• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خلیلزاد د تورخم کړکېچ ته په اشارې: افغانستان ولې باید سرحدي تاسیسات ونه‌لري؟

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۱۴ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو له‌خوا د سرحدي پوستو له جوړولو ملاتړ کړی دی.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وروستیو نښتو ته په شارې زیاته کړې، چې ولې باید افغانستان دا ډول تاسیستات ونه‌لري.

خلیلزادلیکلي دي: «روانې نښتې له دې امله دي چې پاکستان غواړي د یوې نوې پوستې د جوړولو او د افغانستان له‌خوا د شته پوستې د پیاوړتیا مخنیوی وکړي.»

هغه د طالبانو له اقداماتو په ملاتړ سره څرګنده کړې ده: «پاکستان په خپل اړخ کې امنیتي پوستې لري. ولې باید افغانان په خپل هېواد کې داسې پوستې ونه‌لري؟»

ورته مهال، پاکستاني امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو نن (دوشنبه) د یوې پوستې د جوړولو کار له سره پیل کړ او زیاتوي، چې دا اقدام د پروني اوربند د هوکړې پر خلاف ترسره کېږي.

پرون په تورخم کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د کرښې دواړو خواوو ولسونو او سوداګرو استازو ترمنځ د جرګې لومړۍ غونډه پای ته ورسېده او د مارچ تر ۱۱مې پر اوربند هوکړه شوې ده.

دغې جرګې پرېکړه کړې، تر هغه چې پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو شخړه حل نه شي تورخم دروازه به تړلې پاتې وي.

د سرچینو په وینا، دروازې ته نږدې د ترینګلتیاوو د پای ته رسولو په موخه د کرښې د دواړو خواوو قومي مشران، دیني عالمان او یو شمېر سوداګر په یوې جرګه کې سره راټول شوي وو.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، دا خبرې اترې په ډیورنډ کرښه کې شوي چې د افغانستان له لوري په جرګه کې ۳۵ غړو او له ډیورنډ کرښې پورې د پاکستان په استازیتوب ۲۲ کسانو برخه اخیستې وه.

د یادونې ده، چې د تورخم دروازه د روانې فېبرورۍ میاشتې له ۲۱مې راپدېخوا تړلې او لامل یې پر ډیورنډ کرښه د دواړو خواوو ترمنځ د نویو تاسیساتو پر سر اختلافات بلل کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ای‌اېن‌سي بي: د افغانستان ميتامفتامین د ګاونډیو لپاره جدي ننګونه ده

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۴ GMT+۰

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال بورډ (ای‌اېن‌سي بي) ویلي، چې په افغانستان کې د ميتامفتامین د تولید زیاتوالي د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو لپاره جدي ننګونې راولاړې کړي دي.

د ای‌اېن‌سي‌بي د ۲۰۲۴ کلني راپور له مخې، د منځنۍ اسیا، سوېل لوېدیځ اسیا او ترکیې په ګاونډیو هېوادونو کې د پولیسو له خوا د دغه نشه‌یي توکو نیول په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې د متامفتامین نشه یي توکو تولیدات ډېر شوي دي.

په پاکستان کې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۱.۴ ټنه یاد نشه یي توکي نیول شوي، چې په ۲۰۲۲ کې د ۴.۴ ټنو څخه ۱۵۶ سلنه زیاتوالی ښیي.

همدا ډول ایران په ۲۰۲۳ کې ۳۷.۲ ټنه متامفتامین (کرسټال) نیولي، په ۲۰۲۲ کې د ۳۰.۴ ټنو په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی په ډاګه کوي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال بورډ راپور وايي، چې په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د نشه یي توکو نیول زیات شوي دي.

ورته مهال، ترکیې هم د میتامفتامین په نیولو کې د پام وړ زیاتوالي راپور ورکړی دی. دغه هېواد بیا په ۲۰۲۳ کې ۲۱.۹ ټنه میتامفتامین نیولي، چې په ۲۰۲۲ کې د ۱۶.۲ ټنو په پرتله ۳۵.۵ سلنه زیاتوالی څرګندوي.

راپورونه وایي، چې ترکيې ته قاچاق شوي میتامفتامين ښايي له افغانستان څخه د ايران له لارې وړل شوي وي.

په راپور کې زیاته شوې، چې د طالبانو له خوا د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په میاشت کې اعلان شوی د نشه‌یي توکو بندیز داسې نه ښکاري، چې د میتامفتامین په تولید او قاچاق یې اغېز کړی وي.

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ کې ددغه نشه یي توکو په زیاته پيمانه نیول په ګوته کوي، چې په قاچاق کې یې کموالی نه دی راغلی.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نشه‌یي توکو پر کر او تولید له بندیز سره - سره د میتامفتامین په نامه مخدره توکو تولید لا هم په دغه هېواد کې روان دی.

د تېر ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې طالبانو ویلي وو، چې په تېر یوه کال کې یې د میتامفتامین په ګډون نشه‌یي توکو د پروسس ۱۴۰۰ کارخونې تخریب او ۱۴ زره د نشه‌یي توکو کاروباریان او قاچاق کوونکي یې عدلي ادارو ته ورپېژندلي دي، خو د راپورونو له مخې په افغانستان کې تولید شوي مصنوعي نشه‌یي توکي لاهم بهر ته قاچاقېږي.

د پښتونخوا په چارسده کې د دوکان مخ ته د کټ اېښودو پر سر نښته کې ۵ کسان ووژل او ۲ ژوبل شول

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۵۱ GMT+۰

د پښتونخوا د چارسدې په ترنابکې د دوکان مخ ته د کټ اېښودو پر سر د دوو ډلو ترمنځ د نښتې له امله ۵کسان ووژل او ۲نور سخت ژوبل شول.

ځايي پولیسو هم منلې چې شخړه د یوه دوکان مخې ته د کټ د ایښودو پر سر شوې ده.

پېښه پسې پولیس او د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدلې مړي یې د طبي معایناتو لپاره او ټپیان یې د درملنې لپاره د چارسدې مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.

پولیسو ویلي د پېښې پلټنې روانې دي او د تورنو کسانو د نیولو لپاره چاپې وهل کېږي.

د سیمې امنیت ته په کتو اضافي ځواکونه ځای پر ځای شوي ترڅو د هر ډول نورې شخړې مخه ونیول شي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ غړي د تورخم دروازې خلاصېدو لپاره د پښتونخوا اسمبلۍ کې قرارداد جمع کړ

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د پاکستان پیپلز پارټۍ د پښتونخوا اسمبلۍ غړي احمد کنډي د اسمبلۍ په غونډه کې یو پرېکړه لیک جمع کړی، چې پکې له مرکزي حکومت د تورخم بندر د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه شوې ده.

په قرارداد کې راغلي چې تورخم د پاکستان او افغانستان تر ټولو مصروفه لار ده، خو له تېرو ۱۶ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده شوې او له امله یې دواړو خواوو ته عام ولس او سوداګرۍ ته دروند زیان اوښتی.

احمد کنډي په پرېکړه لیک کې ویلي چې د تورخم بندیدو له امله نه یوازې هره ورځ میلیونونه افغانۍ تجارتي زیان کېږي، بلکې عام ولس ته هم سختې ستونزې پیدا شوې دي.

د نوموړي په خبره، د بندر د بندیدو له کبله سوداګرو ټرانسپورټرانو او نورو کاروباري خلکو ته نه جبرانېدونکی تاوان اوښتی او همداراز ګڼ کسان د سرحد دواړو خواو ته بند پاتې دي.

په قرارداد کې د پښتونخوا حکومت ته سپارښتنه شوې چې له مرکزي حکومت سره اړیکه ونیسي او ژر تر ژره د بندر پرانستلو لپاره لازم ګامونه پورته کړي، ترڅو دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي فعالیتونه بیا پیل شي.

د تورخم د لارې خلاصولو لپاره پرون د دواړو غاړو قومي مشرانو او سوداګرو جرګې هم د دواړو خواوو ترمنځ د دوو ورځو اوربند وکړ.

ویل کېږي کابل کې هم ځینې سوداګرو نن له طالب چارواکو سره لیدلي او ترې غوښتي یې دي چې د لارې خلاصېدو هڅې وکړي.

د جرمني استخبارات د حکومتي پرېکړو لپاره د افغانستان وضعیت ارزوي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د جرمني د استخباراتو رییس وايي، دوی د افغانستان وضعیت څاري او معلومات را غونډوي، خو د افغانستان له «مخکیني یا نوي حکومت» سره د چلند مسوولیت د فدرال حکومت کار دی.

برونوکال د ډویچه ویله له جرمني سرویس سره په مرکه کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې له طالبانو سره د تعامل په اړه ځینې غږونه اوچت شوي، وویل، « دا مساله په سیاست پورې اړه لري ځکه د استخباراتي ادارو دنده د هغو معلوماتو ترلاسه کول دي چې د حکومت لپاره د پریکړو په برخه کې مهم دي او دا کار موږ له دې سیمې نه هم ترسره کوو. نو فدرال حکومت باید تصمیم ونیسي چې د افغانستان له مخکیني یا نوي حکومت سره څه ډول چلند وکړي».

کال وايي، د نړیوال تروریزم په ځانګړې توګه د داعش او القاعدې وړتیا، چې بیا په اروپا کې خپل فعالیتونه پیل کړي، له پخوا موجوده ده.

هغه زیاته کړه، « دا وړتیا له بده مرغه شته او موږ باید د ټولو هغو ګواښونو په وړاندې چې موږ پرې بحث کړی، دغه خطر هم یاد کړو. البته، دا کار له استخباراتي همکاریو پرته امکان نه لري. موږ خوشحاله یو چې د ګډو هڅو له برکته تر اوسه د لویو بریدونو مخه نیول شوې، خو بیا هم په جرمني کې په دې وروستیو کې د ځینو انفرادي پېښو شاهدان یو چې ښيي د نړیوال اسلامي تروریزم ګواښ لا هم له منځه نه دی تللی».

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا د دې امکان په پام کې نیسئ چې د روسیې او دغو «اسلامي ګواښونو» ترمنځ یو ډول اړیکه شته؟ وویل، چې تر اوسه یې داسې هیڅ نښه نه ده لیدلې چې دا اړیکه تایید کړي.

کال وايي، داسې مفکورې شته چې د مهاجرت له لارې لویدیزې ټولنې بې ثباته شي، خو د کډوالۍ ډېر لاملونه په بشپړه توګه له دې هایبریډ اهدافو بېل دي.

نوموړی وايي، چې د جرمني استخباراتي ادارې د مهاجرت موضوع له پیل څخه د استخباراتي کار موضوع ګرځولې او د کډوالۍ مختلفې برخې له نږدې څاري.

د اسپانیا پولیسو ۱۱ پاکستانیان له ټي ټي پي سره د غړیتوب په شک نیولي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۳۶ GMT+۰

د اسراییل اورشلیم پوسټ ورځپاڼه وايي، د اسپانیا پولیسو ۱۱ پاکستاني وګړي د پاکستان طالبانو غورځنګ سره د اړیکو په شک نیولي دی. د پولیسو څېړنې ښيي چې نیول شویو کسانو اروپا کې د خپلو ملګرو د هڅولو او مهمو هدفونو په نښه کولو لپاره منظمې ټلیفوني اړیکې کارولې.

اورشلیم پوسټ نن د دې خبر خپرولو سره د دې کسانو د نیولو کره نېټه نه ده یاده کړې.

دا رسنۍ د اسپانیا ملي پولیسو په حواله وايي، په دې ۱۱ کسانو کې لس په بارسلونا او یو هم د ایټالیايي پولیسو په مرسته په هغه هېواد کې نیول شوی د.

د اسپانیايي چارواکو په خبره، دا په تېرو دریو کلونو کې د ورته کسانو د نیولو دریم ځل دی چې ټول شمېر یې ۳۰ کسانو ته رسېږي.

اوریشلم پوسټ د اسپانیايي رسنیو په حواله وايي، چې له نورو سره د اړیکو لپاره یو ټلیفوني چینل د ښځو له خوا اداره کېده، چې د دې چینل پر پراخولو سربېره یې د کسانو موندلو کې هم کارند رول درلود.