فبرورۍ میاشت کې ۷۹ ترهګریز بریدونه شوي، چې له امله یې ۵۵ ملکي وګړي او ۴۷ امنیتي کسان وژل شوي. ۴۵ ملکي وګړي او ۸۱ امنیتي کسان بیا ټپیان شوي دي.

بلوچستان لا هم د پاکستان نارامه ایالت ګڼل کېږي، چې په کې روان کال «۳۲ بریدونه شوي چې له امله یې ۵۶ کسان وژل شوي» چې له ډلې یې ۱۰ کسان د امنیتي ادارو کارکوونکي، ۳۵ تنه ملکي وګړي او یوولس تنه بیا د وسله والو ډلو غړي دي. 

په دغو بریدونو کې ډېر یې د بلوڅ بیلتون پاله وسله والو ډلو له لوري شوي دي. په دغو ډلو کې د بلوچستان د ازادۍ پوخ (BLA)، د بلوچستان د ازادۍ جبهه (BLF) ،‌ متحد بلوچ پوځ (UBA) او د بشیر زیب ازاده څانګه شامله ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ مرستیال ته د برېټانیا لومړی وزیر: افغانستان او عراق کې مو ګډه جګړه کړې، مه یې هیروئ

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۵۲ GMT+۰

د برېټانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر یوه غونډه کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډی ونس هغه څرګندونې غندلې، چې برېټانیایي ځواکونو په «تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې په هېڅ جګړه کې برخه نه ده اخیستې.» سټارمر ویلي، چې برېټانیا افغانستان او عراق کې په ګډه جګړه کې برخه اخیستې.

سِر کېیر ستارمر د چهارشنبې په ورځ د لومړي وزير د پوښتنو غونډه کې د جي ډی ونس وروستيو څرګندونو ته غبرګون وښود. نوموړي د هغو ۶۴۲ برېټانیایي سرتېرو يادونه وکړه، چې د افغانستان او عراق په جګړو کې وژل شوي او هغوی ته يې درناوی وکړ.

جي‌ ډی ونس تورن شوی، چې د هغو برېټانیایي سرتېرو قربانۍ يې له پامه غورځولې، چې د خپل هېواد لپاره يې له هېواده بهر خدمت کړی.

دا تورونه وروسته له هغې راپورته شول، چې جي‌ ډی ونس خپلو وروستيو څرګندونو کې اروپايي متحدانو په ځانګړي ډول برېټانیا ته اشاره وکړه او وويل، چې دغه هېواد په «تېرو ۳۰ کلونو کې په هېڅ جنګ کې برخه نه ده اخيستې.»

سِر کیير سټارمر وويل: «سبا د هغو شپږو برېټانیايي سرتېرو د وژل کیدو ديارلسمه کليزه ده چې په افغانستان کې د ګزمې پر مهال یې پر موټر چاودنه وشوه او ټولو په کې ووژل شول.»

هغه زیاته کړه،‌ دغه سرتېري د خپل هېواد لپاره جنګيدلي او قرباني شوي دي. سټارمر وویل: «په ټوليز ډول ۶۴۲ بريټانیايي سرتېري د افغانستان او عراق په جنګونو کې زموږ د متحدانو ترڅنګ جنګيدلي او وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.»

د برېټانیا لومړی وزیر په خبره، دوی به هېڅکله د خپلو سرتېرو قربانۍ هېرې نه کړي او باور لري چې د پارلمان ټول غړي به له ده سره یو ځای د وژل شویو سرتېرو درناوی وکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر چي ډی ونس د سې شنبې په ورځ له فاکس نيوز سره مرکه کې وويل، چې که اوکراین وغواړي په راتلونکي کې د روسیې د بریدونو مخنېوی وکړي باید امریکا ته «اقتصادي امتیازات» ورکړي.

نوموړي دا هم وویل: « دا له هغې ډېره غوره ده، چې داسې امنیتي ضمانت ترلاسه کړو چې ۲۰ زره سرتېري له یوه اتفاقي هېواده راشي، چې په تېرو دېرشو یا څلوېښتو کلونو کې یې په هېڅ جنګ کې برخه نه ده اخیستې.»

تر اوسه پورې يوازې برېټانیا او فرانسې په ډاګه ويلي، چې چمتو دي که د اوکراين جنګ پای ته رسېدو لپاره هوکړه وشي خپل سرتېري د سوله ساتو ځواکونو په توګه واستوي.

د سټارمر څرګندونو د محافظه ‌کار ګوند مشر، کمي بادنوک، ته هم ستونزې پيدا کړې ځکه هغه هڅه وکړه د ونس څرګندونې کمرنګه کړي او ادعا یې وکړه چې دا خبرې "له متنه بهر" تفسير شوي.

خو د ليبرال ډيموکرات ګوند د دفاع وياندې هلن مګواير، چې په عراق کې يې دنده کړې ونس تورن کړ چې «په افغانستان او عراق کې د وژل شوو برېټانيايي سرتېرو قربانۍ يې له پامه غورځولي.»

هغه زیاته کړې، چې خپله شاهده چې برېټانيايي سرتېري اوږه په اوږه له امریکایي ځواکونو سره جنګیدل.

جاني مرسر، چې درې دورې يې په افغانستان کې د برېټانيايي ځواکوو په لیکو کې دنده کړې د ټرمپ مرستیال «يوازې يو ټوکي» وباله او زياته يې کړه: «ما د جي ډی ونس کتاب لوستی و او فکر مې کاوه، چې دی يو جالب شخصيت دی. خو اوس څرګنده شوه چې هغه خپل وخت د مقالو ليکلو او عکسونو اخيستو ته ځانګړی کړی و.»

جي ډنس ونس وروسته پر خپل دريځ ټينګار وکړ او ويې ويل: «دا کاملاً ناسم تفسير دی، چې څوک ووايي ما برېټانیا يا فرانسې ته اشاره کړې ده.»

هغه په اېکس کې وليکل: «دواړه هېوادونه برېټانیا او فرانسه له امريکا سره اوږه په اوږه جنګېدلي، نه يوازې په تېرو ۲۰ کلونو کې، بلکې له هغې هم مخکې.»

اسحاق ډار له افغانستان څخه د امریکایي وسلو د اېستلو په تړاو د ټرمپ له اعلان هرکلی کړی

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۳۶ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له افغانستان څخه د پاتې شویو امریکایي وسلو د اېستلو په تړاو د ټرمپ له اعلان هرکلی کړی دی. پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې دغه وسلې د ټي ټي پي لاسته ورغلې او د دوی په ضد کارول کیږي.

تر دې وړاندې هم پاکستان په وار، وار له ټرمپ څخه غوښتي و، چې په افغانستان کې پرېښودل شوې امریکایي وسلې بېرته ترلاسه کړي.

پاکستان خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې پرېښودل شوې امریکایي وسلې اوس په پاکستان کې د ترهګرو له‌خوا کارول کېږي.

تر دې وړاندې ټرمپ (د کپ ۵مه) د امریکا د محافظه‌کارانو لوی کنفرانس ته په وینا کې ویلي و، یوه امریکایي چارواکي ته یې دنده ورکړې چې له طالبانو څخه د امریکايي وسلو او تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو پلان جوړ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې نوموړي دغه څرګندونې (د کب په ۱۴مه) د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، د امریکا د ملي امنیت سلاکار په دغه خبرو کې د ټرمپ له‌خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د حکومت له هڅو ستاینه او مننه کړې ده.
ورته مهال ښاغلي ډار ویلي، چې پاکستان د ټرمپ او د هغه د ادارې په مشرۍ د امریکا سره د خپلو اوږدمهاله او پراخه اړیکو د جوړولو په لټه کې دی او په دې برخه کې یې د همکارۍ د دوام لپاره د پاکستان پر ژمنو ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کاږي، چې دواړه خواوو د معلوماتي ټکنالوژۍ، انرژۍ او کانونو په برخه کې هم د همکارۍ د پراخولو په تړاو خبرې کړې دي.
دغه خبرپاڼه له هغه وروسته خپرېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د خپلې وینا پرمهال اعلان وکړ، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو پرمهال د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید اصلي طراح یې د پاکستان په همکارۍ نیولی دی.
له هغه وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم پر اېکس پاڼه په یو یادښت کې اعلان وکړ، نیول شوی کس «شریف الله» افغان وګړی دی چې د دغه هېواد په یو لړ بریالیو عملیاتو کې د پاکستاني سرتېرو له‌خوا په ډیورنډ کرښه ونیول شو.

ټرمپ حماس ته: برمته‌شوي خوشې کړئ، کنې پایله به یې خطرناکه وي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰

د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته د وروستي ګواښ په توګه خبرداری ورکړی، چې که برمته‌شوي سملاسي خوشې نه‌کړي، دغه ډله به له ناوړه او خطرناکې پایلې سره مخ شي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۵مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې ټینګار کړی، چې په خپله قبضه کې د قربانیانو د جسدونو ساتل ناسمه کړنه ده او په وینا یې، که هر څوک دغه لار تعقیبوي پایلې به یې ناوړه وي.

د ټرمپ په وینا،متحده‌ایالات د دغه کړکېچ په ختمېدو کې له اسراییل بشپړ ملاتړ کوي او د حماس د نه‌همکارۍ په صورت کې به د دغې ډلې مشران خوندي پاتې نه‌شي.

د امریکا ولسمشر څرګنده کړې ده: «دا تاسو ته وروستی خبرداری دی. د حماس مشرانو، دا مهال له غزې څخه د وتلو وخت دی، په داسې حال کې چې تاسو نور هم وخت لرئ.»

ورته مهال، هغه د غزې خلکو ته په خطاب کې زیاته کړې، چې یو ښایسته او هیله‌من راتلونکی یې ورته په تمه دی، په دې شرط چې یرغمل شوي کسان خوشې شي او د دغه ناورین دوام پای ته ورسېږي.

باور دا دی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا توندې څرګندونې حماس ته د وروستي خبرداري په توګه مطرح کوي او که د غزې وضعیت همداسې دوام ولري، ښايي د پخوا په پرتله نور هم ناوړه او پراخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، د فلسطین خلک باید د حکومت کولو، د خپل راتلونکې د ټاکلو او په خپله خاوره کې له بشپړې ازادۍ او امنیت سره د ژوند کولو حق ولري.

نوموړي همداراز د کوم ځنډ او خنډ پرته د اوربند او یرغمل‌شویو د خلاصون په تړاو د مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه کړې وه.

د یادونې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د یوې اوږدې او خونړۍ جګړې په پایله کې له ۴۵زرو ډېر فلسطینيان وژل شوي، د غزې شاوخوا ۹۰ سلنه اوسېدونکي له خپلو ودانیو بې‌ځایه شوي او همداراز دا سیمه په بشپړ ډول پر یوې کنډوالې بدله شوې ده.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ترهګري کمه او په پاکستان کې ډېره شوې ده

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۰

د سولې او اقتصاد بنسټ د نړۍوالې ترهګرۍ په تړاو په یوه راپور کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په دغه هېواد کې «ترهګري» کمه شوې او په پاکستان کې بیا ۴۵ سلنه ډېره شوې ده.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ترهګري په پاکستان کې د یو زرو او ۸۱ کسانو د وژل کېدو لامل شوی دی.

د اقتصاد او سولې بنسټ په راپور کې زیاته شوې، چې داعش-خراسان په نړۍ کې یوه ډېره فعاله جهادي ډله ګرځېدلې او د خپلو فعالیتونو ساحه یې له افغانستان ور هاخوا پاکستان، ایران، روسیې او مرکزي اسیا ته غځولې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان د پرله‌پسې دویم کال لپاره د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې نه دی راغلی، چې له ترهګرۍ ډېر اغېزمن شوي دي.

ورته مهال، سږکال افغانستان د نورو کلونو په پرتله په یوې ښې ډلبندۍ او نهم مقام کې ځای لري.

د ترهګرۍ په تړاو د سولې او اقتصاد بنسټ په راپور کې د دغه کموالي دلیل پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بریدونو له نوملړ څخه د دغې ډلې لرې کول ښودل شوی دی.

د نړۍوالې ترهګرۍ برخې په کلنۍ درجه‌بندۍ کې پاکستان دویم هېواد دی، چې د ترهګریزو بریدونو له امله ورته ډېر تلفات اوښتي دي.

په دغه راپور کې د لوېدیځې افریقا بورکینا فاسو هېواد د ترهګریزو بریدونو په سر کې ځای لري، چې یو زرو ۵۳۲ کسان یې وژل شوي دي.

راپور څرګندوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګري ډېره شوې ده.

د راپور پر بنسټ، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو شمېر له ۲۰۲۱ کال راهیسې پنځه برابره ډېر شوی دی.

د اقتصاد او سولې بنسټ د نړۍوالې ترهګرۍ په راپور کې د دغه زیاتوالي عمده لامل له «افغان طالبانو سره په همغږۍ» د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو شدت بللی دی.

همداراز، په دغه راپور کې ټینګار شوی چې له افغانستان څخه بهر د داعش-خراسان ډلې د فعالیتونو پراختیا د نړۍوالو اندېښنې راپارولي او د اروپایي ټولنې، روسیې او مرکزي اسیا هېوادونو له خوا د امنیتي تدابیرو او د ترهګرۍ ضد اقداماتو د ډېرېدو لامل شوی دی.

د نړۍوالې ترهګرۍ راپور زیاته کړې، چې طالبان پر افغانستان د خپل کنټرول څلورم کال ته په نږدې کېدو نسبي داخلي ثبات ساتلی ، خو نظامي او سیاسي مخالفو ډلو په کابل کې د دغې ډلې واکمني ننګولې ده.

راپور پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو او په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي پر سر د اسلام‌اباد او طالبانو ترینګتیا ته په اشارې وايي، چې د دواړو خواوو اړیکې پیکه شوې دي.

د امریکا له خوا د داعش - خراسان ډلې نیول شوی قوماندان "محمد شریف الله" څوک دی؟

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

د داعش - خراسان ډلې یو مخکښ غړی محمد شريف الله چې د جعفر شريف الله، شریف الحلاج او قاري محمد په نومونو هم پېژندل کېږي، امریکا د پاکستان په همکارۍ نیولی دی. د امریکا ولسمشر ویلي، چې نوموړی د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید طراح و.

د امریکا د نوي حکومت دریځ:

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محمد شریف الله د نیولو په اړه په خپل وینا کې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن پر حکومت سختې نیوکې کړې دي.

هغه ویلي چې د بایډن اداره د افغانستان د "ناکامې او بې کفایته وتنې" مسووله ده، چې له امله یې داسې ترهګر ځواکمن شول.

ټرمپ په ځانګړي ډول پاکستان ته مننه ویلې چې د شریف الله د نیولو په برخه کې یې مرسته کړې.

100%

د امریکا متحده ایالاتو پر محمد شریف الله تور لګولی چې "داعش ترهګرې ډلې ته د مادي ملاتړ او سرچینو برابرولو او په کابل هوايي ډګر د برید طراح و" چې له امله یې د کابل په هوايي ډګر کې ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې نوموړي د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ځانګړو اجنټانو ته منلې چې د برید د چمتووالي په برخه کې یې مرسته کړې: "په ځانګړي ډول د بریدګر لپاره هوایي ډګر ته نږدې د تګ لارې په ارزونه او اسانتیا برابرولو کې یې مرسته کړې."

د امریکا لویې څارنوالې پام بانډي په یوه بیان کې وویل: "دا ظالم د داعش- خراسان ترهګر د ۱۳ اتلو سمندري سرتېرو د بې رحمه وژنې پلان جوړونکی و."

د عدلیې وزارت زیاته کړې، چې شریف الله د نورو بریدونو په اړه هم اعتراف کړی، چې پکې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د مسکو کروکس ښار د یو تالار برید هم شامل دی.

هغه ویلي: "هغه بریدګرو ته د AK ډوله ټوپکو او نورو وسلو د کارولو لارښوونې ورکړې وې."

محمد شریف الله څوک دی؟

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت یوه لوړپوړي چارواکي وویل، چې محمد شریف چې په ۲۰۱۴ کال کې په باجوړ کې د ټي ټي پي سرګروپ و، له هماغه ځایه په ۲۰۱۸ کال کې د داعش - خراسان ډلې سره یو ځای شو او د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته د جګړې لپاره لاړ.

د سرچینې په خبره، چې محمد شریف چې په قاري محمد، قاري شریف غرنی، جعفر محمد، جعفر شریف او شریف الحلاج نومونو د افغانستان د جمهوري دولت له ملي امنیت سره ثبت و، په کونړ، نورستان، د ننګرهار په هسکه مېنه، باجوړ او تیرا کې اوسېدلی دی.

یاد سرچینه زیاتوي، چې د محمد شریف یو بل ورور نقیب الله الخراساني په ۲۰۱۹ کال کې په اچین ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

نوموړی د داعش - خراسان ډلې د پخواني ویاند سلطان عزیز عزام اوښی دی.

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت دغه لوړ پوړی چارواکی وايي، چې نقیب الله درې مېرمنې درلودې چې درېیمه مېرمن یې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د امریکا په ډرون حمله کې وژل شوې ده.

محمد شریف الله د افغانستان د پخواني جمهوري دولت له خوا په ۲۰۱۹ ز کال کې نیول شوی و، چې د جمهوري دولت له سقوط سره یو ځای له زندانه وتښتېد او باجوړ ته لاړ.

هغه د داعش خراسان ډلې د پخواني مشر مولوي عبدالله/ اسلم فاروقي له نېږدې دوستانو څخه دی.

اسلم فاروقي د خېبر پښتونخوا د اورکزیو اوسېدونکی او په قام اورکزی و. نوموړی د لشکرطبیه پخوانی غړی او له ټي ټي پي سره یې نېږدې اړیکې لرلې. هغه په ۲۰۱۹ ز کال اپریل کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې د مشر په توګه وټاکل شو او د محمد شریف الله ورور نقیب الله یې د سرې قطعې قوماندان په توګه وټاکه.

محمد شریف الله د اسلم فاروقي د مشرۍ پر مهال د اکمالاتو او هدفي بریدونو مسوول او د مولوي عبدالله اسلام فاروقي ځانګړی سلاکار بلل کېده.

100%

د محمد شریف په نیولو کې د پاکستان ونډه:

تازه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید مسوول «شریف الله» یو افغان وګړی دی چې په یو لړ بریالیو عملیاتو کې پر ډېورنډ کرښه نیول شوی دی.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، «شریف الله» چې د داعش خراسان څانګې یو لوړپوړی عملیاتي قوماندان و او د افغانستان اوسېدونکی دی؛ د پاکستان امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی.
هغه دارنګه په سیمه کې د ترهګرۍ ضد هڅو کې د پاکستان د رول او ملاتړ په برخه کې د ټرمپ له ستاینې مننه وکړه.
هغه کاږي:« لکه څنګه چې پوهېږئ پاکستان تل د ترهګرۍ ضد هڅو کې مهم رول لوبولی دی، چې موخه یې د ترهګرو او وسله‌والو ډلو له‌خوا د بل هېواد پر ضد د فعالیتونو مخنیوی دی.»
هغه زیاته کړې، چې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې پاکستان تر ۸۰،۰۰۰ د زیاتو کسانو د وژل کېدو په ګډون لویې قربانۍ ورکړې دي.
دغه څرګندونې له هغه وروسته شوې، چې نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې اعلان وکړ چې هېواد یې له افغانستاته د وتنې پرمهال د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی دی.
ټرمپ ویلي، د دغې برید مسوول امریکا ته د لېږد په حال کې دی.
نوموړي د دغه کس د نیونې په برخه کې د پاکستان له همکارۍ مننه کړې ده.