د جرمني استخبارات د حکومتي پرېکړو لپاره د افغانستان وضعیت ارزوي

د جرمني د استخباراتو رییس وايي، دوی د افغانستان وضعیت څاري او معلومات را غونډوي، خو د افغانستان له «مخکیني یا نوي حکومت» سره د چلند مسوولیت د فدرال حکومت کار دی.

د جرمني د استخباراتو رییس وايي، دوی د افغانستان وضعیت څاري او معلومات را غونډوي، خو د افغانستان له «مخکیني یا نوي حکومت» سره د چلند مسوولیت د فدرال حکومت کار دی.
برونوکال د ډویچه ویله له جرمني سرویس سره په مرکه کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې له طالبانو سره د تعامل په اړه ځینې غږونه اوچت شوي، وویل، « دا مساله په سیاست پورې اړه لري ځکه د استخباراتي ادارو دنده د هغو معلوماتو ترلاسه کول دي چې د حکومت لپاره د پریکړو په برخه کې مهم دي او دا کار موږ له دې سیمې نه هم ترسره کوو. نو فدرال حکومت باید تصمیم ونیسي چې د افغانستان له مخکیني یا نوي حکومت سره څه ډول چلند وکړي».
کال وايي، د نړیوال تروریزم په ځانګړې توګه د داعش او القاعدې وړتیا، چې بیا په اروپا کې خپل فعالیتونه پیل کړي، له پخوا موجوده ده.
هغه زیاته کړه، « دا وړتیا له بده مرغه شته او موږ باید د ټولو هغو ګواښونو په وړاندې چې موږ پرې بحث کړی، دغه خطر هم یاد کړو. البته، دا کار له استخباراتي همکاریو پرته امکان نه لري. موږ خوشحاله یو چې د ګډو هڅو له برکته تر اوسه د لویو بریدونو مخه نیول شوې، خو بیا هم په جرمني کې په دې وروستیو کې د ځینو انفرادي پېښو شاهدان یو چې ښيي د نړیوال اسلامي تروریزم ګواښ لا هم له منځه نه دی تللی».
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا د دې امکان په پام کې نیسئ چې د روسیې او دغو «اسلامي ګواښونو» ترمنځ یو ډول اړیکه شته؟ وویل، چې تر اوسه یې داسې هیڅ نښه نه ده لیدلې چې دا اړیکه تایید کړي.
کال وايي، داسې مفکورې شته چې د مهاجرت له لارې لویدیزې ټولنې بې ثباته شي، خو د کډوالۍ ډېر لاملونه په بشپړه توګه له دې هایبریډ اهدافو بېل دي.
نوموړی وايي، چې د جرمني استخباراتي ادارې د مهاجرت موضوع له پیل څخه د استخباراتي کار موضوع ګرځولې او د کډوالۍ مختلفې برخې له نږدې څاري.

د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ مرستیال وايي، د دې ډلې د ریاست الوزرا د ۴۰۸۸ حکم پر اساس په دې ولایت کې د کالدارو د مخنیوي او د افغانیو رایجولو لپاره کمېټه جوړه شوې ده. د محمد طاهر مبارز وینا دوی هممهاله د ننګرهار په سرحدي ولسوالیو کې د کلدارو پر کارولو بندیز هم لګولی.
محمد طاهر مبارز نن «د کپ ۲۰مه» په یوه ویډیوي پېغام کې ویلي چې د ننګرهار اړوند سرحدي ولسوالیو ته تللی او په دې ولسوالیو کې له چارواکو، هټۍ والو او سوداګرو سره کتلي دي.
محمد طاهر مبارز وویل:« له ولسوالانو، قومندانانو، صرافانو او موټر پلورونکو سره مې لیدلي دي او ورته مې ویلي چې له نن هېڅوک نشی کولی کلدارې وکاروي.»
دی همدراز زیاتوي چې دوی ته یې خبرداری ورکړ چې له دې وروسته که څوک کلدارې وکاروي نو ور سره به سخت چلند کېږي.
دغه طالب چارواکی وايي که څوک له دې وروسته راکړه ورکړه پر کلدارو وکړي نو هغه به قضايي ارګاونونو ته معرفي کېږي او دوکان به یې تړي.
دوی زیاتوي چې دا هڅې تر هغې ادامه پیدا کوي چې په دغو سرحدي ولسوالیو کې د کلدارو کارول صفر ته ټیټ شي.
د طالبانو د ننګرهار امنیه قومندانۍ مرستیال د خبرو په یوه برخه کې وايي چې په سرحدي ولایتونو او ولسوالیو کې د پاکستاني کلدارو د کارولو مخه نه وي نیول شوې نو د دوی به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغه وویل چې د ولسوالیو مسوولینو ته امر شوی چې د پاکستانۍ کلدارو د کارولو په اړه نظارت زیات کړي.
طالبانو له خلکو او صرافانو غوښتي چې په دې برخه کې همکاري وکړي او خپلې ژمنې عملي کړي.
په تېر جمهوریت کې د هغه وخت د مسوولینو تر هڅو وروسته ننګرهار په کډون په سرحدي ولایتونو کې د پاکستاني کلدارو پر کارولو کلک بندیز ولګول شو.
د ځايي سرچینو په خبره طالبانو ځکه اوس پر کلدارو کارولو بندیز ولګاو چې په وروستیو کې یو ځل بیا په ځینو سرحدي ولسوالیو کې راکړه ورکړه په کلدارو کېدله.
ممکن د طالبانو او پاکستانیانو ترمنځه په ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تاسیاتو جوړولو او د افغانیو د ثبات د ساتلو لپاره تازه دا هڅې پیل کړي وي.

د افغانستان پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي، چې د طالبانو له خوا د لویې جرګې رابلل د ملت درد نه شي دوا کولی، ځکه دا یوازې د طالبانو د ګټو لپاره ده او بل هېڅوک به یې ونه مني.
سیاف د طالبانو د لویې جرګې راغوښتلو په تړاو د افغانستان انټرنشنل د رپوټ له خپرېدو وروسته د دوشنبې په ورځ وویل، « هغه لویه جرګه چې طالبان یې د هېواد د برخلیک ټاکلو لپاره جوړول غواړي، په حقیقت کې یوازې د طالبانو او د هغوی د خوښې وړ کسانو لپاره ده».
سیاف وايي، دا ډول جرګه نه یوازې د ملت ستونزې نه شي حل کولای، بلکې دا د افغانستان دغې تاریخي عنعنې ته یو ډول په کمه سترګه کتل هم دي.
هغه د دې جرګې د ماهیت په تړاو یو متل را اخیستی او وايي، «خپله کوزه، خپله کوزه ګر، خپله کوزه خټه او خپله یې یوازینی پېرونکی».
سیاف زیاتوي: «په رښتیا هم دا جرګه یواځې د طالبانو لپاره ده، بل هېڅوک به یې ونه مني».
طالبان لویه جرګه را غواړي
افغانستان انټرنشنل د کب پر ۱۶مه د سرچینو په حواله رپوټ ورکړ، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د خپل حکومت او امارتي نظام د مشروعیت او له سرپرست حالت نه د راوتلو لپاره لویه جرګه راغواړي.
تېره اونۍ په کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې ښايي دغه شاوخوا دوه زره کسیزه لویه جرګه له کوچني اختر وروسته راوبلل شي او د غړو د انتخاب لپاره یې په مرکز او ولایتونو کې د والیانو په مشرۍ چارې پیل شوې دي.
سرچینې وايي، دې جرګې ته له ټولو ولسوالیو ۱۳۴۴ تنه په پام کې نیول شوي، چې له هرې ولسوالۍ درې تنه یو دیني عالم، یو قومي مشر او یو د ځوانانو استازی غوره کیږي. پر دې سربېره د ولایتونو د دیني عالمانو شوراګانو رییسان او مرستیالان، چې د ملا هبت الله تر مستقیمې څارنې لاندې فعالیت کوي، هم د جرګې په ترکیب کې په پام کې نیول شوي دي.
سرچینو وویل، چې ملا هبت الله غواړي دا جرګه خپلواکه واوسي، خو د جرګې د مدیریت او کنټرول لپاره به د طالبانو د حکومت چارواکي، د کابینې غړي او والیان هم د جرګې په ترکیب کې شامل وي.
یوې سرچینې چې ددې جرګې د جوړېدو له بهیر سره اشنا ده، افغانستان انټرنشنل ته وویل، « دغه جرګه د کابل پولي تخنیک د لویې جرګې په تالار کې جوړیږي، خو د جرګې د اجنډا، کمیسیونونو د غوراوي او د غړو د انتخاب او فلتر چارې ټولې له کندهاره ترسره کیږي».
سرچینو د جرګې د اجنډا په اړه وویل، چې « د جرګې اجنډا او هدف د حکومت رسمیت دی، وزیران او هرڅه به له سرپرستۍ راوځي».

سیاف حل و عقد شورا غواړي
د طالبانو سیاسي مخالف عبدالرب رسول سیاف د جرګې د خبر له خپرېدو وړاندې په ایران کې په یوه مرکه کې طالبانو ته وړاندیز وکړ، چې د مشروعیت او بیعت لپاره اهل حل و عقد شورا راوغواړي.
د ګلبدین حکمتیار زوی او د حزب اسلامي غړي حبیب رحمن حکمتیار د سیاف څرګندونو ته بې ځنډه غبرګون وښود او ویې ویل، چې د خلکو رایو ته رجوع کول په هېواد کې د مشروعیت د بحران یوازینۍ او منطقي حل لاره ده. هغه وویل، تېرو تجربو ښودلې چې د حل او عقد شورا ستونزې او اختلافات نه شي اوارولای.
د طالبانو سیاسي مخالفان، چې د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهه او د جنرال یاسین ضیا په مشرۍ ازادۍ جبهه پکې مخکښ رول لري، پر ازادو او ولسواکو ټاکنو ټینګار لري. احمد مسعود د سولې خبرو اترو لپاره خپل یوازینی شرط ازادې ټاکنې ګڼلې دي.
په کابل کې یوې سیاسي څېرې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، تېره اونۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هبت الله اخوندزاده له خوا جوړېدونکې جرګه به «د افغاني ډلو او نړیوالې ټولنې له خوا تایید نه شي». هغه وویل «نړیوالو سرچینو» ورته ویلي چې دمګړۍ د یوې داسې سترې شورا جوړول مطرح دي، چې د افغانانو استازولي وکړای شي. هغه څرګنده کړه چې د طالبانو مشران او یو شمیر غیر طالب کسان به په دې شورا کې غړي وي او د یوې نسبتا « لویې شورا» د جوړولو مسوولیت به پرمخ وړي.
د سرچينې په وينا، په دې « ستره شورا» کې د افغانستان د خلکو د استازو پر حضور ټينګار شوى. شورا به د اساسي قانون د مسودې لپاره یوه کمیټه وټاکي، بیا به اساسي قانون د همدې شورا له لارې تصویب شي او راتلونکی حکومت به د همدغه اساسي قانون له لارې جوړ شي.
په کابل کې دغه سیاسي څېره وايي، « نړیوالو سرچینو» ورته ویلي چې پر دې طرح کار روان دی.
دې سیاسي څېرې دا ونه ویل، چې «نړیوالې سرچینې» د کومو هېوادونو استازي دي، خو ویې ویل چې د طالبانو په مشرتابه او مدیریت جرګه به نړیواله ټولنه ونه مني.
تر اوسه هېڅ هېواد په رسمي ډول د افغانستان د اساسي قانون د طرحې لپاره د شورا جوړېدو خبره نه ده کړې. طالبانو هم په رسمي ډول د لویې جرګې د جوړولو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند وايي، روان ۱۴۰۳ کال کې یې هوايي ډکرونو او سرحدي بندرونو کې د ۳۵۱ ګرانبیه ډبرو د قاچاق مخه نیولې. عبدالله فاروفي وايی، په تېرو نږدې ۱۱ میاشتو کال یې ۴ کېلو طلا هم نیولې چې له افغانستانه د قاچاق کېدو هڅه یې کېدله.
عبدالله فاروقي نن دوشنبې « د کپ ۲۰مه» په یوه ویډیو کليپ کې ویلي چې په دغه کې یې ۴ ګیلو ګرامه لاجورد او نږدې ۳ سوه زره امریکايي ډالر او ۱۹ لکه پاکستانۍ کلدارو د قاچاق مخنوی شوی دی.
دوی همدراز زیاتوي چې د سرحدي پولیسو د مشر په لارښوونه په هوايي ډګرونو او ځمکني بندرونو کې څار زیاتېږی چې د هر ډول قاچاق مخه ونیول شي.
تر دې مخکې ولایتي طالب چارواکو هم بهر ته د توکو د قاچاق د مخنیوی خبره کړې ده.
په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کپ ۱۶ وویل، چې د بهرنیانو په ګډون یو شمېر افغانانو هم په روان کال کې هڅه کړې؛ چې د دغه ولایت د هوايي ډګر له لارې تاریخي کتابونه او فلزي اثار قاچاق کړي.
طالبان وایي، یو شمېر بهرنیانو غوښتل چې «۱۳ډوله فلزي اثار او ۴۱ تاریخي کتابونه» د احمد شاه بابا هوایي ډګر څخه قاچاق کړي؛ خو دوی یې مخنېوی کړی دی.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وايي، له هدایت الله بدري سره په لیدنه کې د قرغزستان او اذربایجان پلاویو د افغانستان په کانونو په ځانګړې توګه په تېلو او ګازو کې د پانګونې لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
دغه وزارت نن دوشنبه «د کپ ۲۰مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پرون د دې ډلې کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د اذربایجان د کانونو وزارت پخواني مرستیال ازر شکوروف او د قرغزستان د کانونو وزارت له پخواني مرستیال الماس بیک تومانوف او مل پلاویو سره په خپل دفتر کې وکتل.
طالبان د دغو دوه پلاویو په حواله وايي چې دوی په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مناسب وګڼل او په دې برخه کې یې د معیاري لابراتوار د جوړولو ژمنه وکړه.
د خبرپاڼې له مخې هدایت الله بدري به له دوی سره د کانونو له قوانینو سره سم په دې برخه کې هر ډول اړینه همکاري وکړي.
د طالبانو په دې خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دغو پلاويو د پانګونې په پرخه کې د څه ډول همکاري غوښتنه کړې ده او دکومو شرایطو له مخې پانګونه غواړي.
تر اوسه قرغزستان او اذربایجان په رسمي ډول د دې پلاویو تګ په اړه څه نه دي ویلي.

د بزنس انسایډر د خبر له مخې، په دې وروستیو کې افغانستان ته د نړۍوالو سېلانیانو، یوټیوب چلوونکو او د خواله رسنیو د فعالانو تګ راتګ زیات شوی دی.
دغه کسان چې ډېری یې لوېدیځوال دي، د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د خلکو ژوند ته انعکاس ورکوي.
خو یاده رسنۍ زیاتوي، چې دا د طالبانو د ښه تصویر وړاندې کول دي او که د هغوی د جنایتونو پټول.
یوټیوب چلوونکی نولان ساومور کاناډایي مستند جوړوونکی دی، چې افغانستان ته یې د سفر پر مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ثبت کړې دي.
د هغه ویډیوګانې د افغانستان ښکلا، دودیزه مېلمهپالنه او امنیتي حالت ښيي؛ خو د نوموړي په ویډیوګانو کې د افغان وګړو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ژوند سخت وضعیت ته اشاره نه ده شوې.
له بلې خوا د لوڅو فلمونو اداکاره ویټني رایټ هم څو ورځې وړاندې افغانستان ته سفر کړی و، چې دا سفر یې د خلکو ترمنځ د حیرانتیا او نیوکو لامل شو.
د هغې د سفر موخه لا نده روښانه؛ خو منتقدین باور لري چې دغه ډول سفرونه کولای شي د طالبانو سخت سیاستونه نرم وښيي او د هغوی د بشري حقونو د سرغړونو مسله پټه کړي.
یو تن کابل مېشتی ایان سیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، په داسې مستندونه کې د طالبانو د حاکمیت نیمګړتیاوو د پټولو کوښښ کېږي او د هغو د سختو محدودیتونو یادونه نه کېږي چې د ښځو، مذهبي لږکیو او خبریالانو پر وړاندې یې وضع کړي دي.
په داسې حال کې چې نړۍواله ټولنه پر طالبانو د فشار راوړلو هڅه کوي؛ خو افغانستان ته د لوېدیځو هېوادونو یوټیوب چلوونکو او سېلانیانو سفرونه دا پوښتنې راپورته کوي، چې ایا دا د طالبانو د مشروعیت پیاوړتیا ده او که د حقایقو د پټولو یو نوې بڼه ده؟
