• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین: د طالبانو پر لوړپوړو چارواکو دې د سفر بندیز لرې شي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۱:۰۸ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو کانګ د افغانستان په تړاو د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې له غړو هېوادونو غوښتي، چې د طالب لوړپوړو چارواکو د سفر بندیز معافیت دې په پام کې ونیول شي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) یادې شورا ته ویلي، چې د طالبانو د بندیزونو نوملړ دې وځنډوي څو له دغې ډلې سره لا ډېر تعامل ته زمینه برابره شي.

فو کانګ زیاته کړې، چې له طالبانو سره د تعامل بهیر باید دوام ولري او په وینا یې تېرکال ډېرو هېوادونو له دغې ډلې سره په خبرواترو او همکارۍ کې ونډه اخیستې ده.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي، چې طالبان او د نړۍ حکومتونه بايد د يو بل غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

د چین سفیر زیاته کړې ده: «د امنیت شورا باید د افغانستان د موقت حکومت چارواکو [طالبانو] لپاره د سفر بندیز معافیت بېرته رامنځته کړي او ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک بندیزونه دې وځنډوي، ترڅو له طالبانو سره تعامل ته زمینه برابره شي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک کې د طالبانو اړوندو کسانو، ډلو، موسسو او بنسټونو د شتمنیو کنګل کېدل، د سفر او وسلو بندیز شامل دی.

په امنیت شورا کې تر اوسه پورې پر طالبانو د بندیزونو د کموالي په تړاو کوم ټولییز نظر نه شته.

لوېدیځ هېوادونه ان روسیه او چین هم له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو په تړاو اندېښمن دي.

همداراز، د نړۍ هېوادونو له طالبانو غوښتي چې د رسمیت پېژندنې لپاره د ښځو بنسټیزو حقونو ته د درناوي په ګډون د افغانستان له نړۍوالو ژمنو سره سم، عمل وکړي.

د چین استازي د افغان نفوس د یوې لویې برخې لپاره د مرستو اړتیا ته په پام زیاته کړې، چې نړۍ په ځانګړې توګه لوېدیځ هېوادونه دې له سیاسي ملاحظاتو پرته له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

هغه د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې ویلي، چې ۲۳ مېلیونه افغانان نړۍوالو بشرپاله مرستو ته اړتیا لري.

فو کانګ د امریکا د نوم له یادونې پرته له دغه هېواد څخه غوښتي، چې افغانستان ته د بشرپاله مرستو د بندیز پر سیاست دې له سره غور وکړي.

هغه ویلي، «سنتي مرسته‌کوونکي» - متحده‌ایالات او اروپا - باید له افغانستان سره له دې امله چې هلته یې ستونزې رامنځته کړي، مرسته وکړي.

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور ردوی، په ملګرو ملتونو کې د چین استازي له دغې ډلې غوښتي، چې ترهګرې ډلې وځپي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

منیر اکرم: داعش د طالبانو لپاره پر یوې جدي ننګونې بدله شوې

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۴۴ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم وايي، چې طالبان د داعش-خراسان په کابو کېدو کې ناکام دي او دغه ډله د طالبانو د ادارې لپاره پر یوې جدي ننګونې بدله شوې ده.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) د امنیت شورا غونډې پرمهال ټینګار کړی، چې په افغانستان کې له ۲۰څخه د ډېرو ترهګرو ډلو حضور، د ټولې سیمې لپاره یو ګواښ دی.

اکرم په یاده غونډه کې په کرمان، مسکو او پېښور کې د داعش-خراسان خونړیو بریدونو ته په اشارې سره طالبان د دغې ډلې په کابو کېدو او مبارزه کې ناکام بللي دي.

د پاکستان استازی وايي، چې طالبان له داعش-خراسان سره د مبارزې ادعا کوي، خو د نورو ترهګرو ډلو لکه القاعده، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو غورځنګ پر وړاندې پاملرنه نه‌لري.

هغه ویلي، پاکستان به د نورو هېوادونو په همکارۍ د دوحې بهیر په چوکاټ کې يوه ځانګړې ډله جوړه کړي، څو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه په سمه توګه مخته لاړه شي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي زیاته کړې، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې د چین، روسیې او ایران یوه ګډه اندېښنه ده.

منیر اکرم همداراز ادعا کړې، چې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې له شاوخوا شپږ زرو سرتېرو سره فعال ده او وايي، چې له القاعدې سره د دغې ډلې د اړیکې له امله د سیمې هېوادونو لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.

همداراز نوموړي د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز ته په اشارې څرګنده کړې، چې د طالبانو ملاتړلرونکي ډلې هڅه کوي، څو دا لویه بنسټیزه او پرمختیایي بهیر له ننګونو سره مخ کړي.

د پاکستان استازي په افغانستان کې د لوېدیځو پوځونو پاتې‌شویو وسلو په تړاو هم اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي، چې دا وسلې دې د ترهګرو ډلو له لاسونو څخه بېرته واخلي.

منیر اکرم په اسلام‌اباد کې د اسلامي علماوو وروستۍ غونډې ته په اشارې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه د اسلامي اصولو او د افغانستان د نړۍوالو ژمنو پر خلاف بللې دي.

ورته مهال، منیر اکرم د خپلې وینا په یوې برخه کې له افغان کډوالو غوښتي چې له پاکستان څخه ووځي.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) د افغانستان د وضعیت په تړاو یوه بله غونډه هم جوړه کړې، چې په‌کې د پاکستان استازي خپلې څرګندونې کړې دي.

روزا اوتونبایوا: افغانان په خپل شخصي ژوند کې د طالبانو له مداخلې سخت ناراضه دي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د دغه سازمان په امنیت شورا کې ویلي، چې طالبان تر دې دمه په نړۍواله ټولنه کې د يوځای‌کېدو لپاره جدي نه‌دي.

نوموړې د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) په خپلې وینا کې زیاته کړې، چې افغان ولس په خپل شخصي ژوند کې د طالبانو له مداخلې او د بنسټیزو حقونو تر پښو لاندې کولو له امله له دغې ډلې څخه سخت ناراضه دي.

هغې په دې تړاو وویل: «ډېری افغانان یوناما ته مراجعه کوي او غواړي چې دغه دفتر د هغوی اندېښنې له تاسې سره شریکې کړي. هغوی د طالبانو له خوا په شخصي چارو کې له مداخلې څخه سخت ناراضه او اندېښمن دي چې افغانستان به د نړۍ د هېوادونو په منځ کې لا منزوي شي.»

د اوتونبایوا په وینا، طالبان د نړۍ له هېوادونو سره په خپل تعامل کې پر یو لړ نړۍوالو اصولو لکه د افغانستان پر ملي حاکمیت ټینګار کوي، خو د افغانستان دولت نورو ژمنو ته پاملرنه نه‌کوي.

نوموړې دغه راز څرګنده کړې: «طالبان له نړۍ سره د تعامل غوښتونکي دي، خو دا طالب چاروکو پورې تړاو لري چې ایا دوی غواړي له نړۍوال نظام سره یوځای شي او ایا اړین ګامونه به پورته کړي او که نه.»

هغې ویلي، چې له افغانستان سره په تعامل کې بايد د افغانانو، نړۍوالې ټولنې او طالبانو ګټې په نظر کې ونیول شي.

د روزا اوتونبایوا په وینا، ډېری هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې له طالبانو سره سیاسي تعامل ګټه نه‌لري او ټینګار کوي، چې له یادې ډلې سره د تعامل فضا نوره هم محدوده شوې او نړۍ خپل صبر له لاسه ورکوي.

نوموړې ویلي، چې له نړۍ سره د طالبانو د تعامل په لرېوالي کېدو سره،«د دغې ډلې سخت‌دریځه چارواکي لا زوړو کوي او پر ولس پراخ محدودیتونه لګوي.»

روزا اوتونبایوا د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون ته په اشارې سره دغه قانون زیان‌رسونکی ګڼلی او په وینا یې، یاد قانون څرګندوي چې د دغې ډلې د ايډیالوژۍ لومړیتوب دی.

د ملګرو ملتونو استازې د بشري حقونو د رعایت پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي دي، چې نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان بېرته ستنېدل له دې مسئلې پرته ناشونی دی.

هغې د اسلامي همکاریو سازمان هڅو او په پاکستان کې د اسلامي علماوو ځانګړې غونډې ته په اشارې ویلي، چې د دې غونډې پرېکړو د ښځو د حقونو په تړاو د طالبانو د دریځ پر بدلون هېڅ اغېزه نه‌ده کړې.

نوموړې ویلی، چې طالبانو برعکس محدودیتونه ډېر کړي او ان د طبي زده‌کړو د مرکزونو دروازې یې تړلي، چې له افغان مېرمنو څخه یې د زده‌کړې وروستۍ امکان هم له منځه وړی دی.

د یوناما مشرې په ​​افغانستان کې د مېندو او ماشومانو د مړینې لوړې کچې ته په اشارې خبرداری ورکړی، چې د ښځو او نجونو لپاره د طبي زده‌کړو بندیز به د ټولنې پر روغتیا نه جبرانېدونکي اغېزې ولري.

د نړۍوالو مرستو کمښت او امنیتي اندېښنې

د ملګرو ملتونو استازې د نړۍوالو مرستو د کمېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ویلي یې دي، چې د دغو مرستو بندېدل یا کمېدل به د افغانستان بې‌ثباته او نازک وضعیت لا پسې خراب کړي او ترسره شوي محدود پرمختګونه به هم له منځه یوسي.

روزا اوتونبایوا ټینګار کړی، چې افغان ولس به په داسې شرایطو کې له کډوالۍ پرته بله لاره ونه‌لري.

هغې همداراز د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او زیاتوي، چې پر دغه هېواد د طالبانو د بشپړ کنټرول سره-سره، ځانمرګي بریدونه او امنیتي پېښې لا هم دوام لري.

روزا اوتونبایوا په ​​کندوز کې پر طالبانو او د دې ډلې د ښار جوړونې په وزارت کې وروستیو بریدونو ته په اشارې ټینګار کړی، چې هېوادونه د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښمن دي او له ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د دغې ډلې پر وړتیا او ژمنتیا شک لري.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ (کب ۲۰مه) د افغانستان د وضعیت په تړاو یوه بله غونډه جوړه کړه چې په‌کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایواد دغه هېواد په هکله خپل راپور وړاندې کړ.

د امریکا د کانګرس غړی: د افغانانو پر سفر بندیز د ارزښتونو او ګټو خلاف اقدام دی

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۰

امریکا ته پر افغانانو د سفر بندیز په تړاو د رویټرز خبري اژانس د راپور له خپرېدو سره جوخت، د متحده‌ایالاتو د کانګرس ډېموکراټ غړي راجا کرېشنا مورټي ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک کې نوموړي هېواد ته د افغانانو د سفر بندیز د ارزښتونو او ګټو خلاف اقدام بللی دی.

هغه دغه لیک د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې هم خپور کړی او په‌کې ټینګار شوی، چې دا بندیز کولای شي د ښځینه‌وو او پخوانیو ژباړونکو په ګډون د امریکا متحده‌ایالاتو د زرګونو همکارانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

راجا کرېشنا مورټي همداراز خبرداری ورکړی، چې دا ډول سیاستونه به نه یوازې د امریکا ملي امنیت ته زیان ورسوي، بلکې د دغه هېواد پر اقتصاد به هم ناوړه اغېزه وکړي.

د دغه لیک لیکوال د ډونالډ ټرمپ په واکمنۍ کې پر «مسلمانانو بندیز» ته په اشارې دغه سیاست تبعیضي بللی او ویلي یې دي، ډېر شمېر امریکایان چمتو دي چې یو ځل بیا د دغې پرېکړې پر خلاف د اعتراض غږ پورته کړي.

هغه له ټرمپ څخه غوښتي، چې د کډوالو پر وړاندې د دروازو د بندولو پر ځای دې داسې سیاست غوره کړي، چې ټولو هغو کسانو ته چې له قانوني لاروچارو متحده‌ایالاتو ته د سفر یا مېشتېدو هوډ لري، له هرکلي سره مخ شي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې په متحده‌ایالاتو کې د کډوالۍ سیاستونو په تړاو اندېښنې دوام لري او د کارپوهانو په اند، دا ډول اقدامات کولای شي د امریکا پر نړۍوالو اړیکو ناوړه اغېزې وکړي.

له دې مخکې د امریکا کانګرس یوې غړې دوریس ماتسویي د هغو افغانانو پر ملاتړ ټینګار کړی و، چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه همکاري کړې او په وینا یې، امریکا دې د هغوی لپاره د خوندیتوب اقدام وکړي.

د یادونې ده، چې څه موده مخکې رویټرز خبري اژانس د خپلو لږترلږه درېیو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ښايي امریکا ته د افغانانو او پاکستانیانو پر سفر بندیز ولګول شي.

طالبان: افغانستان او عمان به د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پرانیزي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د عمان په پلازمېنه مسقط کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره په لیدنه کې په دوه اړخیزه اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په افغاانستان کې د عماني سوداګرو لپاره د پانګونې ښه فرصت دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په خپل اېکس کې لیکلي، چې په ناسته کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي.

امیر خان متقي په دې کتنه کې ویلي: «افغانستان د بهرنۍ پانګونې په ځانګړې توګه د عمان د سلطنت او عماني سوداګرو لپاره د پانګونې ښه فرصت دی.»

دواړو لوریو د عمان د کار د ویزو د ورکړې، عمان ته د افغاني توکو د صادراتو د زمینې د برابرېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنې د پیلېدو او د اړوندو اسانتیاوو د رامنځته کېدو په اړه خبرې کړي او یاد موارد یې د لومړیتوبونو په توگه یاد کړي، چي گډ کار به ورباندي وکړي.

په دغه ناسته کې د عمان هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې غواړي له افغانستان سره، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د عمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال کابل ته په خپل سفر کې د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیرانو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له غړو سره په کتنه کې د کانونو او د نړۍوالو لابراتوارونو د جوړېدو په برخه کې د دغه هېواد د سوداګرو د لېوالتیا په تړاو خبرې کړې دي.

‏یاده دې وي، چې د عمان شاهي دولت که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د رسمیت نه پېژندو سره یې په ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۷ مه د دغه هېواد په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازي ته وسپاره.

خلیلزاد د تورخم کړکېچ ته په اشارې: افغانستان ولې باید سرحدي تاسیسات ونه‌لري؟

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۱۴ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو له‌خوا د سرحدي پوستو له جوړولو ملاتړ کړی دی.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وروستیو نښتو ته په شارې زیاته کړې، چې ولې باید افغانستان دا ډول تاسیستات ونه‌لري.

خلیلزادلیکلي دي: «روانې نښتې له دې امله دي چې پاکستان غواړي د یوې نوې پوستې د جوړولو او د افغانستان له‌خوا د شته پوستې د پیاوړتیا مخنیوی وکړي.»

هغه د طالبانو له اقداماتو په ملاتړ سره څرګنده کړې ده: «پاکستان په خپل اړخ کې امنیتي پوستې لري. ولې باید افغانان په خپل هېواد کې داسې پوستې ونه‌لري؟»

ورته مهال، پاکستاني امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو نن (دوشنبه) د یوې پوستې د جوړولو کار له سره پیل کړ او زیاتوي، چې دا اقدام د پروني اوربند د هوکړې پر خلاف ترسره کېږي.

پرون په تورخم کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د کرښې دواړو خواوو ولسونو او سوداګرو استازو ترمنځ د جرګې لومړۍ غونډه پای ته ورسېده او د مارچ تر ۱۱مې پر اوربند هوکړه شوې ده.

دغې جرګې پرېکړه کړې، تر هغه چې پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو شخړه حل نه شي تورخم دروازه به تړلې پاتې وي.

د سرچینو په وینا، دروازې ته نږدې د ترینګلتیاوو د پای ته رسولو په موخه د کرښې د دواړو خواوو قومي مشران، دیني عالمان او یو شمېر سوداګر په یوې جرګه کې سره راټول شوي وو.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، دا خبرې اترې په ډیورنډ کرښه کې شوي چې د افغانستان له لوري په جرګه کې ۳۵ غړو او له ډیورنډ کرښې پورې د پاکستان په استازیتوب ۲۲ کسانو برخه اخیستې وه.

د یادونې ده، چې د تورخم دروازه د روانې فېبرورۍ میاشتې له ۲۱مې راپدېخوا تړلې او لامل یې پر ډیورنډ کرښه د دواړو خواوو ترمنځ د نویو تاسیساتو پر سر اختلافات بلل کېږي.