• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په یمن کې د امریکا او برېتانیا په هوایي بریدونو کې د وژل شویو شمیر ۳۱ کسانو ته ورسېد

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د حوثي یاغیانو د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د شنبې په شپه د یمن په څو ښارونو باندې د امریکا او برېتانیا د هوایي بریدونو له امله د مړو شمیر ۳۱ تنو ته رسېدلی او ۱۰۱ نور ټپیان شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د دغه وزارت ویاند انیس الاصبهي ویلي دي: «د امریکا د تېري شنبې په ورځ د صنعا، صعده، البیضاء او رعاع په سیمو کې د ملکي خلکو او استوګنو سیمو په نښه کولو سره د ولسي وګړو د قتل عام په نتیجه کې ۱۳۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۳۱ تنه وژل شوي او ۱۰۱ نور ټپیان شوي چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي.»

هغه زیاته کړه، چې ارقام "لومړني دي، ځکه چې د ملکي ځایونو په نښه کولو لپاره د متحده ایالاتو د هوایي بریدونو له لړۍ وروسته د قربانیانو د موندلو هڅې دوام لري."

اصبهي دغه بریدونه وغندل او دا یې د ټولو نړۍوالو قوانینو او کنوانسیونونو ښکاره سرغړونه وبلله.

حوثي یاغیانو د مارچ په اوومه اسراییل ته خبرداری ورکړ، چې په څلورو ورځو کې دې غزې تړانګې ته د بشري مرستو د رسولو اجازه ورکړي او یا به له دغه هېواد سره د تړلو بېړیو په وړاندې د نویو سمندري عملیاتو سره مخامخ شي.

یاده دې وي، چې امریکا په یمن کې له هغه وخت راهیسې پر حوثي یاغیانو هوايي بریدونه پیل کړي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ، چې که د ایران په ملاتړ ډله د سره سمندرګي پر بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي "دوزخ به یې ځای کړي".

حوثي یاغیانو د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې په سور سمندر کې د اسراییل اړوند بېړیو باندې د توغندیو او ډرون په وسیله بریدونه کوي، چې دې بریدونو نړۍوال تجارت ګډوډ کړی.

دغې ډلې د جنورۍ په میاشت کې د اسراییل او حماس تر منځ په غزه کې له اوربند وروسته دغه بریدونه ودرول، خو ګواښ یې وکړ چې که اسراییل غزې ته د مرستو رسولو لړۍ ودروي نو بریدونه به بیا پیل کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني حکومت په ټانک ولسوالۍ کې ګرځبندیز ولګاوه

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت دټانک ولسوالۍ مرستیال کمشنر اعلان وکړ، چې ددې ولسوالۍ له کاوړ سیمې نه تر جنډولې پورې پر هر ډول تګ راتګ بندیز دی.

په خپاره شوي مکتوب کې راغلي، چې د ټانک ولسوالۍ د مرستیال کمیشنر دفتر د قانون پلي کوونکو ادارو د غوښتنې پر بنسټ د امنیتي ګواښونو له امله دکاوړ قلعې، منزۍ، خیرګي، کړي وام اوجنډولې ترمنځ لارې باندې د ۲۰۲۵ کال د مارچ له۱۷مې وروسته د سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې پر تګ او راتګ بشپړ ګرځبندیز دی.

د رسمي خبرتیا له مخې، له کاوړ قلعې، ګومل، ګرداوي څخه تر واڼه پورې لارې به د هر ډول ترافیک لپاره خلاصې وي.

ځايي ادارې له خلکو غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د ګرځبندیز په موده کې له سفره ډډه وکړي.

یاده خبرتیا اړوندو ادارو ته، چې د کورنیو چارو او قبایلي چارو څانګه، د دیره اسماعیل خان کمیشنر، سیمه‌ییز پولیس او پوځي چارواکي پکې شامل دي، استول شوې څو د ګرځبندیز د تدابیرو کلک تطبیق یقیني شي.

د ګرځبندیز پر لاره ډېری د جنوبي وزیرستان د مسیدو او برکي قبیلو وګړي تګ او راتګ کوي.

پاکستاني طالبان چې اکثریت د مسیدو قبیلې اړوند دي، د جنډولې، خیرګۍ او منزۍ له لارې ټانک او دیره اسماعیل خان ته تګ او راتګ کوي.

جنډوله سیمه تېره اونۍ د یوه ډله ییز ځانمرګي برید شاهده وه، چې ویل کیږي لس ځانمرګي بریدګر پکې وژل شوي او د پاکستان امنیتي ځواکونو ته پکې سطحي زیان رسېدلی.

مولانا عبدالحق ثاني د جمعیت علماء اسلام ګوند نوی مشر ټاکل شوی

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۵۱ GMT+۰

د جمعیت علماء اسلام (سميع الحق ګوند) مرکزي شورا د خپل مخکیني مشر حامد الحق زوی مولانا عبدالحق ثاني د ګوند نوی مشر وټاکه.

دا پرېکړه په اکوړه خټک کې په یوه ځانمرګي برید کې د هغه د پلار مولانا حامد الحق له وژل کېدو وروسته کیږي.

د ګوند د مشر په توګه د هغه غوراوی په اکوړه خټک کې د مولانا سمیع الحق په دارالعلوم حقانیه کې د جمعیت علماء اسلام مرکزي اجرائیه شورا په غونډه کې شوی.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، په دې غونډه کې مفتي حبیب الرحمن د ګوند د سرپرست مشر په توګه وټاکل شو او مولانا حزامه سمیع، چې د مولانا سمیع الحق زوی دی، د ګوند د اطلاعاتو مسوول ټاکل شوی.

د غونډې ګډونوالو په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې پر وروستیو ناامنیو او پر دیني عالمانو د بریدونو له امله اندېښنه ښودلې ده.

دوی دغه راز د مولانا حامد الحق د قاتلانو د نیولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې حکومت دې د دې پېښې عاملان ونیسي او محکمې ته دې یې وسپاري.

د ګوند غړو ژمنه وکړه چې د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره به خپله مبارزه دوامداره ساتي او د امنیتي ستونزو پر وړاندې به خپل یووالي ساتي.

نریندرا مودي: هرځای چې ترهګري کیږي پل یې پاکستان ته رسیږي

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي وايي، د هند او پاکستان اړیکې د ایډیالوژیکو اختلافاتو له امله نه، بلکې د ترهګریز ذهنیت له امله ترینګلې دي او دا مهال پاکستان د نړۍ لپاره د ګډوډۍ مرکز ګرځېدلی.

مودي له امریکا میشتي پاډکاسټر او د مصنوعي ځیرکتیا له څیړونکي لیکس فریډمن سره په مرکه کې وویل، چې پاکستان اوس یوازې د هند لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د ګډوډۍ مرکز ګرځیدلی دی.

مودي د پاکستان او هند د راتلونکو اړیکو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د دې اړیکو ښه کیدل یوازې د ذهنیت د بدلون او رغنده خبرو اترو له لارې ممکن دي.

هغه روښانه کړه چې د قوي ایډیالوژیکو توپیرونو او دولتي تمویل شوې ترهګرۍ ترمنځ باید توپیر وشي. مودي زیاته کړه، « دا مه ګډوئ چې دا اختلافات یوازې ایډیالوژیک دي. کوم ډول ایډیالوژي په وینې تویولو او ترهګرۍ صادرولو وده کوي؟ او موږ د دې ګواښ یوازیني قربانیان نه یو. هر ځای چې ترهګري کیږي پل یې پاکستان ته رسیږي».

مودي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې بریدونه یاد کړل او ویې ویل، « د دغو بریدونو اصلي طراح اسامه بن لادن له کوم ځایه راښکاره شو؟ هغه په پاکستان کې پناه اخیستې وه».

مودي وویل چې نړۍ اوس دا حقیقت درک کړی، چې ترهګري او د ترهګرۍ ذهنیت په پاکستان کې ژورې ریښې لري.

هغه زیاته کړه، « پاکستان یوازې د هند لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د ګډوډۍ مرکز دی. موږ تل ورته ویلي چې د دې لارې پایله څه ده؟ موږ ورته ویلي چې د دولتي تمویل ترهګرۍ څخه لاس واخلي. موږ پوښتلي چې تاسې په دې څه ترلاسه کوئ، چې خپل هېواد قانون نه منونکو ډلو ته سپارئ».

مودي وویل، « زه حتا شخصاً د سولې لپاره لاهور ته لاړم، خو زموږ د سولې هره هڅه له دښمنۍ او خیانت سره مخ شوه».

هغه هیله وښوده چې پاکستان به د سولې لاره غوره کړي، « زه باور لرم چې د پاکستان خلک هم د امن هیله لري، ځکه هغوی به هم له دوامداره ناورین، شخړو او ترهګرۍ ستړي شوي وي، هغوی به هم له دې ستړي وي چې ماشومان یې بې ګناه وژل کیږي او د خلکو ژوند تباه کیږي».

د شمالي مقدونیې په یوه شپني کلب کې اورلګېدنې ۵۱ کسان مړه کړي دي

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۵۲ GMT+۰

د مقدونیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، د شمالي مقدونیې په کوچاني ښارګوټي کې په یوه شپني کلب کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۱ کسان مړه شوي او تر ۱۰۰ ډېر بیا ټپیان دي.

د شمالي مقدونیې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر پانچ توشکوفسکي د یکشنبې په سهار په یوه خبري کنفرانس کې د تلفاتو خبر ورکړ.

هغه زیاته کړې، چې ټپیان د سکوپجي ښار روغتونونو او کلینیکونو ته وړل شوي دي.

د شمالي مقدونیې لومړي وزیر هریستیجان مېکوسکي وویل، چې دا یوه سخته او غمجنه ورځ ده.

هغه زیاته کړې، چې په دغه اورلګېدنه کې د ګڼو ځوانانو مړینه نه جبرانېدونکې ده.

سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې اورلګېدنه د کوچاني په "پلس" شپني کلب کې شوې ده.

ویل کېږي، چې د اورلګېدنې پرمهال شاوخوا ۱۵۰۰ کسان د یوه کنسرت لپاره په دغه کلب کې راټول شوي وو.

سېنټکام: د داعش ډلې د وژل شوي دویم لوړپوړي مشر «ابو خدیجه» مېرمن ام حسین مو نیولې ده

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۱۴ GMT+۰

د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندې سینټکام ویلي، چې د عراق استخباراتي او امنیتي ځواکونو سره د ګډو عملیاتو په ترڅ کې یې د داعش ډلې چیچنیایي غړې ام حسین نیولې ده.

سېنټکام زیاتوي، چې نیول شوې ام حسین د داعش ډلې د بهرنیو ترهګریزو عملیاتو مشر ابو خدیجه چې بشپړ نوم یې عبدالله مکي مصلح الرفيعي و؛ مېرمن ده.

سېنټکام ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د داعش دوه نور غړي هم نیول شوي او دا یې د داعش شبکې د له منځه وړلو په برخه کې د عراق سره د ژمنتیا نښه بللې ده.

چیچنیایي ام حسین د عبدالله مکي مصلح الرفاعي مېرمن ده، چې د داعش تر ټولو په لوړه کچه پرېکړه کوونکی مشر او د نړۍوالو عملیاتو، لوژستیک او پلان جوړونې مسول و.

نوموړي د دغې ډلې د نړۍوال سازمان د مالي چارو د یوې مهمې برخې رهبري کوله، چې تېره ورځ په یوه هوایي برید کې د امریکایي ځواکونو له‌خوا په نښه او ووژل شو.

د عراق لومړي وزیر محمد شیعه السوداني وویل، مصلح الرفاعي په عراق او ټوله نړۍ کې یو له خورا خطرناکو ترهګرو څخه و.

متحده ایالاتو په۲۰۲۳ کال کې عبدالله مکي مصلح الرفاعي د داعش د مشر په توګه د نړۍوال ترهګر په توګه د ترهګرو په تور نوملړ کې شامل کړ.

د امریکا د مرکزي قوماندې قوماندان مایکل اېریک کوریلا وویل:« موږ به د خپل هېواد او د متحده ایالاتو د متحدینو او سیمه‌ییزو همکارانو د دفاع لپاره د ترهګرو لټون ته دوام ورکړو.»

قوماندان اېریک وویل، دا عملیات د امریکا او د هغې د سیمه‌ییزو ملګرو له‌خوا په عراق کې د ترهګرو ډلو سره د مبارزې او د متحده ایالاتو او متحدینو ګټو په وړاندې د بریدونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د پراخو هڅو یوه بېلګه ده.