• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تاجکستان او قرغېزستان ترمنځ هوکړه‌لیک؛ طالبان یې د منځنۍ اسیا لپاره د سولې پېلامه بولي

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ( کب ۲۵مه) په یوې خبرپاڼه کې د تاجکستان او قرغېزستان ترمنځ د سرحدي کرښو د معلومولو پر سر له رامنځته شوي هوکړه‌لیک هرکلی کړی دی.

طالبانو ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه هوکړه‌لیک به په منځنۍ اسیا کې د دوامداره سولې او همکاریو نوی باب پرانېزي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوکړه‌لیک به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو تر څنګ د سیمې پر ټیکاو، اقتصادي ودې او د متقابل باور پر پیاوړتیا ځانګړې مثبتې اغېزې وکړي.

تاجکستان او قرغېزستان له تېرو شلو کلونو راهیسې د شاوخوا «۱۰۰۰ کېلومېټره» پولې پر سر له یو بل سره وسله‌والې نښتې کړې وې، چې سلګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

په وروستي ځل د ۲۰۲۲ کال په سېپتمبر میاشت کې د دواړو لوریو له‌خوا پر پوله سختې نښتې وشوې، چې په پایله کې یې ۱۳۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

تر دغو نښتو وروسته دواړو هېوادونو په پوله کې پر یو بل د تګ راتګ لارې هم تړلې وې.

له تېرو دوو کالونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغه پولې پر سر لانجمن مذاکرات ترسره شول، چې بالاخره دواړه لوري د خبرو اترو په دغه پړاو کې یوې وروستۍ پرېکړې ته ورسېدل.

(د مارچ په ۱۳مه نېټه) د تاجکستان او قرغېزستان له لوري د سرحدي کرښو د معلومېدو په موخه تړن لاسلېک شو.

د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو امام علي رحمان او صادر جباروف له لوري په یوې انلاین غونډه کې د سرحدي بندرونو او تګ راتګ د بیا پیل لپاره لارې هم پرانېستل شوې.

د طالبانو ترمخه روسیې، امریکا، اروپايي ټولنې او ترکیې هم د تاجکستان او قرغېزستان ترمنځ له دغه تړونه هرکلی کړی دی.

دواړو هېوادونو د بندرونو د خلاصون پر مهال د خوښۍ ځانکړي مراسم هم نیولي وو او دغه چاره د ګاونډیاڼو ترمنځ د نویو اړیکو پیل هم یاد شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په برېټانیا کې د طالبانو ضد پر یو افغان فعال د برید په تور پولیسو دوه کسان نیولي دي

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۰۴ GMT+۰

د برېټانیا پولیسو خبر ورکړی، چې د کډوالۍ ادارې اړوند د یوه هوټل دننه یې د طالبانو ضد پر یو افغان فعال د شوي برید په تور دوه کسان نیولي دي.

د ناطق ملک زاده په نوم یو ۲۹کلن افغان فعال او خبریال چې د طالبانو د سختدریځې اسلامي مفکورې پر ضد فعالیتونه کوي؛ (د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه) په هوټل کې د خپلې کوټې دننه پرې د دوو کسانو له لوري برید شوی و.

هغه په دغه برید کې په سینه، لاس او اوږو ټپي شوی دی.

نوموړي اینډېپینډینټ رسنۍ ته ویلي، په دغه هوټل کې یې له ځینو هغو افغان پناه‌ غوښتونکو سره چې د طالبانو ملاتړ یې کاوه؛ د ښځو د حقونو په اړه بحثونه کړي وو او د هغه همدا بحثونه د تاوتریخوالي لامل شوي وو.

ملک‌ زاده د هوټل کارکوونکو ته ویلي وو:« زه د دغو خلکو له لاسه تښتېدلی یم؛ خو اوس له همدوی سره یو ځای اوسېږم».

تر برید شاوخوا لس ورځې وړاندې ملک ‌زاده د پناه غوښتنې قضیه هم منل شوې وه او د کار موندلو پسې یې هڅې کولې.

د برېټانیې د همپشایر سیمه‌ییزو پولیسو ویلي، چې د شپې په شاوخوا یوولس بجو د برید راپور ورکړل شو.

پولیسو د ۲۵ او ۲۹ کلونو ترمنځ دوه مشکوک کسان د برید په تور نیولي دي.

پولیسو دا پېښه ځانګړې بللې او ویلي یې دي، چې عامو خلکو ته کوم جدي خطر نه شته.

ملک‌ زاده یوه شپه په روغتون کې تېره کړه او بیا د لاس د جراحۍ لپاره بل روغتون ته ولېږدول شو.

هغه د طالبانو ښکاره مخالف دی او په خواله رسنیو کې یې د طالبانو پر ضد دریځ نیولی.

د همپشایر د پولیسو مشر گیلیان کاکس ویلي:« زه پوهېږم چې دې پېښې به د ځايي خلکو لپاره اندېښنه پیدا کړې وي؛ خو غواړم ډاډ ورکړم چې دا یو منفرد مورد دی او له تېرو پېښو سره تړاو نه لري. د پولیسو څېړنې لا هم دوام لري».

په افغانستان کې د مخابراتي شبکو ۸ مېلیونه سېم کارټونه لا هم بې‌ثبته پاتې دي

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۰ GMT+۰
•
زیار خان یاد

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د تېرو درې نیمو کلونو په لړ کې یې نږدې ۱۸مېلونه سېم کارتونه ثبت کړي دي. دغه وزارت وایي، دا کار یې د خلکو د رواني امنیت لپاره کړی دی؛ خو لا هم اته مېلیونه سېم کارتونه له ثبت پاتې دي.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وایي، په هېواد کې ناقانونه سېم کارتونو د خلکو رواني امنیت ګواښلی و او ترې ناوړه ګټه اخیستل کېده چې له همدې کبله دوی د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د ثبت بهیر پیل کړ.

د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې ټول ټال ۲۶مېلیونه سېم کارټونه وېشل شوي؛ خو طالبانو ته لا هم د پاتې اته مېلیونو د ثبت جنجالي بهیر په مخ کې پروت دی.

طالبان وایي، چې د هېواد په ګوډ ګوډ کې د مخابراتي شبکو د سېم کارټونو د وېش بهیر یې روان ساتلی دی.

هم‌مهاله د مخابراټي شبکو له لوري هم په خواله رسنیو کې پېغامونه خپرېږي او له خپلو پېرېدونکو غواړي، چې خپل سېم کارټونه ثبت کړي.

طالبان داسې مهال د ناقانونه سېم کارټونو پر ضد د اقداماتو خبره کوي، چې د پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال یوه لویه نیوکه دا وه چې همدا ډله د خپلو وسله‌والو فعالیتونو لپاره له بې ثبته سېم کارټونو کار اخلي.

طالبانو د خپلو وسله‌والو فعالیتونو پر مهال خپلې اړیکې په تورو بازارونو کې پر اخیستل شویو هغو سېم کارټونو ټینګولې، چې ثبت نه وو.

ویل کېږي، طالبانو ان د جمهوري نظام پر پوځیانو او بهرنیو ځواکونو د بمي چاودنو پر مهال موبایلونه د غیر راجسټر شویو سېم کارټونو سره چاودېدونکو توکو پورې تړل او بیا د ټلېفوني اړیکې له لارې چاودنې ورکولې.

د راپورونو له مخې، پخواني جمهوري نظام څو ځله هڅه وکړه چې د ناقانونه سېم کارټونو د ثبت بهیر پراخ کړي؛ خو طالبان یې د هېواد په ګوډ ګوډ کې پر وړاندې لوی خنډ وو.

ناقانونه سېم کارټونه که څه هم یو مهال د طالبانو د فعالیتونو لپاره یو لوی فرصت و؛ خو اوس ورته امنیتي سرخوږی هم دی.

د مخابراتي چارو کارپوهان وايي، طالبان د سېم کارټونو په ثبت سره غواړي، چې د افغانستان دننه ټولې اړیکې وڅاري او دوی ته ورپېښ امنیتي ګواښونه هم له همدې لارې کنټرول کړي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو د مخابراتو وزارت او اترا ادارې پر مخابراتي شبکو ځانګړې څار ډله رامنځته کړې ده.

دغه څار ډله مسوولیت لري، چې له مخابراتي شبکې اړې کړي؛ تر څو ټولې مشکوکې اړیکې له دوی سره شریکې کړي او همدا راز د طالبانو د غوښتنو پر بنسټ هم د ځینو شمېرو اړیکې او غږیز معلومات له دوی سره شریک کړي.

په دغه څار ډله کې د طالبانو د استخباراتو تخنیکي کسان هم شته.

ناقانونه سېم کارټونه په افغانستان کې نه یوازې د ترهګرو ډلو لپاره د اړیکو ټینګولو یو ښه فرصت دی؛ بلکې د جنایي جرمونو تر څنګ په وسله‌والو غلاوو او د انسان تښتوونو پېښو کې هم ترې کار اخیستل کېږي.

بېلګې شته، چې انسان تښتوونکو له خلکو سره په غیر راجسټر شویو سېمکارټونو اړیکې نیولې او د ګواښ تر څنګ یې ترې پیسې غوښتي دي.

له دې سره، سره د افغانستان په ځینو لرو پرتو سیمو کې لا هم د مخابراتي شبکو فعالیتونه نشته.

د هېواد په بېلابېلو کلیوالو سیمو کې شکایتونه دا دي، چې مخابراتي شبکو خپل پوښښ نه دی ورغځولی؛ چې نورستان ولایت یې تر ټولو ډېر اغېزمن هغه بلل کېږي.

د نورستان اوسېدونکي شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو فعالیتونو د مرکز پارون په ګډون یوازې د ولسوالیو تر مرکزونو پورې محدود دي.

همدا راز بله نیوکه دا ده، چې په هېواد کې د مخابراتي شبکو د انټرنېتي خدمتونو بیې اوس هم د پخوا په څېر لوړې دي او هېڅ ډول ځانګړی بدلون پکې نه دی راغلی.

د جمهوري نظام پر مهال د مخابراتي شبکو پلمه دا وه، چې ګوندې طالبانو ته په لرې پرتو سیمو کې باج ورکوي او د لوړو لګښتونو له کبله اړ دي چې د اړیکو او انټرنېټي خدمتونو بیې لوړې کړي؛ خو د دغه پلمې له ختمېدو سره، سره هم بیې ټیتې نه شوې.

همدا راز د مخابراتي شبکو کاروونکي شکایتونه لري، چې د ۴جي یا څلور نسل د انټرنېت په نوم پرې خورا د ټېټ سرعت کڅوړې پلورل کېږي؛ خو طالبانو د خپلو هغو ادعاوو سره سره دغه ستونزې نه دي حل کړي.

که څه هم طالبانو په وار، وار د انټرنېټ د بیو ټیټوالي په تړاو خبرونه خپاره کړل؛ خو په عملي توګه د بیو په ټیټوالي کې لا تر اوسه هېڅ راز ښکاره بدلون نه دی لیدل شوی.

ښايي ټرمپ د افغانانو په ګډون د ځینو هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر بندیزونه ولګوي

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۵ GMT+۰

یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د ډونالد ټرمپ حکومت د لسګونو هېوادونو پر وګړو د سفرونو د سختو بندیزونو او محدودیتونو لګولو پر سر غور کوي؛ که دغه طرحه پلې شي د افغانانو په ګډون به د لسو نورو هېوادونو وګړي امریکا ته له سفر کولو څخه منع شي. 

د نیویارک ټاېمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د ټرمپ اداره د ۴۳ هېوادونو پر وګړو د سفرونو پر بندیزونو غور کوي.

د سرچینو په وینا، دغه ګام د ټرمپ د لومړۍ دورې د کډوالۍ بندیزونو پرتله یو څه محدود دی؛ خو لا یې هم د پراخېدو شونتیا لیدل کېږي.

رویټرز هم راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه لا وروستۍ شوې نه ده؛ خو د امریکا حکومت له‌خوا یوه مسوده چمتو شوې چې پکې هېوادونه په درېیونوملړونو وېشل شوي دي:

سور نوملړ: په دې کې ۱۱ هېوادونه شامل دي، چې وګړي یې د امریکا خاورې ته له ننوتو منع شوي دي.

په دغو هېوادونو کې افغانستان، ایران، بوتان، کوبا، لېبیا، شمالي کوریا، سومالیا، سوډان سوریه، ونزویلا او یمن شامل دي.

نارنجي نوملړ: دغه نوملړ هغه هېوادونه لري، چې پر وګړو یې سخت محدودیتونه لګول کېږي؛ خو په بشپړه توګه پرې د سفرونو بندیزونه نه لګول کېږي.

سوداګر او شتمن کسان ښايي ویزې او امریکا ته د ننوتو اجازه ترلاسه کړي؛ خو د کډوالۍ تر څنګ به یې سیاحتي ویزې ځنډول کېږي.

په دغه نوملړ کې بېلاروس، اریتریا، هایټي، لاووس، میانمار، پاکستان، روسیه، سییرا لیون، سوېلي سوډان او ترکمنستان شامل دي.

 ژېړ نوملړ: دا ۲۲ هېوادونه لري، چې هغوی ته ۶۰ ورځې ورکړل شوې؛ څو خپلې «تشې» ډکې کړي. که دغه هېوادونه خپلې ستونزې حل نه کړي؛ نو ښایي په سور یا نارنجي نوملړ کې شامل شي.

امریکايي چارواکو ویلي، چې دغه درې نوملړه لا وروستي نه دي او ښايي تر هغې چې سپینې ماڼۍ ته لېږل کېږي پکې بدلون راشي.

د ټرمپ دغه نوي بندیزونه د هغه د لومړۍ دورې پر مهال د کډوالۍ تګلارو ته ورته دي.

هغه په ۲۰۱۸ کال کې هم د اتو هېوادونو پر وګړو د سفر بندیزونه لګولي وو.

د امریکا ولسمشر اوس یو نوی اجراییوي فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې به یې له نورو هېوادونو امریکا ته تلونکي کډوال تر سختو او جدي امنیتي‌ ارزونو څخه تېرېږي.

ټرمپ ویلي، دغه بندیزونه د امریکايي وګړو د خوندیتوب لپاره اړین دی؛ خو یو شمېر نیوکه کوونکي دغه تګلاره له توپیري چلنده ډکه او د نړۍوالو ازادیو خلاف کړنه بولي.

ښايي دغه تازه بندیزونه نه یوازې پر کډوالو بلکې د امریکا او په نوملړ کې د شاملو هېوادونو ترمنځ پر ډېپلوماټیکو اړیکو او اقتصاد هم اغېزې وکړي.

په پاکستان کې د امریکا ځیني متحدین چې لا وار دمخه د ټرمپ د کډوالۍ پروګرامونو لغوه کېدو اړوند فرمان اغېزمن کړي؛ د سفرونو د بندیزو دغه پرېکړې یې اندېښنې لا پسې ډېرې کړې دي.

په‌ پاکستان کې نږدې ۲۵زره هغه افغانان چې په خپل هېواد کې یې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره دندې کړې وې سره له دې چې د امریکا د کډوالۍ پروګرام ته منل شوي؛ خو د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې له مخې یې قضیې ځنډول شوې او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د امریکا افغان متحدینو په وار، وار له ټرمپ غوښتي، چې دوی ته دې د کډوالۍ او د سفرونو د بندیز په برخه کې معافیت ورکړي.

د پیسو نړۍوال صندوق د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو اقتصادي پرمختګونو ته بیاکتنه کړې

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۰

د پیسو نړۍوال صندوق د خبرپاڼې له مخې، دغې نړۍوالې مالي ادارې د جمعې په ورځ د خپل اجرایوي بورډ نارسمي غونډه کې د افغانستان، یمن، ایران، سوډان، سوریې او تونس هېوادونو اقتصادي پرمختګونو ته بیاکتنه کړې ده.

دغه بنسټ په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې غونډه د هغو هېوادونو لپاره جوړه شوې وه چې د ۱۸ میاشتو څخه د ډېرې مودې په تېرېدو یې هم د پیسو نړۍوال صندوق سره د دغه بنسټ د څلورمې مادې له مخې خپلې مشورې نه دي شریکې کړې.

د پیسو نړۍوال صندوق د خپلې کاري کړنلارې په توګه چې په عامه معلوماتو تکیه کوي؛ په هرو ۱۲ میاشتو کې خپل اجرایوي بورډ ته د هغو هېوادونو د اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکوي، چې له دوي سره یې مشورې ځنډېدلي دي.
په یاده غونډه کې د اقتصادي ودې د کموالي، د انفلاسیون د ننګونو او مالي بحرانونو په ګډون د دغو هېوادونو اقتصادي وضعیت وڅېړل شو؛ خو د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو له پیل راهیسې د پیسو نړۍوال صندوق له دغه هېواد سره خپلې رسمي اړیکې ځنډولې دي.

دغه نړۍوال بنسټ د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو له امله د افغانستان سره خپلې مالي مرستې او پرمختیایي پروګرامونه هم درولي دي.

د پاکستان پوځ: د پلوچستان په وروستي برید کې د افغانستان دننه پاتې بهرنۍ وسلې کارول شوې دي

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د پوځ ویاند د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پاله بریدګرو له لوري په وروستي برید کې د بهرنیو ځواکونو هغه وسلې کارول شوې چې په افغانستان کې طالبانو ته پاتې شوې دي.

جنرال احمد شریف چوهدري اندېښنه ښوولې، چې تر دې دمخه هم د دوی په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو پر مهال طالبانو ته پاتې د بهرنیو ځواکونو وسلې د دوی خلاف کارول شوې دي. د پوځ ویاند ګواښ‌ کړی، چې د پاکستان ضد وسله‌والو په ګډون به د هغوی ملاتړي د هېواد دننه او بهر په نښه کړي.

د تېرې سې شنبې په ورځ د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو پوځ وسله‌والو د جعفر اېکسپرېس په نوم پر رېل ګاډي برید وکړ او سلګونه مساپر چې پکې پاکستاني پوځیان هم وو؛ برمته کړل.

تازه بلوڅ بېلتون پالو ادعا کړې، چې ټول درې سوه تنه برمته شوي کسان یې وژلي دي.

هغوی ویلي، وژل شوي کسان ټول د پاکستان د پوځ او بېلابېلو امنیتي ادارو کارکوونکي وو.

د پاکستان پوځ بیا ویلي، چې د بلوڅ بېلتون پالو ټول ۳۳ تنه بریدګر یې وژلي دي؛ خو د یادې وسله‌والې ډلې دغه ادعا یې بیا رد کړې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند همدا راز وویل، چې بلوڅ بېلتون پاله وسله‌والو د دغه برید پر مهال له خپلو مشرانو سره چې په افغانستان کې مېشت دي په مسلسله توګه په اړیکه کې وو.

د هغه په خبره:« دا یوه دوامداره سلسله ده، په دغه برید کې افغان وګړي‌ هم شامل وو».

د‌ پاکستان پوځ هندي رسنۍ تورنې کړې، چې د جعفر اېکسپرېس د برید اړوند یې دروغجن معلومات خپرول او په جعلي انځورونو یې هڅه کوله چې عامه ذهنونه ګډوډ کړي.

جنرال چوهدري وویل:« هندي رسنیو د مصنوعي ځېرکتیا پر مټ جعلي ویډیوګانې خپرې کړې؛ څو ناسم روایتونه وړاندې کړي».

د نوموړي په وینا؛ بلوڅ بېلتون پالو خپل وروستي برید ته داسې سیمه غوره کړې، چې پکې مخابراتي شبکو کار نه کاوه.

د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي بیا د پوځ له ویاند سره په دغه خبري غونډه کې څنګ پر څنګ ناست و او د بلوڅ بېلون پالو وروستی برید یې تشه دوکه وبلله.

هغه زیاته کړه: «د دوی دا خبره چې دا جګړه د دولت ضد ده؛ یوازې فریب دی او بدنیته کسان یې رهبري کوي».

سرفراز بګټي ادعا وکړه، چې پاکستان د هندوستان له رسنیزې جګړې سره مخ دی او د یاد هېواد استخبارات د افغانستان له لارې پر دوی بریدونه کوي.

په یاده ناسته کې پاکستاني چارواکو یو ځل بیا له افغان طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والې ډلې پر ضد اقدامات وکړي.

پر افغانستان واکمنو طالبانو په وار، وار د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي، چې ګوندې په پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه د دوی تر سیورې لاندې په افغان خاوره کې پلان شوي دي. طالبانو پاکستان ته ویلي، چې پر دوی د تورونو پر ځای دې خپل امنیتي تدابیر سخت کړي‌ او خپلو امنیتي‌ کمزوریو ته دې پاملرنه ډېره کړي.

پاکستان داسې مهال په دغه هېواد کې د وسله‌والو بریدونو پر مهال په افغانستان کې د پاتې شویو بهرنیو ځواکونو د وسلو کارولو ادعاوې کوي، چې ټرمپ ویلي له طالبانو به دغه وسلې بېرته واخلي؛ خو طالبان بیا امریکایي وسلې غنیمت بولي.