• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پوځ په خېبر پښتونخوا کې درې وسله‌وال وژلي دي

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۲۴ GMT+۰

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر په یوې خبرپانه کې ادعا کړې، چې د خېبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې یې د استخباراتي عملیاتو په لړ کې درې تنه وسله‌وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې په دغو عملیاتو کې یې له وسله‌والو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم نیولې دي.

که څه هم د پاکستان د پوځ خبرپاڼه کې دا نه دي‌ ویل شوي، چې دغه وژل شوي وسله‌وال کومې ډلې پورې تړاو لري؛ خو وژل شویو ته د «خوارجو» کلېمه کارول شوې ده. د پاکستان پوځ په دغه هېواد کې فعاله د «ټي‌ټي‌پي» اورپکو ته همدغه لفظ کاروي.

په خبرپانه کې دارنګه راغلي، چې په ټانک ولسوالۍ کې د وسله‌والو ځپل کېدو په موخه د پاکستاني پوځیانو عملیات لاهم روان دي.

ورته مهال د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي له پاکستاني پوځیانو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د دغه ایالت اوسېدونکي یې د ترهګرو د ځپلو له عملیاتو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي.

بل لوري د پښتون ژغورنې په ګډون یو شمېر خوځښتونه په خېبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو عملیات غندي او نیوکې کوي، چې ګوندې په لوی لاس غواړي د پښتنو په سیمو کې د جګړې اور بل وساتي.

وروسته له هغې چې د افغانستان پخوانی جمهوریت وپرځېد؛ د افغان طالبانو ملګرې ډله «ټي‌ټي‌پي» په خېبر پښتونخوا کې خپل فعالیتونه خورا چټک او پراخ کړل.

د پاکستان حکومت ادعا لري، چې د یادې وسله‌والې ډلې د فعالیتونو د پراخېدو یو لوی لامل دا دی چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې ورته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په دغو ایالتونو کې بریدونه تنظیموي.

پاکستان په نړۍوالو غونډو او رسنیو کې غوغا جوړه کړې، چې طالبان د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

افغان طالبانو بیا تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او «ټي‌ټي‌پي» یې د یاد هېواد کورنۍ امنیتي ستونزه بللې ده.

ده ټایمز اف اېنډیا په نوم یوې هندي رسنۍ په خپل یوه تازه راپور کې ادعا کړې، چې «ټي‌ټي‌پي» په پاکستان کې خپل فعالیتونه څو چنده پراخه کړي او د یادې ډلې په بریدونو کې ۹۰سلنه زیاتوالی راغلی چې له دې سره دغه ډله د نړۍ په خورا خطرناکو وسله‌والو ډلو کې شمېرل شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اسراییل د اوربند د خبرو لپاره دوحې ته پلاوی لېږي

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۳۲ GMT+۰

رویټرز راپور ورکړی، چې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفتر په یوه بیان کې راغلي، چې اسراییل به د دوشنبې په ورځ دوحې ته د اوربند د خبرو اترو د پرمختګ لپاره پلاوی واستوي. اسراییل دغه پلاوی د منځګړو د بلنې منلو وروسته لېږي.

دا هڅه د اسراییلیانو او فلسطینیانو تر منځ د جګړې د ختمولو او د اوږدې مودې سولې د ټینګښت په موخه روانه ده.

د راپورونو له مخې، د اسراییل پلاوی به په دې خبرو کې د اوربند شرایطو، د بشري مرستو لېږد او د دوه اړخیزو بندیزونو د کمولو په اړه بحث وکړي.

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي و، چې د فلسطین خلک باید د حکومت کولو، د خپل راتلونکي د ټاکلو او په خپله خاوره کې د بشپړې ازادۍ او امنیت سره د ژوند کولو حق ولري.

ښاغلي ګوترېش دغه راز، پرته له کوم ځنډه د اوربند او یرغملو د خلاصون په اړه د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه هم کړې وه.

نوموړي دغه څرګندونې په قاهره کې د غزې د بیارغونې په اړه د عربي سرمشریزې له ګډون وروسته کړې وې.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي و: «په تېرو څو اونیو کې موږ د غزې د اوربند او د یرغملو د خلاصون په برخه کې د پام وړ پرمختګ لیدلی دی.»
د هغه په وینا، د دواړه خواوو له‌خوا باید شوې ژمنې په بشپړ ډول پلي شي.

دغه مذاکرات د نړۍوالو فشارونو په ترڅ کې د دې لپاره روان دي، چې د جګړې له امله په سیمه کې بشري ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسراییل د جګړې په ترڅ کې په غزه کې ۴۸ زره او ۴۵۳ فلسطینیان وژل شوي دي، په داسې حال کې چې ۱۱۱ زره او ۸۶۰ نور ټپيان شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس په مشرۍ بریدونو کې په اسراییل کې لږ تر لږه یو زرو او ۱۳۹ کسان ووژل شول او له ۲۰۰ څخه زیات کسان یرغمل شول.

روسي ځواکونو د کرسک اوبلاست په سودزا برید کړی او د اوکراین لوژیستیکي لارې یې پرې کړي

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۳۹ GMT+۰

د اوکراين د جګړې د ډګر څارنې ډلې ډيپ سټېټ د مارچ په اتمه نېټه راپور ورکړ، چې د روسيې او شمالي کوريا پوځيانو د روسيې په کرسک اوبلاست کې د اوکراين تر ولکې لاندې ښار سودزا باندې بريد پيل کړی دی.

څو روسي جنګ پلوه ټېلګرام چینلونو د مارچ په اتمه ادعا وکړه، چې روسي ځواکونو په کرسک اوبلاست کې په پراخه پیمانه برید پیل کړی او د سودزا په ښار کې برید روان دی.

د اوکراین چارواکو بیا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

روسي ځواکونو په دې وروستیو کې د سومي اوبلاست ته د ننوتلو هڅې ګړندۍ کړي او د کرسک اوبلاست سره په پوله کې د اوکراین لوژیستیکي لارې یې پرې کړي.

یوه اوکرایني سرتېري او په سیمه کې ګومارل شوي یوه ډاکټر د مارچ په اوومه د کییف انډیپنډنټ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې روسي ځواکونو په کرسک اوبلاست کې د اوکرایني سرتېرو لوژستیک ویجاړ کړی او اوکرایني سرتېري د محاصرې له خطر سره مخامخ دي.

بوتوسوف د مارچ په اتمه په فېسبوک کې ليکلي وو، چې روسي پوځيانو د کرسک اوبلاست په سودزا کې د اوکراين پوستو ته د نږدې کېدو لپاره د ګازو نل ليکه کارولې ده.

ډیپ سټیټ تایید کړه، چې روسي سرتېرو هڅه کړې وه چې د پایپ لاین له لارې په سودزا برید وکړي، خو راپور یې ورکړ چې د عملیاتو پایلې نامعلومې دي.

د ډیپ سټیټ په وینا، د شمالي کوریا ځواکونه په چټکۍ سره سودزا ته نږدې پرمختګ کوي او خورا درانه تلفات هم لري.

بوتوسوف وویل: "په کرسک اوبلاست کې د بفر زون وضعیت لاپسې د شدت په حال کې دی او د (اوکرایین) قوماندې سمدستي پریکړو ته اړتیا لري."

کییف هڅه کړې، چې د روسیې په سرحدي سیمه کې د سولې د احتمالي خبرو اترو لپاره خپل دریځ وساتي.

اوکراین د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې په کرسک اوبلاست کې په ناڅاپي ډول یرغل پیل کړ، خو د روسیې پوځ ادعا کړې چې په سیمه کې له شپږو میاشتو جګړو وروسته، روسي ځواکونو د سیمې شاوخوا ۶۴ سلنه خاوره بېرته نیولې ده.

روسیې د اروپايي اتحادیې پوځي ستراتیژي د "خطرناک جیو پولیټیکل لوبې" په توګه وغندله

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۳۳ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ادعا کوي، چې د اروپايي اتحادې پوځي سټراټيژۍ پرېکړه به "خطرناک جیو پولیټیکل لوبې" رامنځته کړي.

زاخارووا د اوکراین دفاع په اړه د اروپايي اتحادیې د مشرانو په فوق العاده سرمشریزه کې په یوه بیان کې وویل: "د خپلو پرېکړو اصلي پایلو ته په پام سره، بروکسل خطرناک جیوپولیټیک لوبو ته دوام ورکوي."

هغې وویل، چې د سرمشریزې بحثونو او پایلو ښودلې چې اروپايي اتحادیه چې په اصل کې د سوداګرۍ او اقتصادي ادغام پروژه ده، په چټکۍ سره په یوه نظامي اتحاد بدلېږي چې هدف یې روسیې ته د "ستراتیژیکې ماتې" پلان دی.

زاخارووا یادونه وکړه، چې د سوله ییزو حل لارو د لټولو پر ځای، اروپايي اتحادیې د کییف سره د پوځي او مالي مرستو د چټکتیا لپاره پلانونه اعلان کړل او په قصدي توګه تاوتریخوالي ته وده ورکوي او د خبرو اترو احتمال له منځه وړي.

هغې زیاته کړه: "د قانوني ظرفیت او ریښتیني نظامي وړتیاو نشتوالی د دې لامل شوی، چې د ناټو لپاره د بشپړونکي په توګه د اروپايي اتحادیې ستراتیژیکې خپلواکۍ په اړه اټکلونه وشي."

په خيبر کې لسګونو لاریونوالو د تورخم دروازې د خلاصېدو غوښتنه وکړه

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۲۸ GMT+۰

د پښتونخوا په خيبر کې لسګونو کسانو نن په لاریون سره د تورخم دروازې د خلاصېدو غوښتنه وکړه. د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله نن ۱۵مه ورځ ده، چې دغه دروازه تړلې ده او د دواړو لورو پر سوداګرو سربېره خلک په تېره ځايي اوسېدونکي هم له ستونزو سره مخ دي.

لاریونوال له لنډي کوتل بازار تر بای پاس پورې د دروازې د خلاصېدو شعارونه ورکول.

دوی په یوه شعار کې لیکلي: «د تورخم دروازه دې د روزګار او هر قسم تګ راتګ لپاره خلاصه شي.»

لاریونوالو دغه لار د زياتو خلکو د کار پيدا کېدو سرچينه بللې او زياته کړې، چې د دروازې په بندېدو سره په زيات شمېر خلک بې روزګار شوي دي.

د همدې لارې تر بندېدو وروسته د افغانستان او پاکستان دسوداګرۍ خونو مسولينو پرون د ستونزې پر حل انلاین مجلس کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمد یونس مومند وايي، چې د تورخم دروازې د بندېدو له کبله دواړو لورو سوداګرو ته زيان اوښتی.

هغه زياته کړې: «د تورخم لارې د بندېدو له امله دواړو لورو ته زیان اوښتی، او هغه منفي کړنې چې د بندر د بندېدو لامل کېږي، باید مخه یې ونیول شي. د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو مشرتابه باید ژر تر ژره له حکومتي چارواکو سره د تفاهم ناسته ترسره کړي.»
نن ۱۵مه ده، چې تورخم دروازه د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر نښتو وروسته د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د لارې بندېدو له کبله دواړو خواته ته په زرګونه ګاډي ولاړي دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ورځني اوسط ډول ۳ ميليونه ډالره سوداګري يې زيانمنه کړې ده.

د معلوماتو له مخي، افغانستان ته هره ورځ شاوخوا ۱.۶ ميليونه ډالره واردات او ۱.۴ ميليونه ډالره صادرات کېدل.

د امریکا عدليې وزارت: د کابل هوايي ډګر د بريد پلانګر د روسیې د کروکس بريد کې لاس لرل منلي

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۰

د روسيې تاس خبري اژانس د امريکا د عدليې وزارت په حواله ويلي، د کابل هوايي ډګر د بريد پلانګر شریف الله منلې، چې د روسیې د کروکس ښار په تالار کې د بريد عاملانو ته یې لارښوونه کړې وه. مسکو ته څېرمه د کروکس هغه بريد د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲ شوی او لسګونه کسانو ته پکې مرګژوبله واوښته.

دغه اژانس د امریکا د عدليې وزارت د خبرپاڼې له مخې ویلي، شریف الله منلې، چې د کروکس د پېښې په تړاو په څلورو نيول شویو کسانو کې يې دوو ته لارښوونه کړې وه.

په خبر کې ويل شوي، چې نوموړي د داعش خراسان په استازيتوب بريدګرو ته د ای کي ډوله ټوپکونو او نورو وسلو د کارولو لارښوونې کړې وې.

داعش خراسان ډله د روسيې د ترهګرو ډولو په تورلیست کې ده.

تر دې وړاندي د سپينې مانۍ مطبوعاتي سکرتري کارولین لیويټ ويلي و، چې شریف الله د امریکایي استخباراتو په مرسته پاکستان کې نیول شوی او تېره چارشنبه امریکا ته ولېږول شو.

ليويټ ټينګار کړی، چې شریف الله د ۲۰۲۱ کال د اګسټ وروستیو کې په کابل هوايي ډګر کې پر امریکايي ځواکونو د بريد او همدارنګه په روسيه او ایران کې د نورو بريدونو په تړاو په جرمونو اعتراف کړی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې د کابل په هوايي ډګر کې په ځانمرګي بريد کې ۱۳ امریکایي سرتيري ووژل شول.

د ۲۰۲۴ کال د مارچ مياشتي د ۲۲ مې په ماښام د مسکو په څو کيلومترۍ د کورکس په تالار کې د کنسرټ پر مهال په یوه بريد کې ۱۴۴ کسان ووژل شول او ۵۵۱ نور ټپيان شول.