د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سعودي عربستان ته ماته ورکړه

د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډلې له سعودي عربستان ساحلي ملي لوبډلې سره په دوستانه سیالۍ کې سعودي ته دوه په درې ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډلې له سعودي عربستان ساحلي ملي لوبډلې سره په دوستانه سیالۍ کې سعودي ته دوه په درې ماته ورکړه.
د افغان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې لپاره اکبر بهادري، فهیم حیدري او سعید سیاسی ګولونه ووهل.
سعودي عربستان په پوره وخت کې دوه ګولونه ووهل خو له افغانستان څخه چې یو ګول وروسته و ماته وخوړه.
د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې غړي د ۲۰۲۵ کال د اسیا فوټبال جام په روزنیز کمپ او ټورنمنټ کې د ګډون لپاره له کابل څخه تایلېنډ ته تللي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د هېواد د فوټبال د ملي لوبغاړو د لا ښه چمتووالي په موخه تمریناتي کمپ او دوستانه لوبې پېل کړي، څو افغان لوبډله وکولای شي د ۲۰۲۷ کال د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د غوراوي پړاو سیالیو کې خپل پیاوړی شتون ولري.


اېرلېنډ د «مالي ستونزو» له امله د افغانستان په وړاندې خپلې راتلونکې لوبې لغوه کړې. په دغه لوبو کې یوه ټېسټ لوبه، درې شل اوریزې او درې پنځوس اوریزې لوبې شاملې وې.
د اېرلېنډ کرېکټ بورډ د سې شنبې په ورځ د خپلو راتلونکو نړۍوالو لوبو په اړه معلومات خپاره کړل، چې په کې د دغو لوبو د لغوه کېدو یادونه هم شوې وه.
که څه هم تر دې وړاندې د بشري حقونو څار سازمان د کرېکټ له نړۍوالې شورا غوښتي و، تر څو چې نجونې او ښځې په کرېکټ لوبو کې برخه وانخلي؛ تر هغې دې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړیتوب وځنډوي.
تر دې مخکې اسټرالیا لوبډلې هم د افغانستان سره له همدې امله خپلې لوبې لغوه کړې وې او د انګلستان پارلمان بیا له خپلې لوبډلې غوښتي و، چې په اتلانو جام کې دې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سره خپلې لوبې لغوه کړي.
خو د اېرلېنډ کرېکټ بورډ اجرایوي مشر وارن ډیوټرم ټینګار وکړ، چې دغه لوبې د سیاسي لاملونو له کبله نه؛ بلکې د مالي لاملونو له امله لغوه شوې دي.
ډیوټروم وویل:«دا پرېکړه زموږ د لنډمهاله بودجې د محدودیتونو د مدیریت یوه برخه ده.»
له بل پلوه د اېرلېنډ ولفز لوبډله به راتلونکې میاشت په ابوظبي کې د افغانستان الف لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړي.
تر دې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ هم پر اېکس پاڼه خبر ورکړی و، چې د افغانستان کرېکټ الف لوبډله به په اپرېل میاشت کې د درې اړخیزې لړۍ لپاره د سریلانکا او اېرلېنډ الف لوبډلو کوربهتوب وکړي.
دغه لولې به د اپرېل په ۷مې نېټې پیل شي او د مې ۲ تر دویمې به دوام وکړي.
دغه لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د افغانستان په کوربهتوب ترسره کېږي.

د نیوزيلنډ او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د ۵ شل اوره او درې یو ورځنيو سیالیو لومړۍ لوبه د نیوزيلنډ په کوربه توب د مارچ میاشتي په ۱۶مه د کرایست چرچ په لوبغالي کې تر سره کيږي. نیوزيلنډ د مارچل بریسویل په لوبډلمشرۍ لوبډله هم اعلان کړه.
د کوربه نيوزيلنډ او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د ۵ شل اوره لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ به د مارچ مياشتي په ۱۶، دویمه یې په ۱۸مه، درېيمه په ۲۱مه، څلورمه یې په ۲۳مه او وروستۍ پنځمه لوبه به د همدې میاشتي په ۲۶ نېټه تر سره شي.
د کرېکت نړيوالې شورا د مالوماتو له مخې، د همدې دواړو لوبډلو ترمنځ درې ۵۰ اوره لوبلړۍ به د مارچ مياشتي په ۲۸مه، دویمه سيالۍ به د اپريل په دویمه او درېیمه به یې د اپريل پر ۵مه نېټه تر سره شي.
نیوزيلنډ د دې سياليو لپاره ۱۳ کسیزه او پاکستان هم د دې سيالیو لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړې.
د نیوزيلنډ لوبډلې یو شمېر لوبغاړي په دې لوبلړۍ کې نشته ځکه د هند تجارتي لیګ سیاليو کې د ګډون لپاره ځي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۵کال د اتلانو جام د غوره لوبغاړو لوبډله اعلان کړه. په دغې اعلان شوې ډله کې دوه افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او عظمت الله عمرزی هم شامل دي.
د دغې لوبډلې په نوملړ کې په ترتیب سره د راشېن روېندرا، ابراهیم ځدراڼ، ویراټ کوهلي، شرېیاس اییر، کې اېل راهول، ګلېن فیلیپس، عظمت الله عمرزی، مایکل سانټنر، محمد شامي، مت هېنري، وارون چکرورټي او د اکثر پټېل نومونه شامل دي.
په دغې لوبډله کې یوازې د هند شپږ لوبغاړي شامل دي.
د ۲۰۲۵کال د اتلانو جام سیالۍ د دوبۍ او پاکستان په کوربهتوب د هند په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دا لومړی ځل و، چې افغان لوبډلې په دغه جام سیالیو کې برخه اخیستې وه.
په دغه جام کې تر لوبېدو وروسته عظمت الله عمرزی د کرېکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د ټولچارو لوبغاړو په تازه ډلبندۍ کې په لومړي مقام راغلی.
د کرېکټ نړۍوالې شورا د عظمت الله عمرزي په اړه لیکلي و، چې نوموړی د نړۍ غوره استعداد دی او د نړۍ د غوره الراونډرانو په ډلبندۍ کې په لومړي مقام کې راتګ یې ډېر چټک او په زړه پورې و.
د کرېکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو د توپ وهونکو په ډلبندۍ کې بیا ابراهیم ځدراڼ درې درجې وړاندې تګ کړی او د لس غوره توپ وهونکو په کتار کې راغلی.
ابراهیم ځدران وړاندې په دغه نوملړ کې په ۱۳ ځای کې و.

د سیاسي واقعیتونو، په کوربه هیواد پاکستان کې د جذابیت کمي او متوسط کرېکټ له امله د اتلانو جام سیالۍ هغسې ونه ځلېدې، چې د کرېکټ نړیوالې شورا یې تمه او پلان درلود.
د یو ورځنیو نړیوالو (ODI) سیالیو دغه جام د کرکټ نړیوالې شورا لپاره د عوایدو یوه مهمه سرچینه وه، خو دا یې تضمین نه شوای کړای چې دا بڼه به د شل اوریزو لیګونو تر سیوري لاندې خپل اهمیت وساتي.
د پاکستان په کوربه توب لوبو کې د هند ګډون، چې د هرې کرکټ سیالۍ د تجارتي بري لپاره مهم بلل کېږي، نامعلوم و.
د هند کرکټ بورډ پاکستان ته د سفر نه کولو په تړاو خپله پالیسي جاري وساتله، ځکه د دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو سیاسي اړیکې ترینګلې دي او دوی یواځې د کریکټ نړیوالې شورا په سیالیو کې له یو بل سره مخامخ کېږي.
د شل اوریز نړیوال جام دفاعي اتل هند، د یکشنبې په ورځ د نیوزیلینډ پر وړاندې بری ترلاسه کړ او په کرکټ کې یې خپل برلاسی یو ځل بیا وښود.
هند د ای سي سي په وروستیو دریو سیالیو کې یوازې یوه لوبه بایللې چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام پایلوبه وه.
مشهور کرکټ لیکوال نیکولس بروکس رویټرز ته وویل، « دوی یوه فوقالعاده لوبډله ده او زما په نظر له سیالانو ډېر مخکې دي، دا سیالي باید د دوی د بري جشن وای، خو د غیر عادلانه ګټو په تړاو پرله پسې پوښتنو د دوی پر ځلېدا سیوری غوړولی».
د هند په خاطر دوبۍ ته د ټولو لوبو انتقال پاکستان د پایلوبې د کوربهتوب له ویاړه بې برخې کړ.
سویلي افریقا اړه شوه چې ۱۸ساعته سفر وکړي، څو په نیمه پایلوبه کې د هند پر وړاندې ولوبېږي او بیا پاکستان ته ستنه شي، چې له نیوزیلینډ سره لوبه وکړي.
دغه ټول وضعیت د کرکټ نړیواله شورا کمزورې وښوده، چې دا مهال یې د هند د کرکټ بورډ پخوانی منشي جې شاه رهبري کوي.
د مهالویش ستونزې هم د هند په ګټه تمامې شوې، ځکه هند د خپلو وروستیو دوه ګروپي سیالیو ترمنځ یوه اونۍ استراحت درلود، په داسې حال کې چې افغانستان په دریو ورځو کې دوه لوبې وکړې.
بروکس وویل، « داسې ښکاري چې ای سي سي مالي ګټې ته تر عدالت لومړیتوب ورکوي. ځینې خلک به طبعا فکر کوي چې د واکمنې ادارې ټول تمرکز د هند په خوشاله ساتلو دی».
د پاکستان کمزوری چمتووالی
پاکستان نه یوازې د سیالیو د تنظیم په برخه کې له ستونزو سره مخ و، بلکې د دوی لوبډله هم کمزورې وه. د کراچۍ او لاهور لوبغالو وروستیو رغنیزو چارو، کم شمېر نندارچیانو او د باران له امله د دریو لوبو لغو کېدو د ټورنمنټ جذابیت ته زیان ورساوه.
پاکستانۍ لوبډله د«اې» ګروپ په وروستي مقام کې پاتې شوه او له هند سره یې بایللې سیالي د ناکامۍ لوی علت و.
استرالیا، چې د لوبغاړو د ټپونو له امله کمزورې شوې وه، په عادي لوبغاړو ولوبېده.
نیوزیلینډي راچین روېندرا د ټورنمنټ غوره لوبغاړی شو. ګلېن فیلیپس په خپلوښکلو کیچونو د فیلډینګ تعریفونه ترلاسه کړل.ویرات کولي وښوده چې لا هم ډېر څه کولای شي.
افغانستان، سره له دې چې نیمه پایلوبې ته ونه رسېد، خو په خپل لومړي اتلانو جام کې وځلېد.
برېټانیا له بې خونده لوبې وروسته د نوي لوبډلمشر په لټه کې ده، ځکه جوس بټلر له لوبډلمشرۍ لاس اخیستی.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لویو وچو په انټرکانټنینټل جام سیالیو کې ګرینلنډ ته ماتې ورکړې، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې یې د ایران پروړاندې لوبه بایللې وه.
د فوټسال ملي لوبډلې د ګرینلنډ په وړاندې د پنالټي شوټ په ګټلو سره د انټرکانټنینټل جام سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ.
دغه سیالۍ د برازیل هېواد په کوربه توب ترسره شوې.
تر دې وړاندې افغان فوټسال ملي لوبډلې له ایران او برازیل سره په سیالیو کې ماتې تجربه کړې وې.
همدا د فوټبال فډارسیون خبر ورکړی، چې د اسيا د ساحلي فوټبال د ملتونو جام ۲۰۲۵ ته د چمتووالي او ګډون لپاره د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبغاړو روزنه پیل کړې.
د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله په سي ګروپ کې له ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا سره ده.
د اسیا د ساحلي فوټبال د ملتونو جام به د روان کال د مارچ په ۲۰مه د تایلنډ په کوربه توب پیل شي.