د هوايي شرکتونو رییسان او پیلوټان وايي، چې د افغانستان له فضا نه د الوتنو د ډېرېدو له امله د حقوقي شخړو او د پیسو د تطهیر ګواښونه ډېر شوي او له همدې امله درېیمې ډلې ته مخه کوي، چې دا تادیات وکړي.
رویټرز په یوه ځانګړي رپوټ کې وايي، په تېر کال کې زیات شمېر هوايي شرکتونو د افغانستان له هوايي فضا الوتنې پیل کړې دي ځکه په منځني ختیز کې جګړه پراخه شوه او د هوایي چلند تنظیموونکو د افغانستان د هوايي فضا کارولو په اړه خپل دریځ نرم کړ.
طالبانو په علني توګه وویل چې دا موضوع د اوورفلايټ تادیاتو زیاتوالي لامل شوې، چې دا فیسونه هېوادونه په ټوله کې له هوايي شرکتونو څخه د خپلې فضا د استعمال خدماتو لپاره اخلي.
خو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان هوايي چلند ادارې ته ددې تادیاتو پروسه پر طالبانو د بانکي بندیزونو او ددې ډلې پر مشرانو د سفري بندیزونو له امله پیچلې شوې ده.
د اوورفلايټ تادیاتو په برخه کې هوايي شرکتونه د رسیدونو نه ور کول کېدو له ستونزې سره مخ دي.
د تېر جمهوري حکومت پرمهال د نړیوال هوايي ترانسپورټ اتحادیې (IATA) د افغانستان د هوايي چارواکو په استازیتوب اوورفلايټ فیسونه راټولول.
دې اتحادیې رویټرز ته وویل چې دوی د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر وروسته دا خدمت بند کړی، چې له دې سره د افغانستان د پخواني حکومت راټول شوي میلیونونه ډالره د دوی په حسابونو کې بند پاتې دي.
هوايي شرکتونو او خصوصي جټ اپراتورانو بیا د درېیمو اړخونو منځګړیو ته مخه کړې چې د افغانستان د هوايي چلند ادارې ته تادیات ترسره کړي.له دې پروسې سره اشنا شپږو کسانو په وینا، په دې کې پيلوټان، هوايي چارواکي او د درېیمو اړخونو د تادیاتو شرکتونه شامل دي.
ځینې درېیم اړخونه اضافي منځګړي کاروي چې اکثره یې په متحده عربي اماراتو کې موقیعت لري څو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د هوايي چلند ادارې ته تادیات اسانه کړي.
دې پروسې طالبانو ته د تادیاتو ورکولو پیچلتیا زیاته کړې او د وکیلانو او د بندیزونو متخصصینو په وینا، دا کولی شي حقوقي او مالي خطرونه رامنځته کړي.
د بېلګې په توګه، ځینو لویدیزوشرکتونه هیڅکله له طالبانو د اوورفلايټ فیسونو رسیدونه نه دي ترلاسه کړي، چې د تادیاتو ترسره کول نږدې ناممکن کوي. طالبانو د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
د پروازونو د تعقیب د معلوماتو په اساس، لوی هوايي شرکتونه چې تیر کال یې د افغانستان له هوايي فضا استفاده پیل کړې لوفت هانزا ، اییر بالټیک، ټي یو ای، برېټېش ایرویز ، سینګاپور ایرلاینز ، چین ایرلاینز، ایوا ایر ، اییر انډیا او ویتنام ایرلاینز شامل دي.
د رویټرز د پوښتنو په ځواب کې د لوفت هانزا یوه ویاند وویل چې هوايي شرکت له اړوندو بندیزونو سره بشپړ موافقت لري او نور یې طالبانو ته د خپلو تادیاتو په اړه تبصره ونه کړه.
نورو هوايي شرکتونو د افغان اوورفلايټ فیسونو د تادیاتو په اړه د پوښتنو ځواب نه دی ورکړی.
رویټرز د هوايي شرکتونو یا مالي منځګړیو له خوا له بندیزونو د سرغړونې یا غلط کار هیڅ ډول نښه نه ده موندلې.
مالي خطرات
طالبان اوس د افغانستان له هوايي فضا د تېرېدو په بدل کې د ۷۰۰ ډالرو فیس اخلي.
رویټرز په متحده عربي اماراتو کې له مالي هوايي منځګړیو سره د دې موضوع په اړه اړیکه ونیوله. یو شرکت چې جوازونه تنظیموي، رویټرز ته وویل چې دا کولی شي شپږ میاشتې یا یوکال وخت ونیسي څو د طالبانو هواييچلند چارواکي هوايي شرکتونو ته رسیدونه ولېږي.
تېر کال متحده عربي امارات د هغو هېوادونو له لست څخه لرې شو چې د غیرقانوني پیسو د جریان لوړ خطر لري.
رویټرز له طالبانو څخه پوښتلي چې تر اوسه پورې یې له اوورفلايټ فیسونو څخه څومره ترلاسه کړې دي، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.