د فنلډ کورنیو چارو وزیره له افغانانو سره په تبعیضي چلند تورنه شوې

د فنلنډ د مساواتو د چارو استازې کریستینا سټینمن وايي، د کورنیو چارو وزارت سیاسي مشرتابه هڅه کړې چې فنلنډ ته د افغانستان او سوریې د مسلمانو کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

د فنلنډ د مساواتو د چارو استازې کریستینا سټینمن وايي، د کورنیو چارو وزارت سیاسي مشرتابه هڅه کړې چې فنلنډ ته د افغانستان او سوریې د مسلمانو کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.
د نوموړې په وینا، وزارت د ۲۰۲۵ کال د کډوالو د سهمیې د تطبیق پر مهال له تبعیضي چلنده کار اخیستی.
د استازې په رپوټ کې راغلي وزارت ته لارښوونه شوې وه چې د سهمیې ډېری برخه د مسیحي کډوالو له حسابه ډکه کړي او دا پالیسي کډوال د مذهب او ملي اصل پر اساس له نابرابرۍ سره مخ کوي، چې د مساواتو له قانون سره ټکر لري.
د فنلنډ د ملي عامه رسنیزې ادارې وای اېل اي د رپوټ له مخې، د فنلنډ د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د تبصرې له وړاندې کولو مخکې به رپوټ وځیري.
وزارت د ټولنیزې شبکې اېکس له لارې اعلان وکړ، « موږ به د دغه رپوټ د ارزونې لپاره وخت واخلو. همداراز د عدلیې ارزونې ته هم انتظار یو، دمګړۍ نور څه نشو ویلای».
د فنلنډ د کورنیو چارو وزیرې ماري رانټانن، چې د «حقیقي فنلنډیان» ګوند غړې ده، ویلي چې د مساواتو چارو د استازې د موندنو په اړه دمګړۍ نظر نه شي ورکولای.
نوموړې له دې وړاندې په نومبر کې دا تورونه رد کړي وو چې وزارت یې د کډوالو د سهمیې د تطبیق پر مهال تبعیضي عمل کړی.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد د سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ او پراختيا په موخه له ۱۵ ملي او نړيوالو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. یاد وزارت ويلي، چې دغه ادارې به د ۱۲ میلیونه ۴۷۵ زره او ۴۰۶ ډالرو په ارزښت پراختیايي، بيارغونې او روزنيزې پروژې عملي کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی وزير نور الدین عزیزي د ۱۵ بيلابيلو ملي او نړیوالو موسسو له استازو سره دغه هوه کړه لیکونه لاسلیک کړل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې موخه يې خلکو ته کاري فرصتونه برابرول او د کورنیو سوداګريزو فعالیتونو ملاتړ او پراختيا ده.
د طالبانو د صنعت او سودګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، له دغو پروژو به ۷ زره ۶۷۳ تنه په کابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، بلخ، کندهار، لوگر، کندوز، بغلان، بدخشان، بادغیس، فاریاب، جوزجان، ننگرهار، تخار او بامیان ولایتونو کې ګټه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د تورخم دروازه د طالبانو له لوري د ډیورنډ کرښې پر «لانجمنه سیمه» د پوستو جوړولو په غبرګون کې تړل شوې. نوموړي له طالبانو غوښتنه کړې چې یاده ستونزه ژر تر ژره حل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان دې په تورخم کې رامنځته شوې ګډوډي ژر تر ژره حل کړي.
نوموړی وایي، طالبانو پر ډیورنډ کرښه د دوو سرحدي پوستو جوړولو هڅه وکړه او د پاکستاني ځواکونو له غبرګون وروسته طالبانو پر پاکستاني لوري ډزې کړې دي چې له امله یې پاکستان د تورخم دروازه بنده کړې ده.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند پاکستاني ځواکونه تورن کړي، چې ډزې لومړۍ دوی کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر پاکستان د طالبانو هغه تورونه رد کړل چې په بلوچستان کې د داعشیانو لپاره د روزنې مرکزونه جوړ شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په پاکستان کې د کابل هوايي ډګر د برید د مسوول د نیول کېدو په غبرګون کې وویل چې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د پاکستاني نظامیانو په ملاتړ د داعش د روزنې مرکز جوړ شوی او دغه هېواد داعش د خپلې وسیلې په توکه کاروي.
شفقت علي یوځل بیا تور پورې کړ، چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترهرګرۍ لپاره کارول کیږي. نوموړی وایی، که امریکا خپلې وسلې له طالبانو واخلي نو په سیمه کې به امنیت ټینګ شي.
د تورخم دروازه له تېرو دیارلسو ورځو راهیسي د هر ډول تګ راتګ پرمخ بنده ده.
سرچیني وايي، چې په تورخم کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو کې ۱۱ پاکستاني پوځیان ټپیان شوي او درې طالبان وژل شوي، خو طالبانو تراوسه رسمي دا نه ده تایید کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې د طالبانو مشر د خپل واک ساتلو او پياوړتيا لپاره نوي ګامونه اخيستي. په راپور کې ویل شوي، چې هبت الله په کندهار کې د ځان په ملاتړ غونډې جوړې کړې او خپل نژدې ملګري یې په مهمو څوکیو په دندو ګومارلي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سیاسي، بشري او ټولنیز وضعت په اړه درې مياشتنی راپور وړاندې کړ.
په راپور کې په افغانستان کې د طالبانو پر يو شمېر کړنو او ناامنۍ اندېښه ښودلې شوې.
انتونیوګوترېش ويلي: « په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د امربالمعروف سخت قانون، له طبي زده کړو د ښځو منع کولو، د طالبانو د کړنو له کبله د مېرمنو پر ژوند اغېز، په کابل کې د داعش بريدونو، هدفي وژنو او ورته نورو کړنو باندې اندېښنې ښودلې دي.»
د ملګرو ملتونو له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د طالبانو مشر د خپل واک ساتلو او پياوړتيا لپاره د ځان په ملاتړ په کندهار کې مهمې غونډې تر سره کړې او خپل نژدې او وفادار ملګري يې په مهمو پوستونو مقرر کړي دي.
په راپور کې یو ځل بیا د پخوانيو امنيتي ځواکونو نیول او شکنجه کېدو ته اشاره شوې.
دوی ویلي، چې طالبانو په وروستيو دريو میاشتو کې د پخوانيو امنيتي ځواکونو يو کس وژلی، ۳۷ يې زنداني کړي او ۱۸ نور یې شکنجه کړي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي زياته کړه، چې په افغانستان کې په تېرو دریو میاشتو کې د دغه سازمان د کارکوونکو پر وړاندې شاوخوا ۴۲ امنیتي پېښې شوې دي.
د نوموړي په خبره، په دې پېښو کې نیول، وهل ټکول، ګواښونه، ځورول او ورته نور شامل دي.
د دغه راپور له مخې، د دې ادارې د کارکوونکو پر وړاندې د ۶ د نيولو، ۱۲ د ځورونې او ګواښ، یوه د وهلو او د ۶ د بنديزونو قضيې شوې دي.
انتونیو ګوترش د افغانستان په اړه په خپل نوي راپور کې تایید کړې، چې د طالبانو پر ضد پوځي جبهې په تیرو دریو میاشتو کې ۹۱ځله پر طالبانو بریدونه کړي دي.
د راپور د مالوماتو له مخې، په دې موده کې ملي مقاومت جبهې ۵۳ او ازادۍ جبهې ۲۱ ځلې پر طالبانو بریدونه کړي دي.
په راپور کې د افغانستان د بشري مرستو په اړه ویل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ مياشتې تر پايه افغانستان ته د اړتيا وړ مرستو یوازې ۳.۵ سلنه برابرې شوې دي.
دوی زياته کړې: «دا مرستې د ۲۰۲۵ لپاره د «بشري اړتیاوو او ځواب ورکولو پروګرام» برخه ده، چې موخه یې په افغانستان کې د ۲۲.۹ میلیونو اړو خلکو څخه ۱۶.۸ میلیونه خلکو سره مرسته کول دي.»
دا راپور داسې مهال وړاندې کيږي، چې په افغانستان کې د بشري ناورين له کبله ګڼو بشري سازمانونو د مالي سرچينو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې.
طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو دوې ورځې وړاندي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وروسته له هغه په افغانستان کې د یوناما پر فعالیت نیوکه وکړه، چې دغه سازمان په ۲۰۲۴ کې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې له موضوع پرده پورته کړې وه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې یوناما د افغانستان په اړه منفي تبلیغات کوي او هغه ډول فعالیت یې نه دی ترسره کړی لکه څنګه چې ترې تمه کېږي.

ملګري ملتونو وايي، د نړیوالو مرستو د ناڅاپي کمښت له امله یې د افغانستان، سوډان، چاد، مرکزي افریقا، نایجریا او سومالیا په څیر هېوادونوکې له پامه غورځول شویو بحرانونو ته ۱۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
ملګرو ملتونو دا اقدام د امریکا له لوري د بهرنیو مرستو له ځنډولو وورسته کړی.
ملګري ملتونه د تمویل د کچې د ټېټیدو په اړه وړاندوینه کوي او وايي، چې د ټرمپ له فرمان ورکولو وړاندې هم د تمویل کچه کمه شوې وه خو سږکال به د ټیټې کچې ریکارډ جوړ کړي.
د ټرمپ ادارې ویلي، چې دوی د نږدې ۶۰ ملیارد ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۰۰۰۰ بهرنۍ مرستې او قراردادونه لغوه کوي او په دې سره د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې شاوخوا ۹۰سلنه نړیوال کار پای ته رسیږي.
په ورته مهال د برېتانیا په څیر ځینو نورو مرستندویانو هم د تمویل د کمېدو خبرداری ورکړی، ځکه یاد هیوادونه د دفاعي لګښتونو له مخ پر ودې فشار سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو په تازه بیان کې ویل شوي چې د مرکزي بیړني غبرګون صندوق څخه بېلې شوې پیسې به په افریقا، اسیا او لاتیني امریکا کې د کم تمویله او له پامه غورځول شويو بحرانونو لپاره ولګول شي.
د دغو پیسو شاوخوا درېیمه برخه به د سوډان په ملاتړ او پاتې نورې به افغانستان، مرکزي افریقا، نایجریا او سومالیا کې ولګول شي.
د بشري چارو او بیړنیو مرستو همغږۍ برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر وايي، د هغو هیوادونو لپاره چې له تاوتریخوالي، اقلیمي بدلون او اقتصادي ګډوډۍ سره مخ دي د مرستو ظالمانه کمښت په دې معنا نه دی چې بشري اړتیاوې له منځه ځي.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال کې له جګړو او لوږې سره مخ ۱۸۵ میلیونو کسانو سره د مرستي لپاره د ۴۵ ملیارد ډالرو غوښتنه کړې ده، خو تردې مهاله یې یوازې پنځه سلنه ترلاسه کړې ده.

هوايي شرکتونه اوس درېیم اړخ ته مخه کوي چې طالبانو ته د افغانستان پر فضا د الوتنو یا اوورفلايټ پیسې ور کړي.
د هوايي شرکتونو رییسان او پیلوټان وايي، چې د افغانستان له فضا نه د الوتنو د ډېرېدو له امله د حقوقي شخړو او د پیسو د تطهیر ګواښونه ډېر شوي او له همدې امله درېیمې ډلې ته مخه کوي، چې دا تادیات وکړي.
رویټرز په یوه ځانګړي رپوټ کې وايي، په تېر کال کې زیات شمېر هوايي شرکتونو د افغانستان له هوايي فضا الوتنې پیل کړې دي ځکه په منځني ختیز کې جګړه پراخه شوه او د هوایي چلند تنظیموونکو د افغانستان د هوايي فضا کارولو په اړه خپل دریځ نرم کړ.
طالبانو په علني توګه وویل چې دا موضوع د اوورفلايټ تادیاتو زیاتوالي لامل شوې، چې دا فیسونه هېوادونه په ټوله کې له هوايي شرکتونو څخه د خپلې فضا د استعمال خدماتو لپاره اخلي.
خو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان هوايي چلند ادارې ته ددې تادیاتو پروسه پر طالبانو د بانکي بندیزونو او ددې ډلې پر مشرانو د سفري بندیزونو له امله پیچلې شوې ده.
د اوورفلايټ تادیاتو په برخه کې هوايي شرکتونه د رسیدونو نه ور کول کېدو له ستونزې سره مخ دي.
د تېر جمهوري حکومت پرمهال د نړیوال هوايي ترانسپورټ اتحادیې (IATA) د افغانستان د هوايي چارواکو په استازیتوب اوورفلايټ فیسونه راټولول.
دې اتحادیې رویټرز ته وویل چې دوی د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر وروسته دا خدمت بند کړی، چې له دې سره د افغانستان د پخواني حکومت راټول شوي میلیونونه ډالره د دوی په حسابونو کې بند پاتې دي.
هوايي شرکتونو او خصوصي جټ اپراتورانو بیا د درېیمو اړخونو منځګړیو ته مخه کړې چې د افغانستان د هوايي چلند ادارې ته تادیات ترسره کړي.له دې پروسې سره اشنا شپږو کسانو په وینا، په دې کې پيلوټان، هوايي چارواکي او د درېیمو اړخونو د تادیاتو شرکتونه شامل دي.
ځینې درېیم اړخونه اضافي منځګړي کاروي چې اکثره یې په متحده عربي اماراتو کې موقیعت لري څو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د هوايي چلند ادارې ته تادیات اسانه کړي.
دې پروسې طالبانو ته د تادیاتو ورکولو پیچلتیا زیاته کړې او د وکیلانو او د بندیزونو متخصصینو په وینا، دا کولی شي حقوقي او مالي خطرونه رامنځته کړي.
د بېلګې په توګه، ځینو لویدیزوشرکتونه هیڅکله له طالبانو د اوورفلايټ فیسونو رسیدونه نه دي ترلاسه کړي، چې د تادیاتو ترسره کول نږدې ناممکن کوي. طالبانو د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
د پروازونو د تعقیب د معلوماتو په اساس، لوی هوايي شرکتونه چې تیر کال یې د افغانستان له هوايي فضا استفاده پیل کړې لوفت هانزا ، اییر بالټیک، ټي یو ای، برېټېش ایرویز ، سینګاپور ایرلاینز ، چین ایرلاینز، ایوا ایر ، اییر انډیا او ویتنام ایرلاینز شامل دي.
د رویټرز د پوښتنو په ځواب کې د لوفت هانزا یوه ویاند وویل چې هوايي شرکت له اړوندو بندیزونو سره بشپړ موافقت لري او نور یې طالبانو ته د خپلو تادیاتو په اړه تبصره ونه کړه.
نورو هوايي شرکتونو د افغان اوورفلايټ فیسونو د تادیاتو په اړه د پوښتنو ځواب نه دی ورکړی.
رویټرز د هوايي شرکتونو یا مالي منځګړیو له خوا له بندیزونو د سرغړونې یا غلط کار هیڅ ډول نښه نه ده موندلې.
مالي خطرات
طالبان اوس د افغانستان له هوايي فضا د تېرېدو په بدل کې د ۷۰۰ ډالرو فیس اخلي.
رویټرز په متحده عربي اماراتو کې له مالي هوايي منځګړیو سره د دې موضوع په اړه اړیکه ونیوله. یو شرکت چې جوازونه تنظیموي، رویټرز ته وویل چې دا کولی شي شپږ میاشتې یا یوکال وخت ونیسي څو د طالبانو هواييچلند چارواکي هوايي شرکتونو ته رسیدونه ولېږي.
تېر کال متحده عربي امارات د هغو هېوادونو له لست څخه لرې شو چې د غیرقانوني پیسو د جریان لوړ خطر لري.
رویټرز له طالبانو څخه پوښتلي چې تر اوسه پورې یې له اوورفلايټ فیسونو څخه څومره ترلاسه کړې دي، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.