د طالبانو د احصايې او مالوماتو ملي اداره وایي په متحده عربي اماراتو کې دفتر یې تر ۳ زره ۷ سوه ډېرو بهرمېشتو افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د اسان خدمت مرکز مدیر نعمان اکبر وايي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۶۰ کسان ورته مراجعه کوي.
یاد مرکز مشر نعمان اکبر زیاتوي چې دوی ته په کاناډا، امریکا، اروپايي هېوادونو او په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغانان د خپلو برېښنايي پېژندپاڼو او هویتي ستونزو د حل له پاره مراجعه کوي.
د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او مالوماتو ملي ادارې نن شنبې د کپ ۱۸مه د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت مرکز له لوري ۳زره ۷ سوه افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې، ۲۷۰ تنو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه او ۶۵۰ نورو ته د کاغذي پېژندپاڼو د اصلاح خدمتونه وړاندې شوي دي.
دې ادارې، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ د پراختیا په برخه کې د روان کال په چنګاښ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې اسان خدمت مرکز پرانیست، چې د دوی په وینا بهر مېشتو افغانانو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي. د خبرپاڼې له مخې د طالبانو د احصایې او مالوماتو ملي ادارې په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبیت او د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش، له وېش وروسته خدمتونو، زېږون کارتونو او د مړینې د پارچو د وېش په تړاو د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې پر ۴مه له بهرنیو چارو وزارت سره هوکړه لیک لاسلیک کړی و.
په اروپا کې مېشتو ځینو افغانان وايي چې دوی د خپلو پاسپورټونو د نوي کولو لپاره په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ ته انلاین مراجعه کړې وه، چې په ډېره کمه موده که یې د پوسټ له لارې خپل پاسپورټونه ترلاسه کړل.
په همدې حال کې طالبانو د تذکرو او پاسپورټ اړوند ادارو په افغانستان کې دننه هم خپل مرکزونه زیات کړي دي او د پخوا په پرتله اوس د مراجعونو قطارونه نه لیدل کېږي.
حشمت غني په دې باور دی چې پخواني ولسمشر اشرف غني د افغان جمهوریت د پرځېدو په اړه صحیح معلومات نه ورکول کېدل.
پخواني ولسمشر اشرف غني هم له سقوط وروسته یوه مرکه کې وویل، زما هدایت دا و چې خوست ته لاړ شم خو محب راته وویل چې خوست او جلال اباد هم سقوط کړی او زه نه بوهېدم چې چېرته ته روان یم.
په وروستي جمهوریت کې د ملي امنیت پخوانی مشاور حمد الله محب او د چارو ادارې پخوانی مشر محمود فضلي ولسمشر اشرف غني ته ډېر نژدې ګسان بلل کېږي.
د حشمت غني ددې وروستیو څرګندونو په اړه تر اوسه حمد الله محب او محمود فضلي کوم غبرګون نه دی ښودلی.