• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د پوځي مرستو تر بندېدو وروسته؛ اروپايي ټولنه اوکراین سره خپلې دفاعي مرستې پراخوي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۰

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې مشران غواړي نن د پنجشنبې په ورځ داسې پرېکړې وکړي چې د خپلو دفاعي لګښتونو کچه لوړه کړي او له اوکراین سره خپل ملاتړ ښکاره کړي.

دغه ګام وروسته له هغه پورته کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوکراین سره پوځي مرستې وځنډولې.

د راپور پر بنسټ د ټرمپ دغه اقدام د اروپايي هېوادونو ترمنځ اندېښنې پیدا کړې او دا پوښتنه راپورته شوې، چې ایا اروپا کولای شي یوازې د امریکا پر ملاتړ حساب وکړي که نه؟

د اروپايي ټولنې د ۲۷ هېوادونو مشران په بروکسل کې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي به پکې هم ګډون ولري ګډه غونډه وکړي.

د اروپایي‌ ټولنې مشرتابه به هڅه وکړي، چې له اوکراین سره خپل یووالی ښکاره کړي؛ خو دغه هڅه کېدای شي د هنګري له مخالفت سره مخ شي، ځکه چې د هنګري حکومت د اوکراین د ملاتړ سره مخالفت څرګند کړی دی.

د اروپا دفاعي اندېښنې

دغه غونډه داسې مهال کېږي، چې د اروپا دفاعي سیاستونه له جدي پرېکړو سره مخ دي.

اروپايي هېوادونه اندېښنه لري، چې روسیې په اوکراین کې جګړه تېزه کړې او ښايي د اروپايي ټولنو پر غړو برید وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ که څه هم ویلي چې له ناټو سره ولاړ دی؛ خو دا یې هم په ډاګه کړې چې اروپا باید خپله دفاعي بودجه زیاته کړي.

د ټرمپ دغه دریځ چې له اوکراین سره خپله پخوانۍ کلکه ملګرتیا زیانمنوي او روسیې سره یې اړیکو کې نرمي غوره کړې؛ اروپايي مشران اندېښمن کړي، ځکه هغوی روسیه د خپلې امنیتي سیمې تر ټولو لوی ګواښ ګڼي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي: «زه هیله لرم، چې متحده ایالات زموږ ترڅنګ پاتې شي؛ خو باید چمتو واوسو که هغوی موږ یوازې پرېښودو باید خپله دفاع وکړو».

هغه زیاته کړې، فرانسه چمتو ده چې له خپلو اروپايي متحدینو سره د هستوي ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

بل خوا په جرمني کې سیاسي ګوندونو پرېکړه کړې، چې د دفاع لپاره د پور اخیستو محدودیتونه کم کړي؛ ترڅو اضافي مېلیاردونه یورو پیدا کړي.

د اوکراین لپاره مرستې

ډېپلوماټان وايي، اروپايي مشران به هڅه وکړي چې له اوکراین سره د پوځي مرستو پر زیاتوالي هوکړه وکړي؛ خو لا هم د مرستو د کچې پر سر اختلافات په خپل ځای دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره کایا کالاس وړاندیز کړی، چې اروپا باید د تېر کال په څېر سږ کال هم لږ تر لږه «۲۰ مېلیارده یورو» له اوکراین سره مرسته وکړي.

خو شمالي اروپا، بالتیک هېوادونه او هالنډ نیوکه کوي، چې لوی هېوادونه لکه فرانسه، اېټالیا او اسپانیا کافي مرسته نه کوي.

د غونډې لپاره چمتو شوې مسوده ښيي، چې اروپايي مشران به له چارواکو وغواړي چې له اوکراین سره د پوځي مرستو همغږي چټکه کړي.

خو دا لا روښانه نه ده، چې هنګري به له دې پرېکړې ملاتړ وکړي که نه؛ ځکه چې لومړی وزیر یې وېکټور اوربان، له ټرمپ سره نږدې اړیکې لري او هغه خبرداری ورکړی، چې دا پرېکړه به ویټو کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

حماس ته د امریکا تازه ګواښ؛ ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژره له غزې ووځي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۳۵ GMT+۰

ډونالډ ټرمپ تازه حماس ته خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژره ټول یرغمل شوي کسان خوشې کړي. ټرمپ ویلي، که حماس دا کار ونه کړي؛ نو درنه بیه به پرې کړي. هغه همدا راز ګواښ کړی، چې یاده وسله‌واله ډله باید ژر تر ژره له غزې ووځي.

ټرمپ دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د خپلې خواله شبکې «سوشل ټروت» له لارې وکړې او د حماس مشرانو ته یې ګواښ وکړ، هر څومره ژر چې کېدلای شي باید له غزې ووځي.

هغه د غزې خلکو ته وویل:« که یرغمل نیونه ونه کړئ، ښه ژوند ستاسې په انتظار کې دی».

دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې رویټرز خبري اژانس د دوو باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې امریکا له حماس سره پټې خبرې اترې پیل کړې دي؛ تر څو هغه امریکايي یرغمل شوي کسان خوشې کړي، چې د تېر کال د اکټوبر په ۷مه یې په اسراییل کې تښتولي او غزې ته یې وړي دي.

د راپور له مخې، ادام بویلر چې د امریکا ځانګړی استازی دی، اجازه لري چې له حماس سره مخامخ خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له هغو ډلو سره د خبرو سیاست نه لري چې په ترهګرو ډلو کې یې شاملې کړې دي.

سرچینې وایي، چې ادام بویلر او د حماس استازي په دې وروستیو اوونیو کې په دوحه کې لیدلي؛ خو دا لا روښانه نه ده، چې له حماس څخه څوک دغو خبرو ته حاضر شوي وو.

له بلې خوا د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې ټرمپ په دې وروستیو کې په واشنګټن کې له هغو یرغمل شوو کسانو سره لیدلي چې د غزې د اوربند له هوکړې وروسته خوشې شوي وو.

امریکا له اوږدې مودې راهیسې له حماس سره مستقیمې اړیکې نه لرلې.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د اسراییل پر سوېلي سیمو برید وکړ، چې له هغې راوروسته اسراییلي ځواکونو پر غزې خونړۍ جګړه پیل کړه.

امریکا له ۱۹۹۷ کال راهیسې حماس ډله د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله کړې ده.

یوې باوري سرچینې رویټرز ته ویلي، چې دا خبرې د «ادان الکسانډر» د خوشې کولو لپاره هم روانې دي، چې ویل کېږي د حماس په ولکه یوازینی ژوند پاتې امریکایي یرغمل شوی وګړی دی.

الکسانډر په یوه ویډیو کې چې حماس د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې خپره کړه هم لیدل شوی دی. 

تر دې مخکې، امریکا له حماس سره د منځګړ هېوادونو قطر او مصر له لارې خبرې کولې او له اسراییل سره یې همغږي لرله؛ خو دا لومړی ځل دی چې د امریکا او حماس ترمنځ د مخامخ خبرو راپورونه ورکړل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي: «ځانګړی استازی چې دا خبرې کوي، بشپړ صلاحیت لري».

هغې منلې، چې اسراییل له دې خبرو خبر دی؛ خو دا یې ونه ویل چې ایا اسراییل مخکې دغو خبرو څخه خبر و که وروسته خبر کړل شوی دی.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر هم یوې خبر پاڼه کې ویلي:« اسراییل خپل دریځ د حماس سره د مستقیمو خبرو په اړه امریکا ته روښانه کړی دی».

خو دا خبرپاڼه نور جزییات نه لري. اسراییل د ګڼو نورو هېوادونو په څېر حماس یوه ترهګره ډله بولي او له مخامخ خبرو څخه ورسره ډډه کوي.

تر اوسه، حماس د دغو خبرو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. 

ملاله یوسفزۍ پر هغې د «ټي‌ټي‌پي» تر مرګوني برید ۱۳ کاله وروسته په سوات کې خپل کلي ته لاړه

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۵۵ GMT+۰

د نجونو د زده‌کړې نړۍوالې فعالې او د نوبل جایزې دې پښتنې ګټونکې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دیارلس کاله وروسته د خېبر پښتونخوا ایالت په سوات کې خپل کلي بارکاڼۍ ته ستنه شوې او هلته یې له خپلو خپلوانو سره هم لیدلي دي.

له ملالې یوسفزۍ سره په دې سفر کې د هغې پلار او ښوونکی ضیاالدین یوسفزي هم ملتیا کړې ده او ځايي امنیتي چارواکو یې د امنیت د خوندیتوب لپاره ځانګړي اقدامات هم نیولي وو.

ملالې لیکلي:« په ماشومتوب کې مې هره رخصتي د سوات شانګلې کې تېروله. د سېند پر غاړه مې لوبې کولې او خپلې لویې کورنۍ سره مې یو ځای ډوډۍ خوړه».

د نوبل جایزې دغې ګټونکې همدا راز زیاته کړې، چې په دغه سفر کې یې کلونه وروسته خپلوان او د خورلڼو په ګډون د تره زامن هم لیدلي دي.

هغې وویل: « ۱۳ کاله وروسته مې یو ځل بیا خپل کلي کې له خپلوانو او د کاکا له زامنو سره وخندل. دا ځای زما لپاره ډېر ارزښت لري او هیله لرم، چې بیا بیا ورشم».

ملالې یوسفزۍ د دغه سفر پر مهال هیله څرګنده کړې، چې په هېواد کې یې امنیت او ثبات راشي.

د نوبل جایزې دې ګټونکې همدا راز په بنو کې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو د «ټي‌ټي‌پي» وروستی برید هم غندلی دی او قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

په ۲۰۱۲ کال کې «ټي‌ټي‌پي» پر ملالې یوسفزۍ هغه مهال ډزې وکړې، چې نوموړې له خپلو ټولګي‌والو سره له ښوونځي څخه بېرته کور ته روانه وه.

هغه پر سر لګېدلې وه او د سختو ټپونو د درملنې لپاره برېټانیا ته واستول شوه.

هغه مهال په سوات کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونه خورا چټک وو او ملالې به نړۍوالو رسنیو ته مقالې لیکلې، چې پکې د طالبانو د اېډیالوژۍ خلاف به یې د نجونو د زده‌کړو ملاتړ کاوه.

نوموړې تر ټپي کېدو وروسته هم د زده‌کړو په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او په ۲۰۱۴ کال کې یې د سولې نوبل جایزه هم وګټله.

د نوبل جایزې په مراسمو کې پښتون سندرغاړي سردار علي ټکر هغې ته د « ته بي‌بي شېرینه» سندره هم له موسیقۍ سره زمزمه کړه.

ملالې په وار، وار د طالبانو له لوري پر افغان نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو د دروازو بندېدل غندلي او په وروستي ځل یې په اسلام اباد کې د «مسلمانو هېوادونو کې د نجونو زده‌کړې» تر نامه لاندې په یوه نړۍواله کنفرانس کې له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې پر طالبانو فشار راوړي؛ څو د افغان نجونو او ښځو حقونه ورکړي.

هغې وویل، چې طالبان د اسلامي شریعت او د پښتنو کلتور څخه په واټن کې د خپل طبعیت او سختدریځو افکارو له مخې د نجونو د زده‌کړو تر څنګ پر ښځو هم سخت بندیزونه لګولي دي.

پاکستاني پولیس: بلوچستان کې چاودنې څلور کسان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۴۹ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت خضدار نال په بازار کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نال د پولیسو مشر بهاول خان پیندرانی پاکستان ډان ورځپانې ته دا پېښه تایید کړې او ویلي دي، د چهارشنبې په ورځ د (کب ۱۵مه) له غرمې وروسته یو موټرسایکل چې په کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي و له یو موټر سره نږدې درول شوی او د ریموټ کنټرول په وسیله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.

د نال سیمې روغتیایي مسوول رفیق ساسولي په وینا، له دغه برید څخه یو شمېر جسدونه او ټپیان روغتون ته وروړل شوي، چې له ډلې یې د یوه تن روغتیایي وضعیت نازک دی.

له چاودنې سملاسي وروسته په سیمه کې پاکستاني امنیتي چارواکي د پېښې په تړاو د پلټنو لپاره سیمې ته ورغلي وو.

بلخوا د ادهي په نوم یو خیریه بنسټ ویلي، چې دژل شویو کسانو شمېر ۵ تنو ته رسېدلی او په بېښه کې ټول ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

د خضدار پولیسو مشر جاوید زهری ویلي، چې چاودنه د نال بازار د یوې تعلیمي ادارې (کالج) ترڅنګ شوې ده چې څو موټرونه یې هم ویجاړ کړي دي.

د بلوچستان سر وزیر میر سرفراز بګټي دا برید غندلی او اړوندو ادارو ته یې امر کړی، چې ټپیانو ته غوره درملنه برابره کړي.

هغه ویلي: «ترهګري به په هر ډول چې وي، له منځه یووړل شي. د سولې دښمنان به خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي او د دغه وحشیانه عمل عاملان به قانون ته وسپارل شي.»

د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند هم دا پېښه غندلې او له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه زیاته کړه: «ترهګر نه شي کولای خلک وډاروي. دا ډول بزدلانه بریدونه د سیمې د امنیت خرابولو لپاره یوه توطیه ده.»

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې وړمه ورځ وسله والو په خیبر پښتونخوا کې د بنو پر یو پوځي مرکز له چاودیدونکو توکو بار موټرو بمي بریدونه کړي وو، چې په پایله کې یې د «پنځو پاکستاني پوځیانو په ګډون ۱۸ کسان» ووژل شوو، چې ۱۳ تنه په کې ملکي وګړي وو.

بلوچستان د وروستیو میاشتو راهیسې د ترهګریزو بریدونو شاهد دی، په ځانګړي توګه له هغه وروسته چې د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) ترمنځ اوربند د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې پای ته ورسېد.

د پاکستان د امنیتي او شخړو مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) د راپور له مخې، په دغه هېواد کې یوازې د فبرورۍ میاشت کې ۷۹ ترهګریز بریدونه شوي، چې له امله یې ۵۵ ملکي وګړي او ۴۷ امنیتي کسان وژل شوي. ۴۵ ملکي وګړي او ۸۱ امنیتي کسان بیا ټپیان شوي دي.

بلوچستان لا هم د پاکستان نارامه ایالت ګڼل کېږي، چې په کې روان کال «۳۲ بریدونه شوي چې له امله یې ۵۶ کسان وژل شوي» چې له ډلې یې ۱۰ کسان د امنیتي ادارو کارکوونکي، ۳۵ تنه ملکي وګړي او یوولس تنه بیا د وسله والو ډلو غړي دي. 

په دغو بریدونو کې ډېر یې د بلوڅ بیلتون پاله وسله والو ډلو له لوري شوي دي. په دغو ډلو کې د بلوچستان د ازادۍ پوخ (BLA)، د بلوچستان د ازادۍ جبهه (BLF) ،‌ متحد بلوچ پوځ (UBA) او د بشیر زیب ازاده څانګه شامله ده.

د ټرمپ مرستیال ته د برېټانیا لومړی وزیر: افغانستان او عراق کې مو ګډه جګړه کړې، مه یې هیروئ

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۵۲ GMT+۰

د برېټانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر یوه غونډه کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډی ونس هغه څرګندونې غندلې، چې برېټانیایي ځواکونو په «تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې په هېڅ جګړه کې برخه نه ده اخیستې.» سټارمر ویلي، چې برېټانیا افغانستان او عراق کې په ګډه جګړه کې برخه اخیستې.

سِر کېیر ستارمر د چهارشنبې په ورځ د لومړي وزير د پوښتنو غونډه کې د جي ډی ونس وروستيو څرګندونو ته غبرګون وښود. نوموړي د هغو ۶۴۲ برېټانیایي سرتېرو يادونه وکړه، چې د افغانستان او عراق په جګړو کې وژل شوي او هغوی ته يې درناوی وکړ.

جي‌ ډی ونس تورن شوی، چې د هغو برېټانیایي سرتېرو قربانۍ يې له پامه غورځولې، چې د خپل هېواد لپاره يې له هېواده بهر خدمت کړی.

دا تورونه وروسته له هغې راپورته شول، چې جي‌ ډی ونس خپلو وروستيو څرګندونو کې اروپايي متحدانو په ځانګړي ډول برېټانیا ته اشاره وکړه او وويل، چې دغه هېواد په «تېرو ۳۰ کلونو کې په هېڅ جنګ کې برخه نه ده اخيستې.»

سِر کیير سټارمر وويل: «سبا د هغو شپږو برېټانیايي سرتېرو د وژل کیدو ديارلسمه کليزه ده چې په افغانستان کې د ګزمې پر مهال یې پر موټر چاودنه وشوه او ټولو په کې ووژل شول.»

هغه زیاته کړه،‌ دغه سرتېري د خپل هېواد لپاره جنګيدلي او قرباني شوي دي. سټارمر وویل: «په ټوليز ډول ۶۴۲ بريټانیايي سرتېري د افغانستان او عراق په جنګونو کې زموږ د متحدانو ترڅنګ جنګيدلي او وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.»

د برېټانیا لومړی وزیر په خبره، دوی به هېڅکله د خپلو سرتېرو قربانۍ هېرې نه کړي او باور لري چې د پارلمان ټول غړي به له ده سره یو ځای د وژل شویو سرتېرو درناوی وکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر چي ډی ونس د سې شنبې په ورځ له فاکس نيوز سره مرکه کې وويل، چې که اوکراین وغواړي په راتلونکي کې د روسیې د بریدونو مخنېوی وکړي باید امریکا ته «اقتصادي امتیازات» ورکړي.

نوموړي دا هم وویل: « دا له هغې ډېره غوره ده، چې داسې امنیتي ضمانت ترلاسه کړو چې ۲۰ زره سرتېري له یوه اتفاقي هېواده راشي، چې په تېرو دېرشو یا څلوېښتو کلونو کې یې په هېڅ جنګ کې برخه نه ده اخیستې.»

تر اوسه پورې يوازې برېټانیا او فرانسې په ډاګه ويلي، چې چمتو دي که د اوکراين جنګ پای ته رسېدو لپاره هوکړه وشي خپل سرتېري د سوله ساتو ځواکونو په توګه واستوي.

د سټارمر څرګندونو د محافظه ‌کار ګوند مشر، کمي بادنوک، ته هم ستونزې پيدا کړې ځکه هغه هڅه وکړه د ونس څرګندونې کمرنګه کړي او ادعا یې وکړه چې دا خبرې "له متنه بهر" تفسير شوي.

خو د ليبرال ډيموکرات ګوند د دفاع وياندې هلن مګواير، چې په عراق کې يې دنده کړې ونس تورن کړ چې «په افغانستان او عراق کې د وژل شوو برېټانيايي سرتېرو قربانۍ يې له پامه غورځولي.»

هغه زیاته کړې، چې خپله شاهده چې برېټانيايي سرتېري اوږه په اوږه له امریکایي ځواکونو سره جنګیدل.

جاني مرسر، چې درې دورې يې په افغانستان کې د برېټانيايي ځواکوو په لیکو کې دنده کړې د ټرمپ مرستیال «يوازې يو ټوکي» وباله او زياته يې کړه: «ما د جي ډی ونس کتاب لوستی و او فکر مې کاوه، چې دی يو جالب شخصيت دی. خو اوس څرګنده شوه چې هغه خپل وخت د مقالو ليکلو او عکسونو اخيستو ته ځانګړی کړی و.»

جي ډنس ونس وروسته پر خپل دريځ ټينګار وکړ او ويې ويل: «دا کاملاً ناسم تفسير دی، چې څوک ووايي ما برېټانیا يا فرانسې ته اشاره کړې ده.»

هغه په اېکس کې وليکل: «دواړه هېوادونه برېټانیا او فرانسه له امريکا سره اوږه په اوږه جنګېدلي، نه يوازې په تېرو ۲۰ کلونو کې، بلکې له هغې هم مخکې.»

ټرمپ حماس ته: برمته‌شوي خوشې کړئ، کنې پایله به یې خطرناکه وي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰

د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته د وروستي ګواښ په توګه خبرداری ورکړی، چې که برمته‌شوي سملاسي خوشې نه‌کړي، دغه ډله به له ناوړه او خطرناکې پایلې سره مخ شي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۵مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې ټینګار کړی، چې په خپله قبضه کې د قربانیانو د جسدونو ساتل ناسمه کړنه ده او په وینا یې، که هر څوک دغه لار تعقیبوي پایلې به یې ناوړه وي.

د ټرمپ په وینا،متحده‌ایالات د دغه کړکېچ په ختمېدو کې له اسراییل بشپړ ملاتړ کوي او د حماس د نه‌همکارۍ په صورت کې به د دغې ډلې مشران خوندي پاتې نه‌شي.

د امریکا ولسمشر څرګنده کړې ده: «دا تاسو ته وروستی خبرداری دی. د حماس مشرانو، دا مهال له غزې څخه د وتلو وخت دی، په داسې حال کې چې تاسو نور هم وخت لرئ.»

ورته مهال، هغه د غزې خلکو ته په خطاب کې زیاته کړې، چې یو ښایسته او هیله‌من راتلونکی یې ورته په تمه دی، په دې شرط چې یرغمل شوي کسان خوشې شي او د دغه ناورین دوام پای ته ورسېږي.

باور دا دی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا توندې څرګندونې حماس ته د وروستي خبرداري په توګه مطرح کوي او که د غزې وضعیت همداسې دوام ولري، ښايي د پخوا په پرتله نور هم ناوړه او پراخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، د فلسطین خلک باید د حکومت کولو، د خپل راتلونکې د ټاکلو او په خپله خاوره کې له بشپړې ازادۍ او امنیت سره د ژوند کولو حق ولري.

نوموړي همداراز د کوم ځنډ او خنډ پرته د اوربند او یرغمل‌شویو د خلاصون په تړاو د مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه کړې وه.

د یادونې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د یوې اوږدې او خونړۍ جګړې په پایله کې له ۴۵زرو ډېر فلسطینيان وژل شوي، د غزې شاوخوا ۹۰ سلنه اوسېدونکي له خپلو ودانیو بې‌ځایه شوي او همداراز دا سیمه په بشپړ ډول پر یوې کنډوالې بدله شوې ده.