• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: موږ د امریکا پوځ ورغاوه، خو بایډن یې د وسلو لویه برخه په افغانستان کې پرېښوده

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا پر بایډن د نیوکې سره ویلي، چې هغه په خپلې پخوانۍ اداره کې د امریکا پوځ ورغاوه؛ خو بایډن یې د وسلو لویه برخه په افغانستان کې پرېښوده.

نوموړي دغه څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره د خبرو پرمهال کړې دي.
ټرمپ تر دې وړاندې هم په ځلونو په افغانستان کې د پاتې شوې امریکایي وسلې له امله پر بایډن نیوکه کړې وه.
هغه ویلي، چې د بایډن په مشرۍ پخوانۍ ادارې په افغانستان کې د پوځي وسلو په پرېښودلو سره متحده ایالاتو ته لوی زیان اړولی دی.
ټرمپ زیاته کړې:« بایډن او د هغه ادارې چې په افغانستان کې د وسلو په پرېښودو کوم زیان امریکا ته واړوه؛ د نه باور وړ خبره ده.»
د ټرمپ ترڅنګ پاکستان هم تل نیوکه کړې، چې په افغانستان کې پاتې شوې امریکایي وسلې اوس د «ترهګرو ډلو» په واک کې دي.
پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې دغه وسلې د ټي‌ټي‌پي لاسته ورغلې او د دوی پر ضد کارول کېږي.
خو طالبانو بیا تل د پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.

تازه د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له افغانستانه د پاتې شویو امریکایي وسلو د اېستلو په تړاو د ټرمپ له اعلان هرکلی کړی.

تر دې وړاندې هم پاکستان په وار، وار له ټرمپ څخه غوښتي و، چې په افغانستان کې پرېښودل شوې امریکایي وسلې بېرته ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې ټرمپ (د کب په ۵مه) د امریکا د محافظه‌کارانو لوی کنفرانس ته په وینا کې ویلي و، یوه امریکایي چارواکي ته یې دنده ورکړې چې له طالبانو څخه د امریکايي وسلو او تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو پلان جوړ کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د حنیف اتمر پوښتنه: ایا پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي که ترهګر روزي؟

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۱۳ GMT+۰

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان دننه د داعش ډلې د غړي محمد شریف الله نیول کېدل په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د ملاتړ او حضور په تړاو جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

اتمر ویلي، افغانان له هر هغه اقدامه ملاتړ کوي چې پرته له تبعیضه ټول ترهګر او د هغوی ملاتړي عدالت ته راکاږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د شریف‌الله نیول کېدل په پاکستان کې یو شمېر مهمې پوښتنې راولاړې کړې دي.

هغه زیاته کړې:« څنګه د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن او د نورو ترهګرو ډلو غړي په پاکستان کې، ان د ښارونو دننه او د پوځیانو اډو ته نږدې پناه مومي؟».

د افغانستان د بهرنیو چارو دغه پخواني وزیر د پوښتنې په ډول لیکلي، چې « ایا دا د پاکستان د پوځ ناکامي ده؛ که د خودسره عناصرو کار او که د پاکستان د دولت د رسمي تګلارې برخه ده؟»

اتمر همداراز د ملګرو ملتونو د څارونکو او بهرنیو ډېپلوماټانو هغو راپورونو ته اشاره کړې، چې ښيي طالبان خپلو بهرنیو متحدینو ته په افغانستان کې پناه ورکوي؛ خو په عین حال کې د داعش خراسان پر ضد پراخ عملیات کوي.

نوموړې پوښتنه کړې: «ایا موږ د دې شاهدان یو، چې په سیمه کې د زورواکو نیابتي ډلو څخه نوی فصل پیل شوی ټي‌ټي‌پي د پاکستان پر ضد او داعش خراسان د افغانستان پر ضد؟».

اتمر د پاکستان د پوځ پر « دوه مخې تګلاره» اندېښنه څرګنده کړې.

هغه په دې باور دی، چې پاکستان له یو لوري ترهګر روزي، ترې ملاتړ کوي او له بل لوري د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ادعاوې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو دغه پخوانی وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې وړمه ورځ پاکستان د کابل هوایي ډګر کې د ځانمرګي برید یو طراح محمد شریف تر نیول کېدو وروسته امریکا ته سپارلی دی.

پر محمد شریف الله تور دی، چې د ۲۰۲۱ په اګسټ میاشت کې یې د کابل هوایي ډګر ته ځانمرګی برید وروړی و؛ چې پکې د امریکایي ځواکونو په ګډون افغانان هم ووژل شول.

تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د پوځ په ملاتړ د داعش مرکزونه جوړ شوي او یاد هېواد دغه وسله‌واله ډله د خپلې وسیلې په توګه کاروي.

پاکستان کې د کډوالو اداره: پولیسو چهارشنبه په اسلام اباد کې ۱۹۰ تنه افغان کډوال نیولي دي

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۴۳ GMT+۰

په پاکستان کې د کډوالو اداره «JAC» وایي، چې د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې شاوخوا ۱۹۰ تنه افغان کډوال چې قانوني اسناد یې هم لرل؛ نیول شوي دي. دغه اداره وایي، دغه نیول شوي کډوال په ناقانونه توګه د اسلام اباد په حاجي کمپ کې ساتل کېږي.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د راجستر شویو افغانانو ناسمه نیونه د ملي او نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه دی.
دغې ادارې د اسلام اباد له سترې محکمې د دغه ډول کړنې پر وړاندې د اقدام غوښتنه کړې ده.
خبرپاڼه کاږي:« د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳مې نیټې د محکمې د حکم له مخې پولیس د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې د هغو افغان کډوالو د ځورولو یا په زوره له خپلو کورونو څخه له اېستلو منع شوي، چې مهاجر کارتونه لري.»
خبرپاڼه زیاتوي، د افغان کډوالو وروستۍ نیونه د محکمې د دغه حکم څخه مستقیمه سرغړونه ده.
دغې ادارې دارنګه په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیونې او ځورونې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
‏په خبرپاڼه کې د یوې سرچینې په حواله راغلي، چې دا مهال له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې افغانان د پیر ودهای پولیسو په حوزه کې بندیان دي او وارث خان، بنی ګاله، صدر، کېنټ، سول لاینز او نصیر اباد پولیسو حوزو ته هم د افغان کډوالو د نیولو امر شوی دی.

له بل پلوه تېره ورځ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د پاکستان سفیر سره په لبدنه کې ویلي و، چې د جون تر پایه له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو اېستل ستونزمن دي؛ ځکه هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډه موده کې راټولې کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغان کډوالو ته د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی، چې دغه هېواد پرېږدي.
د راپورونو له مخې، د هغو افغانانو د استوګنې موده چې غواړي درېیم هېواد ته لاړ شي، د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې غځول شوې؛ خو د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې له بل هېواده د ویزې د نه‌‌ترلاسه کولو په صورت کې هغوی هم ناقانونه کډوال ګڼل کېږي او له له دغه هېواده به و اېستل شي.

سراج الدین د بهرني ملاتړ په لټه کې؛ ملا هبت الله د حقاني د کمزوري کولو هڅې کوي.

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۴۰ GMT+۰

د ډېپلوماټ مجلې په یو تازه راپور کې راغلي چې د طالبانو دننه د کندهارۍ ډلې «ملا هبت‌الله اخندزاده او حقاني ډلې سراج‌الدین حقاني» ترمنځ اختلافات خورا ژور شوي او دا شخړې اوس یو خطرناک پړاو ته داخلې شوې دي.

ډېپلوماټ لیکي چې سراج‌الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په لړ کې هحې کړي تر څو له سیمه‌ ییزو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي. نوموړی غواړي خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د املا هبت الله له فشارونو ځان خلاص کړي.

راپور کې راغلي چې چې له شپږو اونیو راهیسې د طالبانو یو شمېر مشران « د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي» افغانستان پرېښی او متحده عربي اماراتو ته تللي دي. ملا برادر چې له له دوی سره یو ځای وتلی و، بېرته هېواد ته ستون شوی، خو حقاني او سانکزی لا هم په بهر کې دي.

بلخوا د طالبانو ویاند بیا وړمه ورځ د (کب ۱۵مه) ویلي چې سراج الدین حقاني بېرته هېواد ته ستون شوی او د خپلې ناروغۍ تر درملنې وروسته اوس استراحت کوي ؛خو تر اوسه خپلواکو سرچینو د هغه تګ نه دی تایید کړی.

ژور اختلافات؛ د کندهاري ډلې او حقانیانو ترمنځ بې باورۍ

کارپوهان وایي، چې دا سفرونه د طالبانو دننه د ژورو اختلافونو نښه ده. د ملا هبت‌الله اخندزاده کندهارۍ ډله، چې زیاتره غړي یې سخت دریځي دیني عالمان دي، د نړۍ والې ټولنې پر وړاندې هر ډول نرمښت سره مخالفت لري.

د سراج‌الدین حقاني ډله، ملا یعقوب، ملا برادر او ستانکزی بیا غواړي د نړۍ وال ملاتړ خپلولو لپاره انعطاف وښيي او د طالبانو حکومت مشروعیت ترلاسه کړي.

ډېپلوماټ وړاندې کاږي دا اختلافوت هغه مهال لا زیات شول چې د طالبانو مشر پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه ولګول. عباس ستانکزي د خوست په یوه مدرسه کې د ملا هبت الله پر ضد سختې څرګندونې وکړې او ویې ویل: «دا پرېکړې د اخندزاده شخصي خوښه ده او له شریعت سره تړاو نه لري».

ملا هبت الله تر دې وینا وروسته د ستانکزي د نیولو امر ورکړ، خو هغه د ملا یعقوب په مرسته وتوانېد چې افغانستان پرېږدي او متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.

د حقاني د نفوذ کمول؛ ملا هبت الله د خپل قدرت د لویولو په حال کې

ډېپلوماټ مجلې باور څرګند کړی چې د طالبانو مشر غواړي د سراج‌ الدین حقاني واک محدود کړي. نوموړي د تېر کال په نومبر میاشت کې یو فرمان ورکړ، چې له مخې یې د کورنیو چارو، دفاع وزارت او استخباراتي ادارې د وسلو او مهماتو ویشلو څخه منع کړې او دا صلاحیت یوازې په خپل لاس کې واخیست. 

همداراز ملاب هبت الله خپل پلویان په مهمو سیمو لکه د کابل بالاحصار کلا او نړۍ وال هوايي ډګر کې ځای پر ځای کړل، چې تر دې دمخه د حقاني شبکې جنګیالیو تر تر واک لاندې وو. 

د خلیل حقاني وژل؛ داخلي تصفیه یا د داعش برید؟

تېر کال د ډېسمبر په میاشت کې د سراج‌ الدین حقاني کاکا خلیل‌الرحمان حقاني ووژل شو. داعش خراسان د برید مسوولیت واخیست، خو ځینو سرچینو دا پېښه «کورنی تصفیه» وبلله.

ډېپلوماټ ته یو هندي چارواکي ویلي، چې دا وژنه د طالبانو مشر له لوري سراج‌الدین ته دا پیغام ورکړ چې له هغه نافرماني به ورته سختې بدې پایلې ولري.

ډېپلوماټ باور لري چې که څه هم ملا هبت الله د دیني مشروعیت او د قندهارۍ کړۍ په مرسته هڅه کوي چې سراج الدین حقاني له صحنې لرې کړي ؛خو هغه کافي پوځي تجربه لري او له استخباراتي ادارو سره نږدې اړیکې یې د دې لامل کیدلای شي چې ښايي په اسانۍ د طالبانو مشر ته تسلیم نه شي.

دغو ژورو اختلافاتو د طالبانو حکومت راتلونکی لا هم له کړکېچ سره مخ کړی او دا کړکېچ ښايي ژر پای ته ونه رسېږي.

ډېپلوماټ: د ښځو له حقونو څخه د جدي سرغړونې لپاره د طالبانو حساب ورکول لاهم مهم دي

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۰

ډېپلوماټ، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سختو قوانینو او د عدالت د نړۍوالې محمکې له لورې د لوړپوړو چاوراکو د محاکمې اهمیت په اړه پر خپلې ویب پاڼې مقاله خپره کړې، په دغه مقاله کې د یوې افغانې څارنوالې د ژوند کیسه هم راخیستې چې د طالبانو حکومت کې یې ژوند څه ډول تیریږي.

مقاله کې راغلي د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۴، د جرمني فدرالي حکومت د ښځو په وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو له منځه وړلو کنوانسیون (سي یي ډي ای ډبلیو) لاندې د افغانستان د مکلفیتونو په اړه د بحث لپاره د مدني ټولنې مشورتي غونډه جوړه کړه. دا مشوره د پراخو نړۍوالو هڅو یوه برخه وه چې طالبان د ښځو له حقونو څخه د سختو سرغړونو حساب ورکړي.

د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې، څلورو غوښتونکو هېوادونو – استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ – د عدالت په نړۍواله محکمه (ای سي جی) کې د افغانستان پر وړاندې د قانوني تعقیب لپاره یو مهم نوښت پیل کړ.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک د مارچ په څلورمه په خپلو پرانیستونکو څرګندونو کې پر افغان ښځو د طالبانو د بندیزونو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه. هغې وویل، «طالبان د افغان ښځو او نجونو لپاره یوه ټولنیزه کوټه جوړوي.

بیربوک د ښځو د حقونو څخه د سرغړونې په اړه د پوهیدو لپاره له افغان مېرمنو سره د مشورې پر اهمیت ټینګار وکړ. هغې دا هم یادونه وکړه چې د(سي یي ډي ای ډبلیو) د قضیې راوستل کیدای شي نه یوازې په افغانستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو د غوښتنې لپاره یو مهم ګام وي، ځکه چې هېڅ دولت د دې کنوانسیون څخه د سرغړونې لپاره محاکمه نه ده کړې.

د افغانستان په وړاندې د(سي یي ډي ای ډبلیو) دوسیه په حقیقت کې د طالب چارواکو لاندې راوستل په هېواد کې د ښځو ناوړه وضعیت په ګوته کوي. د طالبانو واکمنۍ افغان مېرمنې په معاصر تاریخ کې یو له خورا سخت ظلم سره مخ کړې. ښځې او نجونې تر شپږم ټولګي پورې له زده کړو منع شوي، له کار کولو منع شوي او له محرم پرته له تګ راتګ څخه منع شوي دي. عامه ځایونه په زیاتیدونکې توګه د لاسرسي وړ نه دي، او که لاریونونه ترسره کړي د ظالمانه جبر سره مخ کیږي. دې ځورونې افغان مېرمنې له اقتصادي او رواني پلوه زیانمنې کړې دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په یوه وروستي راپور کې، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د نړۍوالې حساب ورکونې په برخه کې د پرمختګ یادونه وکړه، په شمول د نړۍوالې جنایي محکمې د نیولو امر غوښتنې او د(سي یي ډي ای ډبلیو) کنوانسیون لاندې نوښت چې کیدای شي د ای سي جی په وړاندې قضیه ولري. دا ګامونه د عاملینو د حساب ورکولو او د افغان قربانیانو لپاره د عدالت په لټه کې خورا مهم دي. د نړۍوال حساب ورکونې او عدالت میکانیزمونو ته لاره هواره کول اوس مهال د افغان مېرمنو لپاره یوازینۍ لاره ده. د طالبانو د رژیم پر مهال چې جنسیتي توپیر یې کړی دی، د عدالت او حساب ورکولو لپاره هېڅ قانوني درملنه شتون نلري.

تېر اګسټ، د طالبانو امر بالمعروف وزارت داسې بد قوانین تصویب کړل، چې پر بنسټ یې د ښځو غږ باندې بندیز لګول شوی.

ډېپلوماټ زیاتوي، چې د افغان مېرمنو غږ اوچتولو لپاره زموږ د یوې مشورتي ناستې په ترڅ کې د تهمینه په نوم یوې ښځینه څارنوالې وویل، چې په کور کې بنده پاتې او کار نه شي کولای، د هغې په رواني روغتیا، ماشومانو او کورنی ژوند یې له هر اړخه بده اغیزه کړې ده.

د هغې درې لوڼې، چې له پوهنتون څخه د فراغت په درشل کې وې، اوس خپلې ورځې د هغو شېبو په شمېر تېروي، تر څو بېرته خپلو زده کړو ته ستنې شي، کار پيدا کړي او د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي. تهمینې نه یوازې د خپلو لوڼو بلکې د خپلو دوو زامنو لپاره هم ژور خپګان څرګند کړ. د هغې د کار کولو د نشتوالي له امله د هغې د میړه او لوڼو سره د مالي بار له امله د هغې زامن مجبور شوي چې کار وکړي. هغې ټینګار وکړ چې پر ښځو سخت بندیزونه او د هغوی د اساسي بشري حقونو تر پښو لاندې کول نه یوازې ښځې اغېزمنې کړي، بلکې د کورنۍ نارینه غړو ته یې هم ډېر زیانونه رسولي دي.

هغې وویل له طالبانو مخکې کله چې هغې د څارنوالۍ په توګه کار کاوه، نه یوازې د خپلې کورنۍ سره یې مرسته کوله او له خپل مسلکي موقف څخه یې خوند اخیست، بلکې د ښځو سره یې هم مرسته کوله چې په عامه یا شخصي ژوند کې د دوی د حقونو څخه د سرغړونې لپاره قانوني چلند وکړي. تر نن ورځې پورې، هغه د طالبانو د جنسیتي توپیر پالیسي لاندې ده او د رژیم له کورني تاوتریخوالي او سیستماتیک تاوتریخوالی سره مخ ده. هغه د طالبانو له غچ څخه هم ویره لري، لکه څنګه چې هغې له وروستي جمهوریت سره کار کولو.

له دې ټولو سره سره، د هغې هوډ ثابت دی او هغه لارې لټوي چې د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي. هغه هوډ لري چې د نورو نجونو او ټولنې سره مرسته وکړي.

لکه څنګه چې نورې مسلې سرلیکونه نیسي، د افغانستان او د ښځو د حقونو په اړه بحث په نړیواله کچه خاموش ښکاري. خو د افغان ښځو له فعالانو سره د جرمني د حکومت په کوربه‌توب مشورتي کنفرانس دا حقیقت روښانه کوي چې نړۍ لا هم د طالبانو ظلمونه څاري او د نړۍوالو قوانینو له مخې د هغوی د حساب ورکولو هڅې روانې دي.

عدالت او حساب ورکول د افغانانو لپاره د سولې د ترلاسه کولو یوازینۍ لار ده چې له څلویښتو کلونو راهیسې د تل پاتې شخړو سره مخ دي.

د قضیې سیاسي او دیپلوماټیکې اغیزې

د کورنیو محکمو برعکس، ای سي جی د خپلو حکمونو پلي کولو لپاره د پولیسو میکانیزم نه لري. د نړۍوالو قوانینو سره موافقت تر ډېره حده داوطلبانه دی او طالبان امکان نه لري چې یو ناوړه حکم ته غاړه کیږدي. برسېره پردې، لوی قدرتونه ممکن د پلي کولو په پرتله ستراتیژیکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي، په بالقوه توګه د طالبانو د حساب ورکولو لپاره نړۍوالې هڅې کمزورې کوي. سربیره پردې، سیاسي ویشونه او د امنیت شورا د دایمي غړو د ویټو واک کولی شي د ملګرو ملتونو له لارې د پلي کیدو مخه ونیسي، په هرصورت، د دې ټولو ننګونو سره سره، په اصل کې، د نړۍوالو حقوقي وسایلو رامنځته کول یوه پیاوړې وسیله ده چې کیدای شي د افغانستان د اصلي واکمنانو لپاره ناوړه سیاسي، ډیپلوماټیک او حقوقي اغیزې ولري.

په داسې حال کې چې د ای سي جي قضیه د جرمونو نړۍوالې محکمې (اس سي سي) په څېر یو جنایي بهیر نه دی، دا د پام وړ سیاسي، ډیپلوماټیک او قانوني وزن لري. د افغانستان په اړه د ای سي جی قضاوت د هېواد له‌خوا د(سي یي ډي ای ډبلیو)د تصویب او د ۲۹ مادې د منلو له لارې رامنځته شوی، کوم چې محکمې ته د تړون اړوند شخړو واک ورکوي.

د طالبانو پر ضد حکم کولای شي څو مهمې پایلې ولري

دا قضیه به د طالبانو د سیسټماټیک جنسیتي تبعیض او تعذیب رسمي پیژندنه چمتو کړي، د تبعیض پروړاندې نړۍوال حقوقي چوکاټ پیاوړی کړي او د ورته قضیو لپاره یو مثال رامنځته کړي.

د ای سي جی پرېکړه به د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه په خبرو اترو کې د نړۍوالې ټولنې دریځ پیاوړی کړي، په ځانګړې توګه د (یو این ایس ار ۲۷۲۱) په څېر چوکاټونو کې، کوم چې د نړۍوالو مکلفیتونو سره سم په نړۍوال سیسټم کې د افغانستان ادغام شرط کوي.

د افغانستان راتلونکی به د مدرسو په زیاتیدونکي شمېر، د پاکستان او طالبانو د اړیکو خرابیدل، په منځني ختیځ او اوکراین کې د روانو شخړو او د چین او امریکا تر منځ د اقتصادي رقابت له امله اغیزمن شي. په هرصورت، د ای سي جی قضاوت کولی شي هېوادونه له طالبانو سره د خپلو اړیکو د عادي کولو مخه ونیسي. بېلګې په توګه، که هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په اړه فکر وکړي، دوی به له لا زیاتې پلټنې سره مخ شي، ځکه چې له یوه داسې رژیم سره ښکیلتیا چې په رسمي توګه د جنسیتي تعذیب له امله غندل شوي، د دوی نړۍوال موقف ته زیان رسوي.

دای سي جی قضیه او د محکمې پرېکړه به هم د افغان مېرمنو حرکت پیاوړی کړي. دا به د مدافع وکیل لپاره یو قانوني بنسټ چمتو کړي، د مدني ټولنې سازمانونو، ژورنالیستانو او د بشري حقونو ډلو هڅو ته به وده ورکړي چې د افغان ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د پناه غوښتنې او بشردوستانه خوندیتوب په اړه، پرېکړه کولی شي د افغان مېرمنو لپاره د پناه غوښتنې ادعاوې اسانه کړي، ځکه چې دا به د هغه ځورونې قانوني پیژندل رامنځته کړي چې دوی ورسره مخ دي او د دوی لپاره به په بهر کې پناه اخیستل اسانه کړي.

سربیره پردې، دا قضیه کولی شي د راتلونکو محاکمو لپاره د اسنادو په برخه کې هم رول ولوبوي. د مثال په توګه، دا کولی شي د طالبانو د سرغړونو رسمي ریکارډ رامنځته کړي.

د ښځو د حقونو د دفاع لپاره یوه ټاکلې شیبه

په داسې حال کې چې د ای سي جی قضیه ممکن سمدلاسه په افغانستان کې شرایط بدل نه کړي، مګر ژور سمبولیک، سیاسي او قانوني وزن لري. دا قضیه په نړۍوالو حقوقي خبرو اترو کې د بدلون نښې رامنځته کوي.

د ټرمپ نوی سفري بندیز به ډېر ژر پر افغانانو او پاکستانیانو ولګول شي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۰

د ټرمپ له‌خوا نوی سفري بندیز به د راتلونکي اونۍ په جریان کې د هېوادونو امنیت او د خطرونو ارزونې پر بنسټ د حکومت د بیاکتنې پراساس امریکا ته د افغانستان او پاکستان د خلکو د ننوتلو مخه ونیسي. که دا بندیز ولګول شي، نو دوه لکه افغانان چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، بې برخلیکه پاتې شي.

رویټرز په یوه راپور کې لیکلي، درې باخبره سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، ښايي نور هېوادونه هم په دغه لېست کې وي، مګر دا چې کوم هېوادونونه لا معلومه نه ده.

دا اقدام د جمهوري غوښتونکي ولسمشر د لومړۍ دورې د اووه اکثریت مسلمانو هېوادونو څخه په کډوالو باندې د بندیز سره مخ شو، دا هغه پالیسي ده چې مخکې له دې په ۲۰۱۸ کې د سترې محکمې له‌خوا تایید شوې.

پخواني ولسمشر جو بایډن، چې د ټرمپ ځای ناستی و، په ۲۰۲۱ کې دا بندیز لغوه کړ او و ې ویل دا "زموږ پر ملي وجدان داغ" دی.

نوی بندیز کولی شي لسګونه زره هغه افغانان اغیزمن کړي چې په متحده ایالاتو کې د مېشتیدنې لپاره د کډوالۍ یا ځانګړې کډوالۍ ویزو ته انتظار کوي.

ټرمپ د جنورۍ په ۲۰ مه یو اجراییوي فرمان صادر کړ چې د هر هغه بهرني وګړي چې متحده ایالاتو ته د ننوتلو په لټه کې دي د ملي امنیت ګواښونو موندلو لپاره د امنیت ارزونې ته اړتیا لري.

دې حکم د کابینې ډېری غړو ته لارښوونه کړې چې د مارچ تر ۲۱ پورې د هغو هېوادونو لېست وسپاري چې له هغه څخه سفر باید په جزوي یا بشپړ ډول وځنډول شي ځکه چې د دوی "د ارزونې معلومات خورا کم دي."

درېیو سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، افغانستان به د سفر د بشپړ بندیز لپاره د هېوادونو په وړاندیز شوي لېست کې شامل شي.

درې واړو سرچینو ویلي چې د پاکستان د شاملولو سپارښتنه به هم وشي.

رویټرز د بهرنیو چارو، عدلیي او کورني امنیت ریاستونو او د ملي استخباراتو د رییس دفتر، چې مشران یې د نوښت څارنه کوي، په دې اړه پوښتلي خو دغو ادارو سمدلاسه د د رویټرز پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

یوې سرچینې په ډاګه کړې چې هغه افغانان چې په متحده ایالاتو کې د کډوالو په توګه یا په ځانګړي ویزو کې د بیا میشتیدنې لپاره منل شوي دي لومړی د جدي پلټنې څخه تیریږي.

د بهرنیو چارو وزارت دفتر چې د دوی د بیا میشتیدنې نظارت کوي د سفر بندیز څخه د ځانګړي کډوالۍ ویزې لرونکو لپاره د معافیت په لټه کې دی "مګر دا نه ده اټکل شوې چې معافیت به ورکړل شي او کنه."

رویټرز تیره میاشت راپور ورکړ چې د افغانستان د بیا میشتیدنې د هڅو همغږي کوونکي دفتر ته ویل شوي چې د اپریل تر میاشتې پورې دې د تړلو لپاره یو پلان جوړ کړي.

د ټرمپ لارښوونه د کډوالۍ د کړکېچ یوه برخه ده چې هغه د خپلې دویمې دورې په شروع کې پیل کړې.

نوموړي د ۲۰۲۳ اکتوبر په وینا کې خپل پلان ته کتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د غزې تړانګې، لیبیا، سومالیا، سوریې، یمن او "بل هر هغه ځای کې چې زموږ امنیت ګواښوي" خلک محدودوي.

شان وانډیور، د هغې ایتلاف مشر چې د متحده ایالاتو له حکومت سره د افغانانو د اېستلو او بیا میشتیدنې همغږي کوي، له هغو کسانو چې د متحده ایالاتو د اعتبار وړ ویزې لري وغوښتل که امکان لري نو ژر تر ژره دې سفر وکړي.

نوموړي وویل: "په داسې حال کې چې رسمي اعلان نه دی شوی، د متحده ایالاتو په حکومت کې ډېری سرچینې وړاندیز کوي چې په راتلونکې اونۍ کې د سفر نوی محدودیت پلي کیدی شي."

هغه وویل، دا "ممکن افغان ویزې لرونکو باندې چې متحده ایالاتو کې د ځای په ځای کیدو په تمه دي" د پام وړ اغیزه وکړي.

شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان چې په متحده ایالاتو کې د مېشتیدنې لپاره تصویب شوي یا د متحده ایالاتو د کډوالۍ او ځانګړې کډوالۍ ویزې غوښتنلیکونه ته په تمه دي په افغانستان او نږدې ۹۰ نورو هېوادونو کې بند پاتې دي.