• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حسنزوی: طالبان د خپل مشر د بنديزونو فرمانونه عملي کوي خو خلکو ته د حق ورکولو حکم يې نه مني

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۵۸ GMT+۰

په پخوانۍ ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی شاپور حسنزوی وایي، چې طالبان پر خلکو او ټولنه د خپل مشر د بندیزونو فرمانونه عملي کوي؛ خو خلکو ته د خپل حق ورکولو حکمونه یې نه عملي کوي. نوموړي ويلي، چې طالبانو په خپل راتګ خلکو ته یوازي درد او غم ورکړی.

شاپور حسنزوی په يوه ويډيو کې د طالبانو پر مشرتابه او غړو سختې نيوکې کړې او زياتوي، چې د طالبانو په ادارو کې «ظلم شروع دی.»

نوموړي ويلي، چې د طالبانو له ویري هيڅوک د خپل حق غوښتلو جرات نه لري.

هغه زياته کړې: «انصاف نشته، قسم ده که انصاف وي، دلته حق چاته نه ورکول کيږی، دلته ظلم روان دی، په ادارو کې چې څوک حق غواړی دوی یې سپکوي او بي ابه کوي يې.»

د حسنزوی په خبره، واکمنو طالبانو په نژدې څلورو کلونو کې د خلکو د هوسا ژوند او اسانتیاوو برابرولو لپاره هيڅ نه دي کړي او یوازي یې وطن ته درد، غم او ناامني راوړې.

هغه ويلي، چې څو ځله یې د طالبانو له مشر سره د لیدو غوښتنه کړې؛ خو چا ورته مثبت جواب نه دی ویلی.

شاپور حسنزوی وايي، چې طالبانو يې کور، ګاډي، مارکېټ او وسله ترې اخيستي او د ور کولو لپاره یې د دې ډلې د مشرانو امر هم نه مني.

نوموړی زياتوی، چې د خپل حق غوښتلو لپاره ږغ پورته کوي، که يې څوک نيسي او وژني پروا يې نه کوي.

حسنزوی یو ځل د طالبانو له لوري نیول شوی او زنداني شوی هم دی.

نوموړي تر دې مخکې هم طالب ځواکونه د دوی د کور په تلاشي کولو او د کورنۍ د غړو په نیولو تورن کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ایران له لارې افغانستان ته د ټرانزیټي بورې لومړۍ جوپه ورسېده

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۰

د ایران د پټلۍ عمومي رییس علي حکیمي قاسمي وايي، د دغه هېواد له لارې د بورې لومړۍ ټرانزیټي جوپه د ختیځې پټلۍ او د شمتیغ پولې له لارې افغانستان ته رسیدلې ده. هغه وویل په دې چوپه کې ۴۰ کانټینر بوره شامله وه، چې د سهپران ریل راسا د فرورډر شرکت له خوا لېږدول شوې ده.

ځينو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې افغانستان ته په لوړه کچه له برازیل،دوبۍ ، هندستان او پاکستان بوره راوړل کېږي.

سوداګر زیاتوي چې دوی ته د هندوستان او پاکستان بوره ارزانه تمامیږي.

د ایران ایلنا خبري اژانس د دې هېواد د ختیځې پټلۍ عمومي رییس علي حکیمي قاسمي په حواله لیکلي: "د دې اورګاډي راتګ نه یوازې د ټرانزیټي توکو د لېږد په برخه کې د ختیځې پټلۍ شبکې لوړ ظرفیت څرګندوي، بلکې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو تبادلو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام هم دی."

د ختیځې پټلۍ عمومي رييس وايي چې د دې عملياتو په ترسره کولو سره افغانستان ته د خوراکي توکو باري واګونونه ليږدول او ښکته کول ممکن دي او دغه کار له ايران څخه افغانستان ته د لومړنيو مالونو د لېږدونې د زياتوالي سبب کيږي.

حکيمي قاسمي همداراز ټينګار وکړ، چې په دې لاره کې د اورګاډي د ترانسپورت پراختيا به د ترانسپورتي لګښتونو د کمولو ترڅنګ د مالونو د ليږدونې بهير چټک کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي تعاملات به زيات کړي.

په خيبر کې لسګونو لاریونوالو د تورخم دروازې د خلاصېدو غوښتنه وکړه

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۲۸ GMT+۰

د پښتونخوا په خيبر کې لسګونو کسانو نن په لاریون سره د تورخم دروازې د خلاصېدو غوښتنه وکړه. د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله نن ۱۵مه ورځ ده، چې دغه دروازه تړلې ده او د دواړو لورو پر سوداګرو سربېره خلک په تېره ځايي اوسېدونکي هم له ستونزو سره مخ دي.

لاریونوال له لنډي کوتل بازار تر بای پاس پورې د دروازې د خلاصېدو شعارونه ورکول.

دوی په یوه شعار کې لیکلي: «د تورخم دروازه دې د روزګار او هر قسم تګ راتګ لپاره خلاصه شي.»

لاریونوالو دغه لار د زياتو خلکو د کار پيدا کېدو سرچينه بللې او زياته کړې، چې د دروازې په بندېدو سره په زيات شمېر خلک بې روزګار شوي دي.

د همدې لارې تر بندېدو وروسته د افغانستان او پاکستان دسوداګرۍ خونو مسولينو پرون د ستونزې پر حل انلاین مجلس کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمد یونس مومند وايي، چې د تورخم دروازې د بندېدو له کبله دواړو لورو سوداګرو ته زيان اوښتی.

هغه زياته کړې: «د تورخم لارې د بندېدو له امله دواړو لورو ته زیان اوښتی، او هغه منفي کړنې چې د بندر د بندېدو لامل کېږي، باید مخه یې ونیول شي. د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو مشرتابه باید ژر تر ژره له حکومتي چارواکو سره د تفاهم ناسته ترسره کړي.»
نن ۱۵مه ده، چې تورخم دروازه د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر نښتو وروسته د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د لارې بندېدو له کبله دواړو خواته ته په زرګونه ګاډي ولاړي دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ورځني اوسط ډول ۳ ميليونه ډالره سوداګري يې زيانمنه کړې ده.

د معلوماتو له مخي، افغانستان ته هره ورځ شاوخوا ۱.۶ ميليونه ډالره واردات او ۱.۴ ميليونه ډالره صادرات کېدل.

طالبان وايي په اماراتو کې یې تر ۳ زرو ۷ سوه ډېرو افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ور کړې

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د احصايې او مالوماتو ملي اداره وایي په متحده عربي اماراتو کې دفتر یې تر ۳ زره ۷ سوه ډېرو بهرمېشتو افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي. د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د اسان خدمت مرکز مدیر نعمان اکبر وايي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۶۰ کسان ورته مراجعه کوي.

یاد مرکز مشر نعمان اکبر زیاتوي چې دوی ته په کاناډا، امریکا، اروپايي هېوادونو او په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغانان د خپلو برېښنايي پېژندپاڼو او هویتي ستونزو د حل له ‌پاره مراجعه کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او مالوماتو ملي ادارې نن شنبې د کپ ۱۸مه د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت مرکز له لوري ۳زره ۷ سوه افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې، ۲۷۰ تنو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه او ۶۵۰ نورو ته د کاغذي پېژندپاڼو د اصلاح خدمتونه وړاندې شوي دي.

دې ادارې، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ د پراختیا په برخه کې د روان کال په چنګاښ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې اسان خدمت مرکز پرانیست، چې د دوی په وینا بهر مېشتو افغانانو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
د خبرپاڼې له مخې د طالبانو د احصایې او مالوماتو ملي ادارې په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبیت او د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش، له وېش وروسته خدمتونو، زېږون کارتونو او د مړینې د پارچو د وېش په تړاو د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې پر ۴مه له بهرنیو چارو وزارت سره هوکړه ‌لیک لاسلیک کړی و.

په اروپا کې مېشتو ځینو افغانان وايي چې دوی د خپلو پاسپورټونو د نوي کولو لپاره په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ ته انلاین مراجعه کړې وه، چې په ډېره کمه موده که یې د پوسټ له لارې خپل پاسپورټونه ترلاسه کړل.

په همدې حال کې طالبانو د تذکرو او پاسپورټ اړوند ادارو په افغانستان کې دننه هم خپل مرکزونه زیات کړي دي او د پخوا په پرتله اوس د مراجعونو قطارونه نه لیدل کېږي.

د امریکا عدليې وزارت: د کابل هوايي ډګر د بريد پلانګر د روسیې د کروکس بريد کې لاس لرل منلي

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۰

د روسيې تاس خبري اژانس د امريکا د عدليې وزارت په حواله ويلي، د کابل هوايي ډګر د بريد پلانګر شریف الله منلې، چې د روسیې د کروکس ښار په تالار کې د بريد عاملانو ته یې لارښوونه کړې وه. مسکو ته څېرمه د کروکس هغه بريد د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲ شوی او لسګونه کسانو ته پکې مرګژوبله واوښته.

دغه اژانس د امریکا د عدليې وزارت د خبرپاڼې له مخې ویلي، شریف الله منلې، چې د کروکس د پېښې په تړاو په څلورو نيول شویو کسانو کې يې دوو ته لارښوونه کړې وه.

په خبر کې ويل شوي، چې نوموړي د داعش خراسان په استازيتوب بريدګرو ته د ای کي ډوله ټوپکونو او نورو وسلو د کارولو لارښوونې کړې وې.

داعش خراسان ډله د روسيې د ترهګرو ډولو په تورلیست کې ده.

تر دې وړاندي د سپينې مانۍ مطبوعاتي سکرتري کارولین لیويټ ويلي و، چې شریف الله د امریکایي استخباراتو په مرسته پاکستان کې نیول شوی او تېره چارشنبه امریکا ته ولېږول شو.

ليويټ ټينګار کړی، چې شریف الله د ۲۰۲۱ کال د اګسټ وروستیو کې په کابل هوايي ډګر کې پر امریکايي ځواکونو د بريد او همدارنګه په روسيه او ایران کې د نورو بريدونو په تړاو په جرمونو اعتراف کړی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې د کابل په هوايي ډګر کې په ځانمرګي بريد کې ۱۳ امریکایي سرتيري ووژل شول.

د ۲۰۲۴ کال د مارچ مياشتي د ۲۲ مې په ماښام د مسکو په څو کيلومترۍ د کورکس په تالار کې د کنسرټ پر مهال په یوه بريد کې ۱۴۴ کسان ووژل شول او ۵۵۱ نور ټپيان شول.

حشمت غني: اشرف غني د محب او فضلي ټلیفون نه ځوابوي، دوی ور سره په لیدلو ځان سپینول غواړي

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۰

د افغانستان د مخکني ولسمشر ورور حشمت غني افغانستان انټرنشنل ته وویل، اشرف غني د پخواني ملي امنیت مشاور حمدالله محب او د چارو ادارې د پخواني مشر محمود فضلي ټیلفونونه نه ځوابوي. حشمت غني د محمود فضلي وروستۍ مرکې ته په غبرګون کې وویل، چې نوموړی د ځان سپینولو هڅه کوي.

حشمت غني نن شنبې «د کپ ۱۸مه» وویل چې پخوانی ولسمشر اشرف غني په دې فکر و، چې یو ځوانه حلقه به ورزول شي او وروسته به د افغانستان واک په لاس کې واخلي خو د هغه په وینا اوس اشرف غني په دې باور دی چې نه ځوان انو او نه هم بوډاګانو څه کمال وکړ.

حشمت غني د پخواني ولسمشر اشرف غني ورور دی چې ورسره نژدې اړیکې لري او وخت ناوخت په ټولنیزو رسنیو کې له اشرف غني سره د لیدنو انځورونه خپروي.

حشمت غني په وروستي ځل د پخواني ولسمشر اشرف غني سره د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۸ نېټه لیدلي او په خپل اېکسپاڼه کې یې انځور خپور کړی و.

حشمت غني د محمود فضلي وروستۍ مرکې په غبرګون کې وايي، اشرف غني په دې باور دی د هغه پخوانی د ملي امنیت مشاور حمدالله محب او د چارو د ادارې پخواني مشر محمود فضلي والیانو او امنیتي مسوولینو ته وویل چې تسلیم شی.

حشمت غني وویل:«دا هر څه له پخواني ولسمشر غني پرته شوي دي او هغه جریان کې نه و.»

حشمت غني وویل چې اوس محب او فضلي غواړي وښيي چې دوی پخواني ولسمشر اشرف غني ته وفادار دي.

حشمت غني د چارو د اداري پخواني مشر محمود فضلي وروستۍ مرکې ته په غبرګون کې وویل هغه سخته هڅه کوي چې له خپل خیانت ځان سپین کړي.

حشمت غني وايي« فضلي او محب ولسمشر غني خرڅ کړ.»

حشمت غني په دې باور دی چې پخواني ولسمشر اشرف غني د افغان جمهوریت د پرځېدو په اړه صحیح معلومات نه ورکول کېدل.

پخواني ولسمشر اشرف غني هم له سقوط وروسته یوه مرکه کې وویل، زما هدایت دا و چې خوست ته لاړ شم خو محب راته وویل چې خوست او جلال اباد هم سقوط کړی او زه نه بوهېدم چې چېرته ته روان یم.

په وروستي جمهوریت کې د ملي امنیت پخوانی مشاور حمد الله محب او د چارو ادارې پخوانی مشر محمود فضلي ولسمشر اشرف غني ته ډېر نژدې ګسان بلل کېږي.

د حشمت غني ددې وروستیو څرګندونو په اړه تر اوسه حمد الله محب او محمود فضلي کوم غبرګون نه دی ښودلی.