د خوړو نړۍوال پروګرام: په تورخم کې مو په بشري مرستو بار لارۍ بندې پاتې دي

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د تورخم تړل پاتې کېدو له امله د بشري مرستو د لاریو په ګډون زرګونه لارۍ په دواړو خواوو کې بندې پاتې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د تورخم تړل پاتې کېدو له امله د بشري مرستو د لاریو په ګډون زرګونه لارۍ په دواړو خواوو کې بندې پاتې دي.
د تورخم دروازه د تېرې (فبرورۍ له ۲۱مې نېټې) راهیسې تړلې ده، چې لامل یې پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوو تاسیساتو پر سر اختلافات ښودل شوي دي.
د خوړو نړۍوال پرواګرام د فبرورۍ میاشتې په خپور شوي راپور کې ویلي، چې دغه لارۍ په خوراکي توکو او نورو سوداګریزو او بشري مرستو بار دي.
بشري مرستې
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په تېرې فبرورۍ میاشت کې یې له شاوخوا ۷.۵ مېلیونه خلکو سره مرسته کړې ده.
په دغه راپور کې راغلي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام تېره میاشت په افغانستان کې ۶ مېلیونه خلکو ته ژمنۍ د ژوند ژغورنې بېړنۍ خوراکي مرستې هم رسولې دي.
د دغه پروګرام په وینا، په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۲۲.۹ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
راپور کاږي، چې په تېره میاشت کې درنو ورښتونو او سېلابونو د افغانستان سوېلي او لوېدیځ ولایتونو اغېزمن کړل چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰ تنه مړه او ټپیان شول.
د راپور له مخې، په دغو ولایتونو کې د بشري مرستو اړمنو کسانو د شمېر معلومولو لپاره ارزونې روانې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وړاندې کاږي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو نوې څپه پیل کړې ده چې له مخې به یې په دغه هېواد کې مېشت ۸۰۰زره د اې سي سي کارت لرونکي افغان کډوال اغېزمن کړي.
راپور زیاتوي، چې نږدې یو مېلیون افغانان د ۲۰۲۳کال اکتوبر راهیسې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې په خپلې وروستۍ سرمقاله کې لیکلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان اوس د سیمې لپاره د امنیتي ستونزو پر یو خطرناک مرکز بدل شوی او د ایران په ګډون یې د ګاونډیو هېوادونو امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
ورځپاڼه زیاتوي، طالبانو چې یو وخت یې د پاکستان پراخ ملاتړ لاره؛ اوس په پراخه کچه د «ټيټيپي» ملاتړ کوي او هڅه یې دا ده، چې د دوی په څېر په یاد هېواد کې هم د «پاکستان اسلامي امارت» تر نامه لاندې حکومت رامنځته کړي.
راپور کاږي، د ایران حکومت په داسې حال کې طالبانو ته مشروعیت ورکړی چې یاده ډله په ښکاره توګه د «ټيټيپي» ملاتړ کوي او یاده ډله غواړي په پاکستان کې د «اسلامي امارت» تر چتر لاندې حکومت رامنځته کړي.
د جمهوري اسلامي ورځپاڼې په باور «ټيټيپي» هڅه کوي په پاکستان کې داسې حکومت رامنځته کړي چې د اسلامي شریعت سختدریځه تفسیر پر بنسټ ولاړ وي. دې حالت نه یوازې د پاکستان دننه امنیت ته تاوان رسولی؛ بلکې د ټولې سیمې ټیکاو یې هم له ګواښ سره مخ کړی دی.
ورځپاڼه زیاتوي، ایران هم د طالبانو له لوري له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دی.
د راپور له مخې ډېر شمېر افغانان ایران ته داخل شوي، چې ځینې یې له وسلو او مهماتو سره له پولې ور اوښتي او ادعا کېږي چې د ایران ضد دریځونه لري.
په سرمقاله کې د ایران سمنان ولایت په یوه وروستۍ پېښه کې د یوه افغان کاريګر لهخوا د یوه ایراني هټۍوال د وژل کېدو یادونه شوې.
جمهوري اسلامي ورځپاڼې زیاته کړې، چې د افغان کډوالو په منځ کې د وسلهوالو او افراطي کسانو حضور په دغه هېواد کې امنیتي اندېښنې لا زیاتې کړې دي.
د ورځپاڼې له مخې، اوسمهال د ایران څه باندې لس سلنه نفوس افغان کډوال جوړوي چې دا سلنه د ملګرو ملتونو د ثبت شویو کډوالو پرتله درې سلنه لوړه ده.
د ایران دننه کارپوهان په دې باور دي، چې د دوی حکومت د امنیتي او کډوالۍ ستونزو په حل کې پاتې راغلی.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، که دغه ګواښونه جدي ونه نیول شي؛ نو پایلې به یې نه یوازې افغانستان او پاکستان ته محدودې پاتې شي، بلکې د سیمو ټولو هېوادونو په ګډون به ایران هم له ستر امنیتي ناورین سره مخ کړي.
یاده ورځپاڼه همدا راز کاږي، هند لا تر اوسه پورې هم په دې نه دي قانع چې طالبان په رسمیت وپېژني؛ ځکه دوی باور لري چې افغانستان کې اوس هم «۲۵ ترهګرې ډلې» فعالې دي.

هندي رسنۍ ټاېمز اف اېنډیا په خپلې یوې مقاله کې ټینګار کړی، چې پاکستان دا مهال د څلورو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو له کبله له جدي امنیتي ناورین سره مخ دی چې د تېرو څو لسیزو پرتله تر ټولو خطرناک او بې ساری بلل کېږي.
یادې رسنۍ ویلي، چې په پاکستان کې د «ټيټيپي»، د پلوڅ بېلتون پالو، داعش خراسان څانګې او د افغان طالبانو غیر مستقیم نفوذ په یاد هېواد کې وسلهوالې شخړې زیاتې کړې دي.
که څه هم یادې ډلې جلا جلا موخې لري؛ خو په ګډه یې د پاکستان امنیت، اقتصاد او واکمني له ګواښ سره مخ کړې ده.
د نړۍوال ترهګرۍ شاخص د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله مرګ ژوبله ۴۵ سلنه زیاته شوې ده.
د ۲۰۲۳ کال پرتله چې ۷۴۸ کسان وژل شوي وو، دغه شمېره په ۲۰۲۴ کال کې ۱۰۸۱ کسانو ته رسېدلې ده.
د افغان طالبانو رول؛ ټيټيپي ته خوندي پناه ځایونه ورکول
د ټاېمز اف اېنډیا د مقالې له مخې، که څه هم افغان طالبان په مستقیم ډول پاکستان نه په نښه کوي؛ خو د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د مالي او لوژستیکي ملاتړ تورونه پرې لګول شوي دي.
دغه وسلهواله ډله چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له واکمنۍ راهیسې زړوره شوې، په پاکستان کې یې خپل بریدونه چټک او پراخ کړي دي.
ډیورنډ کرښه د «ټيټيپي» جنګیالیو لپاره لوژستیکي مرکز ګرځېدلې.
د ملګرو ملتونو یوه وروستۍ څېړنه چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشتې کې خپره شوې، ښيي چې افغان طالبانو «ټيټيپي» ته اجازه ورکړې چې په کونړ او ننګرهار کې خپل روزنیز کمپونه پرانیزي. همدا لامل دی، چې دغه ډله نه یوازې بیا تنظیم شوې؛ بلکې خپل مرګوني بریدونه یې هم زیات کړي دي.
د وسلهوالو ډلو همکاري؛ پاکستان ته څو اړخیز ګواښ
د هندي رسنۍ مقاله زیاتوي، اوس داسې ښکاري چې څلور وسلهوالې ډلې سره له دې چې جلا کار کوي؛ خو د پاکستان د امنیتي کمزورۍ له فرصته په ګټې اخیستو سره یې غیرمستقیمه همغږي رامنځته کړې او خپلو بریدونو ته یې زور ورکړی دی.
د پاکستاني طالبانو تحریک: په ۲۰۲۴ کال کې دغه ډله د ۵۵۸ کسانو د وژلو مسووله بلل شوې او ټولټال یې د ۴۸۲ بریدونه کړي دي.
دغه بریدونه چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی، اکثره په خیبر پښتونخوا او د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې شوي.
د «ټي ټي پي» جنګیالي له افغانستانه په ازاده توګه پاکستان ته راوړي او چریکي بریدونه کوي.
د بلوچستان ازادۍ پوځ: دغه ډله د پاکستان د دولتي تاسیساتو، امنیتي ځواکونو او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژو ته زیان رسوي.
د بلوچستان په یوه اورګاډي وروستی برید او د جنورۍ په میاشت کې په کوټه کې ځانمرګي برید چې ۲۵ کسان پکې ووژل شول؛ دا ثابته کړې چې بلوڅ بېلتون پاله ډله د پاکستان اقتصادي ګټو ته تاوان رسوي.
داعش خراسان څانګه: داعش خراسان هم خپل حضور په پاکستان کې پراخ کړی دی.
دغه ډله، چې د فرقهيي بریدونو لپاره بدنامه ده؛ (د فبرورۍ په ۲۸مه) یې د خیبر پښتونخوا په یوه دیني مدرسه کې ځانمرګی برید وکړ، چې ۶ کسان پکې ووژل شول او په وژل شویو کې د طالبانو ملاتړی یو مشهور دیني عالم مولانا حامد الحق هم شامل و.
افغان طالبان: که څه هم افغان طالبان په مستقیم ډول پاکستان ته ګواښ نه کوي؛ خو له «ټيټيپي» سره یې ملاتړ، د پاکستان امنیتي ستونزه لا پېچلې کړې ده.
اسلاماباد څو ځله له کابل غوښتي، چې د یادې وسله الې ډلې پر پټنځایونو عملیات وکړي؛ خو دغه غوښتنې تر اوسه بېځوابه پاتې دي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې نورې هم ترینګلې کړې دي.
ټاېمز اف اېنډیا خبرداری ورکړی، که پاکستان د ترهګرۍ ضد ژوره تګلاره غوره نه کړي؛ نو دا به له سختې بې ثباتۍ، اقتصادي کړکېچ او ان د ټوټه کېدو له ګواښ سره مخ شي.
په مقاله کې خبرداری ورکړل شوی، که دغه سناریو رامنځته شي؛ نو د پاکستان او سیمې په ګډون د نړۍ امنیت ته جدی ګواښونه پېښولای شي.

په سریلانکا کې د افغانستان پخواني سفیر او د بېځایه شویو نړۍوال سازمان مشر محمداشرف حیدري له نړۍوالې ټولنې او ډونالډ ټرمپ غوښتي، د هغو طالبانو په ګډون چې د افغانانو سره د روغې جوړې لېواله دي؛ د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بیا پیل ملاتړ وکړي.
نوموړي د افغانستان انټرنشل راډیو سره په مرکه کې ویلي، دغه خبرې اترې باید د یوه مشروع او پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لامل شي چې د ملګرو ملتونو د منشور سره سم د افغانانو او نړۍوالې ټولنې لپاره د منلو وړ وي.
هغه وړاندې د افغانانو د کډوالېدو په اړه وایي، په افغانستان کې د بشري ناورین له امله افغانان خپل هېواد پرېږدي.
هغه زیاته کړې، چې سیاسي بې ثباتۍ، امنیتي ننګونې، بد اقتصادي وضعیت او له بشري حقونو سرغړونې هغه لاملونه دي، چې هره ورځ زرګونه افغانان او په ځانګړې توګه ښځې او ځوانان هېواد پېښودو ته اړ باسي.
هغه وړاندې وایي، تر هغه چې د افغانستان د شته ننګونو اصلي لاملونه حل نشي؛ ناورین به دوام ومومي.
هغه ټینګار وکړ، چې د دوامداره حل پرته به لا ډېر افغانان اړ شي چې خپل هېواد پرېږدي چې دا به د بشري ناورین د لا زیاتوالي لامل شي.
هغه وایي، چې د افغانستان د ټیکاو لپاره د دغو ستونزو حل اړینو اقداماتو ته اړتیا لري.

د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپل وايي، فوټبال یوازې یوه لوبه نه ده؛ بلکې د طالبانو پر ضد د مبارزې او د ښځو د حقونو د غوښتلو یوه لاره ده.
خالدې پوپل دغه څرګندونې د اېټالیې په میلان ښار کې د «نویو زړورو اتلانو» په نامه یوې غونډې ته کړې دي.
د ښځینهو د فوټبال ملي لوبډلې دغه غړې په خپله وینا کې ویلي، له هغه وخت راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلې؛ ښځې له سختو محدودیتونو سره مخامخ شوې، نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي، لوبغالي د ښځو پر مخ تړل شوي او هر ډول ټولنیز فعالیتونه پرې بند شوي دي.
هغې زیاته کړه:« دا هر څه د دې لپاره کېږي، چې طالبان غواړي ښځې له ټولنې وباسي او غږ یې دب کړي».
خالده پوپل وایي، که څه هم یو شمېر افغان ښځې له هېواده وتلې دي؛ خو دا مانا نه لري چې مبارزه یې پای ته رسېدلې ده.
هغې وویل:« مقاومت یوازې په جګړه کې نه وي؛ بلکې هر ځای، ان د فوټبال په ډګر کې هم مبارزه کولای شو».
د ملي لوبډلې د دغې پخوانۍ لوبډلمشرې په بارو، فوټبال د افغان نجونو لپاره یوازې د ساعت تېرۍ وسیله نه وه؛ بلکې دا ورزش د هغوی د زړورتیا، خپلواکۍ او غږ پورته کولو یوه لاره و، خو طالبانو پر ښځو دغه لوبه هم بنده کړې ده.
هغې په ټینګار سره وویل، چې طالبانو د ښځینه فوټبالرانو لوبډلې ختمې کړې، ښځینه ورشکارانې یې وېرولي او له همدې امله ځېنې نجونې اړې شوې چې له خپل هېواده بهر د کډوالۍ ژوند غوره کړي.
خالدې پوپل اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو وضعیت لا هم خراب دی.
د هغې په خبره، د دوی پېغام روښانه دی او طالبان نشي کولای چې په دغو روانو بندیزونو د ښځو ارادې ماتې کړي؛ بلکې په کور دننه او بهر به د دغو بې عدالتیو پر وړاندې مبارزې روانې وي.
طالبانو نه یوازې پر فوټبال بلکې د کرېکټ په ګډون پر نجونو د ټولو ورزشي لوبو بندیزونه لګولي دي.
نږدې میاشت وړاندې په اسټرالیا کې د افغانستان د ښځینهو کرېکټ لوبډلې یو ځل بیا ځان راښکاره کړ او په جلاوطنۍ کې یې له ورزشي کلب سره سیالي هم وکړه.
طالبانو د خپلو افراطي بندیزونو له کبله په افغانستان کې د ورزش تر څنګ پر نجونو او ښځو د کار تر څنګ د زدهکړو په برخه کې هم پراخ بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو دغه سختدریځي په هېواد دننه او د نړۍوالې ټولنې له لوري له توندو غبرګونونو سره مخ شوې؛ خو ملا هبت الله بیا هم خپلې سختدریځۍ ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورورکونکي ريچارډ بېنېټ له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکه کې ویلي چې د روم له اساسنامې څخه د طالبانو د وتلو پرېکړه به د دغې ډلې د لوړپوړو چارواکو په تړاو د هاګ نړۍوالې محکمې پر څېړنې اغېز ونهلري.
بېنېټ زیاته کړې چې د هاګ محکمې څارنوال د طالب چارواکو په هکله د بشريت پر وړاندې د جرمونو د یوې دوسیې پر څېړنې لګیا دی او د افغانستان له هغه تړون څخه د یادې ډلې وتل چې پخواني دولت منلی و، د دې څېړنې بهیر نه شي درولای.
نوموړي په خپلې مرکې کې وویل: «د هغه څه پر بنسټ چې د نړۍوالې جزايي محکمې لوی څارنوال اعلان کړی، ډېر ژر به د یو شمېر طالب چارواکو د نیولو امر صادر شي.»
هغه زیاته کړه: «دا لا روښانه نه ده چې د هاګ څارنوال به څوک په نښه کړي یا په دغه نوملړ کې څوک شامل دي. موږ باید انتظار وکړو او وګورو چې څه پېښېږي.»
ریچارډ بېنېټ د طالبانو د استدلال د ردولو ترڅنګ ویلي چې افغانستان په دغې اساسنامې کې د یوه غړي هېواد په توګه شامل شوی، نه د یو ځانګړي حکومت په توګه.
هغه ټینګار کړی چې طالبان اوس د افغانستان د خاورې کنټرول په لاس کې لري او مکلف دي څو د دغه هېواد نړۍوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي.
ورته مهال، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپوروروکونکي د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافاتو ته په اشارې ویلي، چې دا ډله یو موټی نه ده او په وینا یې، په کندهار کې د طالبانو مشر ملا هبتالله خپل نظرونه لري، خو د دغې ډلې ځينې نور چارواکي په ځانګړې توګه د نجونو زدهکړو په تړاو ښايي نور نظرونه ولري.
همداراز، هغه د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر قانون په تړاو ویلي چې دغه قانون نه یوازې ښځینه، بلکې نارینه هم اغېزمنوي او زیاتوي چې دغه قانون د نارينهوو پر جامو او ږېرې د څارنې ترڅنګ پر رسنيو او خبريالانو يې هم پراخې اغېزې کړي دي.
بېنېټ خبرداری ورکړی چې طالب چارواکي په تدریجي او سېسټماټیک ډول د شریعت یو ځانګړی تفسیر تحمیلوي او زیاته یې کړه: «دا ډله یو ځانګړی پلان لري او د کلونو په اوږدو کې یې په تدریجي ډول پلي کوي.»
هغه منلې چې د طالبانو په زندانونو کې له ښځو سره د جنسي تېري په تړاو یې د افغانستان انټرنشنل راپور لیدلی او د دغو جرمونو په مستندولو کې یې د رسنیو د مهم رول ترڅنګ د بشري حقونو د وضعیت د دوامداره څارنې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د یادونې ده چې د نړۍوالې جزایي محکمې لوی څارنوال کریم خان د تېرې سلواغې میاشتې په څلورمه اعلان کړی و چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله او د دغې ډلې د قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه یې دغې محکمې ته وړاندې کړې ده.
