• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د تاریاکو د بیو لوړېدل د نشه يي توکو د تولید او قاچاق کمېدل ګڼي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۱۷ GMT+۰

د طالبانو کورنيو چارو وزارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له لوري د تاریاکو د بیو لوړېدو راپور ته په اشارې ویلي: «د بیو په لوړېدو د نشه يي توکو توليد او قاچاق کم شوی.» ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د تاریاکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې او ستر قاچاقبران ترې ګټه اخلي.

په افغانستان کې د تاریاکو د بیو لوړېدو اړوند د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو ضد ادارې له راپور وروسته د طالبانو کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د نشه یي توکو پر ضد یې مبارزه جدي ده.

دطالبانو کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دغې ادارې وروستي راپور ته په ځواب کې ویلي: « دغه ټولو ته جوته ده چې کله تولید او عرضه نه وي، نو بیه څو برابره لوړیږي».

قانع زياتوي، چې په هېواد کې د نشه يي توکو پروسس، تولید او قاچاق د پام وړ کم شوی او په وړاندې يې جدي مبارزه کوي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد دفتر په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د تاریاکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې او ستر قاچاقبران ترې ګټه اخلي.

رپوټ چې پرون چهار شنبه خپور شو، ويلي، په افغانستان کې د تاریاکو بیې په ۲۰۲۴ کال کې خورا لوړې شوې او د یو کیلوګرام بیه یې ۷۵۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلې وه.

دغه راپور په ډاګه کوي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له لوري د نشه يي توکو پر کر د بندیز پرمهال د تاریاکو د یو کیلو ګرام بیه ۷۵ امریکايي ډالره وه او د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د تاریاکو بیه لس برابره لوړه شوې.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو ضد ادارې اندیښنه ښودلې او ویلي يې دي، په افغانستان کې د تریاکو د دوامدار کمښت له امله ښايي پیرودونکي او پلورونکي داسې بدیل مخدره توکو ته مخه کړي چې له هیرویینو څخه لا هم زیانمنوونکي وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

رحمت الله نبیل: که طالب ضد مبارزه روا وي نو د بلوڅانو مبارزه ولې وغندل شي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۰
•
عبدالله همیم

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د پاکستان په بلوچستان کې پر جعفر اکسپریس د بلوڅ ازادۍ پوځ برید په اړه د ملي مقاومت جبهې غبرګون ته په اشاره ویلي، هغوی چې د طالبانو په وړاندې خپله مبارزه مشروع ګڼي نو د ازادۍ غوښتونکو بلوڅانو مبارزه ولې غندي.

رحمت الله نبیل د ملي مقاومت جبهې او نورو افغان جهادي ډلو له لوري د بلوڅ ازادۍ پوځ د مبارزې غندنه او هغوی ته د ترهګرې ډلې خطاب مکث وړ بللي دي.

نوموړي‌ په اېکسپاڼې لیکلي، چې د پاکستاني نظامیانو د بې عدالتیو پر وړاندې د بلوڅانو مبارزه په ۱۹۸۴ کال پیل شوې ده او دغه مبارزه د پوځ د ظلم، توپيري چلند، د طبیعي زیرمو غصب، د بلوڅ مشرانو هدفي وژنو او په سیاست کې د ونډې نه ورکولو پر وړاندې دوام لري.

نوموړي د ملي مقاومت په نوم جبهه او نور پخواني جهادي مشران چې پر جعفر اکسپریس اورګاډي یې د بلوڅ ازادۍ پوځ برید غندلی پوښتي،« د بلوڅانو پر وړاندې د پاکستاني پوځ ظلم او د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو په بڼه د ورته پوځ د نیابتي ځواکونو ظلم ترمنځ څه توپیر دی؟»

رحمت الله نبیل زیاتوي:« د بلوڅ ازادۍ پوځ او د هغو ترمنځ چې مشروع مبارزین یې بولي او د بلوڅ ازادۍ مبارزه ترهګري بولي او غندنه یې کړې ده، توپير څه دی؟ دواړو ډلو د ظلم او بې عدالتۍ په وړاندې وسله وال مخالفت ته مخه کړې ده.»

نبیل په دې باور دی، چې په دا ډول مسالو کې باید د جګړو تاریخي او ټولیزو ریښو ته په پاملرنې سره عادلانه او بې طرفه غبرګون وښودل شي.

همدارز نبیل ویلي، تر هغه چې پاکستان په نړیوالو سټیجونو د افغانستان په وړاندې د خپلو غلطو پالیسیو په اړه د افغانستان له خلکو بښنه ونه غواړي تر هغه پاکستان ته دوست نه شو ویلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي مقاومت په نوم جبهې ویاند علي میثم نظري تېره ورځ په یوه اعلامیه کې د بلوڅ ازادۍ پوځ له لوري پر جعفراکسپریس اورګاډي برید باندې خواشیني ښودلې او بلوڅ ازادۍ پوځ یې ترهګره ډله بللې وه.

نیوزویک جاپان: اویغور جنګیالي د چین او طالبانو له تودو اړیکو اندېښمن دي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۴ GMT+۰

نیوزویک جاپان وايي، د طالبانو او چین د اړیکو پیاوړتیا د هغو اویغوریانو اندېښنې زیاتې کړي، چې د چین له ظلم څخه افغانستان ته تښتېدلي دي. ډېر کسان ویریږي چې ښايي بېرته چین ته واستول شي.

یاده رسنۍ په یوه تحلیل کې وايي، د ټرمپ ادارې پرېکړه چې نږدې ټولې بهرنۍ مرستې وځنډوي، ښايي په افغانستان کې د چین مخ پر وده نفوذ نور هم چټک کړي.

د اویغور بیلتونپالو له تېرو شلو کلونو راهیسې له افغان حکومت او ناټو ځواکونو سره د جګړې پر مهال د طالبانو ملاتړ کړی، خو اوس د بدلون نښې ښکاري.

طالبانو له ډېرې مودې راهیسې د ختیز ترکستان اسلامي تحریک (ETIM) غړو ته د استوګنې او قاچاق اسانتیاوې برابرې کړې دي. په بدل کې اویغور بېلتونپالو طالبانو ته مالي ملاتړ برابر کړی او جنګیالي یې ورکړي دي.

نیوزویک جاپان وايي، بل‌خوا چین له طالبانو سره خپلې اړیکې هغه مهال لا پسې پراخې کړې چې دوی په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل. طالبانو تمه درلوده چې چین به ددوی پراخ سیاسي او اقتصادي ملاتړ وکړي، خو بیجنګ یوازې پر هغو برخو تمرکز وکړ چې د دوی اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو ته ګټه رسولی شي.

د یادې رسنۍ د تحلیل له مخې، په تېرو درې نیمو کلونو کې د چین دولتي شرکتونو په افغانستان کې پراخ حضور موندلی دی. همداراز، د چین حکومت طالبانو ته د نړیوال ملاتړ زمینه برابره کړې او خپل نفوذ یې پیاوړی کړی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر څرګنده کړې: « موږ به هیڅ ځواک ته اجازه ورنه کړو چې د چین پر ضد کوم زیانناک عمل ترسره کړي». د رسنۍ په باور، دا څرګندونې په دې معنا دي چې طالبان د اویغور جنګیالیو پر ضد د چین غوښتنو ته غاړه ږدي.

نیوزویک جاپان د افغانستان انټرنشنل رپوټ ته له اشارې پرته ویلي، چې د رسنیو د رپوټونو له مخې د ختیز ترکستان اسلامي تحریک غړي د بدخشان له شمال‌ختیزې سیمې نه لویدیز ولایت هرات او نورو سیمو ته انتقال شوي دي.

افغانستان انټرنشنل څه موده وړاندې د خپلو سرچینو په حواله رپوټ ور کړی و، چې اویغور جنګیالي د هرات ولایت شیندنډ او نورو سیمو ته لیږدول شوي دي.

خود رسنۍ په باور، د افغانستان دننه سرچینې وایي چې د طالبانو له خوا پر چین بې‌باوري موجوده ده.

د دې بې‌باورۍ لامل دا دی چې چینايي چارواکي د طالبانو حکومت ته د رسمي مشروعیت ورکولو یا د هغوی د تمې مطابق مالي مرستې ته زړه نه ښه کوي. د چین تمرکز یوازې پر سوداګرۍ، د « یو کمربند، یوه لار» پروژې پر وده، او د ختیز ترکستان اسلامي تحریک پر ځپلو دی.

نیوزویک جاپان وايي، بل‌خوا د داعش-خراسان څانګه له اویغور وسله‌والو ډلو سره د اړیکو پیاوړي کولو هڅه کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر پر۲۱مه په کندوز کې په یوه جومات کې ځانمرګی برید وشو، چې شاوخوا ۷۰ کسان یې ووژل او تر ۱۴۰ زیات نور یې ټپیان کړل. د داعش په اعلامیه کې د بریدګر نوم محمد الایغوري یاد شوی و، چې د هغه د اویغوري اصل ښکارندویي کوي.

همداراز، د جنورۍ پر۲۵مه تخار ولایت کې یو چینايي وګړی ووژل شو. د دغه برید مسوولیت داعش ومانه، خو د یادې رسنۍ په وینا، بریدګر د ختیز ترکستان اسلامي تحریک غړی و. یاده رسنۍ وايي، د دواړو ډلو ترمنځ یوه موافقه موجوده ده، چې که ختیز ترکستان اسلامي تحریک پر چینایانو یا د چین پر ګټو برید وکړي، نو داعش به یې مسوولیت اخلي.

طالبانو د اورګاډي پېښې په تړاو د پاکستان د پوځ د ویاند تورونه رد کړل

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د پاکستان د بلوچستان ایالت د اورګاډي برید د تړاو په اړه د پاکستان د پوځ تورونه رد کړل.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ، د کب پر ۲۳ مه په یوه اعلامیه کې پاکستان ته په دې خبره ټینګار کړی چې د « غیرمسوولانه څرګندونو پرځای» د خپلو داخلي امنیتي ننګونو حل ته پام وکړي.

اعلامیه وايي، « له پاکستاني لوري غواړو چې د داسې غیر مسوولانه څرګندونو پر ځای د خپلو امنیتي او کورنیو ستونزو اواري ته ځیر شي».

په اعلامیه کې په ټینګار سره ویل شوي چې د بلوڅ اپوزیسیون هیڅ غړی په افغانستان کې نشته او نه هم دوی کله له طالبانو سره کومه اړیکه لرلې ده.

اعلامیه زیاتوي، « هیڅ بلوڅ مخالف په افغانستان کې نشته او نه یې کله هم له اسلامي امارت سره اړیکې لرلې دي».

دغه برید چې د بلوچستان په بولان ایالت کې د مساپرو پر یوه اورګاډي جعفر ایکسپریس شوی، پاکستان یوځل بیا د بلوڅ بیلتونپالو د فعالیت له اړخه اندېښمن کړی.

طالبانو د بې ګناه خلکو د وژل کېدو په اړه خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د سیاسي موخو لپاره د ملکي وګړو قرباني کول «د توجیه وړ»نه دي.

طالبانو په دې اعلامیه کې د بلوڅ جنګیالیو لپاره د بلوڅ اپوزیسیون اصطلاح کارولې ده.

پرون د پاکستان پوځ ویاند احمدشریف چوهدري ادعا کړې، چې د برمته‌ شویو کسانو د نیول‌کېدو دغه پلان په افغانستان کې د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو له‌خوا جوړ او هدایت شوی دی.

هغه ویلي و، چې «بریدګر د تصفیوي عملیاتو پرمهال د سټلایټ ټېلیقون له لارې په افغانستان کې له خپلو پلان‌جوړوونکو او هدایت‌کوونکو سره په اړیکه کې وو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان هم نن د یوې خبري ناستې پر مهال ویل، چې په بلوچستان کې پر جعفر اکسپریس اورګاډي برید کې هند لاس درلود او بریدګر د برید پرمهال په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره هم په اړېکه کې وو.

د بلوڅ ازادۍ پوځ د سې شنبې په ورځ له کوټې څخه پېښور ته تلونکي اورګاډي باندې برید وکړ او له څلور سوه زیات مساپر یې یرغمل کړل.

د کانونو په بدل کې؛ یوه جرمنۍ کمپنۍ په سړک رغونه کې ۴۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د عامه فوایدو وزارت وايي، «ترستکو میډل ایسټ» جرمني شرکت د کانونو په بدل کې د افغانستان د سړکونو رغونې په برخه کې د ۴۰۰ میلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. طالبانو ويلي، چې له مشرتابه سره تر مشورو او منظورۍ وروسته به له دغه شرکت سره قرار داد وشي.

د طالبانو ټولګټو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یوه جرمني شرکت مشر دوکتور محمد درخشان د دوی له وزیر محمدعیسی ثاني سره د کانونو په بدل کې د سړکونو د رغولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو دغه وزارت وايي، دوی دامهال د غور – هرات او بادغیس – فاریاب سړکونو د رغولو پلان لري.

طالبان په پرله پسې توګه د سړکونو د رغېدو خبرونه ورکوی خو لا هم د افغانستان لويې لارې د پخوا په څېر ویجاړې او نژدې هره ورځ پرې مرګونې ترافيکي پيښې کیږي.

ددغه شرکت او د کانونو د ورکړې او سړک رغونه کې د پانګونې په تړاو نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

واک ته د دغه ډلې له رسېدو را وروسته دوی له یو شمېر بهرنيو شرکتونو په خاص ډول چینايانو سره د کانونو د کېندونو او استخراج په برخه کې ډېر قراردادونه کړي.

اصف: د بولان عملیاتو پرمهال هندي رسنیو، پي‌ټي‌ای او په افغان خواله رسنیو کې یوه ژبه کارېده

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۳۳ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې ده، چې د بلوچستان د عملیاتو پرمهال هندي رسنیو، تحریک انصاف او د افغانستان په خواله رسنیو کې یوه ژبه کارېده.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي:« کله چې د هېواد یو سیاسي ګوند د ترهګرو ژبه کاروي او په سخت وخت کې د هېواد د ساتونکو د ملاتړ پر ځای د واک څخه د بې برخې کېدو له امله په خواله رسنۍ کې مخالفه ژبه کاروي؛ نو باید له سیاسي ګټو هاخوا ملي یووالي وښیو.»

تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند احمدشریف چوهدري هم ادعا کړې وه، چې د برمته‌ شویو کسانو د نیول‌ کېدو دغه پلان په افغانستان کې د بلوڅ بېلتون‌ غوښتونکو له‌خوا جوړ شوی و.

د هغه په ​​وینا:« بریدګر د تصفیوي عملیاتو پرمهال د سټلایټ ټېلیفون له لارې په افغانستان کې له خپلو پلان‌ جوړوونکو او هدایت‌ کوونکو سره په اړیکه کې وو.»
د پاکستان پوځ بېګا خبر ورکړ، چې په بولان کې یې د بلوځ بېلتون‌پاله ډلې ټول بریدګر وژلي او دغه عملیات پای ته رسېدلي.

د پاکستان د پوځ په وینا، د دغو عملیاتو په پایله کې ۳۳ وسله‌وال وژل شوي او کوم برمته‌ شوي کس ته زیان نه دی اوښتی او د تصفیوي عملیاتو له پیلېدو مخکې د بلوڅ وسله‌والو له‌خوا ۲۱ مساپر وژل شوي وو.