
د پیسو نړۍوال صندوق د خبرپاڼې له مخې، دغې نړۍوالې مالي ادارې د جمعې په ورځ د خپل اجرایوي بورډ نارسمي غونډه کې د افغانستان، یمن، ایران، سوډان، سوریې او تونس هېوادونو اقتصادي پرمختګونو ته بیاکتنه کړې ده.
دغه بنسټ په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې غونډه د هغو هېوادونو لپاره جوړه شوې وه چې د ۱۸ میاشتو څخه د ډېرې مودې په تېرېدو یې هم د پیسو نړۍوال صندوق سره د دغه بنسټ د څلورمې مادې له مخې خپلې مشورې نه دي شریکې کړې.
د پیسو نړۍوال صندوق د خپلې کاري کړنلارې په توګه چې په عامه معلوماتو تکیه کوي؛ په هرو ۱۲ میاشتو کې خپل اجرایوي بورډ ته د هغو هېوادونو د اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکوي، چې له دوي سره یې مشورې ځنډېدلي دي.
په یاده غونډه کې د اقتصادي ودې د کموالي، د انفلاسیون د ننګونو او مالي بحرانونو په ګډون د دغو هېوادونو اقتصادي وضعیت وڅېړل شو؛ خو د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو له پیل راهیسې د پیسو نړۍوال صندوق له دغه هېواد سره خپلې رسمي اړیکې ځنډولې دي.
دغه نړۍوال بنسټ د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو له امله د افغانستان سره خپلې مالي مرستې او پرمختیایي پروګرامونه هم درولي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پاله بریدګرو له لوري په وروستي برید کې د بهرنیو ځواکونو هغه وسلې کارول شوې چې په افغانستان کې طالبانو ته پاتې شوې دي.
جنرال احمد شریف چوهدري اندېښنه ښوولې، چې تر دې دمخه هم د دوی په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو پر مهال طالبانو ته پاتې د بهرنیو ځواکونو وسلې د دوی خلاف کارول شوې دي. د پوځ ویاند ګواښ کړی، چې د پاکستان ضد وسلهوالو په ګډون به د هغوی ملاتړي د هېواد دننه او بهر په نښه کړي.
د تېرې سې شنبې په ورځ د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو پوځ وسلهوالو د جعفر اېکسپرېس په نوم پر رېل ګاډي برید وکړ او سلګونه مساپر چې پکې پاکستاني پوځیان هم وو؛ برمته کړل.
تازه بلوڅ بېلتون پالو ادعا کړې، چې ټول درې سوه تنه برمته شوي کسان یې وژلي دي.
هغوی ویلي، وژل شوي کسان ټول د پاکستان د پوځ او بېلابېلو امنیتي ادارو کارکوونکي وو.
د پاکستان پوځ بیا ویلي، چې د بلوڅ بېلتون پالو ټول ۳۳ تنه بریدګر یې وژلي دي؛ خو د یادې وسلهوالې ډلې دغه ادعا یې بیا رد کړې ده.
د پاکستان د پوځ ویاند همدا راز وویل، چې بلوڅ بېلتون پاله وسلهوالو د دغه برید پر مهال له خپلو مشرانو سره چې په افغانستان کې مېشت دي په مسلسله توګه په اړیکه کې وو.
د هغه په خبره:« دا یوه دوامداره سلسله ده، په دغه برید کې افغان وګړي هم شامل وو».
د پاکستان پوځ هندي رسنۍ تورنې کړې، چې د جعفر اېکسپرېس د برید اړوند یې دروغجن معلومات خپرول او په جعلي انځورونو یې هڅه کوله چې عامه ذهنونه ګډوډ کړي.
جنرال چوهدري وویل:« هندي رسنیو د مصنوعي ځېرکتیا پر مټ جعلي ویډیوګانې خپرې کړې؛ څو ناسم روایتونه وړاندې کړي».
د نوموړي په وینا؛ بلوڅ بېلتون پالو خپل وروستي برید ته داسې سیمه غوره کړې، چې پکې مخابراتي شبکو کار نه کاوه.
د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي بیا د پوځ له ویاند سره په دغه خبري غونډه کې څنګ پر څنګ ناست و او د بلوڅ بېلون پالو وروستی برید یې تشه دوکه وبلله.
هغه زیاته کړه: «د دوی دا خبره چې دا جګړه د دولت ضد ده؛ یوازې فریب دی او بدنیته کسان یې رهبري کوي».
سرفراز بګټي ادعا وکړه، چې پاکستان د هندوستان له رسنیزې جګړې سره مخ دی او د یاد هېواد استخبارات د افغانستان له لارې پر دوی بریدونه کوي.
په یاده ناسته کې پاکستاني چارواکو یو ځل بیا له افغان طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د «ټيټيپي» وسلهوالې ډلې پر ضد اقدامات وکړي.
پر افغانستان واکمنو طالبانو په وار، وار د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي، چې ګوندې په پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه د دوی تر سیورې لاندې په افغان خاوره کې پلان شوي دي. طالبانو پاکستان ته ویلي، چې پر دوی د تورونو پر ځای دې خپل امنیتي تدابیر سخت کړي او خپلو امنیتي کمزوریو ته دې پاملرنه ډېره کړي.
پاکستان داسې مهال په دغه هېواد کې د وسلهوالو بریدونو پر مهال په افغانستان کې د پاتې شویو بهرنیو ځواکونو د وسلو کارولو ادعاوې کوي، چې ټرمپ ویلي له طالبانو به دغه وسلې بېرته واخلي؛ خو طالبان بیا امریکایي وسلې غنیمت بولي.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون په یوه راپور کې اندېښنه ښوولې، چې په پاکستان کې مېشت هغه خبریالان چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یاد هېواد ته کډه شوي؛ اوس د بېرته اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
یاد فدراسیون ته یو شمېر افغان خبریالانو ویلي، د پاکستان د هغې پرېکړې پر بنسټ چې د روان کال (د مارچ میاشتې له ۳۱مې) وروسته بېاسناده افغانان له یاد هېواده باسي؛ په دغه هېواد کې یې ځیني مېشت افغان خبریالان هم د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ کړي او که داسې وشي، نو ژوند به یې له جدي ګواښونو سره مخ شي.
افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو دمخه د رسنیو یو غوړېدلی چاپېریال لاره، چې نږدې «۱۶۰ ټلوېزیونونو، ۳۱۱ راډیوګانو، ۹۰ ورځپاڼو او نږدې ۳۶ خبري اژانسونو» په کابل او بېلابېلو ولایتونو کې فعالیتونه لرل.
یاد فدراسیون وايي، د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د خپلواکو رسنیو چاپېریال سخت اغېزمن شو او خبریالان له ناورین سره مخ شول.
د خبریالانو د نړۍوال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د پخواني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته نږدې ۳۵سلنه افغان خبریالان او رسنیز کارکوونکي اړ شوي خپل هېواد پرېږدي چې له ډلې یې ډېری پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکیې او د اروپا په ګډون امریکا ته کډوال شول.
په راپور کې د افغانستان د یوه خصوصي ټلوېزیون د خبرونو پخواني ویاند سید ادریس سادات له خولې لیکل شوي، چې له افغانستانه وتل ورته یو حقوقي، اقتصادي او احساسي ناورین و. هغه زیاته کړې:« په پاکستان کې پر قانوني اسنادو اوسېدل ستونزمن دي. د ویزې تمدیدول ان تر میاشتو پورې وخت نیسي».
سادات له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې له جلاوطنه افغان خبریالانو سره د حقایقو د راسپړلو په برخه کې همکاري وکړي؛ څو په خپلواکه توګه خبریالۍ ته دوام ورکړي او د طالبانو د رژیم پټ اړخونه خلکو ته په ډاګه کړي.
په راپور کې راغلي، چې په پاکستان کې مېشت خبریالان د ویزو د تمدید او قانوني ثبت تر څنګ د کار او زدهکړو له قانوني خنډونو سره هم مخ دي.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون راپور ښيي، چې په ۲۰۲۲کال کې ۸۷ سلنه افغان ښځینه خبریالانې له جنسي تبعیض سره مخ شوې او ۶۰ سلنه یې مجبورې شوې چې خپلې دندې پرېږدي.
د افغان خبریالانو خپلواکې ټولنې (AIJU) راپور ورکړی، په ۲۰۲۳ کې ۸۵ خبریالان د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوي چې ځیني یې د طالبانو لهخوا «رسنیزو ناستو» ته وربلل شوي؛ خو دا ناستې عملاً د وېرې خورولو لپاره وې.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۳.۷ مېلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي؛ خو یوازې ۱.۳ مېلیونه یې ثبت شوي کډوال دي. شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان اوس په پاکستان کې مېشت دي، چې اکثره یې د ویزو تمدید او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نلري او له ګڼو ستونزو سره هم مخ دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې ایران یو افغان وګړی د نشهیي توکو د قاچاق په تور اعدام کړی دی. دغه سازمان د جمعې په ورځ ویلي، چې دغه کس شپږ ورځې وړاندې د شېراز په مرکزي زندان «عادل اباد» کې په اعدام محکوم شو.
د ایران د بشري حقونو سازمان د اعدام شوي کس د هویت په اړه وایي، ۲۸ کلن ذکي ذاکري د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکی و؛ چې دوه کاله وړاندې د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و.
یاد سازمان زیاته کړې، د اعدام شوي افغان وکړي کورنۍ چې په مشهد کې اوسېږي نده توانېدلې چې د وروستي ځل لپاره د ذکي ذاکري سره وګوري.
د ایران د بشري حقونو سازمان چې دفتر یې په ناروې کې دی، ټینګار کړی چې ایران یوازې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۸۰ تنه افغانان اعدام کړي دي.
دغه سازمان ویلي، چې افغانان په ایران کې د اعدام شویو بهرنیانو تر ټولو لوی شمېر جوړوي.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په ایران کې د افغانانو د اعدام لړۍ تر بل هر وخته چټکه شوې ده.
راپور زیاتوي، چې ایراني چارواکي د افغان وګړو په دار ځړولو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان زندانیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان؛ څو د دوی قضیې مخ ته یوسي.
سازمان ټینګار کړی، چې د اعدام شویو رېښتینې شمېرې ښايي له ثبت شویو هغو لوړې وي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې له اسلاماباده غوښتي چې له طالبانو او منځنۍ اسیا هېوادونو سره دې د سوداګرۍ ناورین د حل لپاره بېړنی اقدام وکړي.
د دغه بنسټ رییس جنید مکدا د جمعې په ورځ (د کب ۲۴) د تورخم دروازې بندېدو له امله د پاکستان پر ټرانزیتي مالیاتو، اقتصاد او سیمهییزې سوداګرۍ د ناوړه اغېزو خبر ورکړی دی.
هغه د دغه وضعیت د دوام په پایله کې د پاکستان اقتصاد ته د احتمالي زیان په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «دا وضعیت به سوداګر اړ کړي چې د پاکستان لارو پر ځای د ایران بندرونه وکاروي او دا کار به زمونږ سوداګرۍ ته اوږدمهاله زیان ورسوي.»
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس ټینګار کړی چې د دغه بنسټ له هڅو سربېره، وضعیت لا هم هماغسې پر خپل ځای پاتې دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازې ستونزه لا هم نه ده حل شوې او دغه دروازې له ۲۰ ډېرې ورځې کېږي چې د دواړو خواوو پر مخ بنده ده.
د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو (سي ای اې) پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي چې سراج الدین حقاني او ابراهیم صدر دواړو د امریکا په خاوره د راتلونکي برید لپاره د چمتووالي په برخه کې له القاعدې سره مرسته کړې ده. نوموړې زیاتوي چې د سراج الدین استعفا په ترهګرۍ د تمرکز لپاره ده.
د طالبانو دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خپلې دندې لاس پر سر شوی او د دې ډلې مشر ملا هبتالله اخونزاده ته یې خپله استعفا لېږلې ده.
کندهار کې ځینې باخبره سرچینې تاییدوي چې د سراج الدین حقاني استغفا قبوله شوې هم ده.
د سي ای ای پخوانۍ مامورې سارا اډمز د سراج الدین حقاني په اړه په اېکس لیکلي: «سراج الدین حقاني او ابراهیم صدر دواړو د امریکا په خاوره د راتلونکي برید لپاره د چمتووالي په برخه کې له القاعدې سره مرسته کړې ده. فکر مه کوئ چې دا پرمختګ دی. سراج الدین نړۍوال ارمانونه لري، یوازې ټولو هغو هېوادونو ته وګورئ چې هغه تېره میاشت ورته سفر کړی.»
سارا اډمز د نوموړي د استعفا اړوند لیکي: «سراج الدین حقاني د کورنیو چارو د وزیر په توګه استعفا ورکوي نور هېڅ نه. دا چارواکی لا دمخه د نړۍ د یو له خطرناکو ترهګرو څخه و. اصلي ستونزه څه ده؟ هغه اوس ازاد دی چې په بشپړ ډول په ترهګرۍ تمرکز وکړي. له "ډېپلوماټیک" موقف څخه له لاس اخیستلو وروسته،همدا یې وخت دی چې هغه د هدفي کسانو د لېست په سر کې شامل شي چیرې چې د هغه اصلي ځای دی.»
د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له نږدې دوو میاشتو غیابت وروسته نن د خوست ولایت یوه جومات کې را څرګند شو. متحده عربي اماراتو ته تر تلو وروسته نوموړی بیا نه لیدل کېده. ځینې سرچینو ویل چې بهر دی، خو طالبانو ویل، چې افغانستان ته ستون شوی او «استراحت کوي. »
خواله رسنیو کې ویډیوګانې ښيي چې نن نوموړی له جومات په وتلو کې له خلکو سره ستړي مشي کوي.
د ښاغلي حقاني پلویانو د دې صحنې د ویډیو خپرولو سره ویلي چې دا جومات د خوست په نادره شاه کوټ ولسوالۍ کې دی.
طالب چارواکو هم له رسنیو سره خبرو کې تایید کړې ده، چې سراج الدین حقاني نن خوست کې ښکاره شوی دی.