پاکستان له طالبانو څخه د امریکايي وسلو له بېرته اخیستلو ملاتړ وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو چې له طالبانو څخه د امریکایي وسلو د اخیستلو په تړاو یې مطرح کړې وې، ملاتړ اعلان کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو چې له طالبانو څخه د امریکایي وسلو د اخیستلو په تړاو یې مطرح کړې وې، ملاتړ اعلان کړی دی.
د نوموړي وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې پر ورځ (کب ۱۶مه) زیاته کړې چې له طالبانو سره د دې وسلو نشتوالی، د سیمې له امنیت سره مرسته کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دغه وسلې چې طالبان وايي په بشپړ ډول د دوی په کنټرول کې دي، پاکستاني وسلهوال یې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر وړاندې کاروي.
نوموړي وويل: «دغه وسلې د پاکستان په ترهګریزو بریدونو کې کارول شوي او دا زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده. موږ دا موضوع مطرح کړې ده. که امریکا وکولای شي د دې وسلو د اخیستلو لپاره اقدام وکړي، دا به په سیمه کې د ټولیز امنیتي وضعیت له ښهوالي سره مرسته وکړي.»
شفقت علي خان متحدهایالاتو ته د داعش یوه غړي سپارلو ته په اشارې ټینګار کړی چې له امریکا سره د پاکستان امنیتي همکارۍ د ترهګرۍ ضد او استخباراتي همکاریو په ګډون یو روان بهیر دی.
دا څرګندونې له طالبانو څخه د پاکستان ژوره ناخوښي څرګندوي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې د دغې ډلې په ملاتړ کې پانګونه کړې وه، خو اوس له امریکا څخه غواړي چې پر طالبانو فشار وارد کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار-وار ویلي چې نوموړی غواړي په افغانستان کې د خپل هېواد پاتې شوې وسلې له طالبانو بېرته واخلي.
نوموړي په دې وروستیو کې د خپلې یوې وینا پرمهال د «ډاګ» په نوم یو کس ته دنده ورکړه چې له طالبانو څخه د امریکايي وسلو او تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو پلان جوړ کړي.


د خېبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، چې افغان طالبان ورسره د امنیتي مسلو په اړه خبرو اترو ته رضا شوي دي او یو کمېسیون یې هم جوړ کړی؛ خو د پاکستان مرکزي حکومت له دوی سره پوره همکاري نه کوي.
د «نیوز انټرنیشنل ورځپاڼې» د راپور له مخې، ګنډاپور د چهارشنبې په ورځ د (کب ۱۵مه) په پېښور کې د صوبایي محکمې مخې ته یوې خبري غونډې ته وویل:« موږ د افغانستان (د طالبانو حکومت) سره د خبرو لپاره د هوکړه لیک مسوده مرکزي حکومت ته استولې؛ خو د پرلپسې یادونې سره، سره موږ ته تر اوسه هېڅ ځواب نه دی راکړل شوی».
نوموړي ټینګار وکړ، چې پاکستان کې د ترهګرۍ د حل یوازینۍ لار له افغان طالبانو سره خبرې دي.
ګنډاپور د پاکستان له مرکزي حکومته وغوښتل، چې د ترهګرۍ موضوع جدي ونیسي او له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره د خېبر پښتونخوا حکومت وړاندیزونو ته مثبت ځواب ورکړي.
هغه خبرداری ورکړی، که د ترهګرۍ مخنیوی ونهشي؛ نو دا به ټول پاکستان ته وغځېږي او پر یو لوی سرخوږي به بدله شي.
په دې وروستیو کې د خېبر پښتنخوا او بلوچستان ایالت کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه خورا چټک او زیات شوي دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت څو ځله له افغان طالبانو سره د خبرو غوښتنه کړې؛ خو مرکزي حکومت چې د تحریک انصاف سیاسي مخالفین پکې واک لري، تر اوسه دغه غوښتنې نه دي منلي.
په خیبر پښتونخوا کې اوسنی حکومت د عمران خان د تحریک انصاف ګوند تر کنټرول لاندې دی. لکه څنګه چې د عمران خان حکومت له افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) سره د خبرو پلوی وو؛ د خېبر پښتونخوا اوسنی حکومت هم غواړي له دواړو ډلو سره مذاکرات وشي.
خو مرکزي حکومت او د پاکستان پوځ «ټيټيپي» ته د امتیاز ورکولو مخالف دي.
د پاکستان او ټيټيپي وسلهوالې ډلې ترمنځ مذاکرات چې د « ۱۴۰۱ کال په کابل» کې د افغان طالبانو په کوربهتوب وشول، ځکه ناکام شول چې مرکزي حکومت طالبانو ته غوښتل شوي امتیازات ورنکړل.
د پاکستان مرکزي حکومت غواړي «ټيټيپي» وسلې وغورځوي؛ خو طالبان بیا د قبايلي سیمو کنټرول او د شرعي قوانینو پلي کول غواړي.
د خېبر پښتونخوا حکومت لا هم ټینګار کوي، چې له افغان طالبانو سره باید خبرې وشي؛ خو مرکزي حکومت تر اوسه د دې غوښتنې ځواب نه دی ویلی.
پاکستان په وار ،وار ویلي، چې «ټيټيپي» په افغانستان کې د طالبانو تر سیوري لاندې پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه د دوی په هېواد کې ترهګریز بریدونه تنظیموي.
د یاد هېواد چارواکو د طالبانو پر ضد او په افغانستان کې د «ټيټيپي» په ګډون د دوی پر ضد وسلهوالو ډلو څخه په نړۍوالو ناستو کې هم شکایتونه کړي دي؛ خو افغان طالبان دا نه مني چې ګنې دوی دې «ټيټيپي» ته پناه ځایونه ورکړي وي.
افغان طالبانو تل ویلي، چې پاکستان دې د خپل کور دننه د «ټيټيپي» په څېر د وسلهوالو ډلو مسوولیت پر دوی نه اچوي او پر دوی د نیوکو پر ځای باید خپل امنیت ته پاملرنه وکړي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې د بنو په وروستي برید کې افغان وګړي ښکېل وو. دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسناد ښیي چې برید په افغانستان کې پلان شوی و او مشري یې هم د افغانستان دننه د «ټيټيپي» مشرانو کړې ده.
دغې ادارې ویلي، د طالبانو له حکومته تمه لري چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او اجازه ورنهکړي چې د دوی خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.
په خبرپاڼه کې ګوتڅنډنه شوې:« پاکستان دا حق لري، چې د پولو هاخوا ګواښونو ته لازم ځواب ورکړي.»
د دغې ادارې په وینا، امنیتي ځواکونو یې د وسلهوالو پلان شنډ کړی او ټول ۱۶ وسلهوال یې له منځه وړي؛ چې له هغې ډلې څلور یې ځانمرګي بریدګر وو.
دغې ادارې د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي، چې په دغې جګړه کې ۵ سرتېري هم وژل شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، د دغه بریدونو له امله د چاوڼۍ دیوال یوه برخه نړېدلې او د دې ترڅنګ یوه جومات او یوه استوګنیزه ودانۍ هم سخته زیانمنه شوې، چې له امله یې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
(د کب په ۱۴مه) پاکستاني پولیسو او د ژغورنې ادارې ویلي و، چې د سې شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان پر یوې پوځي اډې د موټربم برید کې لږ تر لږه ۱۲ وګړي وژل شوي چې په وژل شویو کې ۷ تنه ماشومان هم شامل دي.
یوه پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي و، له دې چاودنې سره سم د نږدې جومات چت داسې مهال راونړېد، چې د سیمې اوسېدونکي د روژه ماتي لپاره جومات کې راټول شوي وو.
د دې ترڅنګ په یو بل خبر کې پاکستاني رسنۍ دنیا راپور ورکړی و، چې دوه تنه افغان وسلهوال د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یو لړ عملیاتو کې د بلوچستان د پښین له ټوبه کاکړۍ سیمې څخه نیول شوي دي.
سیمهییزو چارواکو په کوټه کې خبریالانو ته ویلي، چې دغه وسلهوال له افغانستانه د لوی برید ترسره کولو لپاره راغلي وو.
پاکستان وخت ناوخت په دغه هېواد کې د افغان وسلهوالو د نیولو ادعا کوي.

د نجونو د زدهکړې نړۍوالې فعالې او د نوبل جایزې دې پښتنې ګټونکې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دیارلس کاله وروسته د خېبر پښتونخوا ایالت په سوات کې خپل کلي بارکاڼۍ ته ستنه شوې او هلته یې له خپلو خپلوانو سره هم لیدلي دي.
له ملالې یوسفزۍ سره په دې سفر کې د هغې پلار او ښوونکی ضیاالدین یوسفزي هم ملتیا کړې ده او ځايي امنیتي چارواکو یې د امنیت د خوندیتوب لپاره ځانګړي اقدامات هم نیولي وو.
ملالې لیکلي:« په ماشومتوب کې مې هره رخصتي د سوات شانګلې کې تېروله. د سېند پر غاړه مې لوبې کولې او خپلې لویې کورنۍ سره مې یو ځای ډوډۍ خوړه».
د نوبل جایزې دغې ګټونکې همدا راز زیاته کړې، چې په دغه سفر کې یې کلونه وروسته خپلوان او د خورلڼو په ګډون د تره زامن هم لیدلي دي.
هغې وویل: « ۱۳ کاله وروسته مې یو ځل بیا خپل کلي کې له خپلوانو او د کاکا له زامنو سره وخندل. دا ځای زما لپاره ډېر ارزښت لري او هیله لرم، چې بیا بیا ورشم».
ملالې یوسفزۍ د دغه سفر پر مهال هیله څرګنده کړې، چې په هېواد کې یې امنیت او ثبات راشي.
د نوبل جایزې دې ګټونکې همدا راز په بنو کې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو د «ټيټيپي» وروستی برید هم غندلی دی او قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
په ۲۰۱۲ کال کې «ټيټيپي» پر ملالې یوسفزۍ هغه مهال ډزې وکړې، چې نوموړې له خپلو ټولګيوالو سره له ښوونځي څخه بېرته کور ته روانه وه.
هغه پر سر لګېدلې وه او د سختو ټپونو د درملنې لپاره برېټانیا ته واستول شوه.
هغه مهال په سوات کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونه خورا چټک وو او ملالې به نړۍوالو رسنیو ته مقالې لیکلې، چې پکې د طالبانو د اېډیالوژۍ خلاف به یې د نجونو د زدهکړو ملاتړ کاوه.
نوموړې تر ټپي کېدو وروسته هم د زدهکړو په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او په ۲۰۱۴ کال کې یې د سولې نوبل جایزه هم وګټله.
د نوبل جایزې په مراسمو کې پښتون سندرغاړي سردار علي ټکر هغې ته د « ته بيبي شېرینه» سندره هم له موسیقۍ سره زمزمه کړه.
ملالې په وار، وار د طالبانو له لوري پر افغان نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو د دروازو بندېدل غندلي او په وروستي ځل یې په اسلام اباد کې د «مسلمانو هېوادونو کې د نجونو زدهکړې» تر نامه لاندې په یوه نړۍواله کنفرانس کې له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې پر طالبانو فشار راوړي؛ څو د افغان نجونو او ښځو حقونه ورکړي.
هغې وویل، چې طالبان د اسلامي شریعت او د پښتنو کلتور څخه په واټن کې د خپل طبعیت او سختدریځو افکارو له مخې د نجونو د زدهکړو تر څنګ پر ښځو هم سخت بندیزونه لګولي دي.

په تورخم کې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواری خبر ورکوي، چې د دروازې د بندېدو په دیارلسمه ورځ هم دغلته خال خال ډزې اورېدل کېږي. سرچینو ویلي، پرون د طالبانو په ډزو کې د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو د یو افسر په ګډون درې سرتېري ټپیان شوي دي.
افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې په تورخم کې د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ په تېرو درېیو ورځو کې د نښتو له کبله ۱۱ پاکستاني ځواکونه ټپیان شوي او درې طالبان بیا وژل شوي دي.
د جګړې د وېرې له امله د تورخم دواړه غاړو ته مېشت ملکي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري وویل، چې نن چهارشنبه د (کب ۱۶مه) هم په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ په وقفهیي توګه پر یو بل ډزې کېږي.
په تورخم کې د پاکستان د ګمرک ځینو چارواکو افغانستان انټرنشنل سره معلومات شریک کړي، چې له مخې یې په تېرو دیارلس ورځو کې دوه اړخیزې سوداګرۍ ته «نږدې ۳۶مېلیونه امریکایي ډالره» زیان اوښتی دی.
سرچینه زیاتوي، په عادي ورځو کې له پاکستانه افغانستان ته د « ۱.۴ مېلیونه صادرات او ۱.۶ مېلیونه امریکایي ډالرو واردات» ترسره کېدل.
د معلوماتو پر بنسټ، د تورخم پر فرضي کرښه هره ورځ نږدې لس زره افغانانو تګ راتګ کولو، چې پکې ناروغان، زدهکوونکي او سوداګرو په ګدون ګڼ نور مساپر شامل دي.
پاکستاني پوله ساتو ځواکونو د تورخم لاره نږدې دوه اونۍ وړاندې وروسته له هغې وتړله، چې طالبانو د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یوې نوې پوستې او پوځي تاسیساتو پر جوړولو کار پیل کړ او پاکستاني لوري یې سخت مخالفت وکړ.
په تېرې یوې اونۍ کې څو څو ځله که څه هم د یادې لارې د پرانېستل کېدو پر سره د دواړو لوریو مذاکرات هم وشول؛ خو بې پایلې پای ته ورسېدل او ان له هغې وروسته دواړه لوریو پرلپسې وسلهوالې نښتې هم وکړې.
په تورخم کې پاکستاني ځواکونو او طالبانو پر یو بل سپکې او درنې وسلې وکارولې، چې دا د طالبانو تر واکمنۍ راوروسته د دواړو لوریو ترمنځ تر ټولو درنې نښتې بلل کېږي.
تر دې وړاندې پاکستاني ځواکونه او طالبان په خوست، پکتیا، پکتیکا، هلمند او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سره نښتي وو؛ خو د تورخم په څېر د هغو جګړو موده نه وه اوږده شوې.
د دغه نښتو له کبله د تورخم دواړو غاړو ته مساپر بند پاتې دي او شمېر افغان ناروغان د دغه لارې د بندښت له کبله له سختو کړاوونو سره مخ شوي دي.
لا تر اوسه هم د تورخم پر فرضي کرښه د دروازې د پرانېستل کېدو لپاره کومې هیلې نشته او نه هم د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند یا د دروازې د پرانېستل کېدو لپاره د مذاکراتو لپاره کوم څرک لیدل کېږي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت خضدار نال په بازار کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نال د پولیسو مشر بهاول خان پیندرانی پاکستان ډان ورځپانې ته دا پېښه تایید کړې او ویلي دي، د چهارشنبې په ورځ د (کب ۱۵مه) له غرمې وروسته یو موټرسایکل چې په کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي و له یو موټر سره نږدې درول شوی او د ریموټ کنټرول په وسیله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.
د نال سیمې روغتیایي مسوول رفیق ساسولي په وینا، له دغه برید څخه یو شمېر جسدونه او ټپیان روغتون ته وروړل شوي، چې له ډلې یې د یوه تن روغتیایي وضعیت نازک دی.
له چاودنې سملاسي وروسته په سیمه کې پاکستاني امنیتي چارواکي د پېښې په تړاو د پلټنو لپاره سیمې ته ورغلي وو.
بلخوا د ادهي په نوم یو خیریه بنسټ ویلي، چې دژل شویو کسانو شمېر ۵ تنو ته رسېدلی او په بېښه کې ټول ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
د خضدار پولیسو مشر جاوید زهری ویلي، چې چاودنه د نال بازار د یوې تعلیمي ادارې (کالج) ترڅنګ شوې ده چې څو موټرونه یې هم ویجاړ کړي دي.
د بلوچستان سر وزیر میر سرفراز بګټي دا برید غندلی او اړوندو ادارو ته یې امر کړی، چې ټپیانو ته غوره درملنه برابره کړي.
هغه ویلي: «ترهګري به په هر ډول چې وي، له منځه یووړل شي. د سولې دښمنان به خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي او د دغه وحشیانه عمل عاملان به قانون ته وسپارل شي.»
د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند هم دا پېښه غندلې او له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه زیاته کړه: «ترهګر نه شي کولای خلک وډاروي. دا ډول بزدلانه بریدونه د سیمې د امنیت خرابولو لپاره یوه توطیه ده.»
دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې وړمه ورځ وسله والو په خیبر پښتونخوا کې د بنو پر یو پوځي مرکز له چاودیدونکو توکو بار موټرو بمي بریدونه کړي وو، چې په پایله کې یې د «پنځو پاکستاني پوځیانو په ګډون ۱۸ کسان» ووژل شوو، چې ۱۳ تنه په کې ملکي وګړي وو.
بلوچستان د وروستیو میاشتو راهیسې د ترهګریزو بریدونو شاهد دی، په ځانګړي توګه له هغه وروسته چې د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) ترمنځ اوربند د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې پای ته ورسېد.
د پاکستان د امنیتي او شخړو مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) د راپور له مخې، په دغه هېواد کې یوازې د فبرورۍ میاشت کې ۷۹ ترهګریز بریدونه شوي، چې له امله یې ۵۵ ملکي وګړي او ۴۷ امنیتي کسان وژل شوي. ۴۵ ملکي وګړي او ۸۱ امنیتي کسان بیا ټپیان شوي دي.
بلوچستان لا هم د پاکستان نارامه ایالت ګڼل کېږي، چې په کې روان کال «۳۲ بریدونه شوي چې له امله یې ۵۶ کسان وژل شوي» چې له ډلې یې ۱۰ کسان د امنیتي ادارو کارکوونکي، ۳۵ تنه ملکي وګړي او یوولس تنه بیا د وسله والو ډلو غړي دي.
په دغو بریدونو کې ډېر یې د بلوڅ بیلتون پاله وسله والو ډلو له لوري شوي دي. په دغو ډلو کې د بلوچستان د ازادۍ پوخ (BLA)، د بلوچستان د ازادۍ جبهه (BLF) ، متحد بلوچ پوځ (UBA) او د بشیر زیب ازاده څانګه شامله ده.