• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د کډوالۍ او تابیعت خدمتونو اداره د ټولو پناه‌غوښتونکو ټولنیزې رسنۍ ارزوي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۲۳ GMT+۰

د فوربز مجلې د یوه راپور پر بنسټ، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره پلان لري څو د ټولو هغو کسانو ټولنیزو رسنیو اکونټونو ته چې د تابعیت، دایمي استوګنې یا کډوالۍ غوښتنه کوي، لاسرسی ومومي او ویې څېړي.

د فوربز مجلې دا راپور د چهارشنبې په ورځ خپور شوی او په‌کې راغلي چې د کډوالۍ ادارې چارواکو دا اقدام د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اجراییوي فرمان سره سم د پلي‌کېدو لپاره لازم بللی دی.

د نوموړې مجلې راپور زیاتوي چې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره د پناه‌غوښتونکو د ټولنیزو رسنیو معلومات د هویت تصدیق کولو، د ملي امنیت ګواښونو او د عامه خونديتوب د اروزنې په موخه راټولوي او څېړنه یې کوي.

د یادې مجلې راپور څرګنده کړې چې د پناه‌غوښتونکو دغه معلومات د امنیتي ارزونو او د ممکنه ګواښونو د مخنیوي لپاره په پام کې نیول شوي او په وینا یې، د کډوالۍ چارواکو دا اقدام د پناه‌غوښتونکو د لا بشپړې او فعالې ارزونې د ترسره‌کېدو لپاره دی.

د فوربز مجلې راپور وايي، چې دغه پلان د ټرمپ د دویم ځل ولسمشرۍ له لومړیو ورځو راهیسې له بهرنیو امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره یوه وسیله ګڼل کېده او اوس داسې ښکاري چې کډوالي هم د دې ګواښونو یو اړخ بلل کېږي.

ورته مهال یاده مجله وايي چې دغه پلان د عامه مشورې په پړاو کې دی او خلکو ته له تېرې چهارشنبې څخه تر ۶۰ ورځو پورې وخت ورکړل شوی څو د دغه نوي سیاست په تړاو خپل نظریات وړاندې کړي.

فوربز مجلې د امریکا د کډوالۍ او تابعیت خدمتونو ادارې په حواله ویلي چې د ټولنیزو رسنیو دا ارزونه دوی ته اجازه ورکوي څو د پناه‌غوښتونکي په بشپړه توګه وارزوي او ملي امنیت پر وړاندې د هر ډول ممکنه ګواښونو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ پر امریکا د واکمنېدو په لومړنیو ورځو کې د افغانانو په ګډون دغه هېواد ته د یو شمېر پناه‌غوښتونکو سفرکول د شاوخوا ۹۰ ورځو لپاره وځنډاوه.

د یادونې ده چې پر کډوالۍ د ټرمپ د بندیزونو سیاست نه یوازې د زرګونو افغان کډوالو ژوند اغېزمن کړی، بلکې د امریکا نړۍوالو بشري ژمنو ته یې هم قوي زیان رسولی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ځینو اروپايي مشرانو په یوې بېړنۍ ناسته کې د اوکراین پر ملاتړ ټينګار وکړ

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۰

د اروپايي ټولنې ځینو مشرانو د بلجیم په بروکسل ښار کې له اوکراین څخه د ملاتړ او د دغه هېواد په تړاو د پرېکړې لپاره یوه بېړنۍ غونډه کړې ده.

دا ناسته د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۶مه) شوې او په‌کې د اروپايي هېوادونو له خوا له اوکراین څخه پر پراخ ملاتړ او د پوځي بودیجې پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اروپایي ټولنې له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د دغې ټولنې غړو هېوادونو ته په ټینګار سره ویلي چې پر روسیې خپل دوامداره فشار ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې ده: «ډېره مننه چې مونږ مو یوازې نه یوو پرېښي او دا یوازې خبره نه ده، بلکې دا احساسوو.»

ورته مهال، د جرمني راتلونکي لومړي وزیر فریدریش مرتس او د پرتګال لومړي وزیر انتونیو کوستا په لنډې موده کې د اروپا د دفاع د پیاوړتیا د لاروچارو پر اروزنې غږېدلي دي. ښاغلي مرتس وړاندیز کړی چې د جرمني د پور په قوانینو کې باید بدلون راشي څو د دفاعي لګښتونو زیاتوالی ممکن شي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون هم په دې غونډه کې د روسیې د ګواښونو په وړاندې د اروپا د دفاع لپاره د فرانسې د اټومي انرژۍ د کارونې پر امکان بحث کړی دی. په همدې حال کې د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک ویلي چې «اروپا باید دا ننګونه، دا د وسلو سیالي ومني او باید یې وګټي.»

هغه زیاته کړې ده: «اروپا په ټولیزه توګه واقعاً کولای شي چې له روسیې سره په هر ډول پوځي، مالي او اقتصادي کړکېچ کې د ګټلو وړتیا لري - موږ پیاوړي یوو.»

د اروپايي ټولنې کمېسیون مشرې ارزولا فون در لاین وړاندیز کړی چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کولای شي څو د بودیجې قوانینو په بدلېدو سره خپل لګښتونه، په ځانګړې توګه په دفاع برخه کې ډېر کړي.

له اوکراین څخه د ملاتړ او د اروپايي ټولنې د دفاعي بودیجې د زیاتوالي په موخه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده مخکې له کیف سره خپلې پوځي مرستې وځنډولې.

د یادونې ده چې تېره ورځ د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلې و چې که امریکا د اروپا ملاتړ ته لېواله نه وي، اروپایي هېوادونه باید د خپل دفاع لپاره چمتووالی ونیسي.

ټرمپ د مکسیکو پر وارداتي توکو لګېدلې ۲۵ سلنه تعرفه د ۳۰ ورځو لپاره وځنډوله

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۰

په داسې حال کې چې د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فېبرورۍ په پیل کې د مکسیکو په ګډون د کاناډا او چین پر وارداتي توکو تعرفې ولګولې، نړۍوالې رسنۍ وايي چې نوموړي د مکسیکو پر یو شمېر وارداتي توکو لګېدلې ۲۵ سلنه تعرفه د یوې میاشتې لپاره ځنډولې ده.

اسوشیټېډپرېس د پنجشنبې پر ورځ (مارچ ۶مه) په یوه راپور کې زیاته کړې چې ټرمپ دا اعلان د مکسیکو له ولسمشرې کلاډیا شینباوم سره تر ټیلفوني خبرواترو وروسته کړی دی.

ټرمپ ویلي چې نوموړی د «یواېس‌اېم‌سي‌اې» تړون له مخې د مکسیکو پر وارداتي توکو لګېدلې ۲۵ سلنه تعرفه معافوي او په وینا یې، دا پرېکړه یې د دغه هېواد ولسمشرې کلاډیا شینباوم ته د اسانتیا په موخه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې ښې دي او دوی د سرحدي مسلو په تړاو ګډه همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاورډ لټنیک ویلي و، ښایي د امریکا دریځ نرم شي او کاناډا او مکسیکو ته د ۲۵ سلنه تعرفو لپاره ځینې استثناوې رامنځته کړي.

ټرمپ د ۲۴۰زره اوکراینیانو د لنډمهالې استوګنې سندونه لغو کوي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۴۷ GMT+۰

د ټرمپ یوه جګپوړي چارواکي او دریو سرچینو ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره پلان لري، چې د شاوخوا ۲۴۰ زره هغو اوکراینیانو د لنډمهاله اوسېدو سندونه لغو کړي چې له روسیې سره د جګړې له امله امریکا ته تښتېدلي وو.

د رویټرز د راپور له مخې، د ټرمپ اداره هڅه کوي د هغو ۱۸سوه زره کډوالو د استوګنې اسناد لغو کړي چې د جوبایډن د ادارې پر مهال په امریکا کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې وه.

په یادو کسانو کې ۲۴۰زره اوکراینیان هم شامل دي.

د راپورونو له مخې دا اقدام به ژر او ښايي په اپریل میاشت کې پیل شي.

رویټرز د پنجشنبې په ورځ د ټرمپ ادارې د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړ چې اداره یې اراده لري چې د شاوخوا ۵۳۰۰۰۰ کسانو بشري ضمانت «پیرول» لغو کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې ټریشیا مک لافلین وايي، چې یاد وزارت تر اوسه په دې اړه هیڅ معلومات نه لري او همدارنګه سپینې ماڼۍ او په امریکا کې د اوکراین سفارت هم تر اوسه د ټرمپ د ادارې د یاد پلان په اړه څه نه دي ویلي.

ټرمپ د لنډ مهاله استوګنې پروګرامونه د جنوري په ۲۰مه د یوه فرمان له مخې پای ته ورسول.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن د خپل کار په وروستیو ورځو کې له یو میلیون څخه د زیاتو کډوالو د استوګنې جواز تمدید کړ.

د بایډن ادارې له خوا د روسیې او اوکراین له جګړو څخه تښتیدلو ۲۴۰ زره اوکراینیانو او ۵۳۰ زره نورو بهرنیانو او دغه راز پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ۷۰ زره افغانانو ته د کډوالۍ د ځانګړو پروګرامونو له لارې د ورتګ اجازه ورکړل شوه او هلته د مېشتېدو سندونه ورکړل شول.

د ټرمپ ادارې تیره میاشت د هغو کسانو د کډوالۍ اړوند غوښتنلیکونو پروسس کول ودرول چې د بایډن د ځانګړو پیرول پروګرامونو لاندې امریکا ته ورغلي.

د فنلډ کورنیو چارو وزیره له افغانانو سره په تبعیضي چلند تورنه شوې

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۰

د فنلنډ د مساواتو د چارو استازې کریستینا سټینمن وايي، د کورنیو چارو وزارت سیاسي مشرتابه هڅه کړې چې فنلنډ ته د افغانستان او سوریې د مسلمانو کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

د نوموړې په وینا، وزارت د ۲۰۲۵ کال د کډوالو د سهمیې د تطبیق پر مهال له تبعیضي چلنده کار اخیستی.

د استازې په رپوټ کې راغلي وزارت ته لارښوونه شوې وه چې د سهمیې ډېری برخه د مسیحي کډوالو له حسابه ډکه کړي او دا پالیسي کډوال د مذهب او ملي اصل پر اساس له نابرابرۍ سره مخ کوي، چې د مساواتو له قانون سره ټکر لري.

د فنلنډ د ملي عامه رسنیزې ادارې وای اېل اي د رپوټ له مخې، د فنلنډ د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د تبصرې له وړاندې کولو مخکې به رپوټ وځیري.

وزارت د ټولنیزې شبکې اېکس له لارې اعلان وکړ، « موږ به د دغه رپوټ د ارزونې لپاره وخت واخلو. همداراز د عدلیې ارزونې ته هم انتظار یو، دمګړۍ نور څه نشو ویلای».

د فنلنډ د کورنیو چارو وزیرې ماري رانټانن، چې د «حقیقي فنلنډیان» ګوند غړې ده، ویلي چې د مساواتو چارو د استازې د موندنو په اړه دمګړۍ نظر نه شي ورکولای.

نوموړې له دې وړاندې په نومبر کې دا تورونه رد کړي وو چې وزارت یې د کډوالو د سهمیې د تطبیق پر مهال تبعیضي عمل کړی.

د امریکا د پوځي مرستو تر بندېدو وروسته؛ اروپايي ټولنه اوکراین سره خپلې دفاعي مرستې پراخوي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۰

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې مشران غواړي نن د پنجشنبې په ورځ داسې پرېکړې وکړي چې د خپلو دفاعي لګښتونو کچه لوړه کړي او له اوکراین سره خپل ملاتړ ښکاره کړي.

دغه ګام وروسته له هغه پورته کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوکراین سره پوځي مرستې وځنډولې.

د راپور پر بنسټ د ټرمپ دغه اقدام د اروپايي هېوادونو ترمنځ اندېښنې پیدا کړې او دا پوښتنه راپورته شوې، چې ایا اروپا کولای شي یوازې د امریکا پر ملاتړ حساب وکړي که نه؟

د اروپايي ټولنې د ۲۷ هېوادونو مشران په بروکسل کې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي به پکې هم ګډون ولري ګډه غونډه وکړي.

د اروپایي‌ ټولنې مشرتابه به هڅه وکړي، چې له اوکراین سره خپل یووالی ښکاره کړي؛ خو دغه هڅه کېدای شي د هنګري له مخالفت سره مخ شي، ځکه چې د هنګري حکومت د اوکراین د ملاتړ سره مخالفت څرګند کړی دی.

د اروپا دفاعي اندېښنې

دغه غونډه داسې مهال کېږي، چې د اروپا دفاعي سیاستونه له جدي پرېکړو سره مخ دي.

اروپايي هېوادونه اندېښنه لري، چې روسیې په اوکراین کې جګړه تېزه کړې او ښايي د اروپايي ټولنو پر غړو برید وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ که څه هم ویلي چې له ناټو سره ولاړ دی؛ خو دا یې هم په ډاګه کړې چې اروپا باید خپله دفاعي بودجه زیاته کړي.

د ټرمپ دغه دریځ چې له اوکراین سره خپله پخوانۍ کلکه ملګرتیا زیانمنوي او روسیې سره یې اړیکو کې نرمي غوره کړې؛ اروپايي مشران اندېښمن کړي، ځکه هغوی روسیه د خپلې امنیتي سیمې تر ټولو لوی ګواښ ګڼي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي: «زه هیله لرم، چې متحده ایالات زموږ ترڅنګ پاتې شي؛ خو باید چمتو واوسو که هغوی موږ یوازې پرېښودو باید خپله دفاع وکړو».

هغه زیاته کړې، فرانسه چمتو ده چې له خپلو اروپايي متحدینو سره د هستوي ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

بل خوا په جرمني کې سیاسي ګوندونو پرېکړه کړې، چې د دفاع لپاره د پور اخیستو محدودیتونه کم کړي؛ ترڅو اضافي مېلیاردونه یورو پیدا کړي.

د اوکراین لپاره مرستې

ډېپلوماټان وايي، اروپايي مشران به هڅه وکړي چې له اوکراین سره د پوځي مرستو پر زیاتوالي هوکړه وکړي؛ خو لا هم د مرستو د کچې پر سر اختلافات په خپل ځای دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره کایا کالاس وړاندیز کړی، چې اروپا باید د تېر کال په څېر سږ کال هم لږ تر لږه «۲۰ مېلیارده یورو» له اوکراین سره مرسته وکړي.

خو شمالي اروپا، بالتیک هېوادونه او هالنډ نیوکه کوي، چې لوی هېوادونه لکه فرانسه، اېټالیا او اسپانیا کافي مرسته نه کوي.

د غونډې لپاره چمتو شوې مسوده ښيي، چې اروپايي مشران به له چارواکو وغواړي چې له اوکراین سره د پوځي مرستو همغږي چټکه کړي.

خو دا لا روښانه نه ده، چې هنګري به له دې پرېکړې ملاتړ وکړي که نه؛ ځکه چې لومړی وزیر یې وېکټور اوربان، له ټرمپ سره نږدې اړیکې لري او هغه خبرداری ورکړی، چې دا پرېکړه به ویټو کړي.