که څه هم ایغور وسله والو په رسمي ډول په افغانستان کې له هزاره ګانو سره دښمني نه ده اعلان کړې (یو څه له دې امله چې ځینې توکمیز روایتونه هزاره ګان د ترکانو په توګه طبقه بندي کوي)، د القاعدې، التحریر الشام او حتی په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت په څېر ډلو تر څنګ د دوی شتون دا په ګوته کوي چې فرقه ییزې انګیزې کیدای شي دوی په افغانستان کې د هزاره ګانو اکثریت شیعه ګان په نښه کړي.
په دې وروستیو کې یو چینایي تبعه چې د افغانستان په شمال ختیځ تخار ولایت کې د سرو زرو په یوه کان کې کار کاوه وژل شوی دی. په داسې حال کې چې داعش خراسان یې مسووليت پر غاړه اخيستى، په افغانستان کې دننه باوري سرچينو خبر ورکړى چې د ترکستان اسلامي ګوند يوه غړي له داعش خراسان سره په همغږۍ دغه بريد ترسره کړى دى. د راپورونو له مخې د ټي ای پي او داعش خراسان د څو قوماندانانو ترمنځ یو تړون شوی، چې له مخې به یې د ټي ای پي غړي په افغانستان کې د چینایي اتباعو او ګټو په وړاندې عملیات ترسره کوي، په داسې حال کې چې داعش خراسان یې رسمي مسولیت په غاړه اخلي. دا ترتیب دواړه ډلو ته ګټه رسوي.
له چین سره د طالبانو مخ پر ودې اړیکو نه یوازې د ټي ای پي وسله والو، بلکې د هغو ملکي ایغوریانو په منځ کې هم جدي اندیښنې راپارولي دي چې د چین د حکومت له خوا د سیسټماټیک تعقیب څخه د خلاصون لپاره یې په افغانستان کې پناه اخیستې وه. ډېری یې ویره لري چې د چین او طالبانو نږدې اړیکې به د بیجینګ په غوښتنه چین ته د دوی د اجباري اېستلو لامل شي.
لکه څنګه چې لیدل شوي، د ښکاره بې باورۍ سره سره، چین د پخواني افغان حکومت له ړنګیدو او د امریکا د پوځ له وتلو وروسته په چټکۍ سره په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړی دی. دا نفوذ په سیاست، سوداګرۍ او سیاحت پورې اړه لري، چې ټول د بیجینګ ستراتیژیکو ګټو ته خدمت کوي.
په ۲۰۲۱ کال کې له بې نظمه وتلو سره سره، د امریکا مرستو په افغانستان کې مهم رول لوبولی دی، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو راهیسې ۲۱ میلیارده ډالره بشري مرستې د بېلابېلو ادارو له لارې دغه هېواد ته استول شوې دي. د ټرمپ ادارې د نږدې ټولو بهرنیو مرستو د ځنډولو پرېکړه په دې معنا ده چې افغانستان به د چین تر اغېز لاندې راشي.
د سیاسي او محدود مالي ملاتړ په بدل کې، طالبان کولی شي پر ترکستان اسلامي ګوند خپل فشار ګړندی کړي، او د غیر اسلامي، کمونیستي دولت غوښتنو ته د رسیدو لپاره خپلې ایډیالوژیکي ژمنې پریږدي. په هرصورت، دا طریقه به د (يي ټي ای ایم) او ټي ای پي وسله وال بې طرفه نه کړي؛ بلکه، دا به دوی د داعش خراسان په لور وګرځوي.
د دغو ایغور وسله والو ډلو بنسټیز هدف له چین سره جګړه او د خپلو ګټو په نښه کول دي. دې موخې ته د رسیدو لپاره په یوه ګاونډي هېواد کې فزیکي حضور ته اړتیا ده. په داسې حال کې چې افغانستان اوس د داسې رژیم لاندې دی چې کورنۍ او نړۍوال مشروعیت نه لري او د امنیت ساتلو لپاره تنظیمي ظرفیت نه لري، دا د چین ضد وسلهوالو لپاره ترټولو ګټور انتخاب دی. د ټي ای پي غړو لپاره، دا چاپیریال یو ستراتیژیک فرصت وړاندې کوي چې دوی په زیاتیدونکي توګه د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د اسلامي دولت سره یوځای شي.
د خوست پخوانی والي حلیم فدايي د ښخو په وړاندې د طالبانو بندیزونو ته په غبرګون کې د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په سپیس کې وویل:« زه شک لرم چې ملا هبت الله کوم بل جنس نه وي.» دغه سپین کې د ښځو د حقونو نورو فعالانو هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو ژوند له کړاونو ډک وباله.
حلیم فدايي د ښځو نړیوالې ورځې ته په اشاره وایي، چې طالبانو د افغانانو د نورو حقونو ترڅنګ له ښځو او نارینه وو د زدکړو اختیار اخیستی دی.
فدايي زیاتوي:« طالبان د یو ړوند تقلید په اساس باندې د یو داسې چا اطاعت کوي چې هغه خپله هم پټ دی او هم مستعار دی.»
همدارنګه نوموړی وايي؛ شک لرم چې ملا هبت الله کوم بل جنس نه وي.
حلیم فدايي وايي، طالبان په افغانستان کې استخباراتي اسلام پلي کوي او غواړي چې افغانستان له سیاسي، کلتوري او هر بل اړخه له منځه یوسي.
د نوموړي په خبره «د زدهکړو په برخه کې د طالبانو په لومړی دوره او اوسنۍ دومره کې ښځې بشپړ ډول له تعلیمي حقه بې برخې شوې. طالبان په زور ښځې ودوي. په جمهوریت کې خلګو ته اختیار ورکول شوی وو، چې زدکړو ته خپل نجونې لیږي او که نه خو اوس دا کار ناسم ګڼل کیږي، او دوی له خلکو دا اختیار اخیستی دی.»
همدارنګه د ښخو د حقونو فعاله نظیفه جلالي وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یوازې عامې ښځې له هر ډولو حقونو او ازادیو بې برخې دي، خو د طالبانو ښځې چې له هېواده بهر اوسیږي د هر ډول ازادیو اجازه ورکول شوي ده.
نوموړې وايي، د طالب تر حاکمیت لاندې افغانستان کې ښځو او نجونو د انساني کرامت تر پښو لاندې شوی دی. « موږ تقریقا۹۰۰۰ بېلابېلي قضیې ثبت کړې دي. په یادو قضیو کې هغه پېښي مستند شوي، چې طالبانو په زور واده شوې ښځې طلاق کړې او بېرته یې ځان ته واده کړې. کم عمره نجونې یې په زور واده کړې او نور داسې ډیرې پېښي زموږ سره ثبت دي.
پر همدغه مهال د ښځو د حقونو فعاله شکریه سیرت افغان بیا وايي، چې د ښځو په وړاندې د طالبانو تګلارې او مفکوره بدلون نه کوي. «که یې بدلون کولای څلور کاله ډیر وخت و، چې باید بدلون یې کړی وای. طالبان یو افراطي ډله ده، چې د ایران د اخوندانو او پاکستاني ملایانو له لوري روزل شوي دي.»
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سپین ګډوال وايي، افغانان له طالبانو د مثبت بدلون تمه له لاسه ورکړي او نړۍ ته په کار ده چې افغان ښځو ترڅنګ ودریږي او د افغانستان اوسني بحران ته د پای ټکي کیږدي.
مېرمنې د انساني ټولنې هغه مهم رکن دی، چې نه یوازې د کورنۍ، بلکې د ټولنې د پرمختګ، سوکالۍ او عدالت لپاره حیاتي رول لري. د ښځو زدکړې او ټولنیز فعالیتونه نه یوازې د دوی د فردي ودې سبب ګرځي، بلکې د ټولې ټولنې د پرمختګ لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.
د ښځو زدکړې او د ټولنې د پرمختګ بنسټ
که چېرې مېرمنو ته د زدکړو او ټولنیزو فعالیتونو مناسب فرصت ورکړل شي، نو ټولنه به د عدالت، اقتصاد او فرهنګ له پلوه وده وکړي، دا وده به شعوري او د ټولنې د مثبت بدلون سبب وګرځي.
الف) د کورنۍ په هوساینه کې د باسواده مېرمنې ونډه که یوه مېرمنه باسواده وي، نو دا نه یوازې د ځان لپاره، بلکې د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره هم ګټوره ده.
یوه پوهه او باخبره مور کولای شي چې خپل ماشومان ښه وروزي، د هغوی روغتیا ته پاملرنه وکړي او هغوی ته غوره اخلاق، ارزښتونه او د ژوند مهارتونه ورزده کړي.
که مور زدکړې ولري، نو اولادونه به یې هوښیار، باشعوره او ټولنې ته ګټور وي.
الف) پر راتلونکي نسل د باسواده مور که ښځه زده کړې ولري، نو د هغې اولادونه به هم د تعلیم ارزښت درک کړي. تجروبو او څېړنو ښودلې، چې د تعلیمیافته میندو ماشومان تر نورو هوښیار، مسوولیتپذیر او ټولنې ته ګټور وي. زدکړې ښځې ته دا توان ورکوي چې خپلو ماشومانو ته غوره تربيه ورکړي، د هغوی استعدادونه وده وکړي او د هغوی د شخصیت جوړونې لپاره غوره لارې ټاکي.
ب) د باسواده ښځو ټولنیز اثر کله چې ښځې زدکړې ولري او په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي، نو دا د ټولنې د عامو خلکو لپاره هم یو الهام وي.
د زده کړې لرونکې ښځې نورو ښځو ته دا پیغام ورکوي چې هغوی هم د زده کړې، کار او پرمختګ حق لري. دا نه یوازې د ښځو لپاره، بلکې د ټولنې د هر وګړي لپاره مثبتې پایلې لري.
په طالبي پنجره کې بندې افغانې مېرمنې
افغان مېرمنې د زده کړو له حق څخه محرومې شوي. د ۲۰۲۱ وروسته، د نجونو لپاره د منځنیو او لوړو زده کړو دروازې تړل شوې.
دا پرېکړه نه یوازې د ښځو پر راتلونکي منفي اغېز لري، بلکې د ټولنې د پرمختګ بهیر هم ورو کوي.
همدا راز په افغانستان کې مېرمنې د کار له حق څخه هم محرومې شوې دي. له ۲۰۲۱ کال وروسته، د دولتي ادارو، نادولتي سازمانونو، او ډېرو خصوصي شرکتونو له لوري ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړای شوې.
مېرمنې د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو له صحنې حذف شوې دي. د ښځو ټولنې، مدني فعالانې او د بشري حقونو مدافعینې یا بندي شوې، یا اړې شوې چې له هېواده ووځي.
مېرمنې د عامه ځایونو، پارکونو، سپورتي کلبونو او حتا د روغتیايي خدماتو له اخیستلو هم محرومې شوې.
د محرم پرته د ښځو د تګ راتګ محدودیت، د حجاب جبري کول او نور سخت شرایط د ښځو پر ذهني او فکري روغتیا ناوړه اغېزه کړې ده.
د افغان مېرمنو راتلونکی
که په افغانستان کې د مېرمنو پر وړاندې محدودیتونه په همدې ډول دوام وکړي، نو افغانستان به له یوې اوږدمهالي ټولنیز او اقتصادي شاتهتګ سره مخ شي.
د ښځو زده کړې، کار او ټولنیز مشارکت د هر پرمختللي هېواد اساسي اړتیاوې دي او که ښځې د ټولنیز ژوند له ټولو برخو وباسي، نو دا به د ټولې ټولنې لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي.