• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مارچ اتمه څنګه د ښځو د نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه؟

مرضیه حفیظي
مرضیه حفیظي

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۳۳ GMT+۰

د مارچ اتمه چې د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو پروګرامونو سره نمانځل کېږي.

په ځينو پروګرامونو کې ښځې ستایل کېږي، ځيني پروګرامونه بیا هغو ښځو ته ځانګړې کېږي چې لویې لاسته راوړنې ولري، ډېر شمېر ښځې په دې ورځ ډالۍ ترلاسه کوي، خو برعکس په ځينو نورو هېوادونو کې بیا ښځې ان پر دې نه پوهېږي چې دغه ورځ د دوی په نوم نومول شوې او ځیني نور که پوهېږي هم، خو دغه ورځ ورته ځانګړی ارزښت نه لري.
د دې ورځې په اړه لوستې او د پرمختللو هېوادونو ښځې تر ډېره معلومات لري، خو د جنګ‌ځپلو او وروسته پاتې هېوادونو او هغه مېرمنې چې په کافي اندازه لوستې نه دي، ډېرې نه پوهېږي.
په نړۍواله کچه د مارچ اتمه د ښځو لپاره تر ځانګړېدو وروسته په افغانستان کې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د ښځو د حقونو د رعایت کولو زرینه دوره پیل شوه.
د دې ترڅنګ چې په دې دوره کې د لومړي ځل لپاره د نجونو ښوونځي جوړ شول، په لومړي ځل ۱۵ نجونې د روغتیا په برخه کې د زده کړو ترلاسه کولو په موخه له هېواده بهر ولېږل شوې.

د مارچ اتمه څنګه او څه وخت د ښځو د نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه؟
له نن څخه ۱۱۷ کاله مخکې د امریکا په نیویارک کې ۱۵ کارګرو ښځو د ظلم، بې‌عدالتۍ او د جنسیتي توپير پر وړاندې د درېدو تاریخ جوړ کړ.
له ۱۹۰۸ کال څخه مخکې چې د ښځو کاري ساعتونه زیات او تنخواوې یې کمې وې او د نړۍ په هېڅ یوه هېواد کې ښځو د رایې ‌ورکولو حق نه درلود، زرګونو ښځو د یوه اعتراضي لاریون په ترڅ کې د برابرۍ، لوړو تنخواوو، د کاري شرایطو د سمون شعارونه ورکړل او نړۍ یې په خپل غږ ولړزوله.
له دې اعتراضونو یو کال وروسته د ښځو ملي ورځ د امریکا د سوسیالست ګوند له‌خوا اعلان شوه او په دې سره بیا د توپيري چلند پر ضد مبارزه نوره هم غښتلې شوه.
په ۱۹۱۰ زېږدیز کال کې د جرمني سوسیالستې مبارزې او د ښځو د حقونو فعالې کلارا زېټکېن په کوپنهاګن کې د کارګرو ښځو په نړۍوال کنفرانس کې د ښځو د نړۍوال پیوستون د ورځې په نامه د کال د یوې ورځې وړاندیز وکړ.
په دغه نړۍوال کنفرانس کې چې د نړۍ له ۱۷ هېوادونو څخه سلو ښځینه فعالانو برخه اخیستې وه، په یوه غږ سره د زېټکېن وړاندیز ومانه او د مارچ اتمه یې د ښځو د نړۍوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
تر دې وروسته بیا په ۱۹۱۱م کال کې دغه ورځ په لومړي ځل په اتریش، ډېنمارک، جرمني او سویتزرلېنډ کې ونمانځل شوه.
که څه هم ډېر کلونه دغه ورځ د ښځو د ورځې په نوم ونمانځل شوه، خو د نړۍوالو رسمي سازمانونو له‌خوا یې بیا کوم رسمیت نه درلود.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ځانګړې توګه بیا د اروپایي او امریکایي ښځو د کلونو مبارزو وروسته په ۱۹۷۵ زېږدیز کال کې د مارچ اتمه د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت وپېژندل شوه.

100%

د ښځو لپاره ښه او بد هېوادونه
د امریکایي او اروپایي ښځو د مبارزو له پیل څخه تراوسه پورې په ډېرو هېوادونو کې د هرې ورځې په تېرېدو او د مبارزو په دوام ښځو وار په وار خپل حقونه ترلاسه کړل، تر هغه چې په ۲۰۲۳ کال کې د جورج ټاون انسټېټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې موسسې د خپلو موندنو په اړه د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې ډنمارک، سویس، سویډن، فنلینډ، ایسلینډ، لوګزامبورګ، ناروې، اتریش، هالنډ او نیوزیلېنډ په څېر هېوادونه د ښځو لپاره د ۱۰ غوره هېوادونو په نوملړ کې دي.
دغې څېړنې په ۱۷۷ هېوادونو کې نورې برخې لکه د ښځو زده‌کړې، د مېندو مړینه، د ښځو لپاره کارموندنه، سیسټماټیک تاوتریخوالی، جنسي تاوتریخوالی او داسې نور هم څېړلي دي.
د دغه انسټیټیوټ په څېړنه کې راغلي، هغه هېوادونه چې د«څپ څپانده دولت» په کټګورۍ کې ډلبندي شوي، ترټولو خراب فعالیت لري.
په دې کټګورۍ کې افغانستان چې د «څپ څپانده دولت» درلودونکی دی، د ښخو پر وړاندې تر ټولو ناوړه حالت کې دی.
د جورج ټاون انسټېټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان د ښځو د پرمختګ له پلوه د ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري.
پر افغانستان سربېره یمن، مرکزي افریقا، د کانګو ډېموکراټیک جمهوریت، سوډان، سوریه، سومالیا او عراق د ښځو لپاره تر ټولو بد هېوادونه بلل کېږي.

د شاه غازي امان‌الله خان د واکمنۍ پرمهال د افغان ښځو وضعیت
شاه امان الله خان د افغانستان په کچه یو پرمختللی او عصري پاچا وو او د ښځو د تعلیم او پرمختګونو په برخه کې یې لوی لاس درلود .
نوموړي د افغانستان د پرمختګ لپاره ترټولو ډېره پاملرنه معارف ته کړې وه او د روایتونو پر اساس، هغه خپله په ښوونځیو او د سواد د زده‌کړو په کورسونو کې تدریس کاوه.
د ښځو د پرمختګونو لپاره د شاه اما‌ن الله خان اصلي موخه دا وه، چې افغانې ښځې له جنسيتي توپیر پرته د اروپايي هېوادونو د فرهنګي هڅو د سیالۍ وړ وګرځي.
په ۱۹۱۹م کال کې د هېواد د یاد مترقي پاچا په لارښوونه د خلکو لپاره د پوهنې او پالنې زمینه برابره شوه، چې د همدې پرېکړې په رڼا کې ملکه ثریا په ۱۹۲۰م کال د کابل د مېرمنو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: «ایا تاسې د اروپا له ښځو څخه هم ډېرې نازکې یاست!هغوی په فابریکو، ورکشاپونو او داشونو کې کار کوي او هېڅکله يې د ګرمۍ ، یخنۍ او یا د دروند کار کولو څخه شکایت نه دی کړی.»
د ملکه ثریا د خبرو په پای کې پنځوسو ښځو د پوهنې په ډګر کې خدمت کولو ته چمتو شوې، چې د ښځو او نجونو په پوهنه او روزنه کې فعاله ونډه واخلي او د نجونو د ښوونځي د پرانېستلو په لور يې کوټلي ګامونه واخیستل، چې د همدې روشنفکرو مېرمنو د هڅو په ملاتړ په همدې کال ۱۹۲۰م کې د ښځو او نجونو د لومړني ښوونځي لپاره ځانګړی ځای وټاکل شو.
د نجونو لومړنی ښوونځی د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه د ۱۹۲۱م کال د جنوري په ۹مه د مستوراتو په نوم پرانیستل شو او کوچنیو نجونو لپاره يې د زده‌کړې زمینه برابره کړه.
له دې سره د نجونو د زده‌کړو لړۍ له سلګونو ستونزو او خنډونو سره دوام وکړ او د جمهوریت تر سقوط پورې د هېواد په بېلابېلو برخو کې مېلیونونو نجونو په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کړې وکړې.
د شاه اما‌ن‌الله خان د واکمنۍ پرمهال د لومړي ځل لپاره ۱۵ نجونې د روغتیاپالنې په برخه کې د زده‌کړو لپاره د ترکیې استانبول ته واستول وشوې.
له دې سره، شاه امان‌الله خان لومړنی پاچا و، چې د هغه د واکمنۍ پرمهال د ښځو غورځنګ جوړ شو.
نوموړي د ښځو حرمسرا باطل اعلان کړه او ټولې هغه ښځې یې ازادې کړې، چې امیر حبیب الله خان هغوی په یوه ځای کې سره راټولې کړې وې او له دې سره یې اعلان وکړ، چې تر دې وروسته هېڅوک حق نه لري د هېواد په تاریخ کې حرمسرا جوړه کړي.
د دغه مترقي پاچا په کارنامو کې ښځو ته د زده کړو د زمینې د برابرولو ترڅنګ د کوچنیو نجونو د نکاح منع کېدل، په ښوونځيو کې د بهرنیو ژبو زده کړه، د کورني برده ګۍ له منځه تلل او له یوې څخه زیاتو ښځو سره د واده منع کېدل شامل دي، چې ځيني یې بیا عملي نشوې او یا هم د وخت په تېرېدو سره یې بدلون وکړ.
کله چې شاه امان‌الله خان جلا وطنی شو، سره له دې چې د ښځو د پرمختګونو لپاره باید ډېر نور کارونه هم شوي وای، خو برعکس یو ځل بیا د ښځو شا تګ ته زمینه برابره شوه.

100%

په تېرو درېیو لسیزو کې د افغان ښځو وضعیت ته لنډه کتنه
د ډېرو نظامونو له تلو راتلو وروسته په ۱۹۹۶ کال کې د ملا محمدعمر په مشرۍ د طالبانو پنځه کلنه دوره پیل شوه.
دغه دوره د ټولو ناخوالو ترڅنګ د افغانستان د ښځو لپاره یوه سخته ځپونکې، تیاره او کړونکې دوره وه.
د ښځو او نجونو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بندې شوې، له کار کولو منع شول، د چادري په سر کول جبري شو، له محرم پرته د ښځو تګ و راتګ باندې بندیز ولګېده او لسګونه نور موارد و، چې ښځې ورسره مخ شوې.
دغې پنځه کلنې دورې د لسېزو په اندازه د ښځو د پرمختګونو مخه ونیوله.
له زده‌کړو نیولې تر ورزش، هنر، موسیقۍ او دې ته ورته لسګونه برخې وې، چې ښځو په‌کې ستر تاوانونه وکړل.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ ختمېدو او د یوې نوې ادارې په رامنځته کېدو سره بیاځلې د ښځو پرمختګونو ته زمینې برابرې شوې.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانو ښځو لپاره دا یوه ډېره د پرمختګونو ډکه دوره وه او په دې وخت کې افغان نجونو او ښځو له امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره سره له زده‌کړو څخه نیولې بیا تر سیاست، ورزش، ولایت او ښاروالۍ، قضا او څارنوالۍ، موسیقي او همدارنګه تر ماسټری او دوکتورا پورې لوړې زده‌کړې ترلاسه کړې او ډېرې ښې وځلیدلې.

100%

د دغو پرمختګونو پر دوام کله چې بل ولسمشر محم اشرف غني واک ته ورسېد، نو د هغه د واکمنۍ پرمهال د ښځو د پرمختګونو لپاره لا ډېرې زمینې برابرې شوې او د ښځو هیلې او موخې نورې هم زیاتې شوې، ځکه په دې وخت کې په پراخه توګه د ښځو ملاتړ وشو.
په لوړو څوکیو کې د ښځو ګورمال، په سیاست کې د ښځو پراخ حضور، په سوداګرۍ برخه کې د ښځو ډېره ونډه، په رسنیو کې د بې شمېره ښځو حضور، په ورزش کې د ښځو لاسته راوړنې او دې ته ورته لسګونه نور موارد د ولسمشر غني د حکومتولۍ لاسته راوړنې بلل کېږي.
دې لاسته راوړنو او پرمختګونو ته په کتو سره هېچا تصور نه و کړی، چې دا به یوه ورځ په دومره اسانۍ سره له لاسه ورکوي او ښځې به بیا ځلې د تېرو وختونو په شان شاتګ کوي او تیارو ته به ستنېږي.

100%

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه تېر جمهوري دولت سقوط او یو ځل بیا طالبان په ټول افغانستان واکمن شول.
په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا، د افغان ښځو پر وړاندې د ټولنیز، اقتصادي او کلتوري محدودیتونو یوه ځپونکې لړۍ پیل شوې ده.
دغې ډلې نه یوازې افغان ښځې له زده‌کړو راګرځولي، بلکې هغوی د کارکولو، سفرکولو او ان په تفریحي ځایونو کې د ګرځېدو له حق څخه هم محرومې کړي دي.
افغان ښځې نه یوازې د زده‌کړو له حقونو محرومې دي؛ بلکې په دولتي او نادولتي ادارو کې هم هېڅ د کارکولو اجازه نه‌لري.
د ښځو اقتصادي خپلواکي چې د یوې ټولنې د هر فرد د ژوند بنسټيز حق بلل کېږي، د طالبانو له خوا تر هراړخیز برید لاندې ده.
د ښځو پر زده‌کړو بندیز کومه ساده او عادي پرېکړه نه ده، دا یو غېرانساني او دومره ځپونکی بندیز دی، چې د یوې ټولنې پرمختګ له نابودۍ سره مخ کوي.
د ښځو زده‌کړه چې د نړۍ په کچه د ماډرن ملتونو د پرمختګ یوه بنسټیزه غوښتنه ده، نن په افغانستان کې د طالباني ایډیالوژۍ له امله د اور په لمبو کې سوځي.
که څه هم د نړۍ هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو په وار - وار له طالبانو غوښتي، څو د ښځو پروړاندې خپل دریځ بدل کړي، خو دغه ډله وایي چې په افغانستان شرعي قوانین پلي کوي.
پر ښځو محدودیتونه او بندیزونه او همداراز له بشري حقونو سرغړونه هغه لاملونه دي، چې د درېیو کلونو په تېرېدو سره د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د مقاومت په نوم جبهې په کابل او بلخ کې د ۷ طالبانو د وژل‌کېدو ادعا وکړه

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۵۴ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د دوو جلا بیانونو له مخې ادعا کړې چې په بلخ او کابل ولایتونو کې یې اووه طالبان وژلي دي.

دغې جبهې د جمعې پر ورځ (د کب ۱۷مه) په خپلې لومړنۍ اعلامیې کې ویلي چې وسله‌والو یې د کابل ښار د څرخي پله په سیمه کې پر طالبانو چریکې برید کړی او په ترڅ کې یې د دغې ډلې څلور غړي وژل شوي دي.

د طالبانو نوموړې مخالفې جبهې همداراز زیاته کړې، چې د دغه برید په ترڅ کې د طالبانو موټر هم سوځېدلی دی. بیان کې راغلي: «په دغه برید کې د مقاومت جبهې وسله‌والو او هم یا ملکيانو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.»

ورته مهال، له دې پېښې شاوخوا څلور ساعته وروسته یادې جبهې په یوه بل بیان کې ادعا کړې چې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې یې پر طالبانو د یوه برید په ترڅ کې د دغې ډلې درې غړي وژلي او پنځه نور ټپیان کړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې دا برید د طالبانو پر یوې پوستې شوی او په وینا یې، د نوموړې جبهې وسله‌والو‌ ته په‌کې کوم زیان نه دی رسېدلی.

طالبان نه یوازې د خپلو مخالفو خوځښتونو بریدونه ردوي، بلکې په وار-وار یې ادعا کړې چې په افغانستان کې د دغې ډلې هېڅ مخالف خوځښت فعالیت نه‌لري.

د یادونې ده چې وړمه ورځ په افغانستان کې د ملګروملتونو مرسته‌رسونکي دفتر یا یوناما راپور ورکړی و چې په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې د د مقاومت او ازادۍ جبهو په ګډون د طالبانو مخالفو خوځښتونو پر دغې ډلې ۹۱ بریدونه ترسره کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان: ای سي سي دې د افغان کرېکټ غړیتوب وځنډوي

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰

د بشري حقونو څار سازمان د کرېکټ له نړۍوالې شورا (ICC) څخه غوښتي تر څو چې نجونې او ښځې د کرېکټ لوبو کې برخه وانخلي تر هغې دې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان غړیتوب وځنډوي. دغه غوښتنه د کرېکټ نړۍوالې شورا مشر جې شاه ته په یوه لیک کې شوې، چې نن خپور شو.

د ۲۰۲۵ م کال د کرېکټ د نړۍوال جام اتلولي چې د افغانستان په ګډون اته ټیمونه په کې برخه لري، د ۲۰۲۵ کال د مارچ په نهمه په دوبۍ کې پیلیږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو د ښځو او نجونو پر ټولو سپورتونو بندیز ولګاوه. د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې غړي له هېواده ووتلې خو تمریناتو ته یې دوام ورکړ او غواړي چې د نارینه وو د ملي لوبډلې په څېر په نړۍواله کچه وپیژندل شي.

د بشري حقونو د څار په نړۍوال سازمان کې د نړۍوالو نوښتونو مشرې مینکي ورډن وویل: "د افغان ښځو او نجونو د سپورت په برخه کې د طالبانو د تبعیضي ممانعت په اړه د کرېکټ د نړۍوالې شورا چوپتیا د بنسټیزو بشري حقونو په وړاندې د پام وړ بې غوري څرګندوي. د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، طالبانو په ښځو او نجونو باندې داسې تګلارې تحمیل کړې چې له ثانوي او لوړو زده کړو څخه یې منع کړي او د کارموندنې او د بیان ازادي یې محدوده کړې او همدا راز په سپورتونو او نورو بهرني فعالیتونو یې بندیز لګولی."

د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې ډېری غړو په اسټرالیا او کاناډا کې تمریناتو او لوبو ته دوام ورکړی دی. دوی د جنورۍ په میاشت کې یوه لوبه ترسره کړه، د ښځينه ملي لوبډلې لوبډلمشرې فیروزې امیري له دغه سیالۍ وروسته اسوشیټیډ پریس ته وویل چې د هغې ټیم "په افغانستان کې د میلیونونو مېرمنو استازیتوب کوي چې له خپلو حقونو څخه بې برخې دي."

د کرېکټ د نړۍوالو قوانینو له مخې، غړي هېوادونه اړ دي چې د نارینه ټیم لپاره د ښځینه ټیم په توګه په نړۍواله کچه لوبې وکړي. افغانستان د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې دغه اړتیا نه ده پوره کړې، افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړي وايي، د کرېکټ نړۍوالې شورا ته یې د ملاتړ او پېژندنې لپاره لیکلي، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

د طالبانو حکومت په افغانستان د بیا واکمنېدو سره د ښځو او نجونو پر ټولو سپورتونو بندیز لګولی، ورزشي روزنیز مرکزونه یې تړلي او ښځینه ورزشکارانې یې ګواښلي دي.

ځینې افغان مېرمنې او نجونې چې سپورتي لوبغاړې دي له هېواده تښتیدلي او په جلاوطنۍ کې یې خپل ژوند او سپورت ته ادامه ورکړې.

د بشر حقونو د څار اداره: افغان مېرمنو د طالبانو شکنجو سربیره مبارزه نه ده پریښي

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۰

د بشر حقونو د څار نړۍوالې ادارې د ښځو نړۍوالې ورځ په مناسبت افغانې مېرمنې زړورې یادې کړي او ویلي یې دي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسي ښځو د خپلو حقونو لپاره په داسې حال کې مبارزه کړې چې حتا د دوی غږ ګناه ګڼل کیږي او فعالیت یې د شکنجې په سزا محکوم شوی دی.

دغې ادارې په خپله ویب پاڼه د افغان مېرمنو له زړوړتیا مننه کړې او لیکلي یې دي، موږ د طالبانو د حساب ورکولو په لور - ناکافي - مهم ګامونه لیدلي دي.

د بشر حقونو د څار دغې ادارې د سپټمبر په میاشت کې اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ ژمنې ته چې د طالبانو پر وړاندې به د افغان ښځو تر څنګ دریږي اشاره کړې.

همدا ډول د اروپا د عدلیې محکمې د اکتوبر په میاشت کې پرېکړه وکړه چې ټولې افغان مېرمنې د طالبانو د سیسټماټیک ځورونې له امله د اروپایي اتحادیې په هېوادونو کې د پناه اخیستو وړ دي. ویلي:« افغان ښځې او نجونې چې د طالبانو له ظلم څخه تښتیدلې دي په ټوله اروپا، شمالي امریکا او نورو خوندي ځایونو کې د پناه اخیستو لپاره خوندي او قانوني لارو ته اړتیا لري چې دا مهال شتون نلري.»

د بشر حقونو د څار ادارې لیکلي، د اکتوبر په میاشت کې ۸۳ هېوادونو د طالبانو کړنې د جنسیتي ځورونې په نوم بللي او د نومبر په میاشت کې، د نړۍوالې جنایي محکمې (ای سي سي) شپږو غړو هېوادونو افغانستان د تحقیقاتو لپاره د ای سي سي څارنوالۍ ته راجع کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي خرابیدو په اړه اندیښنه څرګندوي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره. په تېره جنورۍ کې، د جرمونو نړۍوالې محکمې څارنوالۍ دفتر محکمې ته د جنسیتي ځورونې د بشریت ضد جرم په تور د دوو طالب مشرانو د نیولو امر صادر کړ.

د افغان ښځو او د هغوی د متحدینو له خوا د نړیۍالو قوانینو له مخې د جنسیت او توکمپالنې د تعریف په لور مخ په زیاتیدونکی ملاتړ ترلاسه کړی. چې دا مهال د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې بحث کیږي. د دولتونو مخ په زیاتیدونکي لېست د دې هڅې ملاتړ کوي.

دغې ادارې لیکلي: «افغان مېرمنو له سختو ستونزو سره سره خپل برخلیک په خپل لاس کې اخیستی دی. دوی د طالبانو سرغړونې تنظیموي، لاریونونه کوي او افشا کوي یې، حتی په داسې حال کې چې دوی د خپلواکۍ لپاره د خپلې هڅې ویجاړونکی قیمت ادا کوي. اوس نړۍواله ټولنه او محکمې بايد دغه قانوني پروسې پرمخ يوسي، طالبانو سره حساب کتاب وشي او دغو سرغړونو ته د پاى ټکى کېږدي.»

په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره د ښځو پر وړاندې بندیزونه شروع شول، د دوی پر وړاندې د زده کړو دروازې وتړل شوې، د کار او سیاسي ګډون لپاره پرې بندیز ولګېد او همدا ډول تفریح او د سفر کولو پر مهال پرې محدودیت وضعه شو، اوس تر ډېره افغان مېرمنې او نجونې تر کورونو محدودې شوي. د طالبانو دغه اقداماتو په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه را وپارول خو دغو غبرګونونو د دوی دریځ نرم نشو کړای.

د افغاني ټولنې ناورین؛ افراطیت پر افراطیت له‌منځه نه‌ځي

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۳۶ GMT+۰
•
شاه محمود میاخېل

د افراطیت تعریف دا دی چې ټول هغه عام نورمونه چې د یوې ټولنې د اکثریت ولس لپاره د منلو وي او نور یې په خلاف عمل کوي، افراطیت بلل کېږي.

یا په بله توګه افراطیت هغه فکر، عمل او عقیده ده چې له منځ‌لارې یا معتدل دریځ څخه لرې وي. له دې کبله د یوې ټولنې افراطیت د بلې ټولنې د افراطیت سره توپیر لري.

افراطیت بېلابېل ډولونه لري لکه سیاسي افراطیت، مذهبي افراطیت او ټولنیز افراطیت. په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د افراطیت کلمه زیاته دیني/مذهبي افراطیت لپاره استعمال شوې، خو پر سیاسي او ټولنیز افراطیت کم بحث شوې دی.

دا چې د اکثره افغاني لیکوالانو، شاعرانو، سیاسیونو،‌ مدني فعالانو او دیني علماوو مخاطب د افغانستان ولس او افغانستان دی، نو مونږ نه‌شو کولاې چې یوازې پر دیني/دیني افراطیت بحث وکړو او سیاسي او ټولنیز افراطیت له پامه وغورځوو.

په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان لپاره سیاسي او ټولنیز افراطیت د دیني/مذهبي افراطیت نه هم زیاته صدمه رسولې ده ځکه ډیر وخت دیني/مذهبي افراطیت هم د سیاسي او ټولنیز افراطیت پر وړاندې عکس‌العملونه وو. د افغانستان ټولنه یوه مسلمانه ټولنه ده او هر سیاسي‌ او ټولنیز افراطیت د افغانستان د مسلمانې ټولنې په وړاندې یو بل دیني/مذهبي افراطیت زیږولې او ټولنه یې بې ثباته کړې ده. ځکه د سیاسي افراطیت پر ضد یو بل دیني/مذهبي افراطیت تقویه شوې دی. لکه د سوړ جنګ په وخت کې د خلق د افراطي رژیم په ضد چې کمونیستي افکار یې درلودل، د اسلامي افراطیت ډلې تقویه شولې تر څو کمونیستي ایډیالوژي په اسلامي ایډیالوژي له منځه یوسي.

د افغانانو د اکثره سیاسیونو، لیکوالانو، مدني فعالانو، شاعرانو او علماو په لیکنو او خبرو کې افراطیت ځکه موجود دی چې دوی خپله ټولنه نه پېژني او یا د خپلې ټولنې یوه کتله خلک پېژني او غواړي چې خپل افراطي فکر پر ټوله ټولنې قبول کړي، نو ځکه د دیني، مذهبي، سیاسي او ټولنیز افراطیت پر وړاندې شدید عکس‌العملونه ایجاد شول، حکومتونه او رژیمونه بدل رابدل او نظامونه ړنګ شول.

دا باید ومنو چې په تېرو پنځو لسیزو کې د افغان سیاسیونو، مدني فعالانو او لیکوالانو پېژندنه د خپلې ټولنې نه د جنګونو، مهاجرتونو او په انزوا کې اوسېدلو له امله زیاته شوې ده. باالعکس، د افغانستان د ګاونډیانو او بهرنیانو پېژندنه د افغانستان نه زیاته شوې او د هر سیاسي مشر، لیکوال او مدني فعال د پښو د بوټانو او څپلیو نمبرې هم ورته معلومې دي او پوهېږي چې څنګه دوی په مستقیم او غېرمستقیمه توګه استعمال او استخدام کړي. ګاونډیانو او بهرنیانو، د افغانانو د خپلې ټولنې د کمزوریو له امله، د خپلو پروژو د عملي کولو لپاره روایتونه جوړ کړل تر څو اوبه خړې او خپل ماهیان ونیسي. د کور، ډوډۍ، کالي، سوچه اسلامي نظام، ډېموکراسي او د بشر حقونو په نوم روایتونه جوړ شول. اخر کې نه کور و، نه ډوډۍ وه، نه کالي او نه سوچه اسلامي نظام، او نه ډېموکراسي او بشري حقونه. یوازې افغانان یې په خپلو کې سره وجنګول.

د دې لپاره چې لږ زیات وضاحت وشي، غواړم چې په تېرو پنځو لسیزو کې ځینو دیني/مذهبي، سیاسي او ټولنیز افراطیت ته ارشاره وکړم ځکه اکثره افغانان د دغه افراطي طرز فکر که هغه دیني/مذهبي و، که سیاسي و او که ټولنیز، شاهدان او یا د خپلو پلرونو او مشرانو نه په یاد لري. هر افراطي تغیر افراطي عکس‌العملونه لرلي دي.

په افغانستان کې د اخوان‌المسلیمن د تګ‌لارې له امله دیني افراطیت رامنځته شو. د مسلمانو ځوانانو ډلې ځانونه د دین ټیکه داران بلل. د دغې ډلې پر وړاندې روایتي ملایانو، چپي سیاسي ډلو لکه خلق، پرچم، شعله جاوېد او ان ملي ګرایان راپاڅېدل او د دوی د افراطي نظریاتو سره مخالفت وکړ.باالاخره د یادې ډلې مشرانو، لکه برهان‌الدین رباني، ګلبدالدین حکمتیار، احمدشاه مسعود او یو شمېر نورو پاکستان ته پناه یوړه. د هماغه ورځې نه چې دوی پاکستان ته پناه یوړه، د پاکستان لاس وهنې په افغانستان کې زیاتې شولې. دغې دیني افراطي ډلې د افغانستان د ګاونډیانو، عربو او غرب په وسیله د روسانو پر وړاندې وجنګول شولې او په لسګونو نورې سیمه‌ییزې ډلې د دوی د افراطیي نظریاتو له امله په دنیا او سیمه کې سر راوچت کړ. تر اوسه پورې د دغه ډلو اول او دویم نسل، د پاکستان او ایران تر نفوذ لاندې دي.

د داود خان په وخت کې د دوی حملې په پنجشېر، لغمان، کونړ، ننګرهار او پکتیکا کې او همداشان داخلي جګړې د دوی د کړنو ښه ثبوت دی چې افغانستان یې د نورو د ګټو لپاره کنډواله کړ.

100%

د مجاهدینو ډلې په ایران او پاکستان کې طالبان، داعش او نورې لسګونې ډلې او ګروپونه د عربو او عجمو، د اخوان‌المسلمین افراطي مفکورې زېږنده ده. ډېرې شاید ووایي چې نورو دوی استعمال کړل دا ځکه استعمال شول چې افراطي ډلې د خپل افراطيت د نفوذ او تقوې لپاره د هرې لارې نه امکانات تر لاسه کول او ویل یې چې د مردارو حیواناتو غوښه خوړل هم د جنګ او اړتیا په وخت کې روا ده.

د خلق ډېموکراتیک ګوند (خلق او پرچم) د سیاسي افراطیت یوه بله بېلګه وه چې د بهرنیانو اشغال او تهاجم ته یې زمینه مساعده کړله. د دغه افراطي ډلې د قدرت نیولو سره په افغانستان کې د ګاونډیانو او د دنیا د نورو ملکونو پراخو مداخلو او استخباراتي لوبو ته زمینه مساعده کړله. انجام یې د نظام سقوط او داخلي جنګونه و. د خلق او پرچم ډلې زیات غړي له حزب او جمعیت سره یو ځای شول او داخلي جنګونو او کودتاه ګانو ته یې زمینه مساعده کړله. د دوی د تقسیم او جهادي ډلو سره د یو ځای‌کېدو له امله جنګونو قومي، ژبني او سمتي بڼه خپله کړه. دغه سیاسي افراطيت پایله د مذهبي افراطیت نه هم زیاته د افغانستان په تاوان وه او ده. د دوې ونډه په داخلي افراطي قومي، ژبني او سمتيجنګونو او اختلافاتو کې د ټولو نه زیاته وه او غوښتل یې چې د خپلو حزبونو پخوانې عُقدې او رقابتونه د دغه دیني/مذهبي افراطي ډلو تر چتر لاندې سړې کړي. دوی ته هم مفکوروي ارزښتونه لکه د مذهبي افراطي ډلو غوندې،د پښو لاندې کړل او دمردارو حیواناتو غوښې خوړل یې ځانونو ته روا وبللې.

د جمهموریت په وخت کې هم د ښي او چپي افراطي ډلو او لوبغاړو ونډه زیاته وه. البته د ښي او چپي افراطي ډلو سره یوه بله غربي سیاسي افراطي ډله یو ځای شوله. د ډېموکراسې تر عنوان لاندې شرقي، غربي او دیني/مذهبي افراطیان سره همغږي او د پراخه فساد فرهنګ ترویج ته زمینه مساعده کړله. په دغه دوره کې وضعیت نور هم ځکه خراب شو چې پخوا به چپي او افراطي ډلو د اداري فساد نه ځانونه ساتل او د خپلو مفکورو او ایډیالوژیو لپاره تر ډیره حده وفاداره و. یا په بله مانا د ایډیالوژیو لپاره یې شخصي ګټې قرباني کولې. خو کله چې د مذهبي او سیاسي افراطي ډلو لوبغاړي د غربي افراطي ډلې د لوبغاړو سره یو ځای شول، دوی په شریکه پراخه فساد ته زمینه مساعده کړله. اوس داسې ښکاري چې د ښي او چپي ډلو پاکي هم د مجبوریت له مخې وه او یا زمنیه ورته مساعده نه وه ځکه زیات امکانات هغه وخت نه و.

که تیرو قوماندانانو، جنرالانو، تکنوکراتانو، مدني فعالانو، د ښځو د حقونو د مدعیانو او نورو سرمایه او کړېنې مطالعه شي نو بیا چپي، ښي دیني/مذهبي او غربي سیاسي افراطیان سره د فساد په اړه همغږي او میلونران شول. دغه دیني/مذهبي، چپي او د دیموکراسې د عنوان لاندې افراطيان یوه بله بدبختي وطن ته راوړه چې دوی فساد د شخصي ګټو لپاره کاوه. د دوی لپاره ایډیالوژي، د وطن سره مینه، ثبات او د خلکو د سوکالې مسله مطرح نه وه فقط د خپلو شخصي پانګونې په فکر کې و. لکه چې دیني/مذهبي افراطيت، داخلي جنګونو ته، چپي افراطیت داخلي‌ قومي، ژبني او سمتي جنګونو او رقابتونو ته زمینه کړله، دغه وروستي دیني/مذهبي، قومي، سیاسي، سمتي او ژبني افراطیت په شریکه د افغانستان هویت، ملي ارزښتونو او ژبنې تفرقې ته زمینه مساعده کړله چې جمهوریت یې سقوط کړ.

جمهوریت یوازې منحیث نظام سقوط نه دی کړی، بلکې هغه ارزښتونه چې افغانانو ورته ملي ارزښتونه ویل لکه د افغانستان تمامیت ارضي، استقلال، ازادي، تعلیم او تربیه، اخلاق او نور ټول ټولنیز مذهبي، سیاسي او فرهنګي ارزښتونه له چلنج سره مخامخ کړل. ځکه وایم چې فرهنګي او مدني افراطیت او فساد د مذهبي او چپي افراطیت نه هم زیات د افغانستان لپاره خطرناکه و او لا هم دي.

مثبت فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز تغیر همیشه په تدریجي توګه تر سره کیږي او که په افراطي توګه تر سره شو عواقب یې خطرناکه وي لکه په افغانستان کې مونږ د افراطي مفکورو او تحولاتو لړې ولیدله او اوس هم افغانستان د طالبانو په نوم د یو بل افراطي ډلې سره لاس او ګرېوان دی چې عاقبت به څه کیږي.

د افراطيت د تعریف په اساس، انقلابي حرکتونه که د یوې ټولنې د عام وګړو د طرز تفکر سره چې د هرې ایډیالوژې او طرز تفکر لاندې وي، د مخالفت سره مخامخ کیږي. د امان الله خان ریفورمونه، د داود خان عجله د تغیر، د خلق او پرچم سیاسي افراطيت، د مجاهدینو او طالبانو دیني/مذهبي افراطیت، د جمهوریت دیموکراسي، ټول د چلنجونو سره مخامخ شول ځکه دلته سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي تغیر په تدریجي توګه نه وه. د اسلام فرهنګي تغیر په صدر اسلام کې هم د هغه وخت د شرایطو سره په تدریجي توګه رامنځته شو نه په افراطي ډول. د شرابو منع کول یې په څو مرحلو کې منع کړل او داسې نور.

راځم اوسني حالت ته. په دې وختو کې د ځینو سیاسي کسانو افراطي څرګندونې نه د ډېموکراسي په اصولو ولاړې دي، نه له منل شویو ملي ارزښتونو سره سمون خوري او نه په مذهبي او دیني معیارونو برابرې دي. ته نه‌شي کولای چې په پاریس کې نیمه لوڅ فرهنګ په افغانستان کې عملي کړي او دې ته د بشري حقونو ازادي ووایې.

خلاصه که تېرو کړنو ته نظر واچوو، اکثره طالبان په اسلام عقیده نه لري، ډېموکراتان پر ډېموکراسۍ او ملي ګرایان پر ملي ارزښتونو باور نه‌لري، خو صرف د شعارونو لاندې، قومي، سمتي، مذهبي او سیاسي نفاق ته لمن وهي.

په دې توګه سیاسي افراطیت پر مذهبي افراطیت، مذهبي افراطیت پر سیاسي افراطیت، ټولنیز افراطیت پر مذهبي او سیاسي افراطیت او همدا شان مذهبي او سیاسي افراطیت د ټولنیز افراطیت په وسیله له منځه نه وړل کېږي. لکه چې وایو وینه پر وینه نه مینځل کېږي، همداسې افراطیت پر افراطیت نه‌شي له منځه وړل کېدای، که کېدلای شوای نو دغه پنځو لسیزو جنګونو او تحولاتو به سیاسي، قومي، مذهبي، سمتي او ژبني افراطیت له منځه وړې وې. همداشان هر هغه عمل چې د افغاني ټولنې د منځلارې سیاست، مذهبي، دیني او ټولنیز مشترک ارزښتونو سره په تقابل کې وي، هغه په افغاني ټولنه کې افراطیت دی. د یوې ټولنې او ډلې افراطي فرهنګ او نظریات که هغه د اکوړه خټک او پاکستان د راولپنډۍ وي، که د تهران د اخوندانو، یا د مسکو، اروپا او واشنګټن وي، پر بله ټولنه نه‌‌شي عملي کېدلای.

دا چې افغانان د جنګونو او مهاجرتونو له امله په بېلابېلو هېوادونو کې اوسیدلي او اوسېږي، د بېلابېلو هېوادونو د تعلیمي، سیاسي او فرهنګي نظریاتو او د ژوند د کړنو نه متاثره شويي دي، خو په عین حال کې د خپلې ټولنې د عیني او ذهني واقعیتونو نه هم بې‌ګانه شوي دي. ډېری فکر کوي چې د دوی نظریات د افغانستان ټول ولس نظریات دي او دا باید علمي شي که نه دنیا خرابه او افغانستان به دړې وړې شي. که افغانستان دړې وړې کېدلای، او دا دړې وړې کېدل د ګاونډیانو او دنیا په خیر وای، اوس به وخته افغانستان دړې وړې شوی و ځکه ملي چترونه څو ځلې دړې وړې شول خو افغانستان دړې وړې نه‌شو. د افغانستان د دړې وړې کیدلو ویره ځکه امکان نه لري ځکه د افغانستان د دړې وړې کیدلو سره ګاونډیان هم دړې وړې کېږي. په دې کې شک نشته چې ګاونډیان په افغانستان کې نفوذ او کنټرول غواړي خو د افغانستان دړې وړې کیدل په خپل خیر نه بولي. ځینې چې وایي افغانستان طالبانو د تجزیې نه بچ کړ دا هم هسې هوایي خبرې دي.

په بهر کې دغه قومي، ژبني او سمتي متعصبینو ته زما پیغام دا دی که هغه د هر قوم نه وي، نه‌شي کولای چې په افراطي نظریاتو په افغانستان کې سوله او ثبات راولي. که ځینې افراطي پښتنو د اکثریت په درلودو سره ونه شو کړای چې د نورو قومونو حقونه د پښو لاندې کړي نو د نورو قومونو افراطیان د اکثریت په نه درلودو سره هم نه‌شي کولای چې د پښتنو د اکثریت حقوق د پښو لاندې او پښتانه ختم کړي.

یوازنې د حل لاره د قانون په چوکاټ کې اوسېدل او ژوند کول دي. قانون باید عادلانه وي او تطبیق یې بیا عدل نه غواړي، بلکې پر ټولو یو شان تطبیقول غواړي. اجتماعي عدالت باید د قانون بڼست وي او ټولنیز خدمات ټولو افغانانو ته چې د افغانستان په جغرافیه کې اوسېږي، په متوازنه توګه ورسول شي. سیاسي اقتدار به د قانون په چوکاټ کې د ولسونو په خوښه وي. څوک چې منظم وي او اکثریت خپل کړي، هغه به حکومت کوي چې همدا د ولسواکې اصول دي. داسې نه‌شي کیدلای چې د قوم، سمت او ژبې په بهانه څوک لکه د پخوا په شان ټیکه داري وکړي او امتیاز واخلي او مسوولیت هېڅ د خلکو او وطن په وړاندې ونه لري.

د افراطي نظریاتو او څرګندونو له امله، نن سبا افغانان په داخل او بهر کې د انزوا په حالت کې دي او خبرې یې د یو نخود په اندازه اهمیت نه‌لري او نه ورته څوک اهمیت ورکوي. هو! افغانان صرف په خپلو منځو کې د یو بل په ضد ښه مصروفه دي. د هرې ډلې او مفکورې پيروان کوښښ کوي چې د یو بل پر ضد منفي سوژې پیدا کړي تر څو د مقابل لوری عکس‌العملونه راوپاروي او ځانونه مصروفه کړي. د ټولنیزو شبکو په دغه مصروفیت د افغانستان ستونزې نه حل کیږي.

اصلي مسایل چې څنګه افغانستان د نیابتي جنګونو او رقابتونو نه بچ شي، څنګه یو مشروع او قانونمنده حکومت رامنځته او افغانان د نورو د اهدافو لپاره وسیله نشي، مهم دي. د دغه موخو د ترلاسه‌کېدو لپاره ټول افغانان که هغه طالبان دي او یا د طالبانو مخالفان او هم د افغانستان ولس تر اوسه پاتې راغلي دي. که د افغانانو په فکرونو کې مثبت تغیر رانه‌شي، له ځانونو څخه زیات د هېواد د ثبات په هکله فکر ونه کړي، ستونزمنه ده چې افغانان د افغانستان په راتلونکې کې که هغه طالبان دي او یا د طالبانو مخالفان چندان رول ولري. بهرنیان او ګاونډیان به ورته بیا پروژې جوړوي او دوی به یې لکه د پخوا په شان عملي کوي او د سوخت مواد به افغانان وي. دنیا د ناورین خواته روانه ده او که د دغه ناورین لمبو کې افغانستان بیا ښکېل شو نو نه به مدني فعالان څه کولای شي، نه به سیاسیون او نه به طالبان او نه به د افغانستان ولس. ټول به یې یوازې ننداره کوي.

خلاصه د طالبانو په شمول اکثره چارواکي او سیاسیون د ټول افغانستان د نه‌پېژندنې له امله، د هېواد د ناورین لپاره د حل داسې نسخې نه‌شي وړاندې کولای چې هغه عملي‌ او علمي وي. هره نسخه چې نه علمي وي اونه عملي بڼه ولري، هغه پخپله بل ناورین زېږوي. همدا علتونه دي چې افغانستان تر اوسه پورې د ناورینونو مرکز ګرځېدلی او عاقبت به خیر.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ډېپلوماټ: ایا ایغور وسله وال د داعش خراسان په نوي ځواک بدلیږي؟

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۰ GMT+۰

ډېپلوماټ ویب‌پاڼې په یوه مقاله کې په افغانستان کې له داعش خراسان سره د ایغور وسله‌والو د یوځای کېدو احتمال څېړلی. مقاله د کندز په جومات کې د محمد ال ایغوري ځانمرګي برید، د چین او طالبانو نږدې اړیکو، او د طالبانو او ایغور وسله‌والو ترمنځ بېګانه چلند ته اشاره کوي.

مقاله کې راغلي، د ایغور بیلتون غوښتونکو ډلو په دوامداره توګه د افغانستان د کنټرول لپاره د دوی د دوه لسیزو په جګړه کې د طالبانو ملاتړ کړی، خو په دغه هېواد کې د چین د شتون زیاتوالی د بیجینګ وضعیت ته د پام وړ ګواښ متوجه کړی.

طالبانو له اوږدې مودې راهیسې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (يي ټي ای ایم) غړو ته چې د ترکستان اسلامي ګوند (ټي ای پي) په نوم هم یادیږي، د استوګنې، تعلیم او ناقانونه سوداګرۍ فرصتونه برابر کړي دي. په بدل کې دغو ډلو د طالبانو مالي ملاتړ کړی، په ټوله سیمه کې د ایغور له پیچلي مالي سیسټمونو څخه ګټه پورته کوي او د وسله‌والو اکمالات کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت پخواني حکومت په وار وار د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د طالبانو د ملاتړ د یوې اصلي بهرنۍ ډلې په توګه د دغو ډلو د شتون خبر ورکړی دی. پخواني افغان حکومت دغه اویغور وسله والې ډلې په ځینو سیمو کې د طالبانو مهم عملیاتي ملګري ګڼلې.

په ۲۰۲۱ کې د جمهوري نظام له سقوط او واک ته د طالبانو له راتګ سره، چین په چټکۍ سره له طالبانو سره خپلې پخوانۍ دوه لسیزې پټې اړیکې په ډاګه او پراخې کړې. که څه هم طالبانو په پیل کې له چین څخه د پراخ اقتصادي او سیاسي ملاتړ تمه درلوده، بیجینګ د خپلو اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو سره په مطابقت کې د یو څو غوره شویو نوښتونو ملاتړ وکړ.

په تېرو درېیو کلونو کې، چینایي شرکتونو، چې د هېواد د ډیپلوماټیکو او اقتصادي جوړښتونو په مرسته یې په افغانستان کې د پام وړ حضور درلود. دغه شرکتونه د ځانګړو اقتصادي فرصتونو په لټه کې دي، په ځانګړې توګه د نادر طبیعي زیرمو لکه یورانیم او لیټیم استخراج کې، په داسې حال کې چې افغانستان ته د چینایي صادراتو په اړه د تعرفې معافیت په توګه د انتخابي سوداګریزې هڅونې وړاندیز کوي.

سربېره پر دې، چین په نړۍوالو فورمونو کې د طالبانو سیاسي ملاتړ کړی چې پر رژیم یې خپل نفوذ پیاوړی کړي.

همدا راز، د چین دولتي رسنۍ او تبلیغاتي رسنۍ په سیستماتیک ډول افغانستان انځوروي چې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې د کمونست ګوند د کلتوري تګلارو د هڅولو په ترڅ کې په سلګونو چینایي سیلانیان دې ته هڅولي چې له دغه هېواده لیدنه وکړي.

طالبانو په بدل کې، د چینايي اتباعو د ځای په ځای کولو لپاره هره هڅه کړې، حتی د خپلو سختو شرعي قوانینو د نه منلو په قیمت. دوی ډاډ ترلاسه کړی چې ښځینه چینايي سیلانیانو له کوم مذهبي محدودیت سره مخ نه دي او په ورته وخت کې د افغان مېرمنو لپاره خورا سخت مقررات پلي کوي. ټولنيزې رسنۍ د چينايي سيلانيانو له عکسونو ډکې دي، چې په کې ښځې هم شاملې دي، د طالبانو تر څنګ موسکا کوي - چې اکثرا دواړه خواوې اتومات وسلې لري.

سربېره پر دې، د طالبانو د رژیم د اقتصادي چارو مرستیال، ملا عبدالغني برادر ژمنه وکړه چې دوی به "هېڅ ځواک ته اجازه ورنه کړي چې د چین په وړاندې زیانمنونکي اعمال ترسره کړي." په عمل کې، دا د ایغور وسله والو د ځپلو لپاره د بیجینګ غوښتنو ته د رسیدو معنا لري.

د چین د حکومت تر فشار لاندې، طالبانو هڅه کړې چې د ټي ای پي غړي د چینایي اتباعو او ګټو پر ضد د هر ډول اقدام مخه ونیسي. راپورونه ښیي چې د چین د غوښتنو په ځواب کې طالبانو د دې ډلې غړي له شمال ختیځ سرحدي ولایت بدخشان – چې پخوا د افغانستان د پخواني حکومت پر ضد د ایغور وسله والو یو لوی مرکز و – د افغانستان په لویدیځ کې د هرات ولایت په ګډون نورو ځایونو ته انتقال کړل.

په افغانستان کې دننه له یوې باخبرې سرچینې سره په وروستیو خبرو کې موږ پوهیږو چې له دغو امتیازاتو او دوه اړخیزو ګټو سره سره طالبان د چین په اړه شکمن دي. دا بې باوري د طالبانو د رژیم په رسمیت پیژندلو یا د هغه کچې مالي مرستې چمتو کولو کې د بیجینګ د نه زړه له امله رامنځته کیږي چې طالبانو تمه درلوده. پرځای یې، د چین ښکیلتیا په سوداګرۍ تمرکز کوي، د یو کمربند او یوې لارې نوښت ته وده ورکول، او دټي ای پي فعالیتونو په ځپلو کې د طالبانو ژمنتیا خوندي کول.

په عین حال کې، د اسلامي دولت سیمه ییزه څانګه، چې د طالبانو کلکه دښمنه ده، لېواله ده چې د اویغور وسله والو سره د خپلو لیکو د پیاوړتیا لپاره ګام پورته کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې، د داعش خراسان څانګې یو ځانمرګي برید د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې یو جومات په نښه کړ، چیرې چې شیعه هزاره ګان د جمعې په لمانځه کې ګډون کوي. په دغه برید کې شاوخوا ۷۰ کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شول. د داعش خراسان دغه بریدګر د "محمد ال ایغوري" په توګه پیژندل شوی. په داسې حال کې چې برید کوونکو ته د قومي یا سیمه ییزو نومونو ټاکل د اسلامي دولت لپاره نوې خبره نه ده، د دې ځانګړي بریدګر لپاره د "ایغوري" تخلص غوره کول - پرته له دې چې هغه واقعیاً د ایغور توکم څخه و - اویغور وسله والو ته یو واضح پیغام واستاوه چې د طالبانو د جبر په ځواب کې د داعش خراسان دروازې د دوی لپاره خلاصې دي.

که څه هم ایغور وسله والو په رسمي ډول په افغانستان کې له هزاره ګانو سره دښمني نه ده اعلان کړې (یو څه له دې امله چې ځینې توکمیز روایتونه هزاره ګان د ترکانو په توګه طبقه بندي کوي)، د القاعدې، التحریر الشام او حتی په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت په څېر ډلو تر څنګ د دوی شتون دا په ګوته کوي چې فرقه ییزې انګیزې کیدای شي دوی په افغانستان کې د هزاره ګانو اکثریت شیعه ګان په نښه کړي.

په دې وروستیو کې یو چینایي تبعه چې د افغانستان په شمال ختیځ تخار ولایت کې د سرو زرو په یوه کان کې کار کاوه وژل شوی دی. په داسې حال کې چې داعش خراسان یې مسووليت پر غاړه اخيستى، په افغانستان کې دننه باوري سرچينو خبر ورکړى چې د ترکستان اسلامي ګوند يوه غړي له داعش خراسان سره په همغږۍ دغه بريد ترسره کړى دى. د راپورونو له مخې د ټي ای پي او داعش خراسان د څو قوماندانانو ترمنځ یو تړون شوی، چې له مخې به یې د ټي ای پي غړي په افغانستان کې د چینایي اتباعو او ګټو په وړاندې عملیات ترسره کوي، په داسې حال کې چې داعش خراسان یې رسمي مسولیت په غاړه اخلي. دا ترتیب دواړه ډلو ته ګټه رسوي.

له چین سره د طالبانو مخ پر ودې اړیکو نه یوازې د ټي ای پي وسله والو، بلکې د هغو ملکي ایغوریانو په منځ کې هم جدي اندیښنې راپارولي دي چې د چین د حکومت له خوا د سیسټماټیک تعقیب څخه د خلاصون لپاره یې په افغانستان کې پناه اخیستې وه. ډېری یې ویره لري چې د چین او طالبانو نږدې اړیکې به د بیجینګ په غوښتنه چین ته د دوی د اجباري اېستلو لامل شي.

لکه څنګه چې لیدل شوي، د ښکاره بې باورۍ سره سره، چین د پخواني افغان حکومت له ړنګیدو او د امریکا د پوځ له وتلو وروسته په چټکۍ سره په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړی دی. دا نفوذ په سیاست، سوداګرۍ او سیاحت پورې اړه لري، چې ټول د بیجینګ ستراتیژیکو ګټو ته خدمت کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې له بې نظمه وتلو سره سره، د امریکا مرستو په افغانستان کې مهم رول لوبولی دی، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو راهیسې ۲۱ میلیارده ډالره بشري مرستې د بېلابېلو ادارو له لارې دغه هېواد ته استول شوې دي. د ټرمپ ادارې د نږدې ټولو بهرنیو مرستو د ځنډولو پرېکړه په دې معنا ده چې افغانستان به د چین تر اغېز لاندې راشي.

د سیاسي او محدود مالي ملاتړ په بدل کې، طالبان کولی شي پر ترکستان اسلامي ګوند خپل فشار ګړندی کړي، او د غیر اسلامي، کمونیستي دولت غوښتنو ته د رسیدو لپاره خپلې ایډیالوژیکي ژمنې پریږدي. په هرصورت، دا طریقه به د (يي ټي ای ایم) او ټي ای پي وسله وال بې طرفه نه کړي؛ بلکه، دا به دوی د داعش خراسان په لور وګرځوي.

د دغو ایغور وسله والو ډلو بنسټیز هدف له چین سره جګړه او د خپلو ګټو په نښه کول دي. دې موخې ته د رسیدو لپاره په یوه ګاونډي هېواد کې فزیکي حضور ته اړتیا ده. په داسې حال کې چې افغانستان اوس د داسې رژیم لاندې دی چې کورنۍ او نړۍوال مشروعیت نه‌ لري او د امنیت ساتلو لپاره تنظیمي ظرفیت نه لري، دا د چین ضد وسله‌والو لپاره ترټولو ګټور انتخاب دی. د ټي ای پي غړو لپاره، دا چاپیریال یو ستراتیژیک فرصت وړاندې کوي چې دوی په زیاتیدونکي توګه د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د اسلامي دولت سره یوځای شي.