د یوې امریکایي رسنۍ اېن پي ار (NPR د راپور له مخې د پاکستان د پلازمینې اسلامآباد په یوه اپارتماني سیمه کې، د چهارشنبې ورځې غرمه، افغان کډوالو په وېره یو بل ته خبر ورکړ چې پولیس راځي. دا اپارتمانونه تقریباً ټول افغانانو نیولي دي.
کله چې د پولیسو د راتګ خبر خپور شو، ماشومان چې په دهلېزونو کې یې لوبې کولې په بېړه خپلو کورونو ته لاړل.
یوې مېرمنې غلې خپله دروازه بنده کړه او یو بل ګاونډي له دباندې د هغوی دروازه قلف کړه؛ څو پولیس وپوهېږي چې د کور دننه څوک نشته. یو بل کس خپل مېلمانه کور ته دننه کړل او ورته ویې ویل چې چوپ پاتې شي.
څو دقیقې وروسته یوه ګاونډي غږ وکړ، چې حالت ارام دی. دروازې پرانیستل شوې او خلک له خپلو پټنځایونو راووتل.
خو دا حالت د هغو افغانانو لپاره د هرې ورځې په څېر یوه عادي پېښه ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پاکستان ته راغلي دي.
د اېن پي ار د راپور له مخې، دغه افغانان اوس حیران پاتې دي؛ ځکه نه امریکا ته تلای شي، نه پاکستان کې ارام ژوند کولی شي او که بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ نو د طالبانو لهخوا د نیولو یا وژلو له ګواښ سره مخ دي.
د پاکستان امر؛ افغانان وباسئ
د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره یوه پټه رسمي پاڼه چې یو پاکستاني چارواکي د NPR سره شریکه کړې، دا ښيي چې پاکستان په جنورۍ میاشت کې خپلو اړوندو دفترونو ته لارښوونه کړې چې ټول هغه افغانان چې د درېیم هېواد (لکه امریکا) ته د تګ پروسه یې تر مارچ ۳۱مې پورې بشپړه نشي؛ له هېواده به واېستل شي.
یاد چارواکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل: «دا امر دی چې دا تګلاره باید عامه نه شي».
د پاکستان د دغه تګلارې له امله ډېری افغانان زیانمن شوي په ځانګړې توګه هغه افغانان چې د طالبانو د ګواښونو له کبله یې یاد هېواد ته پناه وروړې او له امریکايي ادارو سره یې په افغانستان کې دندې ترسره کړې دي.
د پروسې د ځنډ له امله د افغانانو اندېښنه
د دغو افغانانو له ډلې څخه یو هم ۳۸ کلن کس دی، چې د افغانستان په ملي دفاع وزرات کې یې له امریکایانو سره څنګ په څنګ همکاري لرله.
هغه وایي: «زه د ۲۰۲۲ کال له پیله له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته راغلم؛ ځکه امریکا ته د تګ لپاره مې غوښتنلیک ورکړی و».
دی زیاتوي: «ما فکر کاوه دا پروسه به ژر تر ژره بشپړه شي؛ ځکه زه د امریکا د حکومت لهخوا دې پروګرام ته معرفي شوی وم؛ خو اوس درې کاله وشول، پیسې مې خلاصې شوې، نه کار کولی شم، نه خپل راتلونکي ته فکر کولی شم. زه له خپلوانو او دوستانو پور اخلم، چې ژوند پرې وکړم».
بل افغان چې له خپلې مېرمنې سره په پاکستان کې امریکا ته د بیا مېشتېدو لپاره انتظار باسي وایي: «زموږ لور په امریکا کې ده او هلته د افغانانو د بیا مېشتېدو له پروسې سره مرسته کوي؛ خو زموږ کاغذونه لا بند پاتې دي. موږ د پاکستان ویزه نه لرو، هره ورځ د پولیسو له لوري د نیول کېدو له ګواښ سره مخ یو».
له اسلام اباده د افغانانو اېستل
پاکستاني چارواکو ویلي، چې افغانان باید تر مارچ میاشتې پورې له اسلاماباد او راولپنډۍ واېستل شي.
دا لا روښانه نه ده، چې دوی به د پاکستان نورو ښارونو ته د کډه کېدو اجازه ولري یا به بېرته افغانستان ته وشړل شي.
تېر کال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ، چې هیڅ افغان به د حکومت له اجازې پرته اسلام اباد کې پرېنږدي.
امریکا هم د پاکستان له حکومته غوښتي، چې هغه ۲۴ زره افغانان چې اسناد یې د امریکا د بیا مېشتېدو پروسه کې دي باید له خپل هېواده ونه باسي.
د امریکا نوی قوانین اوس ډېر افغانان اړ باسي، چې یا خو په پاکستان کې ناقانونه ژوند وکړي اوی یا بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ خو بېرته تګ یې د طالبانو له لوري ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کولای شي.
یو پخوانی افغان څارنوال چې د امریکا تر ملاتړ لاندې په یوې عدلي اداره کې یې کار کاوه وایي: «زما د بیا مېشتېدو غوښتنه د امریکا لهخوا رد شوې ده او اوس بله لاره نه لرم. که زه وغواړم پرېکړې ته اعتراض وکړم، باید وکیل ولرم؛ خو زه دومره پیسې نه لرم».
دی زیاتوي: «کله چې زما غوښتنلیک رد شو، زه او زما کورنۍ شل دقیقې غلي ناست وو او هېڅ مو باور نه کېده».
تېره میاشت، دی له خپلې مېرمنې او اولادونو سره په اسلام اباد کې نیول شوی و او د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي. اوس دغه کورنۍ په افغانستان کې په پټه ژوند کوي.
په همدې حال کې هغه پخوانی دفاعي کارکوونکی چې درې کاله کېږي پاکستان کې بند پاتې دی وایي: «زما ماشومان ښوونځي ته نه شي تلای، زما دوه خویندې دلته له زدهکړو بې برخې دي، اوس له لکه زندانیانې کور کې ناستې دي؛ ځکه دلته دولتي ښوونځیو کې د زدهکړو اجازه نه لري او د شخصي هغو مالي توان نه لرم».
دی زیاتوي: «ما امریکایانو سره کار کړی، د هغوی په نظام کې لوی شوی یم، زه احساس کوم لکه یو امریکایی، که هلته ولاړ نشم هم فکر مې امریکایي دی».
دا افغانان لا له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او نه پوهېږي چې سبا به څه کېږي، پاکستان به یې وباسي، امریکا به یې ومني یا به بېرته افغانستان ته ستانه شي او دغه ډول نورې ګڼې پوښتنې یې د ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د دوی بېرته تګ هم له ګواښونو او کړاوونو خالي نه دی.