نوموړې په کندهار کې لومړنۍ نجلۍ ده چې د طالبانو له لوري د نجونو په وړاندې د زدکړو تر بندیز وروسته یې دغه ګام واخیست.
اغلې مدثر وایي:« زما سره داسې فکر را پیدا شو، چې یو یوټیوب چینل جوړ کړم او هغه څه چې د یو ښوونکې په صفت زما زده دي تر نورو ور ورسوم. ځکه له کور په بیرون وتلو، کار کولو او نورو ازادیو باندې پر بندیزونو سربیره د ښوونځیو او پوهنتونو بندیز دې، نو هرڅه زغمل اسانه کار نه و.»
نبیه مدثر وايي، که څه هم د یوټویب چینل له لارې تدریس د ښوونځي بدیل نه دی خو په دې کار سره به د یوې وړې هڅې په توګه د خلکو زهن کې د نجونو د زدکړو کولو مفکوره ژوندۍ پاتې شي.«که خدای مکړه د تعلیم مفکوره د خلګو په زهن کې له منځه ولاړه شي او یا هم خلک ورسره عادي شي او یا ښځې داسې فکر وکړي چې تعلیم مهم نه دی نو دغه وخت ټولنه د بربادۍ لوري ته روانیږي.»
د دغې ښوونکي له لوري د فزیک، کیمیا، ریاضي او نورو مضمونونو د تدریس لسګونه ویډیوګانې جوړې شوې دي او هم خپلې ویډیګانې د نجونو د پلرونو په مرسته تر هغو رسوي چې انټرنېټ ته لاسرسۍ نه لري.
دغه کندهارۍ پیغله وايي، پلرونه او ټولنه د نجونو د زدکړو په برخه کې ناغیړي کوي او د طالبانو بندیزونو ته یې غاړه ایښې ده.«له والدینو څخه مې ګیله په دې ده، چې له دې خلکو سره کښیني د دې حکومت سره کښيني او یو سم تاریخ ورسره معلوم کړي، چې په کوم تاریخ دا مکتب یا پوهنتون ماته راخلاصوې. خو دایې نه دي کړي او شرایطو ته په کتو په فکر نه کوم چې په راتلونکې کې دې هم داسې غوښتنه وکړي.»
د نهم ټولګی د فزیک درسونه
نبیه مدثر په هېواد کې د نجونو د زدکړو د بندیزونو د دوام په اړه خواشیني ښيي او وایي، طالبان دې له ښځو بخښنه وغواړي. «موږ په بیا بیا دا غوښتنه کوو، چې د نجونو زدکړو ته دې اجازه ورکول شي او دا امتیاز نه بلکې دا د ښځو حق دی حکومت «طالبان» باید له ښځو بخښنه غواړي چې د هغوی وخت یې ضایع کړی دی.» د
طالبانو له بندیزونو وروسته میلینونه نجونې او ښځې له زدکړو او کار کولو محرومې دی.
د طالبانو د دغو بندیزونو په ضد له هېواد بهر ډیری ښځې افغانستان کې د ښځو د حقونو ږغ پورته کوي او تر څنګ یې په کور دننه هم ځینو ولایتونو کې یو شمېر کسانو د کورنیو صنفونو په جوړولو او یا هم انلین زدکړو له لارې د طالبانو د بندیزونو په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړی.
په داسې حال کې چې له نږدې څلورو کالونو راهیسې طالبانو نجونې له زدهکړو محرومې کړې، ښځې یې له سیاسي ګډون او ان په ځینو مواردو کې له اقتصادي فعالیتونو هم منع کړې او پر نجونو یې د شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاتوي، چې په اوس وخت کې مېرمنې له فزیکي او رواني اړخه په بشپړ خوندیتوب کې ژوند کوي؛ خو ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو سره ښځې له رواني او فزیکي پلوه ډېرې زیانمنې شوې دي.
په داسې حال کې چې د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تېریو او ځورونو راپورونه خپرېږي؛ طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د ښځو پر وړاندې یې د هر ډول تاوتریخوالي مخه نیولې او هیڅوک نشي کولی د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي او یا هغوی ته په بده سترګه وګوري.
بل خوا بیا د ښځو د حقونو ملاتړي ټینګار کوي، که طالبان د افغان ښځو حقونه خوندي نه کړي او پر کړو ژمنو ونه درېږي؛ نو د نړۍوالې ټولنې له سختو غبرګونو سره به مخ شي.
طالبان په داسې حال کې د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوي، چې ښځې او نجونې له محرم پرته له تګ راتګ څخه هم منع شوي دي، په عامو خلکو کې په لوړ غږ خبرې کول، پارکونو، حمامونو، د وېښتانو او ښکلا سالونونو او مېله ځایونو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.