عامر خان د خپلې ۶۰مې کلیزې د لمانځلو پر مهال خپله نوې معشوقه خلکو ته معرفي کړه

د هندي سینما (بالیووډ) پېژندل شوي فلمي ستوري عامرخان، چې د «مسټر پرفیکشنسټ» په نوم هم شهرت لري، له ګوري سپریټ سره خپله اړیکه په رسمي توګه اعلان کړه.

د هندي سینما (بالیووډ) پېژندل شوي فلمي ستوري عامرخان، چې د «مسټر پرفیکشنسټ» په نوم هم شهرت لري، له ګوري سپریټ سره خپله اړیکه په رسمي توګه اعلان کړه.
د هندي رسنیو په وینا عامر خان د مارچ په ۱۴مه ۶۰ کلن شو او د خپلې ۶۰مې کلیزې په مناسبت یې له رسنیو سره په خبرو کې له ګوری سپریټ سره د خپلې اړیکې پخلی وکړ.
عامر خان له ګوري سره خپله اړیکه روښانه کړه او ویې ویل «ګوري او ما ۲۵ کاله مخکې ولیدل، اوس موږ همکاران یوو، موږ یو بل ته ډېر جدی یوو او له یو نیم کال راهیسې یوځای یوو.

عامر خان د خبري غونډې پر مهال د خپلې معشوقې په اړه نور جزییات ورنه کړل او ویې ویل چې ګوری زما په پروډکشن کې کار کوي، زه هره ورځ د هغې په اړه غږېږم.د خبرو په ترڅ کې عامر د ګوري لپاره د "کهبي کبهي میرا دل مې" سندرې څو کرښې هم واورولې.
عامر خان له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وخندل او ویې ویل: "وګورئ، ما نه وی خبر کړي، ما پرون په ممبۍ کې په خپل کور کې د ګوري سره له شاه رخ خان او سلمان خان سره ولیدل."
د خبرو په پای کې عامر د خپل ۲۰۰۱ سوپرهیټ فلم 'لګان' ته اشاره وکړه او ویې ویل، «اخیر هم ماته زما ګوري را روسېده!»
عامر خان زیاته کړه، سره له دې چې ګوري د اوږدې مودې لپاره د عامر سره د لګان او دنګل غوندې فلمونه ډېر کم لیدلي، خو اوس اغلې ګوري د بالیووډ فلمونه ګوري.
دغه فلمي ستوري وویل چې په ۶۰ کلنۍ کې نه پوهېږم چې واده وکړم که نه، خو اولادونه مې ډېر خوښ دي، ډېر نېکمرغه یم چې له خپلو پخوانیو مېرمنو سره ښې اړیکې لرم.
د هندي رسنیو په وینا، گوري د عامر پروډکشن هاوس کې کار کوي، نوموړې په بنګلور کې اوسیږي، پخوا واده شوې وه او یو شپږ کلن زوی لري، په داسې حال کې چې د ګوري پلار ایرلینډی او مور یې تامل ده.
ياده دې وي چې عامر لومړى د فلم پروډيوسرې رينا دتا سره واده کړى و، چې دوه ماشومان يې جنيد او ايرا خان دي، دويمه مېرمن يې ډايريکټره کرن راو ده، چې عامر په ۲۰۰۵ کال کې واده وکړ او په ۲۰۲۱ کال کې سره جلا شول، عامر له کرن راو څخه يو زوى ازاد لري.


د مینې کیسې به مو ډېرې لوستې وي او د نړۍوالو جګړو د کیسو په اړه چې پوځیانو به خپلو معشوقو ته لیکونه استول هم اورېدلي وي. په دې لیکنه کې د جګړې له ډګره د یوه پوځي د مینې د لیکونو په اړه تاسو ته لیکو، چې خپلې معشوقې ته یې لیکلي دي.
کله چې د دویمې نړۍوالې جکړې په اړه فکر کوو، د هغو کورنیو او میینانو د یوځای کېدو په اړه هم فکر کوو، چې له جګړې وروسته څنګه سره یوځای شول.
مګر په دوی کې ځینو کسانو اوږد انتظار وکړ، ترڅو له خپلو کورنیو او معشوقو سره یوځای شي. لکه پوځیان چې د اروپا په ټولو برخو کې په جګړه بوخت وو.
له دغو پوځیانو څخه یو هم جان میډیز و، چې ۱۹۴۷-۱۹۴۶ کلونو کې په هامبورګ کې ځای پر ځای شوی و.
هغه خپلې معشوقې بېټي ته د جګړې له میدان څخه لیکونه لېږل.
د لیکونو لوستلو سره، موږ کولی شو ووینو چې د جان او بېټي ترمنځ اړیکه څنګه د وخت په تېرېدو سره پیاوړې کېږي، مګر جان او بېټي دواړه په پیل کې یو څه زړه نا زړه ښکاري.
بېټي خپل میین ته لیکلي: «خوشاله شوم چې له حال څخه مو خبره شوم، ما فکر کاوه چې تاسو به زه له یاده اېستې یم.»
جان پوښتنه کوي: «فکر کوم تاسو خو به په پټه واده نه وي کړی؟ ځکه چې زه به ډېر خواشینی شم که تاسو دا کار کړی وي او زه مو نه یم خبر کړی.»
د دې لیکونو په لوستلو داسې احساس کېږي، چې ممکن د دوی اړیکه ډېره مطمینه نه ده، خو دا احساس حتماً ترې اخیستل کېږي چې یو بل ډېر یادوي.
بېټي په یوه بل لیک کې لیکلي: «هېڅکله مې فکر نه کولو چې یو څوک دې دومره راته ډېر یاد شي. په اورګاډي کې ستا تلل مې تل یادېږي، خو په دې هم پوهېږم چې ښایې یو کال وروسته مو وګورم او دا زما لپاره ډېر څه دي.»
له دې لیک وروسته په هامبورګ کې پوسته رسوونکي د جان له کمپ څخه لیکونه نه اخیستل، چې دا کار د دې لامل شو، چې بېټي ته په هونسلو کې لیکونه په ځنډ ورسېږي.
جان لیکلي و: «سخت خواشینی یم چې دا څه وخت مو سره خبرې نه دي شوي، ګومان کوم غوږونه مې درد کوي او دا درد به یې د یوې اونۍ لپاره وي.»
د ۱۹۴۷-۱۹۴۶ فېبرورۍ کې جان او بېټي دواړه لیکي چې د خپل راتلونکي ژوند لپاره پراخه پلانونه جوړوي، چې په کې دوی بیا سره یوځای کېږي.
په یوه ډېر خواږه لیک کې جان غواړي، چې د بېټي لپاره رومانټیک، د مالي اړخه بسیا او د بېټي لپاره د هغې الګو سړی شي.
جان لیکلي: «مګر زه غواړم چې پوهه شې چې زه غواړم هغه شان لیکونه درته ولیکم چې خلک یې په کتابونو کې د اوږدې مودې لپاره لیکي، خو د هغې ورځې په تمه یم چې نور دې لیکونو ته اړتیا نه وي او زه د ښار په ځان بسیا یو تجار اوسم.»
په ځواب کې یې بېټي په ډېرې مهربانی وایي، چې څنګه یې هماغسې زما لپاره کافي یې.
بېټي ورته په ځواب کې لیکي: «یوازې ماته هغه څه ولیکه کوم چې ته یې احساسوې، نه لکه څنګه چې دوی یې کتابونو کې لیکي.»
د دې لیکونو لوستل په ځانګړې توګه خوشالونکي دي، ځکه چې موږ پوهېږو چې جان او بېټي بیا سره یوځای شول او بالاخره د یو بل ترڅنګ خپلې مینې ته ورسېدل.
دا لیکونه موږ ته د عادي خلکو ژوند څرګندوي، چې څنګه په ځانګړو وختونو کې پوسته رسوونکو له میینانو سره په سختو وختونو کې مرسته کړې.
ایا ستاسو ذهن ته هم دا پوښتنه راغله، چې که دا پوسته رسوونکي نه وای نو د دغو میینانو به څه حال وو؟

په غور کې د جام منار د خوندیتوب لپاره د یونسکو تر ژمنو وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، د دې څلي د ساتنې او خوندیتوب لپاره د ګابیون دېوال پروژې چارې پیل شوې. دوی زیاتوي چې دغه پروژه د سېلابونو د خطر د مخنوي لپاره پلې کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د رپوټ له مخې دغه دېوال ۲۶۷ متره اوږدوالی او یو متر لوړوالی لري.
د ځايي طالب چارواکو له قوله ویل شوي چې دا دېوال به په ۵۰ ورځو کې د ٣٢ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د (لیندۍ ۲۶مه) خبر ورکړی و، چې په افغانستان کې د یونسکو دفتر مشرې پاتریشیا مک فیلیس د غور ولایت له تاریخي جام منار لیدنه کړې ده. نوموړې ویلي و چې په دې هڅه کې ده؛ څو د دغه تاریخي منار د خوندیتوب لپاره مالي سرچینې ومومي.
په افغانستان کې د یونسکو مشرې دغې تاریخي ابدې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې وه.
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال ویلي و، چې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله یاد لرغوني منار ته زیان اوښتی دی. طالبان وايي، دغه منار په راتلونکي کې هم د زیانمنېدو له ګواښ سره مخ دی.

په هندي سینما (بالیووډ) کې د مینې ودونه او طلاق کومه نوې خبره نه ده او له ۸۰ لسیزې راهیسې تر نن ورځې پورې د بالیووډ ډېرو فلمي ستورو یو یا دوه یا هم درې ودونه کړي دي.
نن به تاسو ته د یوې داسې فلمي لوبغاړې په اړه ووایو، چې درې ځلې یې واده کړی خو لا هم مجرده ده.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، فلمي لوبغاړې نیلما عظیم له دوو نامسلمانو او یوه مسلمان سره واده کړی. نیلما دوه زامن لري، چې یو یې د هندي سینما لوی او پېژندل شوی ستوری دی.
نیلما عظیم د یوې لیکوالې کورنۍ سره تړاو درلود، پلار یې لوی ژورنالسټ و، خو نیلما له پیله د نڅا سره مینه درلوده، نیلما په ۱۵ کلنۍ کې له اداکار پنکج کپور سره ملګرتیا وکړه، چې ډېر ژر په مینه بدله شوه او وروسته نیلما په ۱۷ کلنۍ کې له پنکج کپور سره واده وکړ، دغې جوړې یو زوی درلود، چې نن د بالیووډ په صنعت کې د شاهد کپور په نوم یادیږي چې په بالیووډ خورا ډېر شهرت او ځانګړی مقام لري.
د نیلما په وینا، د شاهد کپور د خپل پلار څخه د جلا کېدو پرېکړه د هغې نه بلکې د پنکج کپور وه.
له دې وروسته نیلما یو ځل بیا له راجیش کټار سره مینه وکړه، دوی په ۱۹۹۰ کال کې واده وکړ، نیلما او راجیش یو زوی درلود چې نوم یې احسان کټار دی، خو په ۲۰۰۱ کال کې ۱۱ کاله وروسته دواړو د جلا کېدو پرېکړه وکړه.
له دې طلاق وروسته نیلما له رضا علي خان سره ولیدل او دواړو په ۲۰۰۴ کال کې واده وکړ، خو دا اړیکه اوږده پاتې نه شوه او له څو کلونو وروسته په ۲۰۰۹ کال کې دوی سره طلاق شول.

د هندي سینما یا بالیووډ پېژندل شوې فلمي لوبغاړې اروشي روټېلا په سینما د خپل وروستي ننداره شوی تیلګو فلم (ډاکو مهاراج) تر نورو وړاندې دی. ایا تاسو پوهیږئ چې فلمي لوبغاړې د ننداموري بالاکرشنا د اکشن په دغه فلم کې د هغې د ۳ دقیقو تمثیل لپاره څومره پیسې اخیستي؟ حیران به شئ.
هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه فلم کې د اورشي روټېلا د درې دقیقو تمثیل لپاره د فلم جوړونکي هغې ته درې کروړه هندي کالدارې ورکړي.
د راپورونو له مخې، اروشي روټېلا په فلمونو کې د خپل فعالیت لپاره په یوه دقیقه کې یو کروړ هندۍ روپۍ اخلي د فلم د ناکامۍ یا کامیابۍ په اړه فکر هم نه کوي.
ددغې پېژندل شوې فلمي لوبغاړې په انسټاګرام ۷۳ میلیونه څارونکي ددې لامل شوي چې د نوموړې شتمني نږدې ۲۳۶ میلیونه هندي کالدارو ته پورته شي.
د ډاکو مهاراج فلم د ننداموري بالاکرشنا په لارښودۍ جوړ شوی چې د یوه هندي افسر کیسه یې رانغښتې چې له خپلې مېرمن سره د بې عدالتۍ پر وړاندې غږ پورته کوي.
د فلم کیسه د ډاکو مهاراج کرېکټر تعقیبوي چې یو ډارونکی غل ترې جوړېږي او خلکو ته د عدالت لپاره د یوې ظالمې او نفوذ لرونکې کورنۍ سره جګړه کوي.

ژبه د انساني ټولنې اساس او بنسټ دی. د فرهنګونو، روایاتو او انساني ژوند ژواک د پرمختګ او شعوري کېدو وسیله ده، د فکر د بیان او احساساتو د څرګندولو غږیز جوړښت دی.
نړۍ کې دا مهال ٥٩٦٤ ژوندۍ ژبې شته؛ د فېبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ نومول شوې او سږکال د دغې ورځ لپاره ځانګړې موضوع د څو ژبو زده کړه د بین النسلي زده کړو بنسټ په ګوته شوی دی.
څو ژبنۍ زده کړې نه یوازې ټولشموله ټولنو ته وده ورکوي؛ بلکې د غیر غالب، اقلیت او ځایي ژبو په ساتنه کې هم مرسته کوي او دا د ټولو افرادو لپاره تعلیم ته د مساوي لاسرسي او د ژوند لپاره د زده کړې د فرصتونو د تر لاسه کولو لپاره د بنسټ ډبره ده.
د مورنۍ ژبې د ورځ شالید:
شلمه پېړۍ د بدلونونو، پېوستونونو او جدایۍ پېړۍ ده، په ۱۹۴۷ ز کال چې کله د هند او پاکستان تر منځ د بېلتون کرښه راوښکل شوه، بنګله دېش د پاکستان برخه وګرځېده او دغې چارې د نورو ټولو سیاسي کړکیچونو تر څنګ یو غښتلی ژبنی بحث رامنځته کړ.
بېلتون پالنې پاکستاني مشر او رهبر محمد علي جناج ټینګار کاوه، چې رامنځته شوی پاکستان باید ژبنی اتحاد ولري او له همدې امله یې د بنګله دېش په ډهاکه کې یوې لویې غونډې ته دېکتاتورانه وینا وکړه او ویې ویل، چې وروسته له دې د پاکستان رسمي او ملي ژبه اردو ده او ټول دولتي مراسلات، زده کړې او خبرتیاوې به په اردو او انګلیسي ژبه ترسره کیږي.
یوه ډله بنګله دېشیانو له دغې خبرې سره مخالفت وښود او ویې ویل، چې دوی خپله ملي او رسمي ژبه لري، چې بنګالي نومیږي او دوی نه شي کولی چې د مجبوریت له مخې په ټولو بنګالیانو اردو یا انګلیسي ژبه زده کړي.
د وخت پاکستاني حکومت پر بنګله دېش د یوه فشار له مخې اردو او انګليسي ژبه تحمیل کړه؛ خو د دغې پرېکړې پر وړاندې مقاومت زیات او د لاریونونو تر سرحده ورسېد.
لومړنی لوی لاریون په ۱۹۵۲ ز کال د فېبرورۍ په ۲۱ د بنګله دېش په مرکز ډهاکې کې پیل شو، چې د پاکستاني حکومتي ځواکونو له خوا د لاریون د له منځه وړلو په موخه پرې ډزې وشوې او ګن محصلین ووژل شول.
دا پر مورنۍ ژبې د افهام او تفهیم، زده کړو او سیاست غوښتنې لومړنۍ جدي مبارزه وه، چې په ترڅ کې یې یو شمېر محصلین ووژل شول او دغه نهضت لا په یوې مشترکې عقدې او درد تبدیل شو.
بنګالیان تر هغې ارام نه شول، چې په ټول بنګله دېش کې یې خودجوشه حرکتونه پیل نه کړل او هماغه و، چې پاکستانی حکومت مجبور شو، چې په ۱۹۵۶ کال د فېبرورۍ په ۲۹ بنګالي د پاکستان د ملي ژبې په توګه ومني؛ خو د مورنۍ ژبې د حق غوښتلو مبارزې بنګالیان دومره ویښ کړي وو، چې ورپسې یې د پاکستاني حاکمیت د له منځه وړلو لپاره مټې را بډوهلې او د دې سبب شول چې په ۱۹۷۱ کال کې پاکستان له خپلې خاورې وباسي او خپله واکمني اعلان کړي.
په ۱۹۹۹ز کال کې د یوه بنګالي دانشمند محمد رفیق اسلام له خوا یونسکو ته د دغې ورځې د رسمي ثبت وړاندیز وکړ او یونسکو په ۲۰۰۰ کال کې د فېبروري ۲۱مه نېټه د مورنۍ ژبې د نړۍوالې ورځې په پار ومنله.
یونسکو اعلان وکړ، چې د پایداره ټولنو لپاره د کولتوري او ژبني تنوع په اهمیت باور لري او دا د نړۍوالې سولې لپاره د هغه ماموریت یو چوکاټ کې دی، چې دا د کولتورونو او ژبو د توپیرونو د ساتلو لپاره کار کوي او د نورو لپاره زغم او درناوي ته وده ورکوي.
د مورنۍ ژبې ارزښت:
مورنۍ ژبه د ماشوم د لومړني پوهاوي را پوهاوي ژبه ده، چې له زېږېدو سره سم ورسره مخ کیږي، دا ژبه د ماشوم د احساساتو، عاطفې، غوسې، ژړا او فکر ژبه ګرځي او د کوچنیوالي ټول ارزښتمند خاطرات په الفاظو پکې ثبت کیږي.
هغه ژبه چې د انسان د خوبونو او عواطفو ژبه وي، طبعي ده چې له هغې ژبې ډېره مهمه ده، چې په دویمي ډول په شعوري یا غیرشعوري توګه زده کیږي.
دا مهال په ټوله نړۍ کې نېږدې څلوېښت سلنه وګړي په مورنۍ ژبه له زده کړو بې برخې دي، دوی یا په جبري او یا هم په اختیاري ډول دا حق له لاسه ورکړی؛ خو اهمیت ته یې ډېر پام نه دی شوی.
څېړنو ښودلې، هغه کوچنیان چې په خپلې مورنۍ ژبې زده کړې کوي تر هغو کوچنیانو ډېره زده کړه کوي، چې په دویمه ژبه زده کړې کوي.
نو د انساني حق په توګه دا مهال د نړۍ نېږدې نیمايي انسانان له خپل دغه اساسي حق څخه بې برخې شوي دي.
د مورنۍ ژبې جبري اخیستل شوی حق:
د نړۍ د څلوېښت سلنه وګړو یوه لویه برخه داسې وګړي دي، چې په جبري ډول ترې دا حق اخیستل شوی، میلیونونه داسې انسانان شته/ وو، چې له دغه حقه محروم زېږدېدلي، لوی شوي او له دغه حقه محروم مړه شوي دي.
په ځینو ټولنو کې سیاسي واکدارۍ په جبري ډول خپلو ولسونو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې حق نه ورکوي، چې غوره مثال یې په پاکستان کې مېشت پښتانه، سندیان او بلوچان دي.
د پاکستان دا لویه برخه وګړي مجبور دي، چې په دویمه ژبه اردو زده کړې وکړي او په خپلې مورنۍ ژبې له زده کړې محروم شي، چې دا چاره په خپل ذات کې کولتوري او ژبنیو ارزښتونو ته نه درناوی دی.
د نړۍ یوه لویه برخه خلک کډوالۍ ته اړ شوي او هر سیمې ته چې د کډوال په توګه تللي، د هماغې سیمې ژبه یې د زده کړو د ژبې په توګه کارولې ده، چې دا چاره هم په خپل ذات کې په جبري ډول له یوې ډلې خلکو څخه د هغوی د مورنۍ ژبې د حق د اخیستلو په معنا ده.
د بېلګې په توګه؛ د افغانستان د جمهوري دولت له سقوط وروسته سلګونه زره افغانان د نړۍ نورو هېوادونو ته کډوال شول او دوی مجبور دي، چې د هماغو سیمو په ژبو زده کړې، دولتي او سیاسي افهام او تفهیم وکړي.

په مورنۍ ژبې اختیاري پرېښودل شوی حق:
د نړۍ په څلوېښت سلنه وګړو کې یوه برخه داسې وګړي هم شته، چې په اختیاري ډول یې په مورنۍ ژبې د زده کړې حق پرېښی او دوی غواړي چې د نړۍ په نورو ژبو زده کړې وکړي.
دا چاره د انساني حقوقو په چوکاټ کې د انسان خپل اختیار ګڼل کیږي او انسانان دا حق لري، چې په هرې ژبې که دی یې غواړي پرې زده کړې او افهام او تفهیم وکړي.
د بېلګې په توګه؛ ځینې اختیاري کډوالي، یا په نړۍ کې د نورو ژبو زده کړه او یا د ځانګړې علاقې په اساس د زده کړو، ورځني پوهاوي راپوهاوي او سیاست لپاره د یوې بلې ژبې غوره کول.
پښتانه او د مورنۍ ژبې حق:
که څه هم پښتانه د یوه قوم په توګه دقیقه احصایه نه لري؛ خو د اټکل له مخې په افغانستان، پاکستان، هندوستان او د نړۍ په خورو هېوادونو کې نېږدې ۹۷ میلیونه پښتانه ژوند کوي، چې لویه برخه یې په پښتو ژبه د زده کړې حق نه لري.
که له افغانستانه یې پیل کړو، یوازې په پښتون مېشتو سیمو او د کابل په ځینو ښوونځیو کې پښتانه زده کوونکي په پښتو ژبه د زده کړې حق لري؛ خو په نورو ولایاتو کې مېشت پښتانه بیا دا حق نه لري.
په اوسني پاکستان کې د مېشتو پښتنو شمېر نېږدې ۵۰ میلیونو ته رسیږي، چې له دغې ډلې یې یو هم په مورنۍ ژبه د زده کړې حق نه لري او دا حق ترې په جبري ډول اخیستل شوی دی.

پاتې برخه یې په هند او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې ژوند کوي، چې دوی هم په بشپړ ډول په مورنۍ ژبې د زده کړې حق له لاسه ورکړی دی.