نوموړې د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) په خپلې وینا کې زیاته کړې، چې افغان ولس په خپل شخصي ژوند کې د طالبانو له مداخلې او د بنسټیزو حقونو تر پښو لاندې کولو له امله له دغې ډلې څخه سخت ناراضه دي.
هغې په دې تړاو وویل: «ډېری افغانان یوناما ته مراجعه کوي او غواړي چې دغه دفتر د هغوی اندېښنې له تاسې سره شریکې کړي. هغوی د طالبانو له خوا په شخصي چارو کې له مداخلې څخه سخت ناراضه او اندېښمن دي چې افغانستان به د نړۍ د هېوادونو په منځ کې لا منزوي شي.»
د اوتونبایوا په وینا، طالبان د نړۍ له هېوادونو سره په خپل تعامل کې پر یو لړ نړۍوالو اصولو لکه د افغانستان پر ملي حاکمیت ټینګار کوي، خو د افغانستان دولت نورو ژمنو ته پاملرنه نهکوي.
نوموړې دغه راز څرګنده کړې: «طالبان له نړۍ سره د تعامل غوښتونکي دي، خو دا طالب چاروکو پورې تړاو لري چې ایا دوی غواړي له نړۍوال نظام سره یوځای شي او ایا اړین ګامونه به پورته کړي او که نه.»
هغې ویلي، چې له افغانستان سره په تعامل کې بايد د افغانانو، نړۍوالې ټولنې او طالبانو ګټې په نظر کې ونیول شي.
د روزا اوتونبایوا په وینا، ډېری هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې له طالبانو سره سیاسي تعامل ګټه نهلري او ټینګار کوي، چې له یادې ډلې سره د تعامل فضا نوره هم محدوده شوې او نړۍ خپل صبر له لاسه ورکوي.
نوموړې ویلي، چې له نړۍ سره د طالبانو د تعامل په لرېوالي کېدو سره،«د دغې ډلې سختدریځه چارواکي لا زوړو کوي او پر ولس پراخ محدودیتونه لګوي.»
روزا اوتونبایوا د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر قانون ته په اشارې سره دغه قانون زیانرسونکی ګڼلی او په وینا یې، یاد قانون څرګندوي چې د دغې ډلې د ايډیالوژۍ لومړیتوب دی.
د ملګرو ملتونو استازې د بشري حقونو د رعایت پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي دي، چې نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان بېرته ستنېدل له دې مسئلې پرته ناشونی دی.
هغې د اسلامي همکاریو سازمان هڅو او په پاکستان کې د اسلامي علماوو ځانګړې غونډې ته په اشارې ویلي، چې د دې غونډې پرېکړو د ښځو د حقونو په تړاو د طالبانو د دریځ پر بدلون هېڅ اغېزه نهده کړې.
نوموړې ویلی، چې طالبانو برعکس محدودیتونه ډېر کړي او ان د طبي زدهکړو د مرکزونو دروازې یې تړلي، چې له افغان مېرمنو څخه یې د زدهکړې وروستۍ امکان هم له منځه وړی دی.
د یوناما مشرې په افغانستان کې د مېندو او ماشومانو د مړینې لوړې کچې ته په اشارې خبرداری ورکړی، چې د ښځو او نجونو لپاره د طبي زدهکړو بندیز به د ټولنې پر روغتیا نه جبرانېدونکي اغېزې ولري.
د نړۍوالو مرستو کمښت او امنیتي اندېښنې
د ملګرو ملتونو استازې د نړۍوالو مرستو د کمېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ویلي یې دي، چې د دغو مرستو بندېدل یا کمېدل به د افغانستان بېثباته او نازک وضعیت لا پسې خراب کړي او ترسره شوي محدود پرمختګونه به هم له منځه یوسي.
روزا اوتونبایوا ټینګار کړی، چې افغان ولس به په داسې شرایطو کې له کډوالۍ پرته بله لاره ونهلري.
هغې همداراز د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او زیاتوي، چې پر دغه هېواد د طالبانو د بشپړ کنټرول سره-سره، ځانمرګي بریدونه او امنیتي پېښې لا هم دوام لري.
روزا اوتونبایوا په کندوز کې پر طالبانو او د دې ډلې د ښار جوړونې په وزارت کې وروستیو بریدونو ته په اشارې ټینګار کړی، چې هېوادونه د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښمن دي او له ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د دغې ډلې پر وړتیا او ژمنتیا شک لري.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ (کب ۲۰مه) د افغانستان د وضعیت په تړاو یوه بله غونډه جوړه کړه چې پهکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایواد دغه هېواد په هکله خپل راپور وړاندې کړ.