روسیې د اروپايي اتحادیې پوځي ستراتیژي د "خطرناک جیو پولیټیکل لوبې" په توګه وغندله

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ادعا کوي، چې د اروپايي اتحادې پوځي سټراټيژۍ پرېکړه به "خطرناک جیو پولیټیکل لوبې" رامنځته کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ادعا کوي، چې د اروپايي اتحادې پوځي سټراټيژۍ پرېکړه به "خطرناک جیو پولیټیکل لوبې" رامنځته کړي.
زاخارووا د اوکراین دفاع په اړه د اروپايي اتحادیې د مشرانو په فوق العاده سرمشریزه کې په یوه بیان کې وویل: "د خپلو پرېکړو اصلي پایلو ته په پام سره، بروکسل خطرناک جیوپولیټیک لوبو ته دوام ورکوي."
هغې وویل، چې د سرمشریزې بحثونو او پایلو ښودلې چې اروپايي اتحادیه چې په اصل کې د سوداګرۍ او اقتصادي ادغام پروژه ده، په چټکۍ سره په یوه نظامي اتحاد بدلېږي چې هدف یې روسیې ته د "ستراتیژیکې ماتې" پلان دی.
زاخارووا یادونه وکړه، چې د سوله ییزو حل لارو د لټولو پر ځای، اروپايي اتحادیې د کییف سره د پوځي او مالي مرستو د چټکتیا لپاره پلانونه اعلان کړل او په قصدي توګه تاوتریخوالي ته وده ورکوي او د خبرو اترو احتمال له منځه وړي.
هغې زیاته کړه: "د قانوني ظرفیت او ریښتیني نظامي وړتیاو نشتوالی د دې لامل شوی، چې د ناټو لپاره د بشپړونکي په توګه د اروپايي اتحادیې ستراتیژیکې خپلواکۍ په اړه اټکلونه وشي."


د روسيې تاس خبري اژانس د امريکا د عدليې وزارت په حواله ويلي، د کابل هوايي ډګر د بريد پلانګر شریف الله منلې، چې د روسیې د کروکس ښار په تالار کې د بريد عاملانو ته یې لارښوونه کړې وه. مسکو ته څېرمه د کروکس هغه بريد د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲ شوی او لسګونه کسانو ته پکې مرګژوبله واوښته.
دغه اژانس د امریکا د عدليې وزارت د خبرپاڼې له مخې ویلي، شریف الله منلې، چې د کروکس د پېښې په تړاو په څلورو نيول شویو کسانو کې يې دوو ته لارښوونه کړې وه.
په خبر کې ويل شوي، چې نوموړي د داعش خراسان په استازيتوب بريدګرو ته د ای کي ډوله ټوپکونو او نورو وسلو د کارولو لارښوونې کړې وې.
داعش خراسان ډله د روسيې د ترهګرو ډولو په تورلیست کې ده.
تر دې وړاندي د سپينې مانۍ مطبوعاتي سکرتري کارولین لیويټ ويلي و، چې شریف الله د امریکایي استخباراتو په مرسته پاکستان کې نیول شوی او تېره چارشنبه امریکا ته ولېږول شو.
ليويټ ټينګار کړی، چې شریف الله د ۲۰۲۱ کال د اګسټ وروستیو کې په کابل هوايي ډګر کې پر امریکايي ځواکونو د بريد او همدارنګه په روسيه او ایران کې د نورو بريدونو په تړاو په جرمونو اعتراف کړی دی.
په ۲۰۲۱ کال کې د کابل په هوايي ډګر کې په ځانمرګي بريد کې ۱۳ امریکایي سرتيري ووژل شول.
د ۲۰۲۴ کال د مارچ مياشتي د ۲۲ مې په ماښام د مسکو په څو کيلومترۍ د کورکس په تالار کې د کنسرټ پر مهال په یوه بريد کې ۱۴۴ کسان ووژل شول او ۵۵۱ نور ټپيان شول.

ګارډین ورځپاڼې د سوریې بشر حقونو د څار ډلې له حوالې راپور ورکړی، چې د سوریې په شمال لویدیځ کې د بشارالاسد پلویانو او د حکومتي ځواکونو د نښتو په ترڅ کې ۱۲۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د سوریې بشر حقونو د څار ډلې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې ليدل کېږي ۴۰ تنه په ډلهییزه توګه د حکومتي ځواکونو لهخوا وژل کېږي.
دغه ډله چې د سوریې په جګړه کې د یوې معتبره څارونکې ډلې په توګه ګڼل کېږي ویلي، دوی دغه عامه وژنه مستند کړې ده.
د سوریې بشر حقونو د څار ډله وایي، په ویډیو کې ښکاري چې څنګه په المختاریه او لاذقیې سیمه کې ۴۰ تنه په داسې حال کې چې ښځې ژاړي او چیغې وهي؛ د حکومتي ځواکونو لهخوا په ډزو وژل کېږي او دارنګه په یوه بله ویډیو کې کتل کېږي چې یو وسلهوال د ملکي وګړو لاسونه ورتړي او په ډزو یې وژني.
ګارډین ورځپاڼه وایي، چې د سوریې د بشر حقوقو څار ډلې د ادعاوو او ويډیوګانو په تړاو د سوریې د کورنیو چارو له وزارته د ځانګړي نظر غوښتنه وکړه؛ خو د راپور تر خپرېدو پورې یې ځواب ترلاسه نکړ.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پېډرسن د جګړې د چټکتیا په صورت کې د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې.
پېډرسن په یوه خبرپاڼه کې وویل:« په څرګنده توګه د ټولو اړخونو څخه د زغم او د نړۍوال قانون سره سم د ملکي وګړو خوندیتوب ته د بشپړ درناوي غوښتنه کوم.»
بل خوا بیا د سوریې د کورنیو چارو وزارت یوه دولتي تلویزون ته ویلي، چې ځینې "انفرادي سرغړونې" شوې دي؛ خو دوی د دې سر غړونو د بندولو لپاره کار کوي او د یاد وزارت چارواکو د دغو وژنو مسوولیت په غاړه نهدی اخیستی.

د یوې هندي رسنۍ ده ټایمز اف اېنډیا د راپور له مخې، پاکستان د ترهګرۍ له سختې څپې سره مخ شوی او په دغه هېواد کې د «ټيټيپي» په نوم وسلهواله ډله د نړۍ د خونړیو ترهګرو په ډله کې راغلې.
د ۲۰۲۵ کال د ترهګرۍ د نړۍوال شاخص له مخې، دغه پاکستاني طالبان د سیمې لپاره یو له تر ټولو لویو ګواښونو څخه ګڼل کېږي.
راپور ښیي، چې په ۲۰۲۴ کال کې څلور تر ټولو خونړۍ ترهګرې ډلې داعش (IS)، جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (JNIM)، د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او الشباب وې، چې د دې ډلو بریدونو کې ۴۲۰۴ کسان وژل شوي چې دا شمېره د تېر کال پرتله ۱۱ سلنه زیاته شوې ده.
د «ټيټيپي» د بریدونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۹۰ سلنه زیات شوی او ۵۵۸ ته رسېدلی دی، چې دا د دې ډلې د پراخېدونکي او زیاتېدونکي تاوتریخوالي ښکارندويي کوي.
پاکستان د ترهګریزو بریدونو مرکز
دغه هندۍ رسنۍ لیکلي، پاکستان د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې دویم هغه هېواد دی چې ډېر ترهګریز بریدونه پکې شوي دي، چې د وژل شویو کسانو شمېر پکې « ۴۵ سلنه زیات شوی او ۱۰۸۱ تنو» ته رسېدلی.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې ترهګري پراخه شوې، چې د ۲۰۲۱کال راهیسې په بریدونو کې پنځه چنده زیاتوالی راغلی دی.
خېبر پښتونخوا د «ټيټيپي» د بریدونو تر ټولو ډېر قرباني ایالت دی، نږدې ۹۶سلنه بریدونه د پښتنو په همدې سیمه کې شوي دي.
په ۲۰۲۴ کال کې یاده وسلهواله ډله د «۴۸۲ بریدونو» مسووله بلل شوې چې پکې «۵۵۸ کسان وژل» شوي او د نړۍ درېیمه خونړۍ ترهګره ډله ګڼل شوې ده.
د «ټيټيپي» موخې او تکتیکونه
د راپور پر بنسټ دغه ډله تر ډېره د پاکستان پولیس او پوځ په نښه کوي، چې «۵۱ سلنه بریدونه یې د پولیسو پر ضد او ۱۶ سلنه بریدونه یې د پوځ» پر ضد ترسره کړي. ملکي وګړي هم له بریدونو خوندي نه دي، د دې ډلې «۱۶سلنه بریدونه او ۱۹ سلنه وژل شوي کسان» ملکي خلک دي.
د ټيټيپي عمده تکتیک وسلهوال بریدونه دي، چې د دغې ډلې د بریدونو دوه پر درېیمه برخه جوړوي. د بمباریو بریدونه هم د ۲۰۲۳ کال په پرتله درې چنده زیات شوي دي.
ټيټيپي چې د «پاکستاني طالبانو» په نوم هم پېژندل کېږي، په ۲۰۰۷ کال کې رامنځته شوه.
دغې ډله د افغانستان له طالبانو سره ورته اېډیالوژي لري او هدف یې د پاکستان د حکومت پر ضد جګړه کول دي.
«ټيټيپي» پر ډیورنډ کرښې د پښتونخوا ورڅېرمه سیمو کې فعالیت لري او د کوچنیو وسلهوالو ډلو ټولګه ده. د ۲۰۱۴ کال د ډېسمبر خونړي برید، چې «۱۴۱ ماشومان پکې وژل شوي وو» څخه وروسته د پاکستان حکومت د «ملي اقدام پلان NAP» پیل کړ.
په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان د «عزم استحکام» پوځي عملیات پیل کړل، چې موخه یې د «ټيټيپي» د مشرانو له منځه وړل وو؛ خو دا عملیات له دې کبله له نیوکو سره مخ شول، چې ملکي وګړو ته پکې د مرګ اوښتې مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شول.
« ده ټایمز اف اېنډیا کاږي» سره له دې چې پاکستاني طالبان هیڅ سیمه په بشپړه توګه تر خپل واک لاندې نه لري؛ خو لا هم د شمالي او سوېلي وزیرستان په ګډون د خېبر پښتونخوا په ځینو نورو غرنیو سیمو کې پراخ نفوذ لري، چې د دغې ډلې دوامداره فعالیت ته یې لاره برابره کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ایران په اړه د ټرمپ له څرګندونو وروسته ویلي:« توپ اوس د ایران په میدان کې دی، خامنهیي باید هوښیار اوسي او ډیپلوماسي غوره کړي.»
ټرمپ تر دې وړاندې ويلي و، چې د تهران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره د خبرې اترې غوره لار بولي.
نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، د ایران په اټومي تاسیساتو برید او خبرو اترو ترمنځ د لومړۍ ټاکنې زیانونو ته په کتلو سره؛ ولسمشر ټرمپ سمه پریکړه کړې ده، «وبه ګورو چې څه کېږي.»
زلمی خلیلزاد دغه څرګندوې وروسته له هغه کوي چې، د امریکا ولسمشر ټرمپ تېره ورځ د فاکس بېزنس سره په مرکه کې ویلي و چې خامنهیي ته یې لیک استولی او ویلي دي چې د تهران سره د هوکړې لپاره خبرې غوره لار بولي؛ ځکه ایران باید اټومي وسلې ونلري.
د ایران ستر مشر علي خامنهيي ته د ډونالډ ټرمپ د لیک تر خبر مخکې بلومبرګ راپور ورکړی و، چې ټرمپ له ولسمشر پوتین سره وروستیو ټلیفوني خبرو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د روسیې د منځګړتوب غوښتنه کړې ده.
خو رویټرز د یوې امریکايي سرچینې له قوله وايي، چې مسکو د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د منځګړتوب وړاندیز کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د امریکا د سنا او استازو جرګې د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو استازو یوې ډلې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره ټینګار کړی و، چې متحده ایالات، اسراییل او د دوی شریکان او متحدین باید د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د ګواښ سره د مقابلې لپاره ټول وړاندیزونه په خپل مېز کېږدي.
خو د ایران اسلامي جمهوریت تل دا ادعا کړې، چې د اټومي وسلو په لټه کې نه دی او یوازې غواړي چې سولهییزې علمي څېړنې ترسره کړي.
د ډونالډ ټرمپ تر لومړنۍ ادارې مخکې د بارک اوباما په واکمنۍ کې له ایران سره شپږو قدرتونو په ۲۰۱۵کال کې د اټومي وسلو په برخه کې تړون لاسلیک کړ؛ خو ښاغلي ټرمپ په واکمنېدو سره د هغه تړون مخالفت وکړ.
ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړون په دې پلمه ووت، چې ګوندې ایران خپلو وسلو پراخولو ته دوام ورکړی دی.

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې وویل چې دوی د کولمبیا پوهنتون ته د ۴۰۰ میلیون ډالرو مرسته او قراردادونه له دې امله لغوه کړي چې د فسلطین پلوه او اسراییل ضد څرګندونې په کې ترسره کېدې.
دغه معلومات د جمعې ورځې په یوې ګډه اعلامیه کې، چې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت، د پوهنې ریاست، د روغتیا او بشري خدماتو ریاست او د عمومي خدماتو ادارې لهخوا خپره شوې په کې خپاره شوي.
دغه پوهنتون د روغتیا پاملرنې او ساینسي څېړنو لپاره له حکومت څخه میلیونونه ډالر ترلاسه کوي، مګر د ټرمپ ادارې دا نه دي ویلي چې کوم مرستې او قراردادونه اغیزمن شوي. په بیان کې ویل شوي چې دا کمښت به د ۵ میلیارد ډالرو څخه ډېرو مرستو څخه وي چې اوس مهال یې کولمبیا ته د ورکولو ژمنه شوې.
داسې اټکل کیږي چې اعلان شوي کمښت به له قانوني ننګونو سره مخ شي، د مدني حقونو ډلو ویلي چې دوی مناسبه پروسه نه لري او دا د خوندي وینا لپاره غیرقانوني سزا کیدی شي.
کولمبیا د فلسطین پلوه او اسراییل ضد زده کونکو لاریونونو مرکز و چې په تېر کال کې د کیمپسونو په اوږدو کې ترسره او پراخه شول.
د کولمبیا لاریون کوونکو، چې ځینو یې د اپریل په میاشت کې د څو ساعتونو لپاره د یوې اکاډمیکې ودانۍ کنټرول ترلاسه کړ او خیمې یې ودرولې، له پوهنتون څخه یې وغوښتل چې په هغو شرکتونو کې پانګونه ودروي چې د فلسطین په سیمو د اسراییل د پوځي اشغال ملاتړ کوي.
د اسراییل ضد لاریونونو کې دواړه د سیمیټیزم او اسلامي فوبیا او نژاد پرستۍ تورونه دي.
یو شمېر یهودي او اسراییلي محصلینو ویلي چې لاریونونه ډارونکي دي.
لیو ټیریل ، چې د عدلیې وزارت د سیمیزم ضد کاري ځواک مشري کوي ، په یوه بیان کې وویل: «د مالیه ورکونکو د دې فنډونو لغوه کول زموږ تر ټولو قوي سیګنال دی چې فدرالي حکومت به د کولمبیا په څېر داسې تعلیمي ادارې کې برخه وانخلي چې د یهودي زده کونکو او کارمندانو ساتنه نه کوي.»
کولمبیا ویلي چې دوی په خپل کیمپس کې د سیمیټیزم او نورو تعصبونو سره د مبارزې لپاره کار کړی. کولمبیا په تېر کال کې په لسګونو فلسطین پلوه زده کونکي او کارمندان ډسپلین کړي، په ډېری قضیو کې یې تعلیقونه صادر کړي، او دوه ځله یې له پولیسو غوښتي چې د فلسطین پلوه لاریون کونکي ونیسي.