امنیت شورا کې د امریکا استازې: له طالبانو سره د اړیکو عاديکېدل ناشونې ده

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ سرپرسته «ډوروټي کمېل شي» وايي، چې هېواد یې پر طالبانو باور نهلري او له دغې ډلې سره د اړیکو عاديکېدل ناشونې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ سرپرسته «ډوروټي کمېل شي» وايي، چې هېواد یې پر طالبانو باور نهلري او له دغې ډلې سره د اړیکو عاديکېدل ناشونې ده.
نوموړې د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې شته ګواښونه د دغه سازمان لپاره د اندېښنې وړ دي.
مېرمن شي څرګنده کړې:«پر داسې ډلې باور نهشو کولای چې په تېرو وختونو کې د امریکایانو د برمتهکېدو او ترهګرو ډلو ته د پناهورکونې مخینه لري.»
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ سرپرستې له طالبانو غوښتي، چې د داعش-خراسان پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي او اجازه دې نه ورکوي څو افغانستان د ترهګرو ډلو پر پټنځای بدل شي.
هغې زیاته کړې: «په افغانستان کې شته امنیتي ګواښونه لا هم په سیمه کې د بېثباتۍ یو عامل دی. موږ د داعش-خراسان له پولې بهر د ګواښ په تړاو اندېښمن یو چې په افغانستان او پاکستان کې حضور لري.»
ورته مهال، د امریکا استازې د دوحې غونډه چې تر اوسه درې ځله د طالبانو د سیاستونو د بدلون او له دغې ډلې سره د تعامل په هکله ترسره شوې، شکمنه بللې ده.
مېرمن شي په همدې تړاو ویلي: «متحده ایالات د طالبانو په تړاو بدبین دي او فکر نه کوي چې دا ډله به په ښه نیت سره په دغه بهیر کې ګډون وکړي.»
د طالبانو پلاوي وروستی ځل د چنګاښ میاشتې پرمهال په دوحه کې د ملګرو ملتونو په درېیمه غونډه کې ګډون وکړ او دغې ډلې پر ملګرو ملتونو فشار راوړ، څو د افغانستان د سیاسي او مدني ټولنې استازو ته په دې غونډه کې د ګډون اجازه ورنهکړي.
ذبیحالله مجاهد په دې غونډه کې د خپل ګډون په تړاو ویلي و: «موږ غواړو چې د ملګرو ملتونو د ښکېلو هېوادونو او د نړۍ د ټولو هېوادونو په ګډون له افغانستان سره د مثبت او رغنده تعامل اړوند موضوعات حل کړو او د اقتصادي وضعیت ښهوالي او هر اړخیز ثبات لپاره یوه ګډه لاره ومومو.»
د یادونې ده، چې پرون (دوشنبه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه وکړه، چې پهکې د پاکستان، چین او روسیې په ګډون د یادې شورا د غړو هېوادونو یو شمېر استازو د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو خبرېاترې وکړې.
په دې غونډه کې د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي، چې طالبان د داعش-خراسان په کابو کېدو کې ناکام دي او دغه ډله د طالبانو د ادارې لپاره پر یوې جدي ننګونې بدله شوې ده.
اکرم په یاده غونډه کې په کرمان، مسکو او پېښور کې د داعش-خراسان خونړیو بریدونو ته په اشارې سره طالبان د دغې ډلې په کابو کېدو او مبارزه کې ناکام بللي دي.