• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځینې افغان محصلین وايي په کابل کې د پاکستان سفارت یې وېزې ځنډولې دي

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۰۵ GMT+۰

ځینې افغان محصلینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، پاکستاني پوهنتونونو ته بریالي شوي، خو اوس په کابل کې د پاکستان سفارت یې ویزې ځنډولې دي. په ورته مهال په پاکستان کې پر زدکړو بوخت افغان ځوانان وايي، چې اوس هلته د دوی ویزې نه نوې کېږي او ورته ویل کېږي چې په کابل کې یې باید نوې کړي.

دوی وايي چې له تېرو څلورو میاشتې راهسې دغه سفارت نه نويو او نه هم برحاله محصلینو ته وېزې ورکړې دي.

په کابل کې ځینو افغان محصلینو نن «د کپ ۲۵مه» وویل چې درسونه یې هم پیل شوي خو دوی تر اوسه وېزې ته په تمه دي.

یو افغان محصل چې پیښور پوهنتون ته بریالی شوی وايي:« په پېښور پوهنتون کې درسونه پیل شوي دي او که وېزې مو رانشي نو دا کال مو ضایغ کېږي.»

افغان محصلین زیاتوي چې د وېزو د ستونزو د حل په موخه د طالبانو بهرنیو چارو او د لوړو زکړو وزارتونو ته هم ورغلي.

دوی وايي، د طالبانو حکومت ورسره ژمنې کوي چې د ستونزو د حل لپاره به دوی له اړوند پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

ځینو افغان محصلینو د ۲۲ تنو هغو محصلینونو لېست افغانستان انټرنشنل سره شریک کړل چې پېښور پوهنتون ته بریالي شوي خو د وېزو لپاره په تمه دي.

پاکستان کې د افغان زدکوونکو ستونزې

په پاکستان کې بیا ځینې محلصین وايي، چې د پاکستان سکالریشیپونه باندې زدکړې کوي خو پاکستان اړوند ادارې ورته وېزې نه تمدیدوي او ورته ویل کېږي چې باید افغانستان ته لاړ شي او هلته سفارت ته مراجعه وکړی.

دوی وايي، تر دې مخکې به یې له پوهنتون یو سند د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته ووړ او له مخې به یې دوی ته ویزې ور کول کېدې.

د افغان زدکوونکو دا ستونزې له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د تاوتریخوالي سره هممهاله دي، چې له امله یې له ۲۲ ورځو تورخم لار هم تړلې ده.

یو افغان محصل په نیوکې سره وايي چې د دواړو لورو خپلمنځي جنجال له امله باید له محصلینو سره سیاسي چلند ونه شيي.

تر اوسه نه طالبانو او نه هم د پاکستان سفارت د افغان محصلینونو د وېزو د ځنډولو په اړه په رسمي ډول څه ویلي دي.

پاکستان هر کال د افغان محصلین لپاره سکالریشپونه اعلانوي او په بېلابېلو پوهنتونونو کې محصلین مني.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

البانیا: افغان ښځې یوازې پیوستون ته نه، بلکې عملي اقدام ته اړتیا لري

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۵۷ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازې سوېلا جانینا له افغان ښځو د ملاتړ له اعلان سره وایي، افغان ښځې یوازې پیوستون ته نه؛ بلکې عملي اقدام ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړه:« البانیا له تاسې سره ده؛ خو هغه څه چې تاسو ورته اړتیا لرئ عمل دی. هغه کسان چې له طالبانو سره خبرې کوي باید دا شرط وټاکي، چې په دغو خبرو اترو کې به د ښځو له ګډون او د هغوی د غږ له اورېدلو پرته به پرمختګ ونه شي.»

دغه څرګندونې اغلې سویلا جانینا د افغان ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو کمېسیون په ۶۹مه ناسته کې چې د (افغان ښځې د عملي اقدام غوښتنه کوي) تر سرلیک لاندې کړې دي.

په همدې غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو له‌خوا په سیستماتیک ډول ښځې له عامه ډګره اېستل شوې دي.

هغه زیاته کړه:« دا د ښځو د حقونو په برخه کې یو بې ساری خنډ دی او د طالبانو له‌خوا په ډېرې سپین سترګۍ سره دوام لري. خو افغان مېرمنې د ظلم پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکوي او د خپلو بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه کوي.»

بل خوا بیا په یاده غونډه کې پخوانۍ وزیرې نرګس نهان له طالبانو سره د ځينو هېوادونو پر تعامل د نيوکې ترڅنګ وويل:« يو شمېر هېوادونه له طالبانو سره د حساب کولو پر ځاى له دې ډلې سره اړيکې لري او خپلو جيو پوليټيکي او امنيتي ګټو ته لومړيتوب ورکوي.»

بغلان کې طالب چارواکي: په روان کال کې مو د ۲۵۰ ښځینه‌و په ګډون ۱۴۰۰ ښوونکي ګومارلي دي

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۴۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په بغلان ولایت کې د دغې ډلې د ځایي چارواکو له حوالې خبر ورکړی، چې په بغلان ولایت کې یې په روان کال کې په بېلابېلو ښوونځیو کې ۱۴۰۰ ښوونکي پر دندو ګومارلي؛ خو له دې ډلې یوازې ۲۵۰ هغه یې ښځینه ښوونکې دي.

په بغلان ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست د تعلیماتو مسوول امان الله حقیار ویلي، چې ګومارنه په دغه ریاست کې د ازموینې له لارې ترسره شوې ده.

د هغه په وینا؛ د راروان ښوونیزو کال لپاره یې ۲۲ زره او ۲۴ تنه نارینه زده‌کوونکي او ۱۸ زره او ۲۳۸ ښځینه زده‌کوونکې جذب کړې دي، چې د لومړیو ټولګیو لپاره د ټولو جذب شوو زده‌کوونکو شمېر ۴۰ زره ۲۶۱ تنو ته رسېږي.

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې د ۲۵۰ ښځینه ښوونکو د ګومارلو خبره کوي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام ړنګېدو او طالبانو د بیا واک ته رسېدو سره سم یادې ډلې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د ښونځيو دروازې وتړلې.

څو ورځې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا دایمي استازي مرستیال جېمز کاریوکي د امنیت شورا ته په خپله وینا کې وویل، کله چې طالبانو د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل؛ نو دوی وویل چې دغه پرېکړه لنډمهاله ده؛ خو له درېیو کالو هم ډېره موده وشوه، چې افغان نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

د طالبانو له دغې پرېکړې وروسته په ټول افغانستان کې له شپږمو د لوړو ټولګیو ښځینه‌و ښوونکو برخلیک لاهم ناروښانه دی.

طالبان شتمنو ته: ژر تر ژره له خپلو پانګو څخه بې‌وزله افغانانو ته زکات ورکړئ

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خپلو محتسبانو ته امر کړی، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شتمن کسان دې ته وهڅوي؛ څو له خپلو پانګو او مالونو څخه بې‌وزله افغانانو ته زکات ورکړي.

د طالبانو یاد وزارت د (کب ۲۵مه) د شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې له شتمنو کسانو غوښتنه کړې، چې باید د روان لمریز کال تر پایه پورې د خپلو شتمنیو څخه ۲.۵ سلنه زکات بېل کړي او پر بې‌وزله افغانانو دې ووېشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د امربالمعروف وزارت د قانون له مخې متحسبان اړ دي چې پر شتمنو کسان وګرځي او د خپلو پانګو په برخه کې یې د زکات وېش ته وهڅوي.

طالبانو له شتمنو کسانو غوښتي؛ څو زکات د ورکړې په برخه کې له بېړې کار واخلي.

طالبانو د زکات ورکړه د فقر د لمنځه وړلو په برخه کې مهم اقدام بللی دی.

ویل کېږي د طالبانو محتسبانو په یو شمېر ولایتونو کې تېر کال هم په جبري توګه سوداګر او شتمن کسان اړ کړي وو؛ څو د دوی په خوښه زکات ووېشي.

د راپورونو له مخې، طالبان شتمن کسان اړ باسي؛ څو د دوی په خوښه ټاکل شويو کسانو ته زکات ورکړي او خلک بیا د دغه چلند څخه خوښ نه دي.

خو دیني عالمان وايي، هغه کسان چې د زکات د ورکړې نصاب یې پوره کړی وي حق لري چې د خپلې خوښې له مخې بې‌وزله کسان وټاکي او بیا پرې زکات ووېشي.

له بګرامه نه صبرېدونکی ټرمپ: د بګرام پوځي اډه اوس د چینایانو په ولکه کې ده

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۳۸ GMT+۰

ډونالډ ټرمپ تازه د امریکا‌ په عدلیې وزارت کې ویلي، له افغانستانه د جو بایډن ادارې پر مهال د امریکایي ځواکونو نامسووله وتو له کبله اوس د بګرام هوایي‌ اډه د چین لاس ته لوېدلې ده.

ټرمپ نیوکه کړې، امریکا باید د بګرام هوایي اډه کې ځکه پاتې شوې وه چې له هغه ځایه یې د چین پر اټومي او هستوي انرژۍ په ښه توګه څار کولای شو.

هغه زیاته کړه:« بګرام د چین له اټومي وسلو سره اېله یو ساعت واټن لري».

ټرمپ ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتو له امله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سترګې وکړې او ورته زمینه برابره شوه؛ څو په اوکراین برید وکړي.

ټرمپ تر دې دمخه هم ورته څرګندونې کړې وې او ان ګواښ یې کړی و، چې د بګرام پوځي اډه به بېرته ونېسي.

طالبانو د ډونالډ ټرمپ دغه ډول څرګندونې پخوا هم غندلې وې او پر بګرام پوځي اډه یې د چین د ولکې ادعاوې رد کړې دي.

ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې په وار، وار تکراروي، چې طالبانو له بل هر هېواد پرته له چین سره په بې سارې توګه خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.

چین لومړنی هېواد و، چې ولسمشر یې ان د طالبانو د ډېپلوماټیک استازي باورلیک ومانه او ان ډېپلوماتیکه راشه درشه یې هم تر نورو ډېره ده.

همدا راز چینایي پانګه‌والو هم افغانستان ته مخه کړې او همدا اوس د کانونو په سکټور کې چینایان تر نورو ډېر پر پانګونې بوخت دي.

کارپوهان وایي، چین هېڅکله په افغانستان کې د امریکا د اقتصادي مرستو تر څنګ د سیاسي همکاریو تشه نشي ډکولای او ښايي طالبانو سره ځکه بېجینګ خپلې اړیکې نورمال ساتي چې ګوندې په دغه هېواد کې د چین ضد وسله‌والې ډلې پناه ځایونه ونه مومي.

ټرمپ همدا راز طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ۷مېلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت ورڅخه پاتې وسلې او پوځي تجهیزات به هم بېرته واخلي؛ خو طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، دغه پوځي وسایل ورته د «غنیمت» په توګه پاتې شوي دي.

د تاجکستان او قرغېزستان ترمنځ هوکړه‌لیک؛ طالبان یې د منځنۍ اسیا لپاره د سولې پېلامه بولي

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ( کب ۲۵مه) په یوې خبرپاڼه کې د تاجکستان او قرغېزستان ترمنځ د سرحدي کرښو د معلومولو پر سر له رامنځته شوي هوکړه‌لیک هرکلی کړی دی.

طالبانو ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه هوکړه‌لیک به په منځنۍ اسیا کې د دوامداره سولې او همکاریو نوی باب پرانېزي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوکړه‌لیک به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو تر څنګ د سیمې پر ټیکاو، اقتصادي ودې او د متقابل باور پر پیاوړتیا ځانګړې مثبتې اغېزې وکړي.

تاجکستان او قرغېزستان له تېرو شلو کلونو راهیسې د شاوخوا «۱۰۰۰ کېلومېټره» پولې پر سر له یو بل سره وسله‌والې نښتې کړې وې، چې سلګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

په وروستي ځل د ۲۰۲۲ کال په سېپتمبر میاشت کې د دواړو لوریو له‌خوا پر پوله سختې نښتې وشوې، چې په پایله کې یې ۱۳۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

تر دغو نښتو وروسته دواړو هېوادونو په پوله کې پر یو بل د تګ راتګ لارې هم تړلې وې.

له تېرو دوو کالونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغه پولې پر سر لانجمن مذاکرات ترسره شول، چې بالاخره دواړه لوري د خبرو اترو په دغه پړاو کې یوې وروستۍ پرېکړې ته ورسېدل.

(د مارچ په ۱۳مه نېټه) د تاجکستان او قرغېزستان له لوري د سرحدي کرښو د معلومېدو په موخه تړن لاسلېک شو.

د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو امام علي رحمان او صادر جباروف له لوري په یوې انلاین غونډه کې د سرحدي بندرونو او تګ راتګ د بیا پیل لپاره لارې هم پرانېستل شوې.

د طالبانو ترمخه روسیې، امریکا، اروپايي ټولنې او ترکیې هم د تاجکستان او قرغېزستان ترمنځ له دغه تړونه هرکلی کړی دی.

دواړو هېوادونو د بندرونو د خلاصون پر مهال د خوښۍ ځانکړي مراسم هم نیولي وو او دغه چاره د ګاونډیاڼو ترمنځ د نویو اړیکو پیل هم یاد شوی دی.